فرق

 رحمت دیوان

ما وويل:
په ما او په هغه کې د اسمان او مځکې هومره فرق دی
ده وويل:
ولې څوک وۍ چې په تا او هغه کې فرق دی، ته هم انسان يې او هغه هم انسان دی، فرق د څه دی
ما وويل:
او انسان دی، زه هم انسان يم، خو، فرق په انسانانو کې دی، په ټول اشرف المخلوقاتو کې فرق شته، څوک مالدار، څوک غريب، څوک خان، څوک ملنګ، څوک پير، څوک موټروان، څوک ډاکټر.... او په مونږ دواړو کې هم ډېر فرق دی.
په ما د وړوکوالي نه پلار کار کړی دی، او ده تر اوسه پورې کار نه دی ليدلی، دا اوس مکتب وايي او تر ځوانۍ پورې يې اراده ده چې مکتب ولولي، او ما د وړوکوالۍ څخه سخت سخت کارونه کړي دي، ماته به پلار بايسايکل نه پرېښود، وويل يې چې موټر به دې اووهي، او دا چې په ګرځېدو راغلی دی نو پلار ورته بايسايکل اخيستی دی، ما تر ځوانۍ پورې ټي وي، سي ډي، ډش، ويسيار، کيبل او انټرنېټ پېژندل هم نه، او چې کله مې وه هم پېژندل نو پلار راته ندي پرېښي، او په پټه به مو چې کله وخت پيدا کړو نو کتل به مو، او ده ته دا هر څه پلار د وړوکتوب نه په کور کې لګولي دي، ما به د پار مخې ته سترګې هم نه شوې پورته کولی، او دا د خپل پلار مخې ته دومره په تېزه لګيا يي چې پوښتنه يې مکوه لکه دوه ياران چې ګپ لګوي.
اخر دا دومره فرق ندی، نو دا څه دي.
ده وويل:
او ګرانه! ستا خبره پر ځای ده، خو دا دومره فرق د څه دلاسه دی، دې ته هم دې خيال ندی کړی، دا فرق ځکه دی چې ته بې تعليمه يې او زده کړې دې ندي کړي او دا يو تعليم يافته.

((شنبه، د سنبله ۱۳مه، ۱۳۸۹ لمريز))