د پښتو اولنۍ سي ډي ډرامه ما جوړه کړې

مرکه کوونکى: رحمت ديوان

 

د پښتو سي ډي ډرامو لوبغاړي او ايجاد کوونکي ښاغلي افسر خان سره مو مرکه کړې ده چې کټ مټ يې تاسو ته خپروو.

پوښتنه: له ټولو نه مخکې راته خپله پېژندګلو وکړئ؟

ځواب: نوم مې افسر خان دى، د پلار نوم مې احسان الله او په ماشوخېلو کې په کال ١٩٦٧ء کې پيدا شوى يم.

پوښتنه: تاسو د ډرامو اغاز کله وکړو؟

ځواب: بس زما خو شوق و او يو کار هم بغير له شوق نه نۀ کېږي، او کوم کار سره چې دې شوق وي نو هغې ته درله خداى لاره جوړه وي. اولنۍ سي ډي ډرامه مې د نن نه لس کاله مخکې جوړه کړې ده، د "خيراتي کفن" په نوم باندې ("خيراتي کفن" د پښتو سي ډي اولنۍ ډرامه ده چې افسر خان جوړه کړې ده).

پوښتنه: تر اوسه مو څومره سي ډي ډرامو او فلمونو کې کار کړى دى؟

ځواب: ياره! داسې خو کوم شمار راته ندى معلوم، خو تر اوسه مې بلا ډېرو سي ډي ډرامو او فلمونو کې کار کړى دى.

پوښتنه: افسر صيب! تاسو زياته کاميابي له کومې سي ډي ډرامې څخه ترلاسه کړې ده؟

ځواب: ما ډېره کاميابي د "سزا" نومې سي ډي ډرامې نه اخيستې (ترلاسه کړې ده) ده، چې د دې ډرامې کيسه يوه حقيقي (رښتينې) کيسه ده.

پوښتنه: کوم کوم ملکونو (هېوادونو) ته مو سفر کړى دى؟

ځواب: دوبۍ، ملايشياء، قطر، هالينډ، ابوظهبي، هجيره، او دوه ځل افغانستان ته تلى يم.

پوښتنه: د افغانستان خلک درته څنګه ښکاري؟

ځواب: د افغانستان خلک ډېر مهمان نوازه (ميلمه پاله) خلک دي، او زما يې ډېر عزت کړى دى، ما سره ډېره مينه لري، او زه ترې ډېر خوشحاله يم.

پوښتنه: څو بچي،څو ورونه لرې او ستاسو د خاندان نور څوک هم په ډرامو، فلمونو کې کار کوي که؟

ځواب: پنځه بچي او څلور ورونه مې دي، او زمونږ په کورنۍ کې صرف زما شوق و، بل څوک په دې فيلډ کې نشته، ټول خپل کاروبار کيي.

پوښتنه: په پښتو فلمونو، ډرامو کې فحاشي ډېره زياته شوله، په دې اړه ستاسو څه نظر دى؟

ځواب: زمونږ زړې ايکټرانې (لوبغاړې) چې کومې پښتنې وې، او د پښتو دود، دستور او کلچر عز

ت ورسره وو، هغوۍ لاړې په کورونو کېناستې، چا ودونه وکړل او څوک بل بل خواته لاړ، او همدغسې پښتانه ډايرکټران او نور خلک هم لاړ، او اوس ټول عياش ډايرکټران او عياشې جينکۍ راغلي دي او زمونږ ټول دود، دستور يې وشرموو.

پوښتنه: ځوانانو ته څه پېغام لرې؟

ځواب: ځوانانو ته دا پېغام لرم چې د مور او پلار عزت کوئ، ځکه چې د مور د پښو لاندې جنت دى، او که هغه دې ونه بخښي نو خداى دې هم نه بخښي.

ديوان: افسر صېب! له تاسو نه ډېره مننه کوم چې ماله مو وخت راکړو.

افسر: ډېره مهرباني له تاسو نه چې راغلۍ او له مونږ سره کېناستۍ، زه ډېر خوشحاله شوم.

(١٠، ٠٩، ٢٠١٠ء، شاهي باغ، پېښور)