معتبر خان

 رحمت ديوان

معتبر خان زمونږ د علاقې يو ډېر معتبر سړئ وۀ هغه خلکو د دې علاقې مشر ټاکلى وو، په هره مسئله، جرګه او پېښه کې به هغه شريک و، د هغۀ د فېصلې نه بغير به چا فېصله نه کوله، د خلکو هره فېصله به يې کوله او هره لانجه به يې ورله هواروله، هر چا به يې احترام کوو، مشرانو کشرانو به يې ډېر عزت کاوه.

نن د لويې اختر ورځ وه، د اختر د لمونځ نه پس معتبر خان پاڅېد او ګويا شو:

"زما وروڼو، کشرانو مشرانو نن د لويې اختر ورځ ده، زما له خوا تاسو ټولو ته د اختر ډېرې خوشحالۍ مبارک شه، دا زمونږ دپاره د خداى پاک لوى انعام دى چې مونږ له د دېرشو روژو نه پس چې مونږ ته د ورکوټي اختر په شکل کې يوه خوشحالي راکوي او د حج په برکت راته بيا د غټ اختر خوشحالي راکوي چې مونږ په کې د خداى د رضا لپاره قرباني کوو او نن د لويې اختر په ورځ به تاسو ټول هم قرباني کوئ خو ځينې خلک به داسې وي چې وس به يې نه کېږى، نن به تاسو خپل هاغه غريبانان وروڼه نه هېروئ، تاسو به د هغوى په ژوند کې خوشحالۍ راولئ، تاسو به خپلو وروڼو سره امداد کوئ، تاسو به خپله قربانۍ کې هغوى ته حصه ورکوئ، د قربانۍ درې حصې کول وي، چې يوه خپلو خپلوانو ته ورکول کېږي، دوېمه غريبانانو ته ورکول وي او درېمه خپل ځان ته پرېږدي، نو داسې قرباني چې څوک وکړي د هغوى نه خداى هم خوشحالېږي او خپل خپلوان، غريبانان هم.

نو زما وروڼو تاسو چې قرباني کوئ نو د غريبانانو خيال ضرور وساتۍ"

دې خبرو کولو سره هغه بيا واپس کښېناست او د دعا نه پس خلکو يو بل ته غاړې ورکړې او بيا د خپلو کورونو په لور روان شو چې قرباني وکړي.

معتبر خان چې ښه پېړ (دولتمند) سړى وو هغۀ هم يوه غوا اخستې وه چې قصابان ترېنه راتاو شو او ټک ټوک يې کړه، غوښه يې بېله بېله کړه او کور ته يې ننباسله، په دې وخت کې يو غريب، نيستمن سړى چې له کوره د قربانۍ په غوښې پسې راوتى وو او د معتبر خان ځاى ته راغى، د معتبر خان نه يې د غوښې سوال وکړو او هغه ورته په قهر کې ويل:

"ورک شه خچنه، قرباني به لا شوي نه وي چې بيا به تاسو سپېره راورسېږئ"

٢٠م نومبر ٢٠١٠ء