((رحمت دیوان))
غل د يو کنجوس سړي په سر باندې طمانچه کېښوسته ورته يې وويل: "مړ دې کړم، کو پيسې راکی؟"
کنجوس ورته وويل: "مړ مې کړه، پيسې خو ما د خپل بوډاتوب لپاره ايښي دي"
23.07.2010
- رحمت دیوان
((رحمت دیوان))
دوه کسان د قاضي مخې راغلل.
اولنی کس: "دې ماله دوېمه، څلورمه او شپږمه سپېړه راکړې ده"
قاضي: (په حېرانۍ سره) "اولنۍ، درېمه او پنځمه چرته لاړه؟ "
اولنی کس: "هغه مې دې له ورکړې وه"...
23.07.2010
- رحمت دیوان
((رحمت دیوان))
يو مسافر په اورګاډي کې سفر کوو چې د ټکټ کتلو والا راغی، هغه ورته وويل: "ټکټ وښايه"
مسافر ترې وپوښتل: "صيب! ستاسو دلته د کار څو کاله اوشو؟ "
ټکټ کتلو والا ورته وويل: "يوولس کاله"
مسافر ورته وويل: "څومره د افسوس خبره ده، ستا د کار دلته يوولس کاله شوي دي، او تا اوسه پورې ټکټ نه دی ليدلی"...