((رحمت دیوان))
د وره په ټکولو باندې د کور مالک وپوښتل: "څوک يې؟"
"جي زه شهزاده يم" ځواب راغی.
"د چا زوی يې؟"
"جي! د باچا"
"د نيکه نوم؟ "
"شهنشاه"
"څه خبره ده؟ "
"د خدای په نوم څه راکړه"
23.07.2010
- رحمت دیوان
((رحمت دیوان))
مور: "که لاسونه ومينځې نو يو بسکټ به درکړم او کو مخ ورسره ومينځې نو دوه به درکړم"
زوي: "مورې! ټول ډبی ماله راکړه، زه لامبم"...
26.07.2010
- رحمت دیوان
يو ګل خاورې شو
((رښتيني کيسه))
ليکوال: رحمت ديوان
د کوټ مومن څخه لس کيلو متره مغرب اړخ ته حويلي ويانا للياني نومې يو کلی دی، په دې کلي کې عبدالقدوس نومي ماشوم چې د پنځو کلنو په عمر کې و، د ټولو وروڼو، خويندو نه کشر و او د مور و پلار د سترګو تور ، درې مياشتې مخکې په مکتب کې داخل شوی و، او پلار به د ټولو نه نيازبين زوی پخپله په سايکل باندې مکتب ته بوته، له مکتب څخه چې به راغی نو د کور کار به ورله وروڼو او خويندو کوو، غريبي وه خو ژو...