اقتدارى مچهر

 رحمت ديوان

کوم وخت چې مونږ باجوړ کې وو نو ما د دغو ماشو نوم نه وو اورېدلى، ښايي راته ياد نه وي ځکه چې هاغه وخت زه ډېر کوچنى وم.

په لاهور کې زمونږ د کور مخې ته جبه وه چې د خوا و شا خلکو به ورته د کورونو مرداري (ګند) غورځوه، دلته په دې جبه کې ډېر ماشي وو چې خوا و شا خلک ترې ډېر تنګ وو.

په کراچۍ کې چې زه کله د هلکوانۍ پړاو ته ورسېدم نو يوه ورځ سهار وختي راپسې تربور راغى وې يې چې سه روزې له ځو، زه هم ورسره روان شوم ما ويل د دين په باره کې به لږ ډېر څه زده کړم.

زمونږ تشکيل مچهر کالونۍ(د ماشو علاقه) ته وشو، په مچهر کالونۍ کې چې د نوم نه يې څرګنده ده نو هم داسې د دغو ماشو نه ډکه وه، دا علاقه د سيند سره نزدې وه او ډېره غټه جبه او ځنګل يې خواته وو، د دې ځاى ماشي ډېر غټ غټ وو چې ما په ژوند کې په اول ځل دومره غټ ماشي وليدل، دې ماشو به په خلکو داسې بريدونه کول لکه چې د امريکې بې پيلوټه الوتکې په باجوړ، وزيرستان  او خوا و شا سيمو کې کوي، خو د دې علاقې خلک د ماشو سره لکه چې روغه جوړه کړې وه نو دوى به پرې نه پوهېدل او يا ورسره اموخته شوي وو خو ما پکې دا درې ورځې ډېرې په عذاب کې تيرې کړې.

کله چې خپل وطن ته لاړم او بيا مې د خپل کلي هم يو چکر ولګوو نو هلته هم د دغو ورانکارو ماشو نه ډېر تنګ وم.

نن سبا چې په پېښور کې ژوند کوم نو دلته هم د ماشو نه خلاص نه يم، ډېر وخت خو مې داسې اورېدلي وو چې داسې ماشي پېدا شوي دي چې انسان يو ځل وچيچي نو نېغ په نېغه ورله د بلې دنيا ټکټ کټ کوي چې ځه په مخه دې ښه.

کله چې په ملک کې د تېر صدر اخري وخت شو نو خلکو ترېنه جامې وويستې او د اقتدار نه يې راکوز کړو، د تېر صدر لا ډېر وخت پاتې و خو څرنګه چې هغه په دوېم ځل صدر شو نو د خلکو نور صبر تمام شو او هغه يې د مخې نه لرې کړو، د نوي حکومت د راتلو سره ګرانۍ زور واخيست او په مياشت کې دننه دننه دومره ګراني شوه چې څومره د تېر حکومت په ټوله دوره کې نه وه شوې، خلک د نوي حکومت نه پوزې له راغلي دي، غريب په خپله غريبۍ شرمېږي او حکومت د خلکو نه د ژوند تېرولو هره اساني اخستل غواړي.

بله ورځ مې په يوه لوحه باندې سترګې ولګېدې چې پرې يې ليکلي وو:

"اپنے علاقے کو صاف ستهرا رکهين"

ډينګى مچهر کے خلاف سپرے مهم"

زه سوچ واخستم چې دا لا کوم ذات ماشي دي چې خلک ترېنه دومره تنګ دي، ماشي کۀ انسان ته ضرر رسوي نو يو کس يا دوه کسانو ته به يې رسوي، کۀ انسان وژني نو لږ خو به په عزت کې مړ شي خو چې کوم چيچل "اقتدارى مچهر" کوي هغه خو ټوله معاشره خرابوي.

زما سترګې بيا هغې لوحې ته پورته شوې، دا ځل ماته داسې ښکاره شوه چې پرې يې ليکلي وي:

"اپنے ضمير کو صاف ستهرا رکهين"

"اقتدارى مچهر کے خلاف سپرے مهم"

 

١٨م نومبر ٢٠١٠ء