((رحمت دیوان))
يو سړي د مولا صيب څخه وپوښتل: "مولا صيب! کومه داسې طريقه راته اوښايه چې زه خورم، څښم هم او زما روژه هم ماته نشي"
مولا صيب ورته وويل: "دا خو څه ګرانه خبره نده، کوم غټ پټ سړی اوګوره، د هغې نه وهل خوره او غصه څښه، داسې به ستا روژه هم نه ماتيږي"
23.07.2010
- رحمت دیوان
((رحمت دیوان))
ناروغ: (ډاکټر ته) "ډاکټر صيب! زه ټوله شپه د يخنۍ له لاسه رپېدم"
ډاکټر: "د يخنۍ نه دې غاښونه هم رپېدل؟ "
ناروغ: "د دې خو ماته پته نشته، ځکه چې هغه په ميز باندې پراته و"...
23.07.2010
- رحمت دیوان
((رحمت دیوان))
فقير: (قاضي ته) "قاضي صيب! وږی يم، څه راباندې اوخره"
قاضي: "دا د قاضي کور دی، قسم اوخره او زه"...