زه نن تاسو ته د مرسل ګل په اړه څه معلومات نه درکوم، ځکه چې ماته پخپله هم د دې په اړه څه معلومات نشته، خو زه تاسو ته د مرسل ګل په اړه باندې يوه کيسه کوم.
کيسه داسې ده چې زما وراره ته يې په مکتب کې ويلي و چې د يو ګل په اړه باندې مقاله وليکه او په کوم ګل چې مقاله ليکي نو هغه ګل هم درسره راوړه، زه د يکشنبې په ورځ باندې په ګل پسې لاړم، په سېلو کې د ګلونو او بوټو پلورنځۍ دي، ما ويل چې له هغه ځای نه به ورته کوم ښايسته ګل راوړم (ګلونه خو ټول ښايسته دي، خو ما پکې کوم ځآنګړی ګل کتو). په سېلو کې يو پلورنځي ته ننوتم، هلته چې مې د هغو ګلونو حال ولېدو نو په خدای قسم چې ژړا راغله، په دومره بد حال و، چې پوښتنه يې مکوۍ، د هغو حال زه تاسو ته نشم بيانولی، له هغه ځای څخه بل پلورنځي ته لاړم، نو هلته ټول ګلونه په خندا و، له يو بل سره يې ګپې لګولې، ټول پلورنځی له سرو، زيړو، سپينو، او رنګارنګ ګلونو څخه ډک و، زړه مې خوشحاله شو، ما ويل چې په همدې ځای کې ورته سړی ځای جوړ کړي او ورسره ناست وي، خو ما داسې نشو کولی، زما خو يو ګل پکار و، چې زما وراره ورباندې مقاله ليکله او مکتب ته يې وړو، په پلورنځي کې چې مې وکتل نو سړی پکې نه و، د وره خواته يې راډو چالانه وه، خو سړی نه ښکارېده، ډېر مې پسې اخوا ديخوا وکتل خو د سړي درک چرته نه لګېده، بيا له هغې پلورنځي نه بل پلورنځي ته لاړم، هلته يو کس لګيا و، ګلونو ته يې اوبه ورکولې، دا ګلونو د هغو ګلونو نه لږ خپه و، ځکه چې ټول غلي غلي ولاړ و، له يو بل سره يې خبرې هم نه کولې، ايا له ژوند څخه تنګ و، ځکه چې صيي پاملرنه يې نه کيده، د هغو نورو پشان نه و، هغه خو ډېر خوشحاله و، له يو بل سره يې ګپونه لګول، د ژوند څخه يې خوند اخيست، ځکه چې د هغو ډېره ښه پاملرنه کيده، له دې پلورنځي څخه هم رابهر شوم تر څو کوم بل پلورنځی پيدا کړم، خو بريالی نشوم، ځکه چې بل پلورنځی نه و، نو واپس هماغې پلورنځي ته لاړم، چرته چې ګلونو په خندا او خوشحالۍ ژوند تيرولو، چرته چې ګلونو له ژوند څخه خوند اخيست، ګلونو چې زه بيا وليدم نو ډېر بد بد يې راته وکتل، ايا زما په مقصد پوهه شوي و، چې زه له هغو څخه يو ملګری جودا کوم، ټول غلي شو له يو بل سره يې خبرې هم نه کولې، خاموشه خاموشي شوه صرف په سړک باندې د موټرو غږ راته، ما ټولو ته ښه په غور وکتل، ټول غلي غلي و او ماته يې د شک په نظر کتل، زه ډېر غمژن شوم، چې له ما څخه ګلونه خپه شو، ما خو ګلونه نه خپه کول، له ځانه مې کرکه راغله، چې ايا ماته ګلونه هم په بده سترګه ګوري، خو ما څه کړی وای، مجبور وم ځکه چې يو ګل مې پکار و، يو ګل چې خپل وراره له مې وړی وای او هغه ورباندې مقاله ليکلي وای، نو ما څه نشو کولی، چې د ګلونو خپګان ختم کړم، او له هغوۍ سره ملګرتيا جوړه کړم، ځکه چې وۍ که خر د وښو سره ملګرتيا وکړي نو خوري به څه، کو ما له دوۍ سره ملګرتيا کړې وه نو خپل وراره له به مې څه وړل، خو بيا مې زړه غټ کړو او د پلورنځي پلورونکی مې پيدا کړو، له هغه څخه مې يو ګل وغوښت، هغه راته وويل چې په دېرش افغانۍ باندې به درته يو ګل درکړم، ما ورسره ومنله او ورته مې وويل چې کوم ګل درڅخه اخلم نو د هغې نوم به هم راه ښيي، هغه وويل صيي ده، دا ټول د مرسل ګلونه دي کوم چې دې پکې خوښ و نو هغه ترې واخله، زه خو د يو ګل اخيستو پسې راغلی وم، خو بيا مې له ګلونو سره ظلم لږ زيات وکړو، ځکه چې دوه ګلونه مې ترې څخه بيل کړل او له خپل ځان سره مې راوړل.
صالون عروسي اريانا کابل ته چې کله راورسېدم نو دلته مې په ګلونو باندې سترګې ولګېدې، دا هم د مرسل ګلونه و، او د هغوۍ نه يې پاملرنه ښايي ډېره کيده، ځکه چې دوۍ ټول هم ډېر خوشحال و، او د مستۍ نه ډک ژوند يې کاوه، د دې ځآی له ساتونکي څخه مې وغوښتل چې تر څو اجازه راکړي او له دې ځای څخه يو دوه ګلونه يوسم، له هغه مې اجازه واخيسته او له هغه ځای څخه مې هم دوه ګلونه واخيستل، څلور ګلونه مې خپل وراره ته ورکړل او هغه ډېر خوشحاله شو، خو ما د مرسل ګل په اړه باندې هيڅ معلومات پيدا نکړل.
ټولو پښتنو وروڼو ته دا خبره کوم چې که ګلونه هر قسم، هر رنګ وي خو د هغې پاملرنه ډېره ضروري ده، په ګلونو باندې ژوند ښايسته کيږي، په ګلونو باندې هر ځای ښايسته ښکاري، ګلونه سړي ته ډېر ارام وربخښي. ګلونه ډېر نازک دي بايد چې د دوۍ ډېر خيال وساتل شي. زه د ګلونو په اړه باندې ډېر معلومات نلرم خو زما ګلونه ډېر خوښيږي. راځئ چې ټول افغانستان له ښايسته ګلونو څخه ډک کړو او په خپلو کورونو کې ښايسته ښايسته ګلونه وکرو.
(د جوزا ۳۰مه، ۱۳۸۹ لمريز)