بازارۍ
رحمت ديوان
هغه زمونږ پر کوڅه کې اوسېده، ما چې کله په اول ځل ولېده نو زړه يې رانه يووړ، ډېره ښايسته جلۍ وه، په ونه او ښايست دواړو کې يې ثاني نه و، دومره ښايست خدای ورکړی و چې داسې ښکلې جلۍ تر ننه مخکې ما نه وه ليدلې.
داسې نه چې زه لونډ وم، ما خپله ښځه هم درلودله، او ډېره مينه مې ورسره وه، ځکه چې زما په نصيب کې هم ډېره ښايسته مېرمن وه، خو له دې نه پرته هم زما په هغې جلۍ باندې زړه راغلی، او غوښتل مې چې يو څو خبرې ورسره وکړم، کېنم ورسره، د خپل زړه حال ورته واوروم.
هغه ما ډېر ځل په خپله کوڅه کې وليده، هغه به په تورو کالو کې مکتب ته تله، او همدا وخت به هغه ما کله کله ليده، له دې نه پرته هغه ما ونه ليدله.
يوه ورځ مې په بازار کې وليده چې له مکتب څخه راروانه وه، هغه به د بازار په لور باندې مکتب ته تله او راتله.
زه هم پسې شاته شاته راروان شوم، کله چې خپل کور ته رانزدې شو نو زما نه مخکې يو هلک ورنزدې شو او غلې شانتې يې ورته په غوږ کې څه خبره وکړه، او هغه د دې لورې نه سړک پله واوښته، هغه هلک پسې هلته هم ورغی او ست يې ورته وکړ، خو ښايي د دې ورسره جوړه نشوه نو هغه هلک هم واپس شو او دا هم د کوڅې په لور روانه شوه.
په کوڅه کې هم خلک و، نو ځکه زه هم غلی تير شوم او خپل کور ته لاړم.
بله ورځ راته يو ګاونډي د دې جلۍ په حقله خبرې وکړې، هغه ويل چې دا جلۍ بازارۍ ده، د هلکانو سره ځي راځي، دا مکتب ته نه ځي، دا خو ځانله مشتريان پيدا کوي، دا بازارۍ جلۍ ده.
(پنجشنبه، د سنبله ۴مه، ۱۳۸۹ لمريز)