د رحمت لخوا خپرې شوې لیکنې
خپل وطن جنت وطن
خپل وطن جنت وطن رحمت ديوان يو شور زوږ وه، يوه منډه وه، يو ريس وو، د يو بل نه د مخکې کېدو، هر يو کس ځان د بل نه مخکې کولو، په دې غويمه کې به ډېر اوازونه صفا اورېدل کېدل. "کابلۍ، شوبه، خېبر بازار، صدر، نوتيه........." بل غږ به د هغې نه هم پورته شو: "باروبار په چونګي باروبار............. بورډ له، تهک
معتبر خان/ لنډه کيسه
معتبر خان رحمت ديوان معتبر خان زمونږ د علاقې يو ډېر معتبر سړئ وۀ هغه خلکو د دې علاقې مشر ټاکلى وو، په هره مسئله، جرګه او پېښه کې به هغه شريک و، د هغۀ د فېصلې نه بغير به چا فېصله نه کوله، د خلکو هره فېصله به يې کوله او هره لانجه به يې ورله هواروله، هر چا به يې احترام کوو، مشرانو کشرانو به يې ډېر عزت کاوه. نن د لويې اختر ورځ وه، د ا
د پښتو اولنۍ سي ډي ډرامه ما جوړه کړې
د پښتو اولنۍ سي ډي ډرامه ما جوړه کړې مرکه کوونکى: رحمت ديوان د پښتو سي ډي ډرامو لوبغاړي او ايجاد کوونکي ښاغلي افسر خان سره مو مرکه کړې ده چې کټ مټ يې تاسو ته خپروو. پوښتنه: له ټولو نه مخکې راته خپله پېژندګلو وکړئ؟ ځواب: نوم مې افسر خان دى، د پلار نوم مې احسان الله او په ماشوخېلو کې په کال ١٩٦٧ء کې پيدا شوى يم. پوښتنه: تاسو د ډرامو اغاز کله وکړو؟
خيال باچا مفتون سره مرکه
د ننګرهار تکړه شاعر، ليکوال او د ايمل مجلې څښتن ښاغلي خيال باچا مفتون سره مو ځانګړې مرکه کړې ده چې تاسو ته يې کټ مټ خپرو. اداره مرکه کوونکی: رحمت ديوان ديوان: مفتون صيب که اول لوستونکو ته ځان راوپېژنۍ؟ مفتون: خيال باچ
استغفرالله
استغفرالله رحمت ديوان زه له کوټه سنګي څخه پنځمې حوزې ته او له پنځمې حوزې څخه کوټه سنګي ته هره ورځ ځم راځم. نن هم د معمول پشان زه په پنځمه حوزه کې د موټر په تمه ولاړ وم، بس راغی، وروښتم، روان شو، بس کې خالي چوکۍ نه وه، کومه چې عموماً نه وي، ځکه چې تر اوسه پورې پکې ما خالي چوکۍ ونه ليده، خير له وره سره خواته ودريدم، د وره سره چې کومه اولنۍ چوکۍ وه نو په هغې
بازارۍ
بازارۍ رحمت ديوان هغه زمونږ پر کوڅه کې اوسېده، ما چې کله په اول ځل ولېده نو زړه يې رانه يووړ، ډېره ښايسته جلۍ وه، په ونه او ښايست دواړو کې يې ثاني نه و، دومره ښايست خدای ورکړی و چې داسې ښکلې جلۍ تر ننه مخکې ما نه وه ليدلې. داسې نه چې زه لونډ وم، ما خپله ښځه هم درلودله، او ډېره مينه مې ورسره وه، ځکه چې زما په نصيب کې هم ډېره ښايسته مېرمن
فرق
فرق رحمت دیوان ما وويل:په ما او په هغه کې د اسمان او مځکې هومره فرق دیده وويل:ولې څوک وۍ چې په تا او هغه کې فرق دی، ته هم انسان يې او هغه هم انسان دی، فرق د څه دیما وويل:او انسان دی، زه هم انسان يم، خو، فرق په انسانانو کې دی، په ټول اشرف المخلوقاتو کې فرق شته، څوک مالدار، څوک غريب، څوک خان، څوک ملنګ، څوک پير، څوک موټروان، څوک ډا
کنجره
کنجره رحمت دیوان ما چې څرنګ د خپل کور ور خلاص کړ، نو هغه مې وليده چې په کوڅه کې راروانه وه.وې خندل ما هم د خندا ځواب په خندا کې ورکړ، هماغه تور کالي ي
د سرو زرو هګۍ
د سرو زرو هګۍ ژباړن: رحمت ديوان يو ډېر لالچي سړی وو، هغه به تل دا چورت واهه چې د هغه سره ډېر مال دولت وي، او ټول عمر يې په همدې چورتونو کې روان و. يوه ورځ دا سړی يو پټي ته لاړ، هلته ته يې وکتل چې د پټي يوې غاړې ته چرګه ناسته ده، هغه اخوا ديخوا وکتل او غوښتل يې چې چرګه ونيسي، چرګې ټوپ کړل او ليرې کېناسته، هغه په چرګې پسې منډه وهله خو ناڅاپه يې په هاغه ځای سترګې ولګېدې چې چرته چرګه ناسته وه، دا څه دلته خو د
يو ګل خاورې شو ((رښتيني کيسه))
يو ګل خاورې شو ((رښتيني کيسه)) ليکوال: رحمت ديوان د کوټ مومن څخه لس کيلو متره مغرب اړخ ته حويلي ويانا للياني نومې يو کلی دی، په دې کلي کې عبدالقدوس نومي ماشوم چې د پنځو کلنو په عمر کې و، د ټولو وروڼو، خويندو نه کشر و او د مور و پلار د سترګو تور ، درې مياشتې مخکې په مکتب کې داخل شوی و، او پلار به د ټولو نه نيازبين زوی پخپله په سايکل باندې مکتب ته بوته، له مکتب څخه چې به راغی نو د کور کار به ورله وروڼو او خويندو کوو، غريبي وه خو ژو
شهزاده
((رحمت دیوان)) د وره په ټکولو باندې د کور مالک وپوښتل: "څوک يې؟" "جي زه شهزاده يم" ځواب راغی. "د چا زوی يې؟" "جي! د باچا" "د نيکه نوم؟ " "شهنشاه" "څه خبره ده؟ " "د خدای په نوم څه راکړه"
بسکټ
((رحمت دیوان)) مور: "که لاسونه ومينځې نو يو بسکټ به درکړم او کو مخ ورسره ومينځې نو دوه به درکړم" زوي: "مورې! ټول ډبی ماله راکړه، زه لامبم"
رشوت
((رحمت دیوان)) يو کس: "دا واخله پنځوس روپۍ او زمونږ سړی پرېږده" پوليس: "زه دومره لږ رشوت ورکولو او اخيستلو والا ته لعنت ورکوم"
ټکټ
((رحمت دیوان)) يو مسافر په اورګاډي کې سفر کوو چې د ټکټ کتلو والا راغی، هغه ورته وويل: "ټکټ وښايه" مسافر ترې وپوښتل: "صيب! ستاسو دلته د کار څو کاله اوشو؟ " ټکټ کتلو والا ورته وويل: "يوولس کاله" مسافر ورته وويل: "څومره د افسوس خبره ده، ستا د کار دلته يوولس کاله شوي دي، او تا اوسه پورې ټکټ نه دی ليدلی"
پيسې خو ما د بوډاتوب لپاره ايښې دي
((رحمت دیوان)) غل د يو کنجوس سړي په سر باندې طمانچه کېښوسته ورته يې وويل: "مړ دې کړم، کو پيسې راکی؟" کنجوس ورته وويل: "مړ مې کړه، پيسې خو ما د خپل بوډاتوب لپاره ايښي دي"
سپېړه
((رحمت دیوان)) دوه کسان د قاضي مخې راغلل. اولنی کس: "دې ماله دوېمه، څلورمه او شپږمه سپېړه راکړې ده" قاضي: (په حېرانۍ سره) "اولنۍ، درېمه او پنځمه چرته لاړه؟ " اولنی کس: "هغه مې دې له ورکړې وه"
قسم
((رحمت دیوان)) فقير: (قاضي ته) "قاضي صيب! وږی يم، څه راباندې اوخره" قاضي: "دا د قاضي کور دی، قسم اوخره او زه"
روژه
((رحمت دیوان)) يو سړي د مولا صيب څخه وپوښتل: "مولا صيب! کومه داسې طريقه راته اوښايه چې زه خورم، څښم هم او زما روژه هم ماته نشي" مولا صيب ورته وويل: "دا خو څه ګرانه خبره نده، کوم غټ پټ سړی اوګوره، د هغې نه وهل خوره او غصه څښه، داسې به ستا روژه هم نه ماتيږي"
غاښونه
((رحمت دیوان)) ناروغ: (ډاکټر ته) "ډاکټر صيب! زه ټوله شپه د يخنۍ له لاسه رپېدم" ډاکټر: "د يخنۍ نه دې غاښونه هم رپېدل؟ " ناروغ: "د دې خو ماته پته نشته، ځکه چې هغه په ميز باندې پراته و"
وهل
((رحمت دیوان)) استاد: (شاګرد ته) "په دنيا کې د ټولو نه زيات کوم شای خوړل کيږي؟ " شاګرد: "استاد! ستاسو وهل"