ليلا او مجنون دوه داسې عاشقان و چې د يو بل لپاره يې ځانونه خاورې کړل. يو چې به خوږېدو نو بل ته به هم درد رسېده. د ليلا او مجنون نه بعد شيرينۍ فرهاد، نمرو خان محمد او داسې نور ډېر عاشقان تير شوي دي چې د يو بل سره يې د زړه د تله مينه کوله. خو نن سبا هغه مينه نشته، نن سبا خلک مينه صرف د هوس لپاره کوي، تر څو يو هلک او يوه نجلۍ څو شپې رنګيني کړې. زه نن تاسو ته د يو هلک او نجلۍ همداسې کيسه کوم چې دواړو د يو بل سره تړون څرنګه جوړ کړو.
په شهرنو کې روان وم، د يو برګرو د دوکان په لټه کې وم، تر څو يو برګر اوخرم، ځکه چې ډېر وږی وم. د برګرو او جوسو يو دوکان مې پيدا کړو، هغې دوکان ته ننوتم، دا يو ورکوټی شان دوکان و، څلور ميزونه پکې پراته و، چې دوه پکې د سړو د ناستې لپاره و، يو يې د زنانه و لپاره جوړ کړی و چې پرده ترې تاوه وه، او په يو ميز باندې هغو خپل سامان وغيره ايښی و. د دوکان نه بهر يو د ايسکريم مشين پروت و او يو داسې ميز و چې د دوکانونو مخې ته پراته يي او ښيښې هم پکې لږېدلي وي چې برګرې پکې جوړه وي.
د برګرو دوکان ته ننوتم، خو په دواړو ميزونو باندې خلک ناست و، هغه ميز چې د زنانه و لپاره جوړ و، په هغې باندې څوک نه و ناست، زه هم هغې ميز ته کېناستم او د يو برګر مې ورته وويل. کله چې پلورونکي ماله برګر راوړو او ما ترې يو دوه مڼۍ وکړې نو په دې ساعت کې يوه نجلۍ دوکان ته راننوته، سره جوړه يې په غاړه وه، بټوه يې په لاس کې نيولې وه، ښايسته وه خوو په پوډرو باندې يې ځان ډېر ښايسته کړی و، بلکل د هندي فلمونو لوبغاړي ښکارېده. زه چې يې پر ميز ولېدم نو واپس شوه، خو زه زر د هغې ميز نه پاڅېدم او خواته بل ميز چې دوه هلکان ورباندې ناست و د هغې يو هلک خواته کېناستم. پلورونکي هغه راواپس کړه او ورته يې وويل چې ميز خالي شو کينه. هغه کيناسته او هغې هم د برګر ورته وويل. زما سره چې کوم دوه هلکان ناست و د هغو برګر زما د برګر نه مخکې خلاص شو، هغه يو هلک پاڅېد او په کوم ميز چې هغه نجلۍ ناسته وه، د هغې ميز نه پرده تاؤ وه، هغه هلک هغه پرده پورته کړه او هغې نجلۍ ته يې په غټو غټو وکتل، بيا هغه دواړه بهر ته اووتل، دوکاندار ته يې پيسې ورکړې، خو لا نړ واپس راغلل او په هغه بل ميز باندې کيناستل، چې هغه نور هلکان ترې پاڅېدلي و، د ايسکريم يې ورته وويل چې رايې وړه. ايسکريم يې خوړل، بيا هغه يو هلک هغه بل ته خپله شمېره وويله، خو په دومره تيز غږ باندې يې ورته اوويله چې هغه نجلۍ يې واوري، شمېره څلور پنځه ځل په تيز غږ باندې اوويله. په تلوزيون باندې يې هندي فلم ښودو، زه د فلم په ننداره وم، خو د دې هلکانو او د هغې نجلۍ حرکتونو ته مې هم غوږونه او سترګې خلاص کړي و.
هغه نجلۍ پاڅېده، ځکه چې هغې هلک ته يې شا وه، هغه هلک ته مخامخ شوه، هغه هلک له خپل جيب څخه موبايل راواخيست څه يې پکې نوشته کړل، بيا يې پر جيب کې کېښوست، هغه نجلۍ بيا په چوکۍ باندې کېناسته، ښايي صبر يې ونشو، ځکه چې بيا ودرېده. او داسې د دوۍ مينه له دې ځای څخه شروع شوه، د برګرو په يو دوکان کې دوه عاشقان يا د رنګينو شپو ياران يو ځای شول. زما برګر هم خلاص شو، له چوکۍ څخه پاڅېدم، پلورونکي ته مې پيسې ورکړې او په خپل لور باندې روان شوم.
(څلورمه مياشت، دوېمه نېټه، ديارلس سوه اته نوي کال)