ليکوال: عزيز خان

ژباړن: رحمت ديوان

زه د ماشوم والي نه ډېره چاقه وم. شکل او صورت مې هم خاص نه دى. د کوم حده پورې ګوزاره يې کوله. ماته د خپلې دې کمزورۍ کله پته نه وه لګېدلې، ځکه چې زما پلار د ډېره وون يو غټ وکيل و. زه د دې يوازينۍ لور يم، د وړوکوالي نه يې زه ډېره نازولې ساتلې يم. بابا به زه غټو غټو محفلونو ته بوتلم. د هغې په وجه باندې به زما ډېره ستاينه کېده، او ما به پته نشته ځان څۀ ګاڼه. پاکستان ته د راتګ نه بعد هم د بابا حالات ډېر ښه و. دلته راتګ باندې زمونږ پر کور کې د يو کس زياتى وشو، هغه داسې وشو چې زمونږ د لرې يو خپلوان د بچو سره شهيد کړى شو د دوې شپږ اووه کلن هلک فياض په څۀ نه څۀ طريقه بچ شو، بابا دا ماشوم د کيمپ نه راويستو او د خپل ځان سره يې راوستو. زما عمر به څلور پنځه کاله و خو په ما کې ډېر غرور و. څو ورځې ترينه زه لرې لرې ګرځېدم خو فياض ډېر ساده باده او نيک هلک و، ارام ارام سره  هغه هم د کور يو غړى شو.

د ماشوموالي نه يې زما پر غوږو کې دا خبره اچولې وه چې فياض زما ورور دى. بابا هم فياض د خپل زوى پشانتې وپاله او د هغې تعليم يې هم زما پشانتې وکړو. په پنډۍ کې مونږ دواړو پر انګليسي ښوونځي کې درس اووېلو هغې ته په فوځ کې ځاى ملاو شو نو مونږ لږ وخت جدا شو. د ماشوموالي نه تر ځوانېدو پورې مونږ دواړو د خور او ورور پشانتې د يو بل خيال وساته. ما د هغې د کور نه تلو باندې وهم ژړل. هغه هم ډېر خپه و، ماته به يې خطونه ليکل. ما پر دې وخت کې د ايف اى امتحان ورکولو چې بابا په خاندان کې اعلان وکړو چې زما وادۀ به د فياض سره کيږي. تر ننه پورې داسې کوم خيال زمونږ پر مغزو کې نه و راغلى، زه ډېره حيرانه شوم، مور زه ډېره وپوهولم چې داسې هلک به مونږ چرته هم پېدا نکړو، دا ته خپله خوش نصيبي وګڼه.

مانه د فياض د زړه کومه خبره پټه نه وه. هغه زما يوې ملګرې سره ډېره مينه لرله. ما په دې معامله کې د فياض ډېره مرسته کړې وه. دواړو د يو بل سره لوظونه کړي وو. په داسې حالات کې د بابا دا فيصله د بم نه کمه نه وه خو د بابا د خوي نه ټول خبر وو چې يو ځل يوه خبره وکړي نو هغه بيا سر ته رسوي. ماته خو معلوم شو چې فياض زمونږ د لرې خپلوان دى خو مغزو مې دا خبره نه منله چې ګنې هغه زما ورور نه دى.

تر اوسه فياض ته د بابا د دې فيصلې علم نه و. هغه امريکې ته ټريننګ باندې روان و. هغه بابا ته د تګ خبر ورکړ، په ځواب کې بابا هغه د واره کور ته راوغوښت. د خپل تګ نه يوه ورځ مخکې هغه پنډۍ ته راغى نو بابا ورته خپله فيصله واوروله او مجبوره يې کړو چې هغه د تګ نه مخکې نکاح وکړي. د فياض حالت د کتلو و هغه زما سره د خور پشانتې مينه کوله. د بابا په دې فيصله باندې هغه ډېر پرېښانه شو او زما سره د وادۀ کولو نه يې انکار وکړ. بابا سخت غصه شو، چې څۀ پر خوله ورغلل هغه ته يې اويل، نتيجه يې دا راووته چې فياض په همغه شپه د کور نه لاړى. بابا ټوله شپه په چورتونو کې ورک و. مور مې هغه ډېر پوهه کړو، ما د هغې پر مخکې اول ځل خوله بېرته کړه چې فياض زه خپل ورور ګڼم خو د هغې سره صرف يو ځواب و چې که د عابدې وادۀ کيږي نو د فياض سره به کيږي، ګنې نو ټول عمر به همداسې ناسته يي.

په دوېمه ورځ فياض د هوايي اډې نه زنګ اوواهه او د خپلو سختو خبرو يې د مور نه بخښنه اوغوښته، زما سره يې د ورور په لهجه کې دوه درې خبرې وکړې. بابا بهر ته تللى و، ماښام راغى نو رنګ يې شين و هغه د فياض د تګ نه خبر شوى و. مور چې ورته د زنګ خبره وکړه نو د غصې نه سور او شين شو. زه او مور ډېر ويرېدو. خو په بابا باندې د مغزو دوره راغله ځکه چې د هغې د ټول عمر باور مات شوى و. د شپې ډوډۍ يې هم ونه خوړه، مور هغه په کوټه کې ځان ته پرېښود. په دوېم سهار بابا په کوټه کې بېهوښه پروت و. هغه باندې د شپې پر کوم وخت کې د زړه دوره راغلې وه، ديارلس ساعته بېهوښه و د هغې نه بعد د دې نړۍ نه لاړ. هغه دا د مغزو دوره برداښت نکړى شوه. پر مونږ د غر همره غټ غم راولويد. په خاندان کې په دې اچانګ مرګ باندې ټولو ژړل.

ما فياض ته دوه درې هفتې بعد د دې پيښې خبر واستاو. د کور يوازيتوب به مونږ ته بابا رايادو. مور ځان ته ډېره سخته خپه وه، زه کله خپل ځان د بابا مجرمه ګڼم او کله فياض د دې مرګ قاتل ګڼم. هغې د بابا د مرګ نه بعد مونږ ته د تسلۍ يو خط هم نه و ليکلى د دې پيښې به دوه مياشتې شوې وې چې فياض اچانک پنډۍ ته راغلى. د شپې يوولس نيمې بجې وې. مونږ دواړه د دې پر راتګ باندې حيرانه شو. د شپې يې مور د ځان سره کړه او د بابا قبر ته لاړ. دوه بجې خوا او شا واپس راغلل. سهار سهار مور زه د خوبه پاڅولم په کور کې تيارۍ روانې وې. لږ ساعت بعد مېلمانه هم راروان شول بيا ماته مور اويل چې فياض صرف د دوه ورځو دپاره راغلى دى او نن ورسره زما نکاح ده.

زما په همدې ورځ يولس بجې د هغه سره نکاح وتړل شوه. ماته نشته پته چې هغې د بابا د اخري ارمان دومره احترام ولې وکړو. هغه دوه ورځې بعد لاړ شپږ اووه مياشتې بعد د هغې په راغوښتلو باندې زه هم د هغې خواته لاړم.

دوه نيم کاله بعد چې راواپس شو زه د دوه بچو مور وم د دې مينه زما سره ډېره ده خو ماته نشته پته چې هغه خپل ځان د بابا مجرم ګڼي او کو زما سره په ريښتيا مينه کوي ولې چې زما خپل خپلوان وايي چې زه په شکل او صورت کې د هغې برابره نه يم.

 د حمل ١٣ مه، ١٣٨٩