د هغې عمر ډېر کم و، خو په دې مجبوره شوی و چې اوس په کار پسې ګرځېدو، هغه ته خپل پلار ډېر غصه شوی و، او هغې له کوره د تښتېدو اراده کړې وه، هغه ته يو ملګري د خپل تښتېدو کيسه کړې وه نو دا هم له کوره وتښتېدو، يو څه وخت يې په باجوړ کې له خپلوانو کره تېر کړو، يوه ورځ ورته چا پېغور ورکړو او له هغه ځای نه هغه پېښور ته د تګ لپاره روان شو.
يو فلاينکوچ والا ته يې وويل چې ما له ځان سره يوسه، هغه ته دا پته نه وه چې دا چرته ځي خو هغه ويل چې دا لار پېښور ته تلې ده نو زه تر يو ځای پورې به مې يوسي.
هغه له فلاينکوچ څخه په يو ځای کې کوز شو، هغه ته دا پته وه چې دا کوم ځای دی، ماښام و همغلته يې شپه تېره کړه د يو دکان مخې ته، سهار وختي په هماغې سړک باندې روان شو، تر ډېره پورې لار هواره وه، چرته چې به يې اوبه لېدې نو څښلې به يې، او بيا هغه غرونو ته ورسېد، تر ډېر مزل نه پس هغه ډېر تږی شو، خو چرته يې اوبه پيدا نکړې، په دې غرونو کې داسې کوم ځای نه و چې ده ترېنه لږې اوبه څښلې وای، د تندې له لاسه ډېر بې حاله شو، خو قسمت ورسره ښه وکړل په دې غرونو کې يې د سړک په غاړه يو جومات ولېد، هلته يې په خوارو زارو ځان ورسوو، دا د غرونو پر مېانځ کې يو ورکوټی شان جومات و چې په دې لار د تګ راتګ خلکو لپاره يې جوړ کړی و، چې مونځ پکې کوي، هغه ډېر خوشحاله شو، د جومات مخې ته يو کوی ايستل شوی و، هغه له کوي څخه اوبه راوويستې او ښې ډېرې اوبه يې وڅښلې، دومره اوبه يې وڅښلې چې په خېټه يې ورته درد کړو، ځکه چې هغې له سهار نه څه نه و خوړلي، تشې اوبه يې څښلې وې، بيا همغلته څملاست، چې حواس يې صيي شو نو بيا د خپل منزل په لور روان شو.
د هغې منزل څه و، د هغه منزل دا و چې هغه پېښور ته ځان ورسوي، او هلته خپل ژوند په ښه ډول تېر کړي، ولې چې اوس دې ته نور څه په دنيا کې نه و پاتي، هغه ته چا ويلي و چې په پېښور کې کارونه ډېر دي، هلته خلک ډېر خوشحاله دي، د دې عمر د کار نه و خو دا د ژوند داسې پړاو ته رارسېدلی و چې اوس دې ته څه کار کول پکار و، ولې چې د دې ژوند اوس له دې نه بېغېر نه تېرېدو.
هغه ته د لارې نوره پته نه وه چې زه په کوم ځای کې روان يم، او کله به رسم، خو هغې ته دومره پته ولګېده چې د هغې شپه د بډبېرې په تاڼه کې راغله، هغه د ډېرې ولږې له لاسه ډېر ستړی شوی و، په تاڼه کې هغې شپه تېره کړه او سهار بيا روان شو، تر څو هغه د کوهاټ اډې ته ورسېدو، هلته ورباندې قسمت لږ مهربانه شه او د سهار ناری ورباندې يو سړي وکړو، په هغې کې يوه نوې ساه وغوړېده، ځکه چې يوه پوره ورځ هغې څه نه و خوړلي.
اول خو هغه د کوهاټ په اډې کې ښه وګرځېدو، اډه يې ټوله وکتله، بيا يې په کار پسې لټه شروع کړه، او بيا هغې غرمې ته نزدې د يو لوبيا والا سره کار شروع کړو، خو له بده مرغه په همدې ورځ باندې کيمسي (خلک چې له سړک غاړې نه لرې کوي) والا راغلل، هغه چې له کوم لوبيا والا سره کار کوو نو هغه هم په منډه شو، ځکه چې په سړک باندې غېر قانوني ناست و، هغه ده ته هم وويل چې سامان زر زر د هغې دېوال خواته رسوه، له بده مرغه هلته به خلکو سارا ګشت هم کوو، نو دې ټول کټکي په سارا ګشت باندې وروغورځول، بيا چې د کيمسي والا لاړ او سامان يې واپس راوړو نو د لوبيا والا ته پته ولګېده چې دې ټول کټکي په سارا ګشت کې ارتوولي دي، هغه يې له کاره اوويستو.
له دې ځای نه چې راويستل شو نو هغه بيا د کار په لټه کې شو، خو تر ماښامه پورې يې چرته کار پېدا نکړو، شپه يې د يو جومات مخې ته تېره کړه، او سهار بيا په کار پسې اووتو. هغه ټوله ورځ بيا په کار پسې وګرځېدو خو چا ورته څه کار روزګار ورنکړو، شپه بيا راغله او هغه همغلته چې تېره شپه يې تېره کړې وه بيا هلته شپه تېره کړه.
سبا چې راپاڅېدو نو نور توان يې ونشو، له ګرځېدو نه وتی و، هغه يو بل ماشوم وليدو چې هم د دې په عمر و، خېر يې غوښتو، ده چورت اووهو چې راځه بل څه کار خو هسې هم په لاس در نغلی ته هم خېر غواړه، او په خيراتېنو کې يو بل خيراتي زيات شو.
د جوزا ۱۶مه، ۱۳۸۹ لمريز