د ننګرهار تکړه شاعر، ليکوال او د ايمل مجلې څښتن ښاغلي خيال باچا مفتون سره مو ځانګړې مرکه کړې ده چې تاسو ته يې کټ مټ خپرو. اداره
مرکه کوونکی: رحمت ديوان
ديوان: مفتون صيب که اول لوستونکو ته ځان راوپېژنۍ؟
مفتون: خيال باچا مفتون مې نوم دی، د پلار نوم مې رحيم شاه دی، په قام ترکزی يم، د ننګرهار ولايت د مومند درې ولسوالۍ د ډکې د کلي اوسېدونکی يم.
ديوان: که د خپلو زده کړو او د زېږون په اړه راته يو څه مالومات راکړۍ؟
مفتون: زده کړه مې تر دوولسمه پورې کړې ده، او د زېږېدو نېټه مې د مارچ ۱۵مه ۱۹۶۵ زيږديز کال دی.
ديوان: مخکې له دې نه چې شاعري او ليکوالي مو شروع کړه، په کوم کار بوخت وئ؟
مفتون: د شاعرۍ او ليکوالۍ نه مخکې مې خپلو زده کړو ته دوام ورکړی و، او د شاعرۍ پېل مې ۱۹۸۲ زېږديز نه کړی دی.
ديوان: شعر څه ته ويل کېږي، او ښه شعر کوم يو دی؟
مفتون: زه خو خپله په چاپېريال باندې شعرونه ليکم، او زما په اند هم داسې شعر پکار دی چې هغه د حالاتو نمايندګي کوي، او ښه شعر هم دې ته وۍ.
ديوان: خلک وايي چې شاعران ډېر دي، بايد اوس ليکوالان شي، په دې اړه ستاسو څه نظر دی؟
مفتون: زما نظر په دې باندې دادی چې هر شاعر ليکوال جوړېدای شي او هر ليکوال شاعر نشي جوړېدای، بايد چې شاعران اوس نثر ته مخه کړي.
ديوان: د لر او بر په شاعرۍ کې څه توپير شته؟
مفتون: زه پخپل نظر باندې دا وايم چې د کوزه خلکو شاعري په پرتله د برو نه ښه ده، ځکه چې ژبه يې روانه ده، اصلوب يعني چوکاټ د شاعرۍ يې صيي دی، خو په نثر کې بيا برني ليکوالان د منلو وړ دي.
ديوان: که څوک غواړي چې شاعر يا ليکوال شي نو بايد هغه څه وکړي؟
مفتون: زما په فکر چې يو سړی وغواړي نو شاعر جوړېدای نشي، بلکې شاعر پيدا کېږي، د ده په خټه کې شاعري اښکل شوي وي، او په تېره شاعر ته الهام غوندې کېږي چا ايا دا وليکه يا مه ليکه، خو ټولنو ته په تګ راتګ کې سړي باندې اثر کېږي او کېدای شي چې څه وخت د هغه نه يو ښه شاعر جوړ شي، ولې چې دا متل دی چې د چا سره کېنې نو د هغه په رنګ به شې، پاتې شوه د ليکوالۍ خبره، نو هر سړی ليکوال جوړېدای شي خو د ليکوالۍ لپاره مطالعه ضروري ده.
ديوان: مفتون صيب کوم چاپ يا ناچاپ اثار لرۍ، او د هغې نومونه راته وښايۍ؟
مفتون: زما خو اولنی کتاب (( د خيال پلوشې)) په ۱۹۹۳ زېږديز کې چاپ شوی، او ورپسې دوېمه د هايکو ((درېيزو)) مجموعه په ۱۳۸۸ هجري کې له چاپه راووته، او اوس مهال مې د ((کرښې)) شعري مجموعه او ((ملغلرې)) چې د ليکوالانو تذکره ده د چاپ لاندې دي، او ناچاپه اثار مې اته دي چې په دې کې لنډې کيسې، طنز، او ناول شامل دی چې د چاپ په انتظار دي.
ديوان: تاسو هايکو ته درېيزه څنګه وايۍ، هايکو څه ته وۍ، او هايکو پښتو ته څنګه راغله؟
مفتون: هايکو د جاپانۍ ژبې يو نوم دی، او يو ژانر دی چې پښتو ته د نورو ژبو په مټ راغلی دی، ګومان کومه چې پخپله سيده پښتو ته نه دی راغلی، هايکو داسې يو ژانر دی چې په درېيو بيتونو کې د مکمل نظم خيال او کيسه په دغې درېيو بيتونو کې رانغاړي، پاتې شوه دا چې هايکو ته د درېيزو نوم، نو هايکو د جاپانۍ ژبې نوم دی، پکار داده چې په پښتو کې ورته يو نوم وکتل شي، ما خو پخپله د همدغې درېيزو نوم د دې لپاره غوره وګاڼه، په دې اړه که څوک زما سره اتفاق نه کوي، او د دوۍ سره بل کوم داسې ښه نظر وي چې په دې باندې يې ورکړي او يا نوم ورته بدل کړي، نو زه ورسره اتفاق کوم، خو ما دا غوره وګڼل چې د هايکو نه دې درېيزه شي.
ديوان: مفتون صيب په هايکو ((درېيزو)) کې په پښتو کې تر اوسه څومره کار شوی دی، او د چا کار د منلو وړ دی؟
مفتون: په پښتو کې اولنی کتاب د هايکو په کوزې پښتونخوا کې ليکل شوی دی، پرله پسې نهه کتابونه په کوزه پښتونخوا کې ليکل شوي دي، ولې په بره پښتونخوا کې اولنی کتاب هم دا زما دی، چې نوم يې ((زما د زړه په راز به څه پوهه شې)).
ديوان: د چا له شعر نه متاثر ياست، او د چا شعر مو خوښېږي؟
مفتون: شعرونه مې د قلندر مومند، حامد بابا او د غني خان خوښېږي، او د غني خان د شعرونو نه ډېر متاثره يم.
ديوان: په ننګرهار کې ادبي هڅې څنګه دي؟
مفتون: په ننګرهار کې ادبي محفلونه کېږي او په هره جمعه باندې پکې غونډې جوړېږي، مونږ پخپله هم يوه ټولنه لرو ((د شمشاد ادبي بهير)) په نوم چې په هر پنځلسو ورځو کې سره راټولېږو او تنقيدي غونډه کوو، او همدغه بهير يوه مجله د ((ايمل)) په نوم باندې خپروي، چې تر اوسه يې اته ګڼې خپرې شوي دي.
ديوان: مفتون صيب د خپل شخصي ژوند په حقله راته ووايه، او واده مو کړی، څو بچيان لرۍ؟
مفتون: ماشاء الله درې زامن او پنځه لوڼې لرم، او د واده مې پنځوېښت کاله وشو.
ديوان: مفتون صيب که د خپل ژوند څخه کومه خاطره لرۍ، نو راسره يې شريکه کړۍ؟
مفتون: ژوند خو ټول د خوږو او ترخو خاطرو نه ډک دی، خو زما دپاره به ښه خاطره هاغه وي چې په کنډوالې وطن کې د امن او يووالي زيری واورم.
ديوان: مينه مو کړې ده او که نه؟
مفتون: مينه يو داسې پاک نوم دی، داسې څوک به نه وي چې د مينې نه خلاص وي، داسې وګڼه چې مونږ د مينې لپاره پيدا يو او مينه زمونږ لپاره.
ديوان: مفتون صيب! سندرې اورۍ او کو نه، د چا غږ مو خوښېږي؟
مفتون: سندرې اورم او په غږونو کې مې د سردار علي ټکر، هارون باچا، خيال محمد او ګلنار بېګم غږونه ډېر خوښېږي.
ديوان: ځوانانو ته څه پېغام لرئ؟
مفتون: ځوانانو ته زما دا پېغام دی چې په دې ګلوبل ويلج دور کې دې تعليم ته مخه وکړي، ځکه چې اوس علم پکار دی، د علم ډېر ضرورت دی، او مونږ له پکار دي چې د ټوپک پر ځای د قلم لاره اختيار کړو.
ديوان: ډېره مننه مفتون صيب چې له مونږ سره مو مرکه وکړه.
مفتون: ستاسو نه هم يو جهان مننه چې دغه د مرکو پروسه مو روانه کړې ده او زمونږ دې مرکې له مو هم پکې ځای ورکړو، مننه.