ليکواله: نسرين

ژباړن: رحمت ديوان

 دا پېښه ليکلو باندې خندا زما د خولې نه نۀ وځي. بس د دوه ساعتونو د ناستې او خبرو نه داسې غلط فهمي جوړه شوه چې تر کلونو کلونو پورې يې مونږ خندولو اوس چې زمونږ د خاندان دوه درې کسان چرته هم کيني نو د دې پېښې په وويلو باندې خلک خندوي.

کيسه داسې ده چې زما مشر تره چې د شپېتو کالو نه هم لپاسه دى اچانک دا فيصله وکړه چې زه دوېم وادۀ کوم. د هغې اولنۍ ښځه کلونه مخکې مړه وه. د هغې ښځې نه يې يو ماشوم پاتې و. د هغې د ښه روزلو او ساتلو لپاره تره کاکا بل وادۀ ونکړو. اوس کليم ځوان شوى و. مکتب نه هم فارغ شوى و پته نشته تره کاکا ته د زوى په ځاى د خپل واده سودا ولې پيدا شوه. هغې دا خيال کاوه چې د زوى د وادۀ نه بعد به څوک د دې پروا ونکړي. ځکه هغه ته اول خپل ځانله وادۀ کول پکار دي. مشرانو ښځو هغه ډېر وپوهه و چې اوس د الله الله کولو وخت دى. ولې په بوډاتوب کې ځان شرموې، څوک د ځوانانو لپاره جينکۍ نه راکوي نو تاله به څوک لور درکړي.

خو تره کاکا د خلکو دا نصيحتونه د چيلنج په طور قبول کړل او ټول يې خپل رقيبان وګڼل. ملګرو يې هم خبره په ګپ کې والوزوله. اوس غريب ځانله د "ګوهر ناياب" په لټون پسې ګرځېدو.

يو ځل ورته يو ملګري اويل چې يو سړى د خپلې لور د وادۀ کولو نه بعد د حج لپاره روان دى. تر اوسه پورې يې کومه صيي ښيښي پيدا نکړه نو غريب ډېر پرېښانه دى. ړون څه غواړي دوه سترګې بس تره کاکا هم ځان جوړ کړو او روان شو ځان ته تګ ورته بد ښکاريد نو کليم ته يې اويل چې ته راسره لاړ شه، کليم هم د لايق زوى پشان د پلار سره روان شو د خپلې نوې مور ليدلو لپاره.

دوۍ يې د ميلمنو په کوټه کې کېنول، اتفاقاً دا وخت صرف د جينۍ پلار په کور کې و، د څو رسمي خبرو نه بعد ورته تره کاکا اويل:

"تاسو د خپلې لور د فرض نه ځان ژغورئ، دلته زه د خپل زوى د فرض نه وژغوريدم. کو تاسو ته مناسبه ښکاري" دا ويلو سره تره کاکا خپل سر د نوي ځوان پشانتې ښکته کړو. اصل کې د تره کاکا دا خيال و چې کوم ملګري ده ته دا کور ښودلى دى نو هغه به ورته د ده په باره کې ويلي وي، خو د جينۍ پلار د هيڅ نه هم نه و خبر.

د جينۍ د پلار دا خيال و چې هغه د هلک لپاره لګيا دى، هغه زر اويل بلکل وروره زما دا ښيښي خوښه ده. زه د جينۍ وادۀ په يوه مياشت کې دننه دننه کوم، ځکه هره معامله بايد چې د اوس نه وکړو. د جينۍ پلار ډېره تادي وکړه، پکار خو دا وه چې هغه د هلک په باره کې نور معلومات ترلاسه کړاى واى، زر زر يې د نکاح تاريخ او د ولور په معامله کې لګيا شو. تره کاکا هر څومره ولور ورکولو ته تيار و، کليم داسې ښکته سر ناست و چې لکه په ريښتيا د هغه د وادۀ خبره کيږي. تره کاکا هر ځل خپل ځان د هلک په نوم باندې يادوو، لکه چې "نه جي هلک ته څه انکار کيدى شي، تاسو يقين وکړئ هلک به يې ډېره ښه ساتي" وغيره وغيره. مختصر داسې چې تره کاکا د راروانې جمعې ورځ وټاکله او د دواړو خواو نه د ډېرو انتظامونو نه کولو خبره اوشوه.

کليم چې بهر ته راووت نو پلار ته يې اويل چې ماته ښکاري چې هغو زما خبره کوله. تره کاکا له غصه ورغله، بېغيرته ستا خو ماغزه خراب شوي دي. بيچاره کليم غلى پاتې شو. پټ پټ د وادۀ تياري هم وشوه. پته خو مونږ ته لګېده مونږ هم لاړو د تره کاکا نه مو بخښنه وغوښته او د خپل تره کاکا د وادۀ لپاره مو تياري شروع کړه.

په ټاکلي وخت باندې تره کاکا شاه جوړ شو، سهره يې پر سر کړه، له ځان څخه يې ځوان هلک جوړ کړو او د خپلو خپلوانو په ميانځ کې د خسر کره ورسيد. د خاندان ژوندي زړه هلکانو پټ د ډول ډبقي انتظام هم کړى و.

خير د تره کاکا جنج په ډېر شان و شوکت باندې د جينۍ کور ته ورسيده. تره کاکا يې د اسپې نه راکوز کړو او د جينۍ ټول خاندان د شاه ليدلو لپاره راغونډ شو، بيا هغه اوشول چې د څه په تصور باندې هم مونږ خپله خندا نشو ټينګولى. د دوۍ په کور کې غوبل جوړ شو. ټول ګوته په خوله شول او د جينۍ پلار ټوپک په لاس راغى او د تره کاکا مخې ته ودريد "بوډا تا زما سره دهوکه وکړه، ښکاره دې کړو زوى او وادۀ پخپله کى". مونږ ټول په بېله حيران و چې دا څه اوشو. په ډېر مشکل باندې دا خبره زمونږ په مغزو کې راغله چې د جينۍ پلار د کليم په دهوکه کې وادۀ ورکوي. دا خلک پښتانه و، د تره کاکا بېچاره خو رنګ الوتى و. د جينۍ خلکو په يو قيمت هم جنج واپس کول نه غوښتل. د مرګ د ايرې نه تره کاکا زر سهره د سر نه ښکته کړله او د کليم په سر يې وتړله او د دې غټې ډرامې نه پس د تره کاکا پر ځاى کليم ناوې کور ته راوستله. دې عجيب و غريب وادۀ چې د يوې غلط فهمۍ له لاسه و، مونږ يې تر کلونو خندولو.

 د حمل ١٨مه، ١٣٨٩