د سرو زرو هګۍ

ژباړن: رحمت ديوان

 

يو ډېر لالچي سړی وو، هغه به تل دا چورت واهه چې د هغه سره ډېر مال دولت وي، او ټول عمر يې په همدې چورتونو کې روان و.

يوه ورځ دا سړی يو پټي ته لاړ، هلته ته يې وکتل چې د پټي يوې غاړې ته چرګه ناسته ده، هغه اخوا ديخوا وکتل او غوښتل يې چې چرګه ونيسي، چرګې ټوپ کړل او ليرې کېناسته، هغه په چرګې پسې منډه وهله خو ناڅاپه يې په هاغه ځای سترګې ولګېدې چې چرته چرګه ناسته وه، دا څه دلته خو د سپينې هګۍ پر ځای يوه زيړه او پړقيدونکي هګئ پرته ده، هغه چورت اوواهه چې اول دا هګۍ راواخلي، خو بيا يې چورت چرګې ته لاړی او وويل يې چې هګۍ خو چرته نه تښتي، بايد اول چرګه ونيسم. هغه په منډه منډه اخر چرګه ونېوله، او بيا يې هګۍ هم راواخيسته او د خوشالۍ نه نيم نيم غټ شو، ځکه چې هغه هګۍ د سرو زرو وه.

هغه خوشاله خوشاله چرګه خپل کور ته راوړه، چرګې به هره ورځ يوه د سرو زرو هګۍ اچوله او هغه به په بازار کې خرڅولا او پيسې به يې راوړې، خو هغه لالچي و، يو ځل يې چورت اووهه چې د چرګې له خيټې څخه ټولې د سرو زرو هګۍ په يو ځل راوباسم او خرڅې يې کړم.

لالچي سړی کمعقل هم وي، يو تيز چاقو يې راواخيست او چرګه يې حلاله کړه، څه ګوري چې د چرګې په خېټه کې هيڅ هم نشته، اوس خو ډېر پرېښانه او حېرانه شو خو اوس هيڅ هم نشو کېدی.

رښتيا دي، لالچ بده بلا ده.