خپل وطن جنت وطن

 رحمت ديوان

يو شور زوږ وه، يوه منډه وه، يو ريس وو، د يو بل نه د مخکې کېدو، هر يو کس ځان د بل نه مخکې کولو، په دې غويمه کې به ډېر اوازونه صفا اورېدل کېدل.

"کابلۍ، شوبه، خېبر بازار، صدر، نوتيه........."

بل غږ به د هغې نه هم پورته شو:

"باروبار په چونګي باروبار............. بورډ له، تهکال، سپين جماعت، ټاؤن، کارخانې........"

سپين ږيري، ځوانان واړه يوه منډه وه هر کس به د بل نه ځان مخکې کوو، په دې شور زوږ کې زه هم يوې غاړې ته ناست وم.

د ګنج نه پياده پياده زه د نشتراباد په خوا باندې هشنغرۍ ته راغلم، سهار اووه نيمې بجې وې د هشنغرۍ زير زمينۍ سره ودرېدم تر څو يو وېګن ته وخېژم او بورډ ته لاړ شم.

يو وېګن به راغى، ما به ورمنډه کړه خو دومره ګڼه ګوڼه وه چې زما د وېګن ته رسېدل به پکې ګران شول او بيا به د بل وېګن په طمه ودرېدم خو چې بل به راغى نو په هغې به هم داسې غوبل جوړ شو، شل دېرش کسانو به ورمنډه کړه او صرف دوه يا درې کسان به پکې بريالي شو او نور به واپس ستانه شول.

په دې غوبل او ګڼه ګوڼه کې ما يو ساعت منډه ترړه اووهله خو بريالى نه شوم چې کوم وېګن ته وخېژم بيا مې د بس په تکل سترګې خلاصې کړې ما ويل چې بس (مزده) کې به لاړ شم، خو په دوى کې ځاى پېدا کول هم يو عذاب شو او بيا د سړک په غاړه د زير زمينۍ لارې خواته کښېناستم او سر مې په دواړه لاسه ونيوو، په موبايل کې چې مې ساعت (ټايم) وکوت نو پاو کم لس بجې وې، سر مې راپورته کړو او يو ځل مې بيا د سړک په لور وکتل، يو سور رنګه وېګن راروان وو، زه هم ورپاڅېدم، اراده مې پخه کړه چې دا ځل به په هر صورت دې وېګن ته خېژم، وېګن چې سټاپ ته رانزدې شو ما د خلکو نه د مخکې کېدو هڅه کوله، تر څو ځان له دوى نه مخکې کړم او وېګن ته وخېژم، ځکه چې نور صبر مې ختم شوى وو.

وېګن ونه درېده هم په روانه کې خلک ورختل او منډې يې ورپسې وهلې، ما هم ډېرې ديکې وخوړې او ډېرې منډې مې ووهلې خو بيا هم بريالى نه شوم، وېګن ډک شه، زما سره نور هم ډېر کسان پاتې شول، ما چې په وېګن پسې تېز تېز نظر وزغلوو نو سور رنګ وېګن په خپل رفتار کې ډېر مست روان وو او ماته داسې ښکاره شه چې ماته د حقارت په نظر ګوري او راته وايي چې ستا په شان ساده خلک ماته نه شي راختى، ما هم داسې وېګن ته کتل چې د شيشې نه ښکته مې غټ غټ خط وليدو، چې يې ليکلي وو:

"خپل وطن جنت وطن"

 

١٧م نومبر ٢٠١٠ء