کنجره

رحمت دیوان

ما چې څرنګ د خپل کور ور خلاص کړ، نو هغه مې وليده چې په کوڅه کې راروانه وه.
وې خندل ما هم د خندا ځواب په خندا کې ورکړ، هماغه تور کالي يې په غاړه و، تر اوسه پورې هغه ما په نورو کالو کې نه وه ليدلې، خو هر کله چې به مې ليدله نو د مکتب دغه تور کالي به يې په غاړه و.
هغه په ښي اړخ راروانه وه، زه هم په ښي اړخ ورروان وم، خو فرق دومره و چې هغه په خپل ښي اړخ او زه په خپل ښي اړخ وم.
کوڅه تشه وه، هيڅ څوک هم پکې نه ښکارېدل، صرف زه او هغه و چې هغه خپل کور ته روانه وه او زه بازار ته روان وم، زه هم خپل چپ او د هغې ښي اړخ ته واوښتم، چې ورنزدې شوم نو د مخ رنګ يې بدل شو، ما هم پرې غرځ ونکړ، او نېغ تېر شوم، هغه هم غلې تېره شوه.
زه چې لږ مخکې لاړم نو په شا مې وکتل، هغې هم په شا وکتل، خپل ښي لاس يې خپلې هندواڼې له يوړ، پرې زور يې کړل، وې خندل، سترګو کې يې بلنه وکړه، مسکۍ شوه او کور ته ننوته.

(پنجشنبه، د سنبله ۴مه، ۱۳۸۹ لمريز)