ليکوال: قاضى محمد عمران

ژباړن: رحمت ديوان

 "مېرمنو او ښاغلو! غور وکړئ، پاکستان انټرنيشنل الوتکه PK892 هانګ کانګ د تګ لپاره تياره ده، مسافرو ته درخواست دى چې الوتکې ته ځان ورسوي."

"ليډيز اينډ جنټلمين! يوراټينشن پليز..................!!!

هوايي اډه يو داسې ځاى دى چې دلته ملاويدل او جداکيدل هره ورځ ليدلى شي، خو د تګ راتګ خلکو ته زياتره دا خيال نه وي چې د هوايي اډې د لاوډسپيکر په اعلان کې هر وخت ستړيا ولې وي؟..................... کيدى شي د نوکرۍ د يواځي توب له لاسه ........... د اردو د اعلان نه پس د انګليسي اعلان شروع شوى و، د اسلام اباد په هوايي اډه کې د انتظار پر ځاى کې، خلکو د اعلان اوريدلو سره خپل خپل سامان واخيست او پر يو قطار کې ودريدل، ما هم خپل وړوکى بيګ د ځان سره واخيست او د مسافرو په قطار کې ودريدم، په قطار کې زما نه مخکې يوې ښځې خپل ماشوم په غيږ کې اخيستى و او د خپل غټ بيګ راکاږلو ناکام کوښښ يې کوؤ، ما د انسانيت په خاطر د دې د مرستې کولو اراده وکړه.

"پريږدئ اغلې زه به ستاسو بيګ د الوتکې پورې يوسم."

د خپل شا خوا نه داسې اچانک اواز اوريدلو باندې شايد هغه حيرانه شوې وه، شاته يې وکتل.... اوس د حيرانيدو وار زما و، هغه ندرت وه، ندرت آفاق، زما د پوهنتون ملګرې، زما اولنۍ................ او اخرنۍ مينه.

د دې نه مخکې چې ما ځان د خبرو لپاره تيار کړى واى هغه د هوايي اډې په بس کې کېناسته او د الوتکې په لور روانه شوه، نن ما اوه کاله بعد دا ليدلې وه، په اول ځل کتلو هماغه شان وه......... خپل زوي يې اوچت کړى و............ هماغه شانتې........ لکه د واده نه مخکې چې وه. د الوتکې په ور کې ولاړې د الوتکې کارکونکې ماته په موسکه خوله ښه راغلاست اوويل، کار هم انسان څومره بې وسه کوي هسې وخت چې داسې مخ اووينې چې بيا دې هغه مخ ليدلو ته زړه نه کيږي، د الوتکې کارکونکې بيا هم داسې مخونو ته په ډيره خوشحالۍ ښه راغلاست وۍ. زما بورډنګ کارډ ليدلو سره يې په اشارې باندې ماته زما سيټ وښودو ما ترې مننه وکړه او د خپل سيټ په لور روان شوم، اوګوره زما قسمت چې زما سيټ د ندرت آفاق د سيټ خواته و، الوتکې ته د رارسيدو سره د هغې زوى په ډير ښايسته خوب باندې اوده شوى و، په خوب کې ډير ښايسته ښکاريدو، ما خپل بيګ د سيټ لپاسه جوړو شوو خانو کې کيښوست او په خپل سيټ باندې کېناستم، هغې يو ځل ماته وکتل او بيا د ناپيژاند پشان کېناسته، دې د الوتکې خپله خپاره کړې مجله "همسفر" په کتلو کې د ځان بوخت کولو کوښښ کوؤ، ما د دې په سترګو کې د پيژندلو کرښې ليدلې وې، سترګې کله درواغ وايي په ډير عجيبه انداز کې دا د درواغو نه پرده پورته کوي..... زما صبر په ختميدو شو.

"ته............ زما مطلب دى تاسو.......... ندرت آفاق ياست کنه."

دې د يوې ثانيه لپاره د مجلې نه سترګې پورته کړې او په ټيټ غږ يې راته ويل.

"زه اغلې ابراهيم يم"

زه دا غږ په لکونو کې پيژنم دا ندرت وه............ زما ندرت................ زما د صنف ملګرې ندرت آفاق......... زما اولنۍ او اخرنۍ مينه....... پوهنتون کې د اولې ورځې ليکچر نه بعد په کينټين کې ناست دې هم داسې خپل شناخت کړى و.

"زه اغلې آفاق يم.............. اغلې ندرت آفاق"

او نن اووه کاله بعد هغې د اغلې ابراهيم په نوم خپل شناخت کوو.

"څنګه يې؟"

ځواب يې را نکړ.

"چرته وې دومره وخت؟"

هغې هسې بېسه د مجلې پاڼې اړولې د شلو پاڼو د اردو، انګليسي مجلې پاڼو اړولو کې څومره وخت لګي، په دومره وخت کې د الوتکې کارکوونکې په جيک کې اوبه راوړې د اوبو څښلو نه بعد هم زما مرۍ وچه وه.

"ندرت ستاسو............. زما مطلب دى اغلې ابراهيم..... ستاسو زوى ډيره ښايسته دى، څۀ نوم دى د دې؟"

"انور ابراهيم" همغه لهجه وه "او مهربانې وکړئ دا اوس اوده شوى دى مه يې تنګوئ"

ښه وييلو سره سره زما د سيټ خواته ټلۍ ما وهلې وه خواته روان کارکونکى ودريدو.

"جي څه خدمت" هغه د کارکونکي په انداز کې مانه وپوښتل.

"زه خپل سيټ بدلولى شم؟"

جناب! په اولې درجې کې خو کوم سيټ خالي نشته او دوېمه درجه به تاسو خوښه نکړئ............... بله کومه ستونزه خو نشته جناب؟"

"نه، نه .............. هيڅ هم نشته بس هسې" زما نه بل کوم ځواب جوړ نشو.

"جناب! کو کوم سيټ خالي شو نو زه به تاسو ته خبر درکړم" دې خبرې سره هغه روان شو او ما خپل سر د سيټ سره ولګولو.

"ته بلکل هماغه شان يې رميزه" زما د ښي خوا نه غږ راغى.

بالاخره ندرت زه وپيژندم.

"اوس هم همغه شانتې............... په وړه وړه خبره باندې طوفان ودروې بلکل هم نه يې بدل شوى ته"

"نه اغلې ابراهيم" زه د پور ختمولو په طبيعت کې وم "ما غوښتل چې زما د وجې نه تاسو ته يا ستاسو زوى ته څه تکليف ونه رسيږي"

"تا واده کړى دى" د ندرت د خولې نه دا سوال سم د غنو په شانتې ولګيدو په ما......... ما د نه ځواب د سر په خوځولو ورکړو.

"ستا مور؟" يو بل سوال....!!!

"ښه ده، هم دلته پاکستان کې ده"

الوتکه په مزه مزه روانه شوې وه، مخامخ لګيدلي تلويزيون باندې د دعا او د ضروري ياداښتونو عکاسي ښودله.

"په هانګ کانګ کې څه کوې؟، کله تلى يې؟، چرته اوسيږې؟" بالاخر اغلې ابراهيم د ندرت آفاق پر ځاى بدليدله او د سوالونو باران يې کوؤ.......... په پوهنتون کې که به يوه ورځ غير حاضر شوم نو بله ورځ به مې خير نه و، مازغه به يې راته خوړل دې جينۍ.

"زه کاروبار کوم، اغلې ابراهيم"

"زه ندرت يم رميزه" هغې په غصه کې اويل.

ما صرف يوه ثانيه دې ته وکتل...... الوتکه د ځمکې نه پورته شوې وه، د ځمکې کشش زيات شوى و، زه چې هر ځل خپل وطن پريږدم نو دا کشش محسوسوم، د پنډۍ او اسلام اباد هغه خام او پاښه واړه واړه کورونه ماته د دنيا د هر يو شي نه ښه ښکاري، الوتکه د خپل مقرر اوچت ځاى ته رسيدلې وه او د منزل په لور روانه شوې وه.

"واده دې ولې نه دى کړى رميزه؟" يو بل سوال يې وکړ.

ما صرف ولي وخوځول.

"ستا اوس هم هغه د مکارو ښځو پشان عادتونه دي رميزه" هغې په خندا کې تير شوي وختونه راياد کړل "تاته ياد دي، په پوهنتون کې به هم د ولو خوځولو نه ما ته منع کولې......... ياد دې کنه درته؟"

ما څنګ هيرولى شو.

"او.... ياد دي راته، خو اوس څوک د منع کولو واله نشته........ لکه چې تاسو............"

"پتا څه شوي دي رميزه؟ دا څۀ د "تاسو، تاسو" خبرې دې شروع کړي دي؟"

"زه پر خپل اوقات کې لګيا يم، اغلې ابراهيم"

"جناب! تاسو دا د اوقات خيال ساتل د کله نه شروع کړل" همغه پخوانى انداز!

"د کله نه چې ندرت آفاق.............. اغلې ابراهيم شوې ده............... د هغه وخت نه" ما د دې په سترګو کې سترګې ښخې کړې او ځواب مې ورکړ، زما يو دم وتلې چغه باندې د الوتکې کارکونکې هم زر ودريده.

"اريوال رائيټ سر؟"

"او يس، اف کورس.......... تهينکس" ما د خپل چپ لاس په ګرولو کې ورته اويل.

ندرت د خوشحالۍ نه سمه غټېدله، زما د يو دم چغې نه د هغې زوى هم راويښ شوى و، زما پر چپ لاس باندې نښان جوړ شوى و، دا د ندرت د چيچلو نښان و، دا چيچل د پوهنتون د وخت نه د دې ټاپه وه......... په خبرو کې چې به کله څوک پريښانه و، نو دې به زر وچيچو، داسې چيچل به يې کول چې سړي ته به يې په اسمان کې ستوري ښودل.

"د تندرو لورې! ودريږه لږه" زما د خولې نه اوه کاله پخوانى ډائيلاګ اخر اووت.

"بخښنه غواړم رميزه، ماته بلکل احساس نه و چې.........."

کله کله نيمګړې خبرې هم ډير غټ راز لري دا خبره هم د هغو نه يوه وه، همغه جينۍ چې اول به يې زما دا ډائيلاګ واوريدو نو مخې ته به مې ودريده او ويل به يې "د رمزو بچيه! څه به وکړې؟"

او نن يې رميزه بخښنه غواړم ويل.

"نه، نه، خير دى............ اصل کې ما دا خيال نه کولو چې ته به............."

يوه بله نيمګړې خو ډيره د وړ خبره.

"څومره خوند کوي کنه ستا سره ډير وخت بعد داسې ناڅاپه ليدنه، ما تقريباً د صنف ټول ملګري په دې څو کالونو کې وليدل، تسليم، امجد، رعنا، صاعقه، جاسم، عقيل ټول........... تسليم او رعنا خو زما په واده کې هم راغلې وې...........هغوې هم ستا پوښتنه کوله................ او ما رميزه................. هر وخت ته ياد کړى يې................" هغه د اوبو په شانتې لګيا وه خو ناڅاپه هغه غلې شوه.

خو همدې نيمګړې خبرې زه د خپل روح پورې خوشحاله کړم............. صرف زه هم نه........... هغه هم ما يادوي.

"زه هم ډير خوشحاله شوم ندرت................. په ريښتيا بيان يې نشم کولى"

"واده دې ولې نه دى کړى رميزه؟" هغې يو ځل بيا دا خبر تکرار کړه.

"ستا ستن زما پر واده باندې ولې ولاړه ده، زه نه کوم واده ماده"

"ولې يې نه کى؟" د سوال کولو هماغه عادت و پکې....!!!

"تا چې کړى دى" زما د خولې نه بې خياله اوتل.

"رميزه خير دى، ګوره چې څه هم وشو، په دې............. کې زما هيڅ لاس نه و، ماته خو............. ډير وخت بعد پته ولګېده چې زما ورور ستا د مور سره کوم انداز........."

"بس که............. زه يې يادول هم نه غواړم............مهرباني وکړه"

څو دقيقې بلکل چوپتيا وه.

"ته خوشحاله يې، کنه، ندرت............. ستا خاوند............. ټول ښه دي کنه؟" پته نشته دې سوال کولو باندې مې په زړه کې کينه ولې راغله.

"ستا څه خيال دى؟"

"په ظاهره.......خو هر څه ښه ښکاري، ما چې په اخري ځل باندې رعنا ليدلې وه......... د هغې نه ماته ستا د واده پته لګيدلې وه، ويل يې چې ستا د خواښې خسر دوه مرلې کور دى د نوي ماډل ګاډى دى او نور هم ډير څه دي................. چې دومره هر څه دي نو ته به ولې نه يې خوشحاله."

د دې پر شونډو باندې خندا خوره شوه

 

دا دنيا د غم و ارام غلطه اندازه کوي
خداى ښه خبر دى پر چا څه تيريږي

 "ولې ندرت؟........ تۀ خوشحاله نه يې؟" زه د اوريدو لپاره بې قراره وم.

"نه داسې کومه خبره نشته، زه خوشحاله يم، بس پر دې خبره باندې لږه حيرانيږم چې ټول خلک ستا پشان تعليم يافته، ټول خلک صرف د ښکاره ليدلو شيانو ګاډى، کور نه د خوشحالۍ پته څرنګه لګوي؟"

زه يو دم د پوهنتون هغې ځاى ته رسيدلى وم چې مونږ ټول به پر يو ځاى ناست د منږپلو او چلغوزو سره به مو انصاف کوو او هم داسې بحثونه به مو چيړلي و، او نن دومره کلونه بعد مونږ دواړه دلته ناست پر همدې بحثونو کې خپل پرون او نن يو بل ته اورولو.

"تاته پته ده رميزه" ندرت د خپل زوي پر ملا باندې لاس وهلو ماته يې اويل "که دا سهولتونه پر ژوند کې و نو ژوند ښه دى، خو دا سهولتونه ژوند نه دى............. په دې ژوند کې د نورو ډيرو شيانو هم مونږ ته ضرورت وي، نور هم ډير شيان چې پکار دي............... پويې ګې کنه زما په خبره؟"

زه پر څه پوهه نه شوم خو بيا مې هم سر وخوځولو.

"ته بلکل هماغه شان يې رميزه، يوې چټاکۍ ژبې له زخمت نه ورکى، خو يو دړۍ سر خوزى" هغې په شيطانۍ پخوانۍ خبرې کولې.

"زه اورم" ما ورته اويل.

"رميزه، د هرې جينۍ څه خوبونه وي کوم چې هغه د واده نه بعد پوره کول غواړي. يو ښايسته کور، يو مينه ناک خاوند، بچي، يو مثالي خواښې خسر ................. خپل خپل خوبونه وي او خپلې خپلې مانې وي."

"تا ته ستا د خوبونو مانې ملاوې شوې ندرت؟" زه په خپله يو سوال جوړ شوم.

دې د خوږ ازمري پشان په دړدونکي نظر ماته وکتل، ماته داسې ښکاريده چې د دې سترګې زما نه پوښتنه کوي چې رميزه دا تا څه وپوښتل؟ ولې دې وپوښتل؟ .................. زه پخپله وشرمېدم. څو ثانيې زمونږ پر مېانځ کې چوپتيا وه بيا هغې اويل.

"رميزه! کومو جينکو چې مينه کړي وي کنه، د هغو نه د هغو د خوبونو مانې خفه کيږي، هغوۍ په نادانۍ کې داسې خوبونه اويني چې روسته هغه بيا د مار په شان چيچي........... زه هم د خپلو خوبونو شيندلې مانې راغونډوم."

څومره غم و د دې په ويلو کې.

"رميزه! ته د کور، ګاډي او پيسو نه د خوشحالۍ پته لګوې کنه"

"نه........ نه ما خو هسې........."

دې داسې لکه چې زما خبره يې اورېدلې هم نه وي، پخپله لګيا وه.

"ته غلط چورت وهې رميزه، تاته پته ده چې جينۍ مينه وکړي نو هغه ډيره مالداره وي، او هغه د خپلې مينې د دولت نه سپين چيکونه شلۍ او خپل محبوب ته يې ورکوي، بيا د هغې د محبوب خوښه ده چې هغه څنګه نغدې کوي................. او همغه مالداره جينۍ چې کله واده شي نو، همغه جينۍ چې سپين چيکونه شلۍ د هغې په لاسونو کې کاسه ورکړي او بيا............... او بيا د هغې په مېړه پورې اړه لري چې هغه کله د هغې په کاسه کې د مينې اتانيز، څلورنيز واچوي او دعاګانې واخلي................... ستا سره چې وم کنه رميزه نو ډېره مالداره وم............... او اوس.................... زه خيرماره جوړه شوې يم"

د هغې اوښکې زما پر زړه لويدلې.

"ندرت پليز! ګوره خپل ځان سنبال کړه، که خلک وګوري نو.................. ما د پوهه ولو کوښښ وکړ.

"خلک به ولې ګوري رمزو؟ دا خلک ولې ګوري" هغې ځان نشو قابو کولی.

د الوتکې کارکوونکې له ډوډۍ سره زمونږ خواته رارسېدلې وه، د ډوډۍ ورکولو سره سره هغې ندرت ته هم کتل.

"له کله څخه په هانګ کانګ کې يې.................... چرته اوسېږې؟" ما غوښتل چې خبر شم.

"له واده نه پس د ابراهيم سره اوسېږم"

پته نشته چې له دې ځواب نه هغې زه څه پوهه ولم؟.

"ما کله چورت هم نه و وهلی رميزه چې ستا سره به داسې په لاره باندې ليدنه وشي، تاته پته ده چې نن ما او تا څومره خبرې په دې لږ مزل کې وکړې، دومره خبرې له ابراهيم سره په شپږو کالو کې هم په يو ځای ندي کړي"

"هغه به لږې خبرې کيي کنه" ما ورته وويل.

"خبرې دې کيي نه................... خو چې اوري خو يې کنه.................لږې خبرې کول خو بله خبره ده، هغه خو کم اوريدونکی دی.

 

"د تندرو لورې ته هم بس نو" او د يوې اوږدې مودې نه بعد مونږ دواړه د کم اوريدونکي په خبره باندې  په خندا شو.

يو دم هغه پريښانه شوله

"د واده نه بعد ما هسې يوه ورځ د هغې په لاس وچيچل، او پته ده بيا څه اوشول؟"

ما ډير بې قراره د دې د ځواب انتظار کوؤ

"رميزه! زما غوږونو دا خيال کوؤ چې څوک به ماته د تندرو لورې، اوويې.................. خو هغې ماته يوه کلکه څپېړه راکړه................... دا هم يو انداز دى کنه، د سړو، د يوې خيراتمارې په کاسه کې د خيرات اچولو انداز دى.............. دا خاوند هم يو بادشاه وي کنه.............. چې خوشحاله وي نو د خزانو خولې درته پرانيزي، او کو خفه وي نو جهنم ته دې غورځوي"

ما د څه ويلو لپاره خوله بيرته کړه خو هغې ماته په ګوته باندې د نه ويلو اشاره وکړه.

"نن ما ويلو ته پريږده................. د پوهنتون تعليميافته جينۍ يې د يو بې تعليمه هلک غاړې ته واچوله، زما وريندارې پته نشته چې زما ورور ته کوم باغونو ښودلي و، د خپل ماما د زوي په حقله............ او بيا چې ستا مور زمونږ کره راغله نو زما ورور د حراميتوب ټول حدونه پار کړل، او ته هم....................... او رميزه ته هم د نورو خلکو پشانې په خپل غيرت ودريدې............ او تا بيرته شاته ونکتل، تا دا چورت هم ونکړو چې ستا په دې غيرت کې به هغه جينۍ هم غرقه شي کومې چې صرف او صرف ستا سره مينه کړې وه............ خوبونه چې مات شي نو بيا رښتيا کيږي نه............ زه ستا او ستا د خبرو دومره ميينه وم چې د واده پر وخت ستا نه د جداکيدو د غم سره مې دا خوشحالي هم وه چې کيدى شي ابراهيم هم ستا پشان، يا ستا نه ښه وي.............. خو خوبونه خو خوبونه وي کنه............. هغې ته د پيسو ګټلو يو زرو يو چلونه زده دي، خو د ښځې سره د مينې وخت هم دې سره نه وي..................... هغه ستا پشان د کتابونو چينجى نه دى رميزه، خو د غلطۍ سره يې د پروين شاکر د يو نظم لږه شان حصه لوستلې ده چې د مېړه سره صرف د کټ پورې............... د هر څه پر موجودګۍ کې هم مونږ يو بل خپل نه کړل................ بس داسې پوهه شه چې مونږ دواړه د يو بل نه خپل خپل مطلبونه پوره کوؤ.............. او داسې چې مې کله زړه خفه شي نو په داسې وخت ................. کې................. مې ته ډير ياديږې رميزه............ ډير مې ياديږې"

پته نشته چې دا د دې اعتراف و يا بل څه و، خو زما په بدن کې چنجي ګرځېدل.

"ندرت، ندرت............... زه.............. زه بخښنه غواړم........" پته نشته چې ما څه ويل غوښتل.

"بخښنه د څه خبرې رميزه؟" هغې د پوهولو په انداز کې ويل "چرته چې دې نصيب وي نو د هلته نه بخښنې تښتي، په دې نړۍ کې هر کس په يو نه يو شرط باندې ژوند کوي................ زه هم .................. زما يوه خبره منې رميزه؟"

"نه ................ ندرت.................. نه" ماته د دې د خبرې اندازه وه.

"اخر ولې؟" د هغې په سترګو کې څومره بې وسي وه.

"زه د کومې جينۍ په لاس کې کټورى نشم ورکولاى............ دا به زما نه ونشي"

"ډير کم عقل يې، هغه خو ما يو مثال درکړى و"

"د مثال هم يو څه نه څه حقيقت وي کنه" ما ورته ځواب ورکړ.

"داسې خو نه ده چې ستا د ژوند ملګرې......." پته نشته چې هغې خبره پوره نکړه کو د کسته غلې شوه.

د ندرت زوى پاڅيدلى و او په خپلو معصومو سترګو باندې يې ماته کتل. ماشومان زما ډير خوښ دي او په لږ وخت کې انور ابراهيم سره ما ډيره مينه کړې وه، معصوم روح مينه ډيره زر پيژني.

"مېرمنو او ښاغليو لږ ساعت بعد مونږ د هانګ کانګ په هوايي اډه باندې کوزېږو، مهرباني وکړئ حفاظتي پټې وتړئ، سيګرټ مړ کړئ او سيټونه سيده کړئ او تر کومه چې الوتکه پوره پر ځمکه باندې کې نه ني نو تر هغې پورې په خپلو سيټونو باندې ناست اوسئ، د تلو پر وخت کې خپل لاسې سامان هير نکړئ، اميد لرو چې ستاسو سفر به ښه تير شوى وي او تاسو به د اينده لپاره هم زمونږ سره سفر خوښ کړئ، مننه او د خدای په امان"

د الوتکې د اعلان د اوريدو سره يو دم ندرت، اغلې ابراهيم شوه.

"رميزه! د خداى لپاره زما خبره او منه خير دى.........." دومره بې وسي دې کله هم نه وه ښودلې.

"نه ندرت................ زما نه به دا ونشي"

"تاسو خپل زوى په غيږ کې کېنوئ جناب" خواته روانې کارکوونکې راته هدايت وکړو "مونږ اوس کوزيږو"

خپل زوى...................... ماته په اول ځل د يو والي احساس وشو.

"ستاسو ماشوم ډير ښايسته دى" د الوتکې کارکوونکې خپله ټوله مينه پر مونږ باندې شيندله د هغې دا خيال و چې شايد مونږ............... زه او ندرت........... ندرت زر خپل زوى زما د غيږې نه واخيست، پته نشته چې مور خپل زوى په خپله غيږ کې ساتو که يوې حقيقت پسندې ښځې زه واپس د حقيقت په نړۍ کې راوستم. الوتکه په ځمکه باندې ودريدلې وه او کارکوونکو د دغه ځاى وخت او درجه حرارت تفصيلات يې ورکول............ خو زما دننه موسم خو د پسرلي نه خزان ته روان و........... مسافرو خپل سامانونه اخستل او بهر ته روان و او مونږ اوس هم هلته ناست و.

"رميزه" زما په غوږونو کې په مزه مزه د لرې تلو يو غږ راغى "دا يو اتفاق و، يو داسې اتفاق چې زمونږ د زړونو په البم کې د مخکې نه موجود ښکلي يادونو کې به د يوې اضافې زياتيدو وي بس................ زما په خبره باندې فکر وکړه............... واده وکړه او تير وختونه هير کړه"

هغې ماشوم په غيږ کې اخيستى خپل بيګ راکاږلو او روانه شوه.

"ندرت" ما هغه ودرول غوښتل.

او هغه ودرېده............. د هغې په سترګو کې د سوال سره سره التجا هم وه.

"ندرت.......... ولې تا............ تا تير وختونه هير کړي دي؟" زما په ژبه کې ترخه و............او............... که سوال هم داسې و............. پته نشته.

د دې پر مخ باندې يو رنګ راغی او تير شو.

"ابراهيم به زما انتظار کوي"

دې ځل د تندرو لورې شايد په زړه باندې چيچلى وم ولې چې آه زما د زړه نه وتلې وه............. او هغه د سترګو نه پنا شوه.

په جوړيدو چې ولږي پيړۍ................. په شلېدلو کې يوه ثانيه لږي.................... زما او ستا څه تړون دى؟ زما او ستا څه تړون دى؟

زمونږ پر مېانځ کې چې څه هم و............. ښايي وخت و................... يو پرون، يو نن..........!!!

 (د سرطان ۱۳مه، ۱۳۸۹ لمريز)