يو ګل خاورې شو

((رښتيني کيسه))

ليکوال: رحمت ديوان

د کوټ مومن څخه لس کيلو متره مغرب اړخ ته حويلي ويانا للياني نومې يو کلی دی، په دې کلي کې عبدالقدوس نومي ماشوم چې د پنځو کلنو په عمر کې و، د ټولو وروڼو، خويندو نه کشر و او د مور و پلار د سترګو تور ، درې مياشتې مخکې په مکتب کې داخل شوی و، او پلار به د ټولو نه نيازبين زوی پخپله په سايکل باندې مکتب ته بوته، له مکتب څخه چې به راغی نو د کور کار به ورله وروڼو او خويندو کوو، غريبي وه خو ژوند ډېر خوږ و، ټول خلک ډېر خوشاله و.

د اپريل شپږمه وه چې د محمد يوسف يو عزيز په نزدې کلي کې وفات شو، د محمد يوسف مېرمنې خپل نيازبين زوی عبدالقدوس له ځان سره هلته بوتلو، خو د عبدالقدوس زړه هلته تنګ شو، او هغه مور ته وويل:

((مورې! زه کور ته ځم))

((لږ صبر وکړه بچيه!))

((نه، نه مورې زه ځم شابه ما کورته بوځه))

مور يې ورله دلاسې ورکولې، خو هغه ورته په ژړا شو، په داسې وخت کې د عبدالقدوس مور دا ځای هم نشو پرېښوستی، له دې ځای څخه هم نشوه تلی، نو پرېښانه شوله چې څه وکړي، په دې کې خپل يو ځوان خپلوان محمد عرفان يې وليد، نو هغه ته يې وويل چې عبدالقدوس کور ته بوځه.

محمد عرفان عبدالقدوس له ځان سره کړ او د کور پر لور باندې روان شو، کله چې عبدالقدوس کور ته نزدې شو او خپل کور يې وليد نو عرفان ته يې وويل: ((کاکا! زه ته لاړشه، زه کور ته ځم)) هغه ورته وويل چې صيي ده بس دا مخامخ دې کور دی خو خيال کوه چې اخوا ديخوا لاړ نشي، صيده کور ته لاړشه، هغه ورته ((ښه)) وکړل او د خپل کور پر مخ روان شو.

هم له دې ځای څخه د محمد يوسف بدبختي شروع شوه، عبدالقدوس د خپل کور په خوا باندې روان و، دلته ولاړ محمد اصف چې د يوې مدرسې زده کوونکی و، او په دې راروانو مياشتو کې قاري کيدو، هغه عبدالقدوس ته غږ کړ او د برفي يوه ټکړه يې ورته ونيوله، عبدالقدوس د هغې خواته ورغی او له هغې څخه يې د برفي ټکړه واخيسته.

+++

د عبدالقدوس مور چې کور ته راغله نو په کور کې عبدالقدوس نه و، د خپل خاوند او لورګانو، زامنو څخه يې پوښتنه وکړه چې عبدالقدوس چرته دی، هغوی ورته وويل چې هغه خو ستا سره تلی و، دې ځواب اورېدو سره د هغې له خلوې څخه د ((عرفان)) نوم اووت او بېهوښه شوله. کله چې ټولو هغه بېرته په هوښ کې راوسته نو هغې اوويل چې عبدالقدوس خو ما د عرفان سره راليګلی و.

عرفان چې راغی نو هغه اوويل چې ما خو عبدالقدوس د کور مخې ته پرېښوست او زه ترې واپس لاړم، په داسې حال کې ټول په عبدالقدوس پسې راووتل او په لټولو يې شروع وکړه، تر سبا پورې چې عبدالقدوس پيدا نشو نو محمد يوسف په عرفان او د هغه په پلار باندې د عبدالقدوس د تښتونې عاريضه وکړه او زندان ته يې بوتلل، پوليسو له هغوۍ څخه ډېرې پوښتنې وکړې، ډېر وهل ټکول يې ورکړل خو د عرفان هم دا يوه خبره وه ((ما هغه ده کور مخې ته پرېښوستی و))، ورځې تيرېدي او په ټول کلي باندې يوه خاموشي خوره وه، ټول خلک لګيا و عبدالقدوس يې لټاوه، خو يو کس هم بريالی نشو، دلته د پوليسو افسر امير عبدالله په عرفان باندې فشار اچولی و، چې د ماشوم درک وکړي خو، هغه داسې کوم ځواب ورنکړ.

د عبدالقدوس د بې درکۍ په اوومه ورځ باندې د عرفان دوۍ د کور خواته يو پټي نه د عبدالقدوس مړی په يوې بوجۍ کې پروت و، هغه پوليس له خپل ځان سره يوړو، او بيا د کلي ټولو خلکو په لاريون باندې شروع وکړه، او ټولو خلکو ته دا يقين شو چې دا عرفان مړ کړی دی، د حويلي ويانا للياني ټول بازار په اول ځل باندې بند شو، ټول کلي لاريون کړی و، او په دې لاريون کې محمد اصف له ټولو نه مخکې و.

حالات خراب شو، د قاتل هيڅ پته نه لګېده، امير عبدالله په عرفان باندې ډېر  زيات فشار واچاوه، خو هغه دې خبرې ته تيار نه و، د هغه همدا يوه خبره وه، چې زه بې ګناه يم، په داسې نازک حالات کې افسر رانا محمد امير عبدالله ته حکم ورکړو چې د واقعه په ورځ باندې چې د محمد يوسف په کور کې کوم کوم کسان ناست و، هغه ټول ونيسه او پوښتنې ترې وکړه.

څلور کسان امير عبدالله ونيول، چې يو پکې محمد اصف و، له دوۍ څخه چې يې پوښتنې شروع کړې او فشار يې ورباندې واچاوه نو محمد اصف خپل همت وبايلود او هغه ومنله چې عبدالقدوس ما وژلی دی، هغه خپله کيسه داسې شروع کړه: ((په هغه ورځ باندې ما هغه ته برفي ورکړه او له ځان سره مې زمونږ خپل پټي ته بوتلو، هلته مې ورته د نشې ګولۍ ورکړې او خوله مې ورله په يوه ټوټه باندې کلکه وتړله، بيا له هغه سره ما جنسي تيری وکړ، او په هماغه پټي کې مه بېهوښه پرېښوست، کله چې زه خبر شوم چې د ټولو شک په عرفان باندې راغلی دی، بيا د عبدالقدوس په لټولو کې له ټولو نه زه مخکې وم، د عبدالقدوس مور او پلار ما د خپل تره هغه کنډر ته هم بوتلل او هلته هم عبدالقدوس نه و، بيا ما عبدالقدوس له پټي څخه جګ کړو او هغه کنډر ته مې بوتلو، او هلته مې ورته نورې د نشې ګولۍ هم ورکړې، ما به د دوۍ سره د عبدالقدوس په لټولو کې هم برخه اخيسته او د ټولو نه مخکې به مې د عبدالقدوس د پيدا کيدلو چغې وهلې، او بيا به هره ورځ مازديګر هغه کنډر ته ورتلم او عبدالقدوس ته به مې د نشې ګولۍ ورکولې او جنسي تيری به مې ورسره کوو، کله چې زه په دې يقين شوم چې عرفان په دې جرم کې جزا خوړونکی دی نو ما د عبدالقدوس په مرۍ زور کړې او هغه مې وواژه، بيا مې د عرفان دوۍ کور ته نزدې پټي کې وغورځآوه، او کله چې هغه خلکو پيدا کړو، نو د ټولو نه اول ما چغې وهلې چې عرفان ته دې په خلاص ميدان کې پانسي ورکړل شي)).

پوليسو اصف له ځآن سره کړو او هغه کنډر يې ورته وښود، هلته د نشيي ګوليو پاکټونه او د اوبو ګلاس پروت و.

((د اسد ۵مه، ۱۳۸۹))