استغفرالله
رحمت ديوان
زه له کوټه سنګي څخه پنځمې حوزې ته او له پنځمې حوزې څخه کوټه سنګي ته هره ورځ ځم راځم.
نن هم د معمول پشان زه په پنځمه حوزه کې د موټر په تمه ولاړ وم، بس راغی، وروښتم، روان شو، بس کې خالي چوکۍ نه وه، کومه چې عموماً نه وي، ځکه چې تر اوسه پورې پکې ما خالي چوکۍ ونه ليده، خير له وره سره خواته ودريدم، د وره سره چې کومه اولنۍ چوکۍ وه نو په هغې باندې يو بابا ناست و، سپين کالي، سپينه ږيره، تور پټکی، تور واسکټ او د لرګي همسا ورسره په لاس کې وه.
بس چې لږ مخکې لاړی نو د مکتب يو ماشوم چې د لسو، يوولسو کالو په عمر به وو، بس ته راوخوت، هغه ماشوم له وره سره جوخت ودريدو، ځکه چې نور ځای په بس کې نه و، د ماشوم مخ د بس ښيښې ته او بکسه يې بابا ته وه، د هغه ماشوم بکسه بابا ته ډېره نزدې شوه نو بوډا ورته اوويل چې دا بکسه دې لرې که، ما پرې خوږی.
د ماشوم مخ وره ته شو، او شا يې چوکۍ ته شوه، په دې وخت کې دې بابا چې خپل دواړه لاسونه يې په همسا باندې ايښي و، ښي لاس يې په خپلې ښي ښپه باندې کېښوست، او د ماشوم پتون سره يې خپل لاس ورو ورو مږه، لږ ساعت بعد يې لاس پورته د ماشوم خښتګ ته يوړ، او بيا په خپلې همسا باندې کېښوست، دا عمل يې يو ځل بيا وکړو، او بيا يې خپل لاس په همسا باندې کېښوست.
کوټه سنګي رانزدې شو، ټرافيک جام و، کوم چې عموماً جام وي، بابا هم ماشوم له بيا لاس ورنوړو، زما خيال راغی چې کېدای شي زما سترګو دوکه خوړلي وي او د بابا لاس غلطۍ سره د ماشوم سره لګېدلی وي، خو زما دا خبره هله درواغ وخته چې بابا يو ځل بيا ماشوم له لاس وروړ، او دا ځل ښه ورزور کړې، او له ماشوم څخه يې پوښتنه وکړه چې کوټه سنګي راورسېد، ماشوم ورته وويل چې لږ صبر وکړه، لږ مخکې دی، ما هم استغار له ځان سره اوويل او له بس څخه راکوز شوم.
((شنبه، د سنبله ۱۳مه، ۱۳۸۹لمريز))