نندارې
رپورتاژ
ډاکټر محمد زبېر حسرت
پهـ ١٨ جولايۍ کال دوه زره (٢٠٠٠ء) چې زهـ پُښتو اکېډېمۍ پېښور يونيورسټۍ ته دَ اکېډېمۍ ډائرېکټر ښاغلى ډاکټر راج ولى شاه خټک له دَ هغوى امانت دَ محترم دوست محمد خان کامل مومند انګرېزى کتاب "آن اے فارن اپروچ ټو خوشحال" واپس کولو ته دَ ملګرى اظهار الله پهـ ملګرتيا کښې ورغلے وم نو دغه وخت ورسره اباسين يوسفزے هم موجود وهـ. دَ سلام، دعا، کتاب ورکولو او رسمى خبرو اترو نه پس محترم سليم راز هم دَ خپل ملګرى انور زېب سره راغے. دَ خېر پخېر نه پس يې رانه دَ مانسېرې پروګرام ته دَ تللو پُښتنه وکړه (چې دَ دوى پهـ درناوى کښې دَ پُښتو اکېډېمۍ بفې هزارې ملګريو راجوړ کړے وهـ). ما وې زما پروګرام خو دَ ملګرى روښان يوسفزى سره جوړ دے، هغه به راته جهانګيرى کښې ولاړ وى، زهـ به يې لهـ ځانه سره اَخلم. وې يې مونږ سره خپل ګاډے شته دوه پهـ دوه يو کهـ مونږ سره تلل مناسب ګڼئ نو يو ځائې به لاړ شو، ګپې به ولګوو او دَ لارې دَ سفر پهـ ستړيا به هم پوه نهـ شو. وې مې لهـ دې به لا کومه بله غوره خبره وى. خو دا مې هم کرل رېبل چې باچا سلامت (فېض) ته مې هم وړاندې وئيلى دى چې زهـ، تهـ او روښان به يو ځائې ځو (او دا مې اسماعيل ګوهر ته ځوابى خط کښې هم ليکلى وو). پروګرام کښې شرکت به يوه بهانه شى او پهـ دې بهانه به دَ هزارې سېل وکړو، ستا دَ څو ورځو راسې ذهنى کېفيت به هم بدل شى او پهـ ټېنشن او ډيپرېشن کښې به دې څهـ خو کمے راشى او داسې به دوه درې ورځې اېبټ آباد، مانسېره کښې دَ مردان دَ سرې ګرمۍ دَ سرګرمۍ نه لږې پهـ ډډه تېرې کړو. ولې بيا مې دا خيال راغے چې شائد باچا سلامت دَ خپلو کورنيو او خاندانى مسائلو او مصروفياتو نه دومره وخت ونهـ وېستے شى، کهـ څهـ هم ورله زړهـ، ذهن او ضمير دَ تلو اجازت ورکوى خو جېب به اجازه ورنهـ کړے شى او داسې مې دَ سليم راز صاحب خبره دم غنيمت وګڼله او دَ تللو خبره مې ورسره پخه کړه. چې زهـ به درته سبا له دَ نوښار "شوبره هوټل" سره اتهـ نيمې بجې انتظار کوم او روښان به ځان سره لهـ جهانګيرى اوچت کړو.
پهـ ١٩ جولائى ٢٠٠٠ء سحر دَ وعدې مطابق ما دَ راز صاحب دوى انتظار کولو، هغوى پهـ صحيح وخت راورسېدل، زهـ يې لهـ ځانه سره واخستم او پهـ ګپ شپ ډېر زر جهانګيرى ته ورسېدو. روښان حسبِ وعده تور ورکوټے پرس پهـ لاس دَ جهانګيرى پټرول پمپ سره زمونږ پهـ انتظار ولاړ وهـ. هغهـ چې زهـ دَ سليم راز صاحب دوى سره دَ موټر نه پهـ راکوزېدو وليدم نو حېرانۍ له مې يې پهـ سترګو سترګو کښې ځواب ورکړهـ هغه زما پهـ نظر پوه شو چې:
"کچهـ تو هے جس کى پرده دارى هے".
او داسې زمونږ دَ پينځو تنو (چې يو پکښې دَ ملګرى انور زېب دَ ترهـ زوې اختر ډرائيور هم شامل وهـ) دا وړه غُندې قافله دَ خپل منزل پهـ لور روانه شوه. دَ کامرې نه لږ وريشته مو يو افغانى هوټل کښې چائې وڅښلې، موسم خوشګوار وهـ، پهـ اَسمان ګُورې وريځې خورې وې، دَ پشکال دَ مياشتې باوجود پهـ فضا کښې څهـ حبس نهـ وهـ، نرۍ نرۍ هوا چلېده، چې يولس بجې کېدې مونږ پهـ هرى پور کښې وو. دلته دَ انور زېب يو سبقى وهـ چې دَ فيلډ مارشل محمد ايوب خان نزدې خپلوان وهـ، پهـ پُښتنه دَ هغوى ځائې ته ورغلو، ولې هغه اسلام آباد ته پهـ څهـ کار پسې تللے وهـ او مشر ورور جهانګير ترين سره مو يې ملاقات وشو. ډېر دروند، خوږ او پُښتون خويه او دَ ښکلى شخصيت مالک وهـ. دهـ مونږ ته ډېر پهـ درنه سترګه وکاتهـ، خپل بېټک کښې يې راباندې دَ هرى پور خاص مشروب (سَتُو) وڅښلو. سَتُو خوږ، خړبخن او لهـ خاصيته يخ شربت وى چې ستوان پکښې ګډ کړے شوے وى. هغهـ مونږ سره پهـ اُردو کښې خبرې کولې خو چې راز صاحب ورله دَ پُښتو عالمى کانفرنس بروشر او هېنډ بل ورکړو نو دَ پُښتونولۍ رګ يې رابېدار شو. دَ پُښتو او پُښتونولۍ پهـ حقله يې ښې، خوږې او کوټلې خبرې وکړې او پُښتو سره يې دَ خپلې مينې څرګندونه وکړه، ولې دا اعتراف او افسوس يې هم وکړو چې دَ دې ځائې دَ خلقو کاروبارى لېڼ دېڼ لهـ کبله ترې پُښتو ژبه هېره شوې ده او دَ کور نور بنديان او وروڼه يې کله کله يو بل سره پُښتو کښې غږېږى، دے هم پهـ پُښتو پوهېږى خو وئيلے يې نهـ شى.
دَ جهانګير ترين صاحب نه چې رخصت شو نو څهـ يوه نيمه بجه به وه چې مونږ دَ اېبټ آباد ايوب مېډيکل کالج ته ورسېدو، دلته زما دوست او دَ اَدبى ذوق او درنو خويونو څښتن ملګرے ډاکټر رشيد اَحمد (دَ بخشالى مردان) پهـ ايوب مېډيکل کمپلېکس کښې دَ څهـ مودې راسې دَ رنځورو انسانانو خدمت کوى. دَ دهـ هاسټل ته ورغلو خو دے موجود نهـ وهـ (ملګرى صبغت الله ډاکټر سره يې ملاقات وشو، دا مونږ ته وروستو پته ولګېده چې دے هم پهـ دغه ورځ خپله لهـ پېښوره مېلمه راغلے دے). دهـ دَ رشيد غېر موجودګۍ کښې زمونږ ډېره تواضع وکړه. دلته دَ څهـ ساعت دمه او تازه دم کېدو نه پس مو دَ هاسټل پهـ ډائننګ هال کښې دَ غرمې روټۍ وخوړه او چې بېرته ستنېدو نو رشيد احمد بيا راغلے وهـ. ملاقات وشو او خوشحاله شو چې يو بل سره مو وليدل. دهـ له مو دَ کانفرنس بروشرې او هېنډبلونه ورکړهـ دَ پُښتو تبليغ مو ورته دَ دې وېنا سره وکړو چې زمونږ دا پېغام دلته نورو ډاکټرانو او ملګرېو ته ورسوى. دهـ وعده وکړه چې زهـ ستاسو دې مشن کښې باقاعده شريک يم او لهـ ما چې څومره هم خدمت کېدے شى، غاړه به ترې نهـ غړوم. لهـ دهـ مو اجازت وغُښتهـ او چې دَ مانسېرې بار روم ته ورسېدو نو ملګرى اسماعيل ګوهر، على زرخان فکرى، محمد اقبال خان لالا (چې دا وخت دَ پُښتو اکېډېمۍ بفې هزارې چېئرمين دے)، اختر حيات قمر، طائرے صاحب او نور ملګرى دَ هال پهـ سمون او ښائسته کولو کښې مصروف وو. دَ مانسېرې بار روم ډېر ښائسته دے، ښکلے سټېج، پرې دَپاسه عالى شانې کرسۍ، دَ لاوډ سپيکرو ښهـ انتظام، دَ اډيئنس دَپاره صوفه سيټونه او ارامده کرسۍ پکښې پهـ ترتيب لګېدلى دى. ملګرى اسماعيل ګوهر او نورو ملګريو زمونږ هر کلے وکړو، چونکې پروګرام شروع کېدو کښې لا وخت وهـ نو طائرے صاحب يې راسره تُربَت هوټل ته ولېږلو چې زمونږ دَپاره يې بُک کړے وهـ. دا هوټل دَ بار روم سره خوا کښې وهـ. دلته مو چې دَ يوې کمرې ورخلاص کړهـ نو غازى سيال صاحب پهـ يو بِډ ستونى ستغ ملاست وهـ، ځان يې پهـ څادر کښې پټ کړے وهـ. زمونږ پهـ ليدو خوشحاله شو، دا دويمه ورځ وه چې ټوله مانسېره (ښار) کښې دَ اُبو سپلائى بند وه ځکه دې هوټل کښې هم اُبهـ نهـ وې، بېره ګانو او نوکرانو به ډک بالټى راچلول. ملګرے انور زېب دَ ډېرو اُبو عادت دے، هغهـ چې دا حال وليدو نو دَ راز صاحب سره، سره دَ اختره دَ راز صاحب دَ ترهـ زوى کره لاړل. وې يې هلته به لږ ارام هم وکړو او دَ مخ لاس او تازه کېدو نه پس به راستانهـ شو او مونږ لهـ ناخوالۍ پاتې شو. روښان دَ چايو وېنا وکړه، څهـ ساعت به تېر نهـ وهـ چې دې کښې يو ښائسته زلمے چې پهـ مُشکله دَ دېرشو کالو ښکارېدهـ دَ خپلو دوو، پهـ وجودونو کمزورو ملګريو سره راننوتهـ. دهـ دَ خپلو ملګرېو تعارف وکړهـ چې دواړه دلته وکيلان دى او زهـ پهـ خپله هم وکيل يم، خو خپله نامه يې ونهـ ښودله. د َراز صاحب دوى پُښتنه يې وکړه او اوچت بِډ ته وختهـ، لکه چې زمونږ لهـ مودو مودو کلک او بې تکلفه ملګرے وى، دَ هغهـ ليدو، خوږو خبرو اَترو، ښهـ خوى خصلت، ښائسته صورت او مناسب قد قامت راته دَ خوشحال بابا دا شعر ياد کړهـ چې:
دَ خوشحال خټک خو ښُکلےمخ پکار دے
کهـ دَ سوات کهـ دَ پکلۍ کهـ دَ بونېر وى
دا دَ نننى تقريب صدارت کوونکے، وکيل او پهـ تعليمى کېرئير کښې ښهـ ترقى پسند سياسى ورکر پاتې شوے هلک نما سړے ښاغلے احمد فاروق خان وهـ چې دَ بفې (پکلۍ وادۍ) اوسېدونکے وهـ. دهـ مونږ سره پهـ خلاص مټ، ازادانه ماحول او يخ موسم کښې پهـ اَدب، سياست، دَ پُښتنو په اَصل نسل او تاريخ جغرافيه ښهـ تاودهـ بحثونه وکړهـ.
هزاره کښې ٣٠ فيصده علاقه مېدانى او ٧٠ فيصده غرئيزه ده. مشرق ته يې ګهړى حبيب الله، بالاکوټ، مظفر آباد او ازاد کشمير، مغرب ته يې صوابۍ، بونېر، شانګله او سوات، جنوب ته چچ، کېمبل پور، اسلام آباد او پېنډۍ او شمال ته ترې چيلاس پراتهـ دى. دَ هزارې او کشمير پهـ مينځ کښې دريائے کُنهار چې نور جهان ورته "نېن سُکهـ" نوم ورکړے وهـ، سيند بهېږى او دې سيند ته نېن سُکهـ ځکه وائى چې دَ يو روايت تر مخه دَ دې سيند پهـ خوږو او رڼو اُبو دَ مُغل بادشاه جهانګير دَ مئينې نور جهان سترګې روغې شوې وې چې څهـ وخت ورته اَشوب چشم وهـ.
دَ هزارې درې وادۍ پکلۍ، کونش او اګرَور ډېرې مشهورې دى. دَ پکلۍ وادى دَ مانسېرې دَ کالج د دُورۍ (دوراهې) نه څهـ درې ميله اخوا شروع کېږى. دَ مانسېرې دَ ډاک بنګلې نه، چې ډېره اوچته ده او ډېر دَ نندارې ځائې دے، چې شمال لورى ته ګورې نو ټول دَ پکلۍ مېدان وى لکه دَ شين بخمل غوړېدلے پروت دے. پکلۍ کښې بفه، ټانډه، بجنه، ډوډيال، شنکيارۍ، ملک پور، ګيدړ پور، شېر پور، خواجګان، ډاډر او خاکى وغېره کلى شامل دى. دلته ٨٠ فيصده سواتى پُښتانهـ پُښتو ژبه کوى او ٢٠ فيصده خلق هندکو او ګوجرى ژبه وائى. دَ پکلۍ وادى ډېره لويه نهـ ده وړه ده خو بفه پکښې لهـ ټولو لوې کلے دے. بټل، ملکان چې ملکو هم ورته وائى، بانډيګۍ، هلکوټ او چترپلين پهـ کونش وادۍ کښې راځى. دا وادى دَ شنکيارۍ نه لږه اخوا شروع کېږى چې تر اوګۍ رسى، دلته نيم پهـ نيمه پُښتانهـ او څهـ ګوجر او هندکى آباد دى.
درېمه وادى دَ اګرَور ده چې تر تور غره پورې تللې ده، تور غر ته کالا ډاکه هم وائى. دَ بټګرام شاعرانو، اديبانو خصوصاً مختيار احمد شاهين، حُسېن محمد، عادل بټګرامى او صحرائى وغېره څهـ وخت دَ "تور غر" پهـ نامه يوه رساله هم پُښتو کښې جارى کړې وه چې دَ څو ګڼو وروستو بنده شوه.
دا ټولې وادۍ او دې کښې اباد کلى ډېر ښُکلى، ښائسته، زرخېزه او ښېرازه دى. هر لورى ته شينکى لکه دَ شين شنيل يا دَ بخملو غوړېدلى دى. شولګرې هم لرى، جوار او غنم پکښې هم ډېر کېږى، خلق يې محنتى او جفاکش دى، خصوصاً زنانه يې ډېرې کلکې او محنتى دى. څومره ښائست چې الله تعالى دې زمکې ته ورکړے دے هغه يې پهـ سوات هم نهـ دے پېرزو کړے، خو اُبهـ دَ سوات وايه. دَ غرونو نه چې کومې چينې او ابشارونه راځى هغه خو ډېر صفا او راڼهـ وى او پهـ څښلو کښې ډېرې غوړې محسوسېږى يا چې پرې څوک مخ لاس کوى يا لامبى نو ډېرې فائده مندې دى خو خوړونو ته چې کومې اُبهـ راپرېوځى هغه ګرد الودې او خړې وى چې دَ خواو شا کليو او ورشوګانو نه پکښې ګندګۍ، خاورې، خټې او خځلې شاملېږى خو غرونه يې ښهـ ودان او آباد دى پهـ هره لاره، دره او تنګى چې ورځې داسې به محسوسوې لکه چې پهـ دې ټولو ځايونو کښې چا پوره تنظيم سره نښتر چيړ او ديار او دَ دې قبيلې نورې ونې لګولى دى، ځنې سينرۍ خو پکښې داسې برېښى لکه يو ښهـ مصور چې لېنډ سکېپ پورټرېټونه جوړ کړى وى يو غر پسې بل، دَ بل نه اخوا بل او دَ هغهـ نه وريشته بل غر او داسې ځه ورپسې، دَ غرونو څهـ نهـ ختمېدونکې سلسلې دى چې تر لرې لرې رسېدلى دى. ډېر عجيبه عجيبه جاړې او بوټى پکښې هم تر نظره کېږى. دَ چلغوزو دَ ونو نه چې کوم بور دَ څانګو پهـ شکل يا دَ پاڼو پهـ صورت کښې غورزېدلى وى نو ځائې پهـ ځائې داسې برېښى لکه قدرت دلته پهـ خپلو زرينو لاسونو سرهـ زر نوستى وى. دراَصل دا ټولې دَ قدرت نندارې او دَ هغه لوئې ذات دَ عظمت نښې نښانې او شاهکارونه دى.
مونږ پهـ خبرو ستړى نهـ وو چې څلور نيمې بجې شوې، هال طرف ته مو تکل وکړو، دلته نور هزاره وال ملګرى شاعران، اديبان، پروفېسران، سياسى مشران، وکيلان او صحافيان او دَ ټى وى او رېډيو کېمره مېنان او پروډيوسران ګڼ شمېر کښې راجمع شوى وو او څهـ لا راجمع کېدل. ما پکښې دَ ځنو شاعرانو، اديبانو علاوه يو رشيد احمد رېډيو پروډيوسر، مشتاق شباب صاحب او پروفېسر عالمزېب خټک صاحب (چې دا وخت اېبټ آباد کښې دَ پُښتو پروفېسر دے) پېژندل، نورو دَپاره هم زهـ ناشنا وم او هُم ما دَپاره هغوى خو وائى چې ادبى رشته دَ وينې دَ رشتې نه خوږه وى، پهـ دغه بُنياد مونږ ټول کهـ لهـ يوهـ بله ډېر لرې هم وو، بيا هم ډېر نزدې وو.
پروګرام شروع شهـ، سليم راز صاحب چې دا نننے تقريب يې پهـ اعزاز (درناوى) کښې کېدهـ، صدر اَحمد فاروق خان اېډوکېټ او محمد اقبال خان لالا دَ اکېډېمۍ چېئرمين سټېج ته وار پهـ وار وغوښتى شو. نظامت على زر خان فکرى کولو. روښان او ما پهـ ترتيب خپله خاکه (حرفِ راز) او مقاله (شرعې ته سمه شاعرى) واوروله. دوه درېو مقامى شاعرانو پهـ راز صاحب ليکلى نظمونه واورول او اخر کښې راز صاحب ته دعوت ورکړے شو. دوى دَ پروګرام دَ مُنتظمينو شکريه ادا کړه او خپله تاريخ جغرافيه يې هم بيان کړه چې زهـ جدى پُشتى دَ هزارې يم. دلته پهـ ټيکرۍ کښې زمونږ کلے "خټونه" نومېږى. نور رشته دار، تربوران، ماماګان مې څهـ پهـ بېدادۍ، بټل او ملکان کښې او څهـ پهـ "تَرند" کښې مېشتهـ دى. راز صاحب دَ اَدب، سياست او صحافت پهـ حواله هم ډېرې ګټه ورې خبرې وکړې او دَ عالمى پُښتو کانفرنس پهـ سلسله کښې يې هم تبليغ وکړو، وروستو احمد فاروق خان دَ سليم راز صاحب پهـ فن او شخصيت رڼا واچوله، دوى راز صاحب سره دَ خپل سياسى رفاقت ذکر هم وکړو او دے يې خپل سياسى اُستاد وګڼلو. سيد ولى خيال مومند مې "پهـ وړومبى ځل واورېدهـ چې ډېرې کوټلې، او سنجيده خبرې يې وکړې او دَ اکادمى ادبيات پهـ حواله يې دَ مقامى شاعرانو، اديبانو طبع تسلى وکړه. اقبال لالا دَ راغليو مېلمنو مننه وکړه، چې دَِ ډېرو لرې ځايونو نه دلته راغلى وو او داسې دَ درناوى دانشست ختم شهـ او دَ مېلمنو پهـ چايو تواضع وشوه. دې دوران کښې لهـ پېښوره مرتضى خان شاهين، شوکت حسېن حسرت، ودود هشنغرے او امجد على خادم هم راورسېدل. فضل دين خټک، سيد ولى خيال مومند او شهاب خټک (دَ فضل دين خټک زوئې چې اېبټ آباد کښې جج دے) دَ پروګرام مينځ کښې راغلى وو.
دا وخت موسم ډېر خوشګوار وهـ، پهـ اسمان ګورې ورېځې ورېدو ته لېواله وې، يخه او خوږه هوا چلېده چې روحونه يې تازه کول.
چاېو پسې دويم نشست شروع شهـ چې پکښې مېلمنو او مقامى شاعرانو خپل کلامونه واورول او دَ يو بل دَ خيالاتو او افکارو نه محظوظ او خبر شول. پهـ مقامى شاعرانو کښې يو شاعر چې ملا جان تخلص يې کولو دَ هوتى مردان اله دادخېلو (دَ شېر على باچا او ډاکټر اسرار کلى وال) وختهـ. دهـ وئيل چې زما دېرش کاله وشول چې کلے مې پرېښے دے او دلته مېشتهـ شوے يم او تقريباً پينځويشت کاله پس کلى ته تللے وم نو دا غزل مې ليکلے وهـ چې مقطع يې داده:
چا وې کلے پرېږدې چرته روان يې مُلا جانه!
ما وې خپله خوره وره پُښتو راټولوم
دهـ دا هم ووې چې مردان کښې به مې دَ شېر على باچا (مرحوم) نه دَ شعرونو اصلاح اَخسته. دَ مشاعرې دوران کښې باران شورو شو او چې مُشاعره ختمېده نو ښهـ زړهـ يې سپک کړے وهـ، سم پهـ ناتارونو ورېدلے وهـ.
مونږ چې لهـ هاله راوتو نو باران بيا ولاړ وهـ، خو څاڅکى لګېدل. هوټل ته لاړو، راز صاحب حسبِ معمول دَ انور زېب او اختر سره دَ ترهـ زوى کره شپې له لاړل او مونږ (مرتضى خان شاهين، ودود هشنغرے، شوکت حُسېن حسرت، غازى سيال، اَمجد على خادم، روښان، زهـ، اسماعيل او دَ هغهـ ملګرى (دېو کښې حقنواز تورخېل هم شامل وهـ چې پېښور يونيورسټۍ کښې دَ لاء سټوډنټ وهـ نو مرکې ته به راتلو او زما دَ هاغه وخت پېژندګلو وهـ، دا وخت اېبټ آباد کښې جج دے). هوټل کښې پاتې شو، روټۍ مو وخوړه او خپلو کمرو ته راغلو.
ښاغلے ظهور اَزاد قريشى چې دَ ايوب صابر ادبى ګلډ بانى او چلونکے دے، هم دې پروګرام کښې سره دَ خپلو "ظهورونو" جلوه افروز وهـ. درې دانې کتابونه يې دَ اکېډېمۍ ملګريو له تحفتاً ورکړل او درې يې دَ خرڅ دَپاره ورکړل، يو ترې چا پټ کړو، دَ پروګرام پهـ ختمېدو يې پهـ ودود او شوکت حُسېن شک وهـ خو هغوى سره يې "براَمد" نهـ کړهـ، وې يې زهـ دَ هائى کورټ وکيل يم اېف –ائى – ار پرې درج کوم. قريشى صاحب ډېر صفا، ساده باده او دَ لارې سړے دے، اَدب دوسته او ادب پروره دے، دَ ايوب صابر صاحب مرحوم دَ ترهـ زوې دے. دا ورسره ملګرېو کښې چا ټوقه کوله، خو ښه وه چې شپه پهـ شپه يې ځان پېښور ته ورسولو ګنى نو کتاب به يې هوټل کښې براَمد کړے وهـ، وائى چې دَ کتابونو غلا روا ده خو دا روا يواځې پهـ محب وزير، حنيف خليل، ازاد هشنغرى پهـ ما يا پهـ بل صاف نهـ راځى، هر پُښتون شاعر او اديب غريب دے او کتابونه ګران دى او هر څوک تر خپله وسه دَ کتابونو غل دے او بيا پټ غل خو باچا وى نو قريشى صاحب به برامدګى دَ چا نه کوله او اېف – ائى – ار به يې پهـ چا درج کولو؟
دَ شپې اسماعيل ګوهر او دَ هغوى دَ اکېډېمۍ ځنې ملګرى پهـ يوه کمره کښې راغُنډ شوى وو، شاهين صاحب دَ خپلو هشنغرېو ملګريو سره بله کمره کښې او زهـ، روښان او غازى بابا خپله کمره کښې وو. روښان او غازى بابا خو داسې اودهـ وو چې دَ اسونو سره يې خرهـ هم خرڅ کړى وو او زهـ تر ناوخته دَ "ظهورونو" پهـ مطالعه کښې بوخت وم چې دَ اسماعيل ګوهر نه مې دَ نننۍ شپې دَپاره مستعار اخستے وهـ. تر يوې بجې مې دَ نيمې نه زياتې مقالې، مضامين ولُستل. خوب نهـ راتلو او باران خُلهـ ورکړې وه. دَ ګوهر دوى کمرې ته راغلم څهـ ساعت مې ورسره ګپ ولګولو دَ مُلا جان نه مو څهـ شاعرى واورېده او بيا راغلم اودهـ شوم. سحر چې پاڅېدو نو غازى بابا به زما پهـ خيال دَ حَسن ابدال نه اوړېدلے وهـ. شاهين صاحب دوى دَ خپلو ملګرېو سره رخصت شو او چې راز صاحب دوى راورسېدل نو زهـ او روښان يې پهـ انتظار وو.
زهـ دَ اقبال لالا سره دَ "ظهورونو" نه څهـ فوټوکاپو کولو دَپاره بازار ته لاړم او چې راغلم نو روښان وې چې انورزېب راته وې چې مونږ هسې هم بټل او بټګرام ته روان يو، تاسو هم راسره ملګرى شئ چکر به هم وشى او ځائې پهـ ځائې به دَ کانفرنس پهـ سلسله کښې پُښتنو ته دَ پُښتو تبليغ هم کوو او ما ورسره خبره وکړه چې صحيح ده. چونکې مونږ يو ځائې راغلى وو ځکه مې ورسره خبره دوه نهـ کړه او چارو ناچار مې ورته ښه وکړهـ.
راز صاحب دوى چې دَ ناشتې نه فارغ شو نو دَ اسماعيل ګوهر نه مو اجازت واخستو، هغوى دَ خپلو ملګرېو سره لاړل او مونږ دَ مانسېرې بار روم ته دَ وکيلانو سره ملاقات ته ورغلو. دا دَ ٢٠ جولائى ٢٠٠٠ء تاريخ وهـ چې راز صاحب فرنټيئر پوسټ وکتو نو دَ پُښتونخوا دَ ښهـ شاعر "دَ لاله زار" او "څاڅکى" خالق مېجر يونس خليل دَ وفات غم لړلے خبر يې راته واورولو (پهـ ګور يې نور شه). احمد فاروق خان خپل دفتر کښې موجود وهـ، قهوه يې راباندې وڅښله او بيا راسره بار روم ته راغے. دلته اوهـ اَتهـ تنه وکيلان ناست وو چې ځوانان هم پکښې وو او سپين ږيرى او نيم زالى هم. پهـ دوى چې مو بروشرې او هېنډبلونه تقسيم کړهـ نو وکيلانو خپل مخصوص انداز کښې پهـ پُښتو او پُښتنو خبرې اترې شروع کړې. دې کښې يو سينيئر وکيل شوکت على خان صاحب هم وهـ چې دَ جماعت اسلامى سره يې تعلق وهـ. هغهـ ووې چې ماله پُښتو نهـ راځى خو پُښتون يم، کور کښې مې دوه وروڼه پُښتو وائى داسې مې مئينه او بچى هم پهـ پُښتو کښې خبرې کوى خو دوه زامن مې دَ پُښتو سره علاقه نهـ لرى او دا حال دَ مانسېرې خصوصاً او دَ ټولې هزارې عموماً دے چې دا خلق خو نسلاً پُښتانهـ دى ولې دَ مارکيټ دَ ژبې او دَ پنجاب "پېنډۍ، اسلام آباد" سره دَ کاروبار پهـ سلسله کښې دَ تګ راتګ لهـ کبله پهـ اُردو او هندکو يا پنجابۍ وئيلو مجبور دى. دې وکيلانو کښې تقريباً هر يو هم دَ داسې خيالاتو اظهار وکړهـ. دوى چې پُښتو وائى نو دَ "بهى" لفظ پکښې خامخا وائى دا مې دَ اسماعيل ګوهر نه هم اورېدلى دى او دَ احمد فاروق خان نه هم، خو چې کله هندکو وائى نو تهـ به نهـ وايې چې ګنى دا هاغه پُښتانهـ دى، دراَصل دوى دَ روزګار او دَ روزۍ مسئلې پهـ پردۍ ژبه وئيلو دومره مجبوره کړى دى چې دا يې هم خپله مورنۍ ژبه ښکارى، ګنى زما خپله تجربه ده زهـ دوه درې منټه هم اُردو کښې صحيح خبرې نهـ شم کولے، بيا مې ژامې خوږېږى او کهـ رښتيا راباندې وايئ نو سمه راځى هم نه. پهـ هر حال دغو پُښتنو هندکيانو دَ خپلې مېلمه دوستۍ ثبوت ورکړهـ او پهـ چايو او سموسو يې زمونږ تواضع وکړه. لهـ دوى چې رخصت شو نو اراده مو بټل ته دَ تلو وه. دَ مانسېرې دَ کالج او دُورۍ (دوراهې) نه چې ووتو نو ډوډ يال کښې مو دَ لېونېو اسپتال تر نظره شهـ. لهـ دې ځايه لږ وريشته مېدانى علاقه ختمه شى او غرئيزه شروع شى، دا ټوله لاره، ځايونه او غرونه ډېر ښائسته، پُر فضا او ودان دى، پټى يې زرخېزه دى او هر لورى ته شينکے پهـ نظر راځى. پهـ لاره کښې بېدادۍ راځى چې دلته دَ راز صاحب نيکانه آباده ده (دَ مور بى بى نيانه ده). مخه کښې مو دَ ډاډر سينى ټوريم بورډ سهى کړهـ، ډاډر ته مو ګاډى له مخه ورکړه چې دلته دوست محمد خان کامل مومند دَ يکم اپريل ١٩٤٨ء نر تر ٢٠ نومبر ١٩٤٨ء پاتې شوے دے. دَ دوى "ژوند او ادبى خدمات" زما دَ ايم – فل دَ مقالې موضوع ده.
ډاډر سينى ټوريم پهـ ١٩٣٩ء کښې جوړ شوے. دَ ايشيا دَ ټولو نه لوئې سينى ټوريم دے، ډېر پُرفضا مقام دے، دَ دې ځائې نښترو، چيړانو او نورو لوړو دنګو او ښائسته شادانو ونو هوا ډېره خوږه او معطره کړې وى، اُبهـ يې ښه ده او دَ صحت دَپاره فائده مند ده، دلته دَ ټى – بى دَ رنځورانو علاج کېږى.
هر کله چې دلته دَ ټى – بى دَ ناروغۍ لهـ کبله دَ قائد اعظم دَ راتلو اَوازه شوه نو دَ اسپتال انتظاميې پهـ کامل صاحب يوه کامله، جامع او مانع سپاسنامه وليکله. دغه وخت دَ هغوى حالت ښهـ نهـ وهـ او کټ کښې سم کېښناستے هم نهـ شهـ خو شاته او يو خوا بل خوا ورته تکيې کښېښوې شوې او تکيه يې ولګوله. کامل صاحب به سپاسنامه املا کوله او بل تن به ليکله. چونکې دَ کامل صاحب انګرېزى ډېره ښه وه ځکه نو دَ هسپتال عملې ته دَ دوى دَ علميت اندازه لګېدلې وه. زما غرض دا وهـ چې کهـ دَ دغه کال پهـ ريکارډ کښې چرته دغه "سپاسنامه" پهـ لاس راشى نو لکه دَ فقير به دوه ګټې وکړم. دَ سېل نه سېل او دَ کار نه کار. دَ کامل صاحب پهـ حقله راته دا خبره دَ عبدالروف عارف پلار محترم عبدالودود بابو صاحب کړې وه.
مونږ چې ډاډر ته ورسېدو نو کچه غرمه وه، خو هوا کښې نمى او موسم کښې مستى وه، وريځې خورې وې او نرى نرى څاڅکى لګېدل او ماته دَ ملګرى او ورور خان بهادر حسرت دَ "ډاډر" طويل نظم دا مصرعه راياده شوه چې:
دا هغه ډاډر دے دَ خوارانو، رنځورانو کور
دلته دَ کامل او حسرت نه علاوه دَ پُښتونخوا نور ډېر ښهـ شاعران، اديبان پهـ دغه موذى مرض پراتهـ پاتې شوى او دَ خپل ژوند ډېرې ناړامې او سختې ورځې شپې يې تېرې کړى دى. دېو ښاغليو کښې ماسټر عبدالکريم، اندېش شمس القمر، سيد ممتاز على شاه، عبدالغفران بېکس، فېض الله فېض، اعظم خان دَ کُړوى او محمد قمر قمرال شامل دى.
مونږ متعلقه ډاکټر له ورغلو، دے هندکے وهـ، خپله مُدعا مو ورته بيان کړه. دَ کانفرنس خبره مو ورته هم وکړه، بروشر او هېنډبل مو هم ورکړهـ. دهـ دَ هسپتال بابو اوغُښتو او دَ ريکارډ کلرک صابر پُښتنه يې ترې وکړه، بابو وې هغه خو پهـ چُټۍ دے سبا له به راځى. مونږ وې مونږ خو سبا ته نهـ شو ايسارېدى. بابو خپلې کمرې ته بوتلو او دَ هسپتال پهـ حالت زار يې دَ حسرت څو اُښکې توې کړې، وې يې دا زمکه دَ دې ځائې دَ يو خان وه هغهـ دَ سلو کالو پهـ ليز حکومت له دَ دې معاهدې سره ورکړې وه چې ونې به يې زما ملکيت وى، هغه خو اوس مړ دے ولې زوئې يې لګيا دے دغه ونې اوس وهى او خرڅوى يې چې دَ دې ځائې هغه ټول ښائست او پُرفضائيت يې اور پسې کړے دے او بربادوى يې. پورته لا دَ حکومت بې حسى چې دَ ١٩٦٠ء نه راپهـ دېخوا دَ دې هسپتال هېڅ مرمت نهـ دے شوے. دَ دوايانو لا کموت دے، مريضان به وړاندې ډېر راتلهـ خو اوس کم شوى دى ځکه چې دلته اوس دَ پخوا پهـ شان سهولتونه نهـ دى پاتې. دا بابو محمد صادق نومېدهـ، دَ دې ځائې اوسېدونکے ډېر ښهـ پُښتون سړے وهـ. چائې يې راباندې وڅښله پهـ اجازت اخستو يې راته روټۍ ته دَ ايسارېدو ډېر ست وکړهـ خو مونږ معذرت وکړهـ. دهـ رانه پته واخسته وې يې کهـ "سپاسنامه" مې بيا مونده پهـ ډاک به يې درواستوم (خو: اے بسا ارزو که خاک شدى) نوکر يې راسره کړهـ وې يې دوى له هسپتال کښې چکر ورکړه. دا هسپتال چونکې پهـ غرهـ اباد دے. اوس هم پکښې ډېرې غټې، دنګې او پلنې نښترې لکه دَ مستو پېغلو ولاړې دى او دَ خپلې ځوانۍ خود نمائى کوى، پهـ دې نښترو کښې چې نرۍ نرۍ خوږه هوا لګېږى نو يوه عجيبه غُندې موسيقى ترې پېدا کېږى لکه قدرت چې پهـ خپلو مضرابى ګُتو ستارونه سُر کړى وى. ډاډر ته زهـ يو ځل وړاندې هم دَ خان بهادر حسرت او محمد طاهر سره راغلے وم.
دَ لږ ساعت يو خوا، بل خوا ګرځېدو نه پس ستانهـ شو او بيا مو دَ بټل لاره ونيوه، دې لاره کښې ايچړۍ (حاجى آباد)، کړمنګ او دَ جنګل منګل هوټل راځى. دَ جنګل منګل هوټل چې يو مقامى پُښتون ودان او ښائسته کړے وهـ څهـ موده پس پرې مُليانو دَ خپلو چڼو سره دَ دې الزام تر مخه يرغل کړے وهـ چې دلته کچرى کېږى، شرابونه څښلى شى، جينکۍ راوستے شى او دَ رقص و سرود مجلسونه تاودېږى. پهـ دې يرغل کښې پهـ هوټل اور لګولے شوے وهـ او پهـ نتيجه کښې يې دَ دې ځائې هر څيز سوے او خاورې ايرې شوے وهـ ولې اوس کهـ هر څو دا هوټل دوباره ودان، اباد او ښائسته کړے شوے دے خو اوس يې هاغه سُر، مستى، رونق او رنګينۍ پاتې نهـ دى.
دا دَ ٢١ جولائى ٢٠٠٠ء تاريخ او دَ جُمعې ورځ وه چې مونږ ماسپښين نمانځهـ مال ملکو (ملکان) ته ورسېدو. دلته دَ راز صاحب ترهـ دَ هغهـ دَ زوى او دَ مور لهـ طرفه دَ رشته دارانو او نورو خپلو خپلوانو کورونه دى چې دَ بيلو بيلو غرونو پهـ لمنو، مينځوميانه او سرونو کښې اباد دى. زمونږ شپه چونکې دَ راز صاحب دَ رشتې يو ورارهـ کره وه ځکه يې دَ کور يو ځلمى دَ نمازديګر چايو څښلو نه پس پورته لکه دَ ښامار تاو راتاو سړک باندې چکر راکړهـ چې هاغه شنهـ او ښېرازه غرونه او دَ غرونو پرله پسې سلسلې او دامانې مو وليدې نو روح ته مو څهـ نا اشنا غُندې تسکين ورسېدهـ. دې ځائې ته مخامخ غرونو کښې دَ سچان او جبوړۍ کلى پهـ غرونو مشرق لورى ته پراتهـ دى، چې دَ ډاډر نه مخ پهـ قبله راځى. دلته چې څومره کورنۍ هم ابادې دى هغه پهـ خټه جدى پُشتى پُښتانهـ دى. ډېر قدرمن او مېلمه دوست خلق دى. دوى زمونږ ډېر عزت او درناوے وکړهـ. دَ شپې پهـ اسمان ګورې ورېځې خورې شوې وې او مونږ چې دَ ماسخوتن ډوډۍ وخوړه نو راز صاحب رانه دَ يو خپلوان کور ته تعذيت له ورغلو چې څهـ موده وړاندې يې دَ لندن نه دَ مړ ورور لاش وطن ته راوړے وهـ او مونږ بهر دَ بنګلې لان ته راووتو کرسۍ مو واچولې. روښان او انور زېب پهـ مُلکى سياست او سياستدانانو پهـ خُنکى ماحول کښې بحث تود کړے وهـ او زهـ دَ اختر سره دَ غرهـ لمن کښې دَ پروت کلى دَ بلبونو دَ رڼاګانو پهـ تماشه وم، داسې ښکارېده لکه دَ اسمان ستورى زمکې ته راکوز شوى وى يا يوې حسينې پېغلې توره دَ مقېش لوپټه پهـ سر کړې وى. دَ نزدې ځنې کورونو نه دَ ماشومانو دَ ژړا اواز راتلو او مېندو يې دَ قلارولو او اودهـ کولو هڅې کولې. دَ ښهـ ډېر ساعت تماشې کولو نه پس مې ښه يخنى شوې وه، دې دوران کښې څاڅکى هم ولګېدل او ماته خپل بچى راياد شو چې هغوى به دا وخت ګرمۍ، ماشو او مچانو ښهـ تنګ کړى وى. دَ راز صاحب دَ راتلو نه مخکښې مخکښې چائې راغله هغه مو وڅښله او دَ اودهـ کېدو پهـ تکل کمرې ته لاړو او بيا مونږ نهـ يُو پوه شوى چې سترګې مو څهـ وخت ورغلې او راز صاحب څهـ وخت راغلے وهـ خو سحر چې پاڅېدو نو راز صاحب ځان تيار کړے ناست وهـ. مونږ هم ځانونه تيار کړهـ، ناشته مو وکړه او دَ کوربنو نه مو اجازه واخسته، هغوى ښهـ پهـ خوشحالۍ، عزت او درناوى بټګرام ته رخصت کړو. لهـ دې ځايه څهـ لاره خو هواره ده ولې بيا هم هاغه شنو شنو ونو او ښېرازه اَبادو غرونو سره مخ وو. زمونږ موټر به پهـ سړک لکه دَ ښامار تاوېدهـ، کله به پورته ختهـ او کله به ښکته کوزېدهـ. دا ټوله لار هم غرئيزه او ډېره ښائسته ده او ځنې ځايونه خو پکښې دَ غرهـ پهـ سر دومره بره سړک تلے دے چې لاندې سړے ګورى نو سر پرې ګرځى او سترګې پرې تورېږى او ځنې ځايونو کښې خو دَ غرونو ترمينځه دومره پلنې او اوږدې فاصلې دى چې ځائې پهـ ځائې پکښې روغ کلى ودان ليدے شى. مونږ به موټر ځائې پهـ ځائې ودرولو او دَ داسې پُرکېفه نظارو نندارې به مو کولې چې زمونږ سترګو، زړونو، ذهنونو او روحونو ته به يې څهـ ناشنا سکون، راحت او خوشحالۍ رابخښلې، چونکې سحر وهـ خو دَ نمر سترګه چرته لرې دَ ګورو وريځو خورو ورو زلفو کښې پټه شوې وه او دَ باران څاڅکى راورېدو ته لېواله وو. مونږ چې ټيک لس بجې بټګرام ته ورسېدو نو باران شروع شوے وهـ ځکه مو دَ نندهياړ سيند/خوړ پهـ غاړه ودان دَ سړک نه ډډې ته دَ پلهـ نه پورې ځانونه دَ ښاغلى قمر صحرائى دَ اَرټس دوکان ته ورسول. هغهـ دَ خپلو دوو ملګرېو، ګلفام صابر او بختيار انجم سره زمونږ انتظار کولو چې لهـ وړاندې ورسره راز صاحب خبره سپينه کړې وه چې مونږ به درځو او دَ دغه ځائې دَ شاعرانو، اديبانو علاوه به دَ بټګرام، بار روم کښې دَ علاقې دَ وکيلانو سره هم دَ پُښتو ژبې او خصوصاً دَ عالمى پُښتو کانفرنس پهـ سلسله کښې خبرې اترې کوو. پهـ دغه ورځ دَ قمر صحرائى صاحب کور والا هم ناروغه وو او هغوى يې هسپتال ته هم راوستى وو ځکه يې مونږ ته ووې چې دَ هغوى نه به هم ځان فارغ کړم او پهـ لاره لاره کښې به دَ بار روم وکيلانو سره هم وخت مقرر کړم چې مونږ به راځو. دَ بټګرام خلق ډېر کلک او زيرک پُښتانهـ دى او لهـ خپله طرفه دَ هر قِسمه پُښتو پوره کولو، ننګ، غېرت، مړانې، مېلمه دوستۍ، کلى کلولۍ او نورو رسمى او رواجى کارونو پوره پوره خيال ساتى او هم دغه وجه وه چې کهـ دَ قمر صحرائى هر څومره هم کورنۍ مجبورۍ او مسئلې وى خو پهـ دغه ورځ يې مونږ سره دَ لېونېو غُندې يو خوا بل خوا منډې ووهلې. هغهـ خپل کور والا هم دَ هسپتال نه کور ته ورسول، مقامى شاعران، اديبان يې هم راخبر کړل او دَ وکيلانو نه يې وخت هم واخستو، دَپاسه لا شېبې شېبې باران بيل ورېدهـ. مونږ دَ صحرائى پهـ تصوير کده کښې دَ يخ، ښُکلى موسم لهـ کبله دَ ګرمو ګرمو چايو نه ښې مزې واخستې.
دَ صحرائى دَ وېنا مطابق به مونږ دَغرمې روټۍ "الفجر هوټل" کښې خوړه، دوه بجې به مو دَ بار روم وکيلانو سره خبرې اترې کولې او نمازديګر به مو مقامى شاعران او اديبان بريف کول او هم دغسې وشوه، مونږ چې الفجر هوټل ته ورسېدو نو هلته ډېره ګڼه ګوڼه وه. پهـ پُښتنه خبر شو چې نن دلته مقامى پټواريانو اے – سى صاحب له روټۍ کړې ده او هغهـ ته به خپلې مسئلى بيانوى. مونږ دا ساعت دم غنيمت وګڼلو او ټول پټواريان مو سره دَ هغوى دَ مشرانو راغُنډ کړهـ او دَ پُښتو تبليغ مو ورته شروع کړهـ. راز صاحب ورته خپله مُدعا ښکاره کړه، پهـ هغوى مو دَ کانفرنس خطونه او هېنډبلونه ووېشل او دَ روټۍ نه پس بار روم ته روان شو. دا وخت باران نور هم تېز شوے وهـ او اسمان هم پهـ مونږ دَ خپلو رحمتونو ورولو پوره پوره اهتمام کړے وهـ. بار روم ته پهـ رسېدو مونږ ښهـ پهـ قدر، عزت او درناوى کښېنولى شو، صحرائى ځنو وکيلانو پسې فرداً فرداً وګرځېدهـ او بار روم ته يې راوستل. راز صاحب حسبِ معمول دَ پُښتو تبليغ شروع کړهـ. او هغوى ډېر پهـ مينه او سړه سينه دغه ټولې خبرې واورېدې، بيا يې څهـ تپوسونه هم وکړل او چې دَ خپلو پُښتنو تسلى بخش ځوابونه يې بياموندل نو خوشحاله شو او دَ کانفرنس دَ کاميابولو وعده يې وکړه. زمونږ تواضع يې دَ چايو او کيکونو سره وکړه او پهـ روڼ تندى يې رارخصت کړو. دغو وکيلانو کښې يو ښائسته ځوان زلمے هم وهـ چې وروستو پهـ ترند کښې راته پته ولګېده چې دا دَ ترند دَ مشهور سياسى مشر ښاغلى يوسف خان ترند (پخوانى وزيرِ تعليم) فرزندِ ارجمند دے.
دَ بار روم نه پهـ واپسۍ يو بل مقامى هوټل "سپوږمۍ" ته ورغلو چې هلته مقامى شاعرانو، اديبانو له وخت ورکړے شوے وهـ. دوى سره دَ ادبى او سياسى خبرو اترو او دَ کانفرنس دَ حال تېرولو نه پس يوه وړه غُندې مُشاعره هم وشوه چې ناستو ټولو حاضرينو پکښې خپل شعرونه واورول او لهـ دغه ځايه پهـ دعا ډېر پهـ مينه دَ دغو خوږو، مينه ناکو او مخلصو ملګريو ځنې پينځهـ بجې مازيګر رخصت شو او دَ ترند لاره مو ونيوه چې ځائې پهـ ځائې لاره ډېره خرابه وه او ځنې ځايونو کښې خو مو موټر په ديکو ديکو دَ خټو، کندو او بوختو نه ووېستهـ. ترند کښې دَ راز صاحب دَ ترور ځوے افسر محمد خان او دَ هغهـ زامن او نور خپلوان اوسېږى. ترند دَ سړک نه قبلې لورى ته پهـ اوچت غرهـ اباد يو ښائسته کلے دے چې ډېر ښهـ منظر پېش کوى، مونږ چې ورته دَ سړک لهـ لورى کتل نو داسې ښکارېدهـ لکه دغه کلے پهـ غرهـ اباد اخرينے کلے او دَ غرهـ څوکه اخرينۍ وى خو چې کله ورسېدو نو معلومه شوه چې لهـ دې غرهـ نهـ اخوا نور غرونه لا هم شته او لهـ دې کلى اخوا نور کورونه هم شته. ګاډے مو لاندې دَ چرګانو فارم کښې ودرولو او پياده پهـ غرهـ وختو، ډېر خوند يې وکړو خو ستړى وو، په رسېدو راته دَ کلى خلقو او کوربنو ستړى مشى ووئيل او چې ساه صورت شو نو زهـ او اختر داسې هوا خورۍ له راووتو. راز صاحب دَ ترور زوى کره لاړهـ، دَ انور زېب طبيعت ښهـ نهـ وهـ په سر يې درد وهـ، زړهـ ورته خرابېدهـ او روښان هسې ډډه ولګوله. دَ ماښام بانګونه يې وئيل چې مونږ دَ ترند په لارو کوڅو څهـ چې پهـ سبزه زارونو غرو رغو کښې ګرځېدو او دَ ژوند نه مو مزې او خوندونه اخستل. مونږ چې پهـ غرهـ راختو نو ګڼ زلمى، بوډاګان او زنانه هم روان وو، معلومه شوه چې غم شوے دے او يوه زنانه مړه ده او چې پاس ترند ته ورسېدو نو دَ راز صاحب خپلوانو کښې دَچا وادهـ وهـ. هلته دَ غم ساندې او دلته دَ ښادۍ سندرې وئيلې شوې او ماته دَ سمندر بابا دا بيت په زړهـ شهـ چې:
سمندر ووې اخئ
غم ښادى دى ورور او خور
زمونږ چې دَ غرهـ په سوکه کومه هال نما کمره کښې شپه وه، دَ ماسخوتن پکښې ډېره ګڼه ګوڼه وه، څهـ دَ ترند او څهـ دَ خواو شا غرونو نه مېلمانهـ وادهـ له بلکې دَ شپې روټۍ له راغلى وو. دا خلق ډېر باخبره وو ځکه چې ډېر پکښې تعليم يافته او سوشل ښکارېدل او خبرې يې داسې کولې چې دوى دَ دنيا جهان پهـ علومو لهـ هر چا ښهـ پوهېږى. دَ مېلمنو دَ رخصتېدو نه پس مو شپه ډېره ښکلې او يخه تېره کړه خو روښان او اختر وروږو لږ شان تنګ کړى وو دَ خدائې فضل دے زما پهـ څرمن سپږې، وروږې يا کټمل (مونګړ) څهـ اثر نهـ کوى ځکه مې پهـ غزېدلو پښو خوب کړے وهـ او سحر ښهـ تازه دم راپاڅېدلے وم. دَ خدائې شان دے چې دغسې چرته پهـ اوټنګ لاړشم نو سحر خېز شم، دغه وخت ډېر وختى وهـ او زهـ دَ غرهـ پهـ سوکه وريځو کښې ناست وم دَ ترند نه مې دَ مخامخ سړک لاندې دَ چرګانو فارم چې زمونږ ګاډے پکښې ولاړ وهـ او دَ نرى خوړ چې دَ لختى غُندې ښکارېږى او داسې دَ شاو خوا غرونو نندارې کولې چې قدرت پرې دَ خپل حُسن اتمام کړے وهـ او سترګو له يې څهـ ناشنا خوشحالى، راحت، يخ والے او رڼائى ورکوله. دې کښې اختر او روښان هم راغلهـ، هغوى هم دَ قدرت دَ دې حسينو منظرونو او پرکېفه ساعتونو نه خوندونه واخستل. راز صاحب چې شپه يې له مونږ بيله خپلوانو کره وه، راغے او انور زېب هم پاڅېدلے او تازه دم شوے وهـ. دَ ناشتې نه پس دَ کوربنو پهـ اجازه راروان شو، لاندې ګاډى له راغلو خو معلومه شوه چې بېګا ټوله شپه دَ باران ورېدو لهـ کبله ګاډے بوختو کښې ښخ او يخ شوے دے. څهـ پهـ زورونو او ديکو مو دَ بوختو نه وويستو او چې ښهـ ګرم شهـ نو سټارټ شهـ او مخ پهـ بره روان شو، دا لاره اوګۍ ته تلې وه چې واپس مانسېرې ته تله، چونکې زمونږ ټول پروګرامونه ختم شوى وو او اوس دَ واپسى تلو سفر شروع شوے وهـ ځکه مو په وازو سترګو، ارت زړهـ او پرانستى ذهن دَ دغه سفر او دَ قدرت دَ شاهکارونو غرونو، نښترو، ونو، چينو، چينارونو، خوړونو، ابشارونو او دَ غرونو لمنو، سينو او سرونو باندې دَ جوړو شويو سړکونو لکه دَ ښامار دَ تاو راتاو موړونو او پرکېفه او سِحرانګېزه نندارو ځنې ډېر خوندونه واخستل. موسم ډېر خوش ګوار وهـ، څهـ مزل خو مو انتهائى سړزۍ او خُنکۍ کښې وکړهـ خو چې اوګۍ ته راورسېدو نو وريځې هسې هم رازوړندې وې جوړې باران خلهـ ورکړه او سم چک يې واچولو. اوګۍ په رښتيا اوګۍ وه، تا به وې چې دَ فطرت دَ مستۍ پېغلې دَ غاړې نه لکه دَ "اوګۍ" راتاو شو. دَ اوګۍ بازار کښې لږ غوندې ودرېدو، اخبارونه مو راواخستل او په يخ موسم کښې غټو غټو او خوږو امونو زمونږ دَ خُلې خوندونه نور هم ښهـ او خواږهـ کړل او دا شان څهـ لس نيمې يولس بجې مانسېرې ته راورسېدو او لهـ دې ځايه مونږ لهـ يوهـ بله جدا شو. دَ راز صاحب او انور زېب خيال وهـ چې مانسېره کښې دَ خپلو څو دوستانو ليدو نه پس لاهور ته لاړ شى، خو پته نهـ لګى چې څهـ وخت به ځى ځکه نو مونږ ترې ډېر پهـ خوشحالۍ اجازت واخستو او زهـ دَ روښان سره اېبټ آباد ته او بيا دَ مردان سرې ګرمۍ ته دَ خپلو سرګرميو سره راغلم.