زه د يوې غرېبې کورنۍ سره تعلق لرم له دې امله زه د ماشوم والي نه په کارونو کې بوخت يم. کله چې زه کراچۍ ته په کار پسې راغلم نو دلته زما يو څو کليوالو يو کور په کرايه نيولى و او حجره يې ترېنه جوړه کړې وه، زه هم د هغو سره په حجره کې دېره شوم. هغو به د دياړۍ کار کوو نو ما هم ورسره د دياړۍ کار شروع کړو. دوه کاله بعد هغه ټول کلي ته لاړل او زه په حجره کې يوازې پاتې شوم.

د حجرې په ګاونډ کې ټول کورونه و. په دې کورونو کې په يو کور کې پري اوسېدله. ما او پري د يو بل سره مينه درلوده. هغه به هره شپه زما خواته راتله او ټوله شپه به زما سره پرته وه. شېطان د هر چا سره شته نو له دې امله زما سره هم و. ما به هغې ته ويل چې راځه د خپلو خواهشتاتو تکميل وکړو خو هغې به ماته همدا يوه خبره کوله چې د واده نه مخکې ګناه لري. پري به زما سره غاړه په غاړه په يو کټ کې څملاسته خو د کالو نه ښکته به يې زه نه پرېښوستم. زه پري په خپل بدن پسې ډېر وکړولم. هره شپه به تر سهاره پورې زما پرتوګ لوند شوى و او هر سهار به ما بيا لمبل. زه د بدن تږى شوم او داسې تږى شوم چې هر ځاى به مې پېغله جلۍ ليده نو پرتوګ به مې لوند کړى و.

يوه ورځ زما يو ملګري زه بازار حسن ته بوتلم د هغې ځاى خوند چې ما واخيستو نو بيا به هره شپه هلته تلم. څۀ وخت پس د پري واده هم وشو او هغه د دې ځاى نه لاړه.

شپې سبا کېدې او ورځې ماښام کېدې کلونه تير شول او زه په غلطه لار روان شوى وم واپس کېدلى ترېنه نشوم. يوه ورځ مې د پلار خط راغى چې پکې ليکلي يې و "بچيه! کور ته زر راشه چې واده درته وکړم" خو دا وخت زه په داسې حالاتو کې وم چې د يوې ښځې سره بستر کيدلاى نشوم. ما هغې ته واپس په ځواب کې وليکل چې تاسو واده وکړئ زه درځم.

څو ورځې بعد په کلي کې زما واده و، او زه دلته په کراچۍ کې وم، خپل علاج مې کاوه. تر سو چې زما علاج پوره کېدو دوه مياشتې تېرې شوې وې او د کلي نه هم راپسې ډېر خطونه راتلل چې کلي ته راشه. بالاخر زه کلي ته لاړم او ټول ډېر خوشحاله شو. د شپې چې خپلې کوټې ته لاړم نو ښځه مې ناسته وه ډيرې ګيلې يې راته وکړې خو ما ورته اويل چې څه مې کړاى واى په کارونو کې بند وم.

نيمه شپه مې چې د ښځې نه کالي ښکته کړل او خپل کالي مې هم ښکته کړل نو هغې علاج هيڅ فايده نه وه کړې کوم چې په کراچۍ کې ما کړى و او شل زره روپۍ مې مصرف کړې وې. د ښځې پر مخ کې ډېر وشرمېدلم، زړه مې غوښتل چې اسمان ښکته راولويږي او يا ځمکه وشليږي چې زه پکې ځان پټ کړم خو نه اسمان راولويد او نه ځمکه وشليده، خپل کالي مې واغوستل او د کوټې نه بهر ته راووتم، ښځې مې راپسې ډېرې چغې وکړې "چرته ځې، چرته ځې" خو ما شاته ونکتل. په همغه شپه باندې مې خپل کالي راواخيستل او د کلي نه واپس راغلم کراچۍ ته، خو اوس مې چاته پته نشته چې زه په کوم ځاى کې يم.

لس کاله اوشو چې د خپلو نه پټ ګرځم، د پري مينې بدعمله کړم او دومره يې وشرمولم چې د خپلې ښځې خوا له هم نشم تللاى، لس کاله کيږي چې د کور د حال احوال نه نۀ يم خبر. په کراچۍ کې د مرګ په تمه ناست يم چې خداى به په ما کله رحم کوي او د دې نړۍ نه به مې سترګې پټوي، ځکه چې يوازې ژوند نور نشم تيرولاى.

 د حمل ١٨مه، ١٣٨٩