اوږد چکر
رپورتاژ
ډاکټر محمد زبېر حسرت
دُنيا کښې ليکل لُستل زما يوه داسې مشغله ده چې زهـ پرې نهـ تنګېږم او نهـ ستړے کېږم خو زما پهـ خيال پهـ سړى داسې يو وخت هم راځى چې دَ خپلو محبوبو مشاغلو نه يې هم زړهـ خُلې له راشى او دغه کېفيت دَ ټېنشن او ډيپرېشن پهـ صورت کښې خپل ځان څرګندوى. دَ تېرو څو مياشتو راسې چې دَ ځينو ليکونکيو دَ منفى رويو لهـ کبله زما حالت هم لکه دَ ټېنشن او دَ ډيپرېشن دَ رنځورانو غُندې شهـ نو ډاکټر له ورتلهـ ضرورى شو. ډاکټر مشوره دا راکړه چې دَ خپلو ذهنى هم خيالو يارانو، دوستانو سره چرته پُرفضا مقام ته لاړ شه، هوا به دې هم بدله شى او پام به دې هم پهـ بله واوړى. يا به داسې ووايو چې غم به دې غلط شى. هم دَ دغې غم غلطولو دَپاره مې خيال وهـ چې يو اوږد چکر ولګوم خو دَ دې اوږد چکر دَپاره راسره يو ملګرے هم نهـ تيارېدهـ. فېض الوهاب فېض، عبدالروف عارف او روښان يوسفزے زما هم خيال ملګرى دى. فېض او عارف عاجزان هم لکه زما پهـ خپلو خولو کښې بوخت دى. دَ کور مسئلې، دَ روزګار مسئلې او نورې دَ دنيا جهان لانجې کونجې (دا بېله خبره ده چې ښاغلے فېض دا مسئلې زما مسئلې نهـ ګڼى). بيا پهـ تېره تېره عارف خپله زما نه زيات دَ ډيپرېشن ښکار دے. پاتې شهـ روښان نو هغه دَ روزګار غم زمونږ يارانو، دوستانو دَ محفل نه ډېر لرې وړے او دَ کراچۍ پهـ ښوره مزکه يې دېره کړے دے چرته چې سمندر دَ نفرتونو ناپاياب دے. منم چې هغهـ ته به دَ خپلې طبعې څو خواږهـ ادبى ياران پهـ لاس ورغلى وى او دَ هغهـ وخت به پرې ښهـ تېرېږى خو بيا يې هم مونږ کمے محسوسوو.
خدائې کول چې دغو ورځو کښې دَ طاهر اپريدى غُندې خوږ او مخلص ملګرے دَ کراچۍ نه راغلے وهـ او چې ماسره يې دَ ساهو ليکونکيو مرکې پهـ تنقيدى اجلاس کښې ليدهـ کاتهـ وشو نو دَ خپل ټول پروګرام نه يې خبر کړم او دَ هغهـ پهـ پروګرام کښې دَ سوات چکر هم شامل وهـ. دَ سوات تلو پروګرام يې پهـ دى وجه هم جوړ کړے وهـ چې دَ هغه ځائې يو څو ادبى لېونيو فضل محمود روښان او فضل ربى راهى وغېره لهـ څهـ مودې دَ پُښتو ژبې او اَدب دَ ودې او دَ پُښتنو ليکونکيو دَ حوصله افزايۍ لهـ خاطره دَ محترم سېټ کامران پهـ مشرۍ کښې دَ خدائى خدمتګار "چاچا کريم بخش ادبى اېوارډ" دَ اجراء اهتمام کړے دے او هر کال دَ نظم او نثر پهـ غوره کتابونو دغه اېوارډونه "مستحقينو" ته ورکوى.
طاهر صاحب چې دَ سوات لهـ پروګرامه خبر کړم نو لکه چې بې روژې راباندې اختر شوے وى، دستى مې ورته ووې چې ورور به هم درسره ځى او خبره دَ راتلونکې شورو پهـ ورځ پخه شوه. هغهـ وئيل چې زهـ به لهـ پېښوره درګۍ ته راځم دَ سائل صاحب دوى سره به شپه کوم او پهـ سبا له به مينګورې ته ځم نو تهـ داسې وکړه چې پهـ "شعېب سنز" دَ راهى صيب دَ کتابونو دوکان کښې به دَ زيارت پهـ ورځ زهـ ستا انتظار کوم. ړوند لهـ خدايه څهـ غواړى، دوه سترګې. پهـ سبا له چې راغلم نو فېض ته مې ټوله قيصه تېره کړه، هغهـ هم زما پهـ خبره امنا و صدقنا ووې او خيال يې څرګند کړهـ چې ساحل يوسفزے به هم ځان سره بوځو چې ګپ مو برابر وى. عارف پېشګى معذرت وغُښتهـ چې "لنډے دَ چکړو نهـ دے" او دا رنګ مو سبانے پروګرام کنفرم کړهـ. خو پهـ سبا له چې زهـ خپل دوکان "کالى پترى" ته راغلم نو الله هم پاک او دربار يې هم پاک. مير افضل خان بازار کهـ هر څو دَ سرو سپينو او سړيو نه ډک وهـ خو دغه ورځ ماته دَ هديرې نه کم نهـ ښکارېدهـ او دَ هرې لحظې تېرېدو سره به زما پهـ ټېنش کښې اضافه کېده چې فېض او ساحل دواړه بې وعدې شوى وو. خپل ورور محمد اوېس راته ووې چې فېض او ساحل سحر وختى راغلى وو، وئيل يې چې کهـ "شېخ صېب" (حسرت) راغے نو ورته څهـ غږ مهـ کوه ــــــــــــــ کهـ دومره يې هم وئيلى وو چې مونږ دَ ځينو مصروفياتو لهـ کبله ستا ملګرتيا نهـ شو کولے نو هم به زهـ بې غمه شوے وم خو غصه پهـ دې راتله چې ماسره يې دوکه کړې وه. زهـ يې پهـ طمع کړے وم او خپله بې غمه شوى وو ـــــــــ کم از کم زهـ خو به طاهر صاحب ته ملامته او بې وعدې کېدم نهـ کنه ـــــــــ يو دوه کښې حېران وم چې څهـ وکړم؟ يو ځل مې زړهـ له راغلهـ چې يواځې لاړ شه خو چې بيا به مې دَ سوات اوږد سفر را پهـ ياد کړهـ نو وبه بوږنېدم ځکه چې تنها سفر ماله هسې هم خوند نهـ راکوى او کهـ دَ ډيپرېشن دې حالت کښې راباندې څهـ نور چل وشهـ نو دا به لا بيله تماشه وى ــــــــــــــــــــ هغه ورځ او شپه وه چې پهـ ما تېره شوه او خدائې وليده، د َ شپې نه مې پوخ نيت کړے وهـ چې کهـ مرم او کهـ پاتې کېږم خو سبا سحر وختى به دانګم ــــــــ مېږى خو راباندې حواله وو چې وې مې والوتې او دَ طاهر صاحب څنګ له مې ځان ورسولے خو څهـ مې کړے وے.
سحر وختى لهـ کلى مردان ته راغلم چې فلائنګ کوچ ته ختم نو محمد خان کاکا مې تر نظره شو چې پهـ انتظار ولاړ وهـ بېګ يې پهـ مزکه اېښے وهـ. دَ ګړه بړه نه پس معلومه شوه چې دې دلته ښاغليو سليم راز، اکرام الله ګران او ودود هشنغرى پهـ طمع کړے دے چې مونږ به نهه نيمو له مردان ته درورسو. ما هم غنيمت وګڼهـ چې يواځې تلم نو ځه دوى سره به ملګرے شم. دَ ډېر اوږد انتظار نه پس ښاغلى سليم راز او ودود هشنغرے راغلهـ او پاو باندې لس بجې روان شو. دغه ورځو کښې زهـ دَ ښاغلى سليم راز دَ قلم پهـ زد کښې وم ځکه نو هغهـ ځان داسې رانغاړلے غُندې وهـ او ډېرې خبرې يې راسره نهـ کولې، هسې کهـ به څهـ خبره نيمه وشوه ګنى مکمله خاموشى وه او ما پهـ دې وجه خبرې کولې چې علاقه زمونږ وه او هغوى يو قِسم له مېلمانهـ وو. ودود ښهـ وهـ ګپ يې لګولو او لا پهـ ما دَ احسان کولو دَ پاره به يې هم ووئيل چې زهـ هر ځائې کښې ستا صفت کوم خلقو (شاعرانو، اديبانو) ته وايم چې دغه يو ليکونکے در کښې پېدا شوے دے پرېږ يې دئ چې څهـ کار وکړى (وروستو چې ودود زما خلاف کومې حربې استمعال کړې نو الحفيظ و الامان) پهـ هر حال پهـ لاره دَ روايتى قِسمه خبرو نه علاوه څهـ خاص قابل ذکر واقعه پېښه نهـ شوه. شائد راز صاحب پهـ دې هم ځان راغُنډولو چې کهـ زهـ څهـ ليکم نو چې زما خبرې پکښې رانهـ شى. پاو باندې دولس بجې دَ مينګورې اډه کښې لهـ فلائنګ کوچ نه کوز شو. ميزان هوټل ته ورغلو ډوډۍ مو خوړه او دَ هوټل منېجر فضل هادى (چې دَ رشيد جوهر لهـ برکته مې ملګرے شوے دے او ډېر باذوقه ملګرے دے) پُښتنه مې وکړه خو معلومه شوه چې هغه لا دَ کور نه نهـ دے راغلے. رقعه مې ورته پرېښوه چې کهـ راغے نو چې زما دَ پاره يوه کمره وساتى. زهـ نهـ وم خبر چې پهـ دغه ورځ مازيګر رشيد جوهر هم راغلے وهـ او فضل هادى ورته وئيلى وو چې حسرت هم راغلے دے او دَ کمرى يې وئيلى دى شپې له به خامخا راځى. دَ ډوډۍ او هوټل نه چې فارغ شو نو دَ راهى دوکان "شعېب سنز" ته ورغلو. دَ روغ جوړ نه پس څهـ روايتى غُندې خبرې وشوې. زما دَ کتابونو او مرکې څهـ پېسې بقايا وې هغه يې راکړې او وئيل يې چې پرون درته طاهر صاحب تر ناوخته پورې دلته انتظار کولو بيا دَ بختيار احمد شاکر دوى سره دَ هغوى کور (سېدو شريف) ته لاړل – او مونږ لکه چې څهـ ورکه موندلې وى. راز صاحب وئيل يې چې مونږ به هم ورپسې ورشو، دا بېګونه به هم هلته کېږدو، لږ به دمه هم شو او بيا به پروګرام له راځو. زما کهـ څهـ هم زړهـ نهـ کېدهـ چې دوى سره نوره ملګرتيا وکړم خو مشر سړے وهـ ما وئيل هسې نه چې زړهـ له يې څهـ راشى او بيا زما غرض هم دَ طاهر صاحب ليدل وو ګنى نو زهـ بېرته "ميزان هوټل" ته راتلم. سېدو شريف ته سوزوکى هم ځى او رکشې هم، خو رکشه غوره پهـ دې وه مونږ وې چې ځائې ته مو ورسوى. دلته رکشو والا پينځهـ شپږ تنه هم وړى او طريقه کار يې دادے چې دوه روپۍ سورلۍ اخلى. ما ډېرې رکشې داسې هم ولېدې چې دَ ډرائيور سره پهـ يو سيټ به پکښې زنانه هم ناسته وه. دا رواج لا دَ پېښور، پېنډۍ، لاهور او کراچۍ غُندې مخ پهـ ترقۍ ښارونو کښې هم نهـ دے شروع شوے. راز صاحب وې چې ماته دَ شاکر صاحب کور معلوم دے يو پېره مخکښې هم راغلے يم. رکشه کښې سېدو شريف ته ورسېدو خو دَ شاکر دوى دَ کور نه يې دَ راز صاحب پهـ وېنا ډېر لرې کوز کړو. زما خو پهـ پياده ګرځېدو څهـ کار نهـ وهـ ولې چې ټوله ورځ پهـ مردان کښې پياده ګرځم او کهـ پېښور ته لاړشم نو هلته مې هم دا حال وى. خو دَ محمد خان کاکا دَ زړو هډوکو غم وهـ راسره. پهـ تپوس تپوس دَ شاکر دوى کور ته ورسېدو، دَ ورارهـ نه يې رامعلومه شوه چې هغه دَ مېلمنو (طاهر اپريدى، طاهر بونېرى او نواز يوسفزى) سره مُرغزار ته تلے دے. مونږ دلته بېګونه کښېښول، مونځ مې وکړهـ چې بدنى او روحانى طور پُرسکون شوم. راز صاحب دَ محمد خان کاکا دَ يوې مقطعې خبره وچېړله. کاکا خپل دوه شعرونه ارشاد کړل:
ماله چې راځې نو بل مشال راوړه
دې ښار کښې تيارهـ ده يو بل نهـ وينو
ګُټ پهـ ګُټ لمبې دى خو بې نوره دى
ځائې پهـ ځائې غوبل دے يو بل نهـ وينو
ما وې کاکا وړومبۍ مصرع دې بې بحره ده کهـ دَ مشال وروستو "ځان سره" ولګوې نو صحيح به شى او دويم شعر کښې دَ قافيې لمن تنګه شوې ده کهـ لږ غور پرې وکړې نو درست به شى. راز صاحب ووې دې همېشه هم داسې تنقيدونه کوى. کاکا يې ځواب کښې ووې تنقيد يې تعميرى دے تخريبى نهـ دے.
دَ دمې نه پس چې پروګرام له "ودوديه هال" ته پياده راروان وو نو دَ پاچا صاحب قلعې دَ دېوال خواته راروان وو. ودود ووې چې دغه دَ مرغو کنده ده او دا دَ پاچا صاحب دَ فېصلو ځائې دے او دا پانسى ګاټ دے.
دَ بختيار احمد شاکر دوى کور دَ مقبرې پهـ لار دے، يا داسې وګڼئ چې دَ مقبرې سره نزدې دے. دلته ودود زما رهنمائى کوله. وئيل يې، دې مقبره کښې دَ سلطانِ روم شهزاده دَ خاورو څلے دے. دَ دغه ګُنبد نه بهر او دغه ګُنبد غُندې چې ښکارى دا دَ ميان ګُل عبدالودود (پاچا صاحب) مدفن دے او هم دغه مدفن يې ګُنبد دے. دهـ دا هم ووې چې دا قبر دَ دهـ پهـ ژوندانهـ کنستے شوے وهـ، هر سحر او ماښام به دې راتهـ پکښې به ناست وهـ او تلاوت به يې کولو چې يوه ورځ يې پکښې مار لېدلے وهـ نو بيا يې حکم کړے وهـ چې دا بند کړئ، (والله اعلم).
او وروستو چې سړک ته راووتو او څهـ منځ ته راغلو نو ودود وئيل چې دا شاهى حويلى (محل) دے چې اوس پرې دَ "رائيل پېلس هوټل" سائن بورډ لګېدلے دے او دا دَ ميان ګُل جهانزېب صاحب (چې والى صاحب به يې ورته وئيل) کور دے. دې ته "وائټ پېلس هوټل" وائى دغه اينې (وينې) بورډ پرې لګېدلے دے. ما وې مُرغزار، باندې يې هم "سفېد محل" ليکلى دى چې اوس پهـ هوټل کښې تبديل کړے شوے دے او دَ "ګرين پېلس هوټل" بورډ پرې لګېدلے دے. وې يې او دا ټول دَ سوات دَ پاچاهو ماڼۍ او محلونه وو خو اوس ترې دَ سرايونو او هوټلونو کار اخلى پهـ کرايو يې ورکړى دى او پېسې پرې ګټى. ما وئيل دا خو ښه خبره نهـ ده چې دَ پُښتنو پهـ کورونو کښې دې پنجابيان او انګرېزان شپې سبا کوى، هغه هم پهـ مخلوط طور او دې خبرې سره مونږ پهـ ودوديه هال ورننوتو. دا هال ډېر ښکلے او ارته بيرت دے. زما دَ اندازې مطابق به پکښې يو زر عالم راځى. ګېر چاپېره ترې ښکلى ښکلى سبزه زارونه دى، مونږ چې هال ته ورننوتو نو اکمل لېونے (مزدور شاعر) چې دَ شاعرانو، اديبانو کتابونه اکثر پهـ اوږه ګرځوى، پوړو کښې دَ کتابونو سټال لګولے وهـ او يواځې ناست وهـ لکه چې پروګرام شروع شوى وى. ما چې ګړۍ ته وکتل نو شل منټه او څلور وې، پهـ وروستو کُرسو کښېناستو.
دَ ناستې سره مې پهـ هال يو اړتاوک نظر وزغلوهـ. دَ سټېج پهـ مخامخ دېوال دَ ميان ګُل جهانزېب، قائد اعظم او ميان ګُل عبدالودود تصويرونه (پاخهـ) وو خوا کښې ورسره دَ چاچا کريم بخش تصوير (عارضى طور) لګولے شوے وهـ. يو لوې بېنر باندې "کلنۍ (کالنۍ) دستوره چاچا کريم بخش اېوارډ" ليکلى شوى وو. پهـ بل بېنر ليکلى شوى وو چې: "پُښتو به وايو، پُښتو به ليکو، پُښتو به لولو". پهـ سټېج طاهر اپريدے، لطيف اپريدے، راج ولى شاه خټک، سېټ کامران، حبيب الله رفيع او فضل ربى راهى ناست وو. پېنټ شرټ کښې ملبوس دَ ميانه قد يو نرے نروچکے هلک ګرځېدهـ فوټوګرافى يې کوله. ما وې ځه خو څوک پنجابے به يې رانېولے وى خو وروستوراته معلومه شوه چې هغه دَ پېښور دَ روزنامه "کسوټى انټرنېشنل" فيچر ليکونکے سيد مدُثر شاه دے چې پلار پهـ نيکهـ سوچه پُښتانهـ دى او دے پهـ خپله هم پُښتو کښې فيچرونه ليکى. دَ پروګرام دَ منتظمينو پهـ هال کښې حال څهـ ګډوډ غُندې وهـ ځکه چې اکثر مېلمانهـ به پهـ خپله اُبو له پاڅېدل خو دا ښه وه چې اُبهـ يې اېښې وې ګنى نو بيا به ورپسې دَ هال نه هم بهر وتل.
دې کښې ناظم (روښان) مشر مېلمه ښاغلى لطيف اپريدى له دعوت ورکړهـ چې راشى او دَ خپلو خيالاتو اظهار وکړى. محترم لطيف اپريدے يو ښهـ وکيل او سياستدان دے او دې سره سره يې ادب ذوقى هم هر چاته معلومه ده. دوى دَ ټوقو انداز کښې ووې چې زهـ بې اَدبه اپريدے يم او هغه بل (طاهر اپريدى طرفته اشاره) با ادبه اپريدے دے دَ يوې مجلې (جرس کراچۍ) مالک او ايډيټر هم دے. دوى دَ اېوارډ کمېټۍ شکريه ادا کړه او خپل تقرير کښې يې دَ چاچا کريم بخش پهـ سياسى کردار رڼا واچوله او دَ هغوى دَ پُښتو سره مينه يې وستائيله او دَ "چاچا" پهـ نوم دَ ادبى اېوارډ پهـ اجرا يې ښاغلى سېټ کامران له مبارکى ورکړه. دوى دَ پُښتو ژبې او اَدب دَ بې غرضه او بې لالچه خدماتو پهـ سلسله کښې ووې چې کامل صاحب دې خدائې وبخښى يو داسې کامل شخصيت وهـ چې هغهـ پُښتو ژبې او اَدب له بې رويه، بې ريا خدمت کړے دے. دوى مخکښې ووې چې پُښتو تر پرائمرۍ تعليمى ژبه ګرځول دَ فضل حق (مرحوم) کارنامه ده او شاعرانو، اديبانو له پکار دى چې تر مډل او مېټرک يې تعليمى ژبه ګرځولو کښې نورې هلې ځلې وکړى او چې اولس پُښتو ووائى نو دَ دوى مارکيټ وېليو به هم پېدا شى او دَ دوى ريډرز به هم پېدا شى. دوى دَ کلچر اېوارډ مطالبه هم وکړه او وې وئيل چې مونږ دَ دې مطالبه دَ حکومت نه کوو چې دَ پُښتونخوا فنکارانو او هنرمندانو لره دَ کلچر اېوارډ اجراء وکړى. دوى باور څرګند کړهـ چې جيورى به درسُتې فېصلې کړې وى او دَ انصاف لمن به يې نهـ وى پرېښې او حقدارو ته به يې خپل حق ورکړے وى. زهـ ورته مبارکى وايم. دې پسې ښاغلى اباسين يوسفزى دَ "شوپيس" پهـ طور غزل واورولو. دهـ پسې ښاغلى سېټ کامران ته خواست وشهـ چې دَ غُنډې صدارت يې کولو او دَ اېوارډ کمېټۍ چېئرمين هم دے. دوى خپلو خبرو کښې دَ لطيف اپريدى دَ خبرو ستائنه وکړه او مطالبه يې وکړه چې صوبائى حکومت دې پُښتو سرکارى او تعليمى ژبه کړى. دَ کتابونو پهـ حقله دوى ووې چې کوم کتابونه راغلى دى هغه مونږ ججانو له لېږلى دى خو داده چې دَ يو ځائې کتابونه مو دَ بل ځائې او دَ بل ځائې کتابونه مو دَ بل ځائې ججانو ته استولى دى. دَ دې لهـ کبله چې انصاف وشى او دَ بې انصافۍ نه ځان وژغورو او سبا راباندې څهـ الزام ونهـ لګى. هن کهـ ججانو څهـ کمے زياتے کړے وى نو دا به دَ هغوى دَ غاړې وى، دې کښې به زمونږ دَ کمېټۍ والو څهـ قصور نهـ وى. دَ سېټ کامران دَ وضاحتى خبرو نه پس ښاغلى فضل عظيم عظيم پهـ خوږ اواز خپل کلام واورولو. دې دوران کښې ښاغلى حېران خټک دَ دعوة اکېډېمۍ اسلام آباد دَ کتابونو (اسلامى) يو سِټ، سېټ کامران ته تحفتاً ورکړهـ او ښاغلى ضياء الدين ضياء خپل نظم "مينه تل ژوندۍ ده" واورولو او ورپسې دَ اېوارډ ورکولو کاروائى شروع شوه. دا اېوارډونه دَ ښاغليو لطيف اپريدى او سېټ کامران پهـ لاسونو تقسيم شو. پهـ نثر کښې وړومبے اېوارډ دَ کوئټې شاعر، اديب او دَ کوئټې رېډيو پروډيوسر ښاغلى ابوالخير ځلاند ته "دَ کسے نمر" (پهـ علامه عبدالعلى اخوند زاده ليکلے کتاب) ته ورکړے شهـ. دويم اېوارډ ښاغلى مُفلس درانى ته دَ دهـ پهـ افسانوى مجموعه "دَ سرو غاښ" ورکړے شهـ. دا ځل دَ حېران خټک صاحب ترجمه کړى کتاب "دَ خېرالبشر(ص) څلوېښت سرتيرى" ته هم پهـ نثر کښې دويم اېوارډ ورکړے شهـ.
پهـ نظم کښې ښاغلى شاه جهان صابر ته اولنے اېوارډ پهـ شعرى مجموعه "هيلې او ګيلې" ورکړے شهـ او دويم اېوارډ دَ کوئټې نه راغلى مېلمه شاعر، اديب ښاغلى دروېش دُرانى وصول کړهـ.
دَ اېوارډ ورکولو پهـ موقع هال کښې مکمل طور خاموشى وه خو چې دَ اېوارډ اعلان به وشهـ او انعام يافته به سټېج ته ورتلو نو دَ لاسونو پړقا کښې هم سرد مهرى وه شائد اډيئنس دَ اېوارډ کمېټۍ پهـ تقسيم خوشحاله نهـ وو او ما داسې محسوسوله چې ججانو صاحبانو صحيح فېصله نهـ ده کړې ځکه چې پهـ نظم او نثر کښې ډېر داسې کتابونه شامل وو چې هغوى دَ اولنى او دويم اېوارډ مستحق وو خو هغوى پهـ دې ادبى منډه کښې وروستو پاتې شو يا وروستو پاتې کړے شو. خصوصاً دروېش دُرانے پهـ نظم کښې دَ اولنى انعام حقدار وهـ.
پهـ هر حال دَ اېوارډ تقريب شل منټه دَپاسه پينځهـ بجې سر ته ورسېدهـ او دَ چايو دَ وقفې نه پس غېر طرحى مشاعره پهـ شپږ بجې شروع شوه دَ دې مشاعرې صدارت ښاغلى ډاکټر راج ولى شاه خټک کولو. مشر مېلمه يې ښاغلے سليم راز وهـ او پهـ سټېج مېلمانهـ شاعران، اديبان ښاغلى دروېش درانى، ابوالخېر ځلاند، ډاکټر مجاور احمد زيار او زلمے هېواد مل هم ناست وو.
دې مشاعره کښې چې کومو شاعرانو پهـ ترتيب خپل کلامونه واورول دَ هغوى نومونه دادى: ميان وکيل شاه فقير خېل، ماسټر عبدالکمال کمال، بخت روان مستانه، مراد على معيار، محمد يوسف، شاه رسول خان ناشاد، ذاکر حُسېن حجازى، ميان سيد عُمر ناصح، مُفلس درانى، سراج يوسفزے، مهرونېش خان صديقى، اکمل لېونے، حبيب الله رفيع، فېروز شاه اثر ګيلانى، جوهر على جوهر، زبېر حسرت، اقبال حُسېن محتاج، حُسېن امير فرهاد، طاهر يوسفزے، طاهر بونېرے، محمد اقبال اقبال (سوات)، ودود هشنغرے، فريد الله خان، سيد رسول ناڅاپه، افسر على افسر، فضل ربى قېس اپريدے، حکمت خان حکمت، حېران خټک، بختيار احمد شاکر، شمس الاقبال شمس، نيمروز قېس، شېرشاه ترخوى، شيرين زاده خدوخېل، ضياء الدين يوسفزے، محمد داود وفا، اکرام الله ګران، شېرزاده ساجد، درويش دُرانى، ابوالخير ځلاند او ډاکټر راج ولى شاه خټک.
لهـ دوى علاوه چې کومو نورو شاعرانو، اديبانو دې نشست کښې شرکت وکړهـ پهـ هغوى کښې ښاغلى سليم راز، ډاکټر مجاور احمد زيار، نواز يوسفزے، طاهر اپريدے، شاه جهان صابر، حاجى ګل صوفى، محمد خان کاکا، فضل ربى راهى، فضل محمود روښان، زلمے هېواد مل، پروفېسر محمد عمران، جُنېد اقبال او محمد موسى خان شينوارى شامل دى.
دَ نظامت فرائض اول فضل محمود روښان ترسره کول خو څهـ خوند يې نهـ وهـ، بيا فضل عظيم عظيم دغه ذمه وارى پوره کوله خو مشاعره انتهائى بور وه، وروستو چې زما پهـ وېنا ښاغلى اباسين يوسفزى نظامت شروع کړهـ نو مشاعره کښې څهـ نا څهـ ژوند او خوند پېدا شهـ. خو دَ مشاعرې پهـ وخت پهـ لوې هال کښې ډېر لږ خلق وو هغه هم صرف شاعران، اديبان خو داد کښې به يې هم دَ بُخل نه کار اخستهـ. بل دَ باذوقه خلقو هم ډېر کمے وهـ او غټه خامى پکښې دا وه چې دَ سوات کوم يو شاعر به خپل کلام وئيلو هغه به دَ حال نه وتلو لکه چې زر تر زره پرې کور ته دَ تللو تلوار وه. اَخر ته فقط مېلمانهـ شاعران، اديبان پاتې شو. طاهر اپريدے خو دومره تنګ شوے وهـ چې څو ځل دَ سټېج نه هم راکوز شهـ خو بيا به وروخت او دا بوريت هغه وخت خپل عروج ته ورسېدهـ کله چې ښاغلى ابوالخير ځلاند خپل اوږد نظم شروع کړهـ او پوره يوه ګېنټه يې واخسته.
چې شاعران خلاص شو نو سليم راز صاحب ته دَ څهـ وئيلو بلنه ورکړې شوه (باوجود دَ دې چې څوک وو هم نه او مېلمنو دَ تقريب ختمولو مطالبه کوله) دهـ ووې چې زهـ خو مېلمه يم او مېلمه فقط دَ خوراک دَپاره وى او دَ مشاعرې، ادب او ژبې پهـ حقله به راج ولى شاه تفصيلى خبرې کوى. بيا به هم زهـ دَ شاعر او اديب دَ ذمه وارۍ پهـ حقله څو خبرې وکړم. دهـ ووې چې مونږ هر کله خپل حقوق غواړو نو چې دَ خپلو ذمه وارو نه هم خبر يو او خپلې ذمه وارۍ پېژنو. تشې غزلې ليکل، وئيل، افسانې ليکل او دَ خوبونو پهـ دُنيا کښې اوسېدل دَ شاعر، اديب ذمه وارى نهـ ده بلکې دا ذمه وارى يې جوړېږى چې دَ خپل اولس رهنمائى وکړى او دَ خپل ملک پهـ تعمير کښې حِصه واخلى. نن سبا مونږ ته پهـ ملک کښې لويه مسئله دَ جمهوريت راپېښه ده او چې يو ملک کښې صحيح جمهوريت نهـ وى نو هلته ژبه، اَدب او ثقافت ترقى نهـ شى کولے او دَ جمهوريت دَ ډېرو فائدو نه شاعر، اديب ته يو فائده دا هم وى چې دَ تحرير او تقرير ازادى وى ورته او هر کله چې دَ شاعر، اديب پهـ ژبه، ذهن او قلم څهـ پابندى نهـ وى نو هغه بيا خپلې معاشرې له ډېر څهـ ورکولے شى. دوى مخکښې ووې چې زمونږ پهـ ملک کښې کوم جمهوريت (دَ بى نظير بوټو دويم حکومت) دے پکار دى چې مونږ دَ دې جمهوريت پښې مضبوطې کړو او ملا يې مضبوطه کړو.
دَ ښاغلى سليم راز دَ لږ ادبى او زيات سياسى تقرير نه پس دَ دې نشست صدر ښاغلى ډاکټر راج ولى شاه خټک ته دَ څهـ وئيلو بلنه ورکړې شوه. دوى خپله صدراتى خُطبه کښې دَ منتظمينو شکريه ادا کړه چې دومره پهـ مينه او اخلاص يې راوبلل او دَ دومره لوې او خوندور پروګرام انعقاد يې وکړهـ او مونږ له يې دومره عزت راکړو او بيا دَ صدارت دا اعزاز يې راوبخښلو.
دهـ ووې چې "هر کله مونږ دَ پُښتو ژبې او پُښتو ادب پهـ حواله خبره کوو نو دَ پُښتون سره دَ زياتى خبره به هم کوو لکه چې لطيف لالا ووې او پهـ عصرى تقاضو او دَ شاعر، اديب پهـ ذمه وارو سليم راز صاحب خبره وکړه خو کهـ مونږ دَ ادب پهـ تاريخ نظر واچوو نو پُښتون ته ټول عُمر يوه مسئله پېښه ده او هغه مسئله ده دَ پُښتون دَ شناخت مسئله. دَ ژبې او اَدب دَپاره کوم احساس چې خوشحال خان خټک ته شوے وهـ نو نن دا هم غنيمت دے چې هغه احساس ژوندے دے خو نن چې يو وارې بيا پُښتو او پُښتنو ته دَ قامى تشخص مسئله راپېښه ده نو دا هم دَ شاعر، اديب ذمه وارى ده چې دَ خپلو انقلابى نغمو او سندرو پهـ ذريعه خپل اودهـ اولس راويښ کړى او هغوى ته دا احساس او دا شعور ورکړى چې تاسو څوک يئ او يئ هم او کهـ نهـ، پهـ دې وطن کښې چې پهـ پُښتون څهـ شوى دى هغه دې خاورې ته ياد دى ، ليدلى، کتلى يې دى او نن چې ورسره څهـ کېږى هغه مونږ پهـ خپلو سترګو وينو، ګورو، تاسو وګورئ چې پهـ افغانستان کښې پُښتنو سره څهـ کېږى او هغوى دَ کوم قِسمه حالاتو سره مخ دى، څومره بېرونى سازشونه او پټ لاسونه دى چې دَ هغوى دَ شناخت ختمولو پهـ هڅه کښې دى نو دا ټوله زمونږ دَ پُښتون شناخت مسئله ده، دَ پُښتون دَ ورکېدو کوششونه کېږى لګيا دى". دوې مخکښې ووې چې:
"ژوندى قامونه خپل تهذيب، ثقافت، خپله ژبه او ادب مرګ ته نهـ ورکوى او پُښتون يو ژوندے او بېدار قوم دے او دَ دوى شاعران، اديبان هم دَ شعور او ادراک څښتنان، دَ ژبې امينان او دَ ضميرونو خاوندان دى نو دوى به خپل تهذيب، ثقافت، ژبه او ادب هيڅ کله ورکېدو ته پرې نهـ ږدى بلکې دَ لا شتهـ کېدو تکل به يې کوى او تر څو چې پهـ دې پُښتنه خاوره يو پُښتون هم ژوندے وى نو پُښتو به ژوندۍ وى او پښتون به خپل شناخت لهـ لاسه نهـ ورکوى".
دَ ښاغلى ډاکټر راج ولى شاه خټک دَ صدارتى کلماتو نه پس دا تقريب اختتام ته ورسېدهـ. وروستو ټول مېلمانهـ دَ ماښام روټۍ دَپاره "اودهيانه هوټل" ته راوستلى شو. دَ پُرتکُلفه روټۍ نه پس راج ولى شاه خټک صاحب دَ اباسين يوسفزى سره رخصت شهـ. ابوالخير ځلاند صاحب او موسى خان شينوارى ميزان هوټل ته لاړل چې دوى هلته ځان له کمره نيولې وه. دَ ښاغلى دروېش درانى هم هلته کمره وه خو دوى مونږ سره دَ بختيار احمد شاکر کور ته راغلل. دلته مو دَ نورو ادبى خبرو اترو نه علاوه يوه خوندوره مشاعره وکړه خو ځينې سياسى بحثونه هم وشو، لهـ بده مرغه يا دَ سياست سره دَ عدم دلچسپۍ پهـ وجه ما دَ دغه بحث نوټونه وانهـ خستلى شو خو زمونږ صحافى ملګرى مدُثر شاه يو ښُکلے رپورټ تيار کړے وهـ، دا سياسى بحث زهـ دَ هغوى دَ رپورټ نه خپلو الفاظو کښې درنو لُستونکيو ته پېش کوم چې زمونږ دَ ځينو ادبى دانشورانو سياسى نظريې ترې هم څرګندې شى.
مُدثر شاه ليکلى وو چې:
"ښاغلى سليم راز پهـ خپلو خبرو کښې ووې چې "شاعرانو، اديبانو له پکار دى چې دَ جمهوريت پښې مضبوطې کړى، ځکه چې کهـ جمهوريت هر څنګه وى خو دَ امريت نه ښهـ وى" او پهـ دې وېنا دَ ناستو مېلمنو شاعرانو، اديبانو او صحافيانو تر مينځه يو عجيبه ردِ عمل پهـ نظر راغلو. اوس دې راز صاحب دَ دې خبرې وضاحت وکړى چې دَ جمهوريت نه دَ دوى څهـ مراد دے؟ راز صاحب يې ځواب کښې ووې چې ادب دَ سياست نه هېڅ کله هم نهـ شى بيلېدے. کهـ مونږ چرې دَ ادب نه سياست وباسو نو ادب به ادب پاتې نهـ شى خو بيا هم شاعر او اديب له پهـ کلى، کور دَ سياست سائډ نهـ دى اخستل پکار او تر څو چې دَ جمهوريت خبره ده نو پهـ جمهوريت کښې دَ تقرير او تحرير ازادى وى او لهـ دې ښکاره ده چې جمهوريت ادب ته وده ورکوى، پهـ بندېزونو او امريت کښې خو "کلاشنکوف کلچر" ترقى کولے شى ولې ادب نهـ. زهـ دا خبره ډېر پهـ افسوس کوم چې ځينې خلق دا خبره پهـ ډانګ پېئيلى کوى چې "مارشل لاء" پکار ده نو داسې حالاتو کښې دَ شاعر او اديب دا ذمه وارى جوړېږى چې هغه دې سياسى عمل جارى وساتى او دې له دې وده ورکړى ځکه چې اديب دَ معاشرې سترګې او ذهن وى. مونږ دا نهـ وايو چې دا حکومت دې ختم نهـ شى خو پهـ جمهورى طريقو.
ښاغلى خادم حُسېن عامر ووې چې زهـ راز صاحب سره مرسته کوم خو دا هېڅ کله نهـ شم تسليمولے چې دَ دې جمهوريت پښې دى مضبوطې کړے شى ځکه چې ما مخکښې هم پهـ طبقاتى جدوجهد يقين لرلو او اوس هم خپل ټول قوت دَ ټولنې دَ غېر فطرى تقسيم ختمولو دَپاره استعمالوم. نن سبا ټول ملک دَ مختلفو بحرانونو سره مخ دے نو پهـ داسې حالاتو کښې پهـ ځائې دَ دې چې د َټولنې باشعوره طبقه لکه شاعران، اديبان او دانشوران دَ يوې ښکلې معاشرې دَ بُنياد اېښوو دَپاره هلې ځلې وکړى، کهـ چرې دَ دې اوسنى فرسوده جمهوريت پښې مضبوطول شروع شى نو دا به يو بل رُخ واخلى.
دلته محمد خان کاکا چې پهـ داسې بحثونو کښې پرېمانه تجربه لرى او ستړے کېږى ترې هم نهـ، پهـ بحث کښې حِصه واخسته. دوى ووې چې خبره داسې ده چې دَ جمهوريت دَپاره صنعت پکار دے او کوم ځائې چې صنعت پهـ کلکو پښو ولاړ دے هلته جمهوريت هم قوى او مضبوط دے، زمونږ وطن کښې مصيبت دادے چې دلته صنعت ته وده نهـ ده ورکړې شوې، دلته اوس هم جاګېردارى نظام دے او کهـ نهـ وى نو باقيات يې موجود دى او دا نظام لهـ ټولو لوئې امريت دے.
عامر ووې زهـ کم از کم دَ داسې جمهوريت مرسته نهـ شم کولے چې پکښې دَ صنعت پهـ ځائې جاګيردارى سسټم ته وده ورکولے شى. راز صاحب ووې چې تاسو ماته وښايئ چې دَ پى پى پى متبادل څوک کېدے شى؟ عامر يې ځواب کښې ووې چې تاسو دَ نواز ګورنمنټ کښې دا مطالبه کوله چې دا حکومت دې ختم کړے شى نو تاسو سره متبادل څوک وو؟ راز صاحب ووې هېڅوک هم نهـ وو. عامر ووې چې اوس هم هاغه صورتِ حال دے او ځکه خو زهـ وايم چې دَ هيچا مرسته نهـ دى کول پکار. ښاغلے عبدالله يوسفزے راز صاحب ته مخاطب شهـ او وې وئيل چې ستاسو فقط دې خبرې سره پهـ هال کښې دَ ناستو خلقو دَ ادب، مذهب، پُښتو او جمهوريت نه کرکه پېدا شوه چې "ماته خو دَ ضياء الحق پهـ مارشل لائى دور او دَ بې نظيرې پهـ جمهورى دور کښې هيڅ فرق نهـ ښکارى). دلته راقم هم دَ محفل رنګ بدلولو دَپاره يوه خبره وکړه چې دلته دَ راز صاحب دَ سياسى نظريې دَ تضاد پته لګى خو زما پهـ خيال پهـ دواړو دورونو کښې فرق دادے چې اوس پهـ دې دور کښې ګرانى، بې روزګارى زياته شوې ده او عريانۍ او فحاشۍ خپل حدونه کراس کړى دى او دَ ضياء پهـ دور کښې کهـ څهـ وو خو دومره نهـ وو او دَ پردې پهـ شا تيارهـ وه. ښاغلى ودود هشنغرى ووې چې دلته يو عجيبه سياسى کلتور جوړ شوے دے، دَ ملک دَ ټولو سياسى ګُندونو سرخېلان پهـ يو خاندان کښې بدل شوى دى او لکه څنګه چې حکمرانان عوام تړى او پرانزى هم دا رنګ دَ حزبِ اختلاف ليډران هم غټ لاسونه لرى او پهـ يو ټېلفون ډېر څهـ کولے شى. دوى پهـ خپلو کښې رشتې کوى او ځانونه نور هم مضبوطوى اوس نهـ پوهېږم چې عوام به څنګه خپل صحيح ليډران پېژنى؟
راز صاحب ووې چې زما دَ جمهوريت نه دا مطلب هرګز نهـ دے چې خامخا دې دَ پى پى پى حمايت وکړے شى خو دَ يو بدلون دَپاره به جمهورى طريقه عمل پکار وى. حسرت ووې چې دَ هر بدلون نه پس مونږ ارمان کړے دے دا زمونږ دَ اولس لهـ ټولو غټه مسئله بلکې الميه ده چې پهـ تېر وخت پس منګُلې مروړو، لکه دَ بوټو دور کښې ايوب خان پسې او دَ ضياء دور کښې بوټو پسې او دغه رنګ دا وخت تېر دور پسې ارمان کوو او دَ ياس و حرمان دا سلسله به جارى وى. ځکه چې پهـ هر دور کښې لوټ مار دَ کمېدو پهـ ځائې زيات شوے دے او کمے يې نهـ دے کړے، خزانه ده چې ورځ پهـ ورځ خالى کېږى.
پهـ دې لاسو کښې نن ګُل دے، سبا کاڼے
دَ دې خلقو الفتونه ماته ياد دى
(بشر نويد)
طاهر اپريدى ووې چې دَ راز صاحب دَ اوسنيو خبرو نه داسې بريښى چې دوى خپله پخوانۍ نظريه پرېښى وى او اوس خپلو خبرو له دَ قانونى حېثيت ورکولو ناکام کوشش کوى.
راقم اؤ طاهر بونېرى چې دَ سياسسى بحث نازک رُخ اختيارولو صورتحال ته وکتل نو وې وئيل چې دا بحث هم پهـ دې ځائې ختمول پکار دى او باقاعده مُشاعره کول پکار دى چې دې خُشک محفل کښې څهـ رنګينى هم پېدا شى.
دَ دې مُشاعرې صدارت دروېش دُرانى وکړهـ او مشر مېلمه يې طاهر اپريدے وټاکلے شهـ، دَ کوربه فرائض بختيار احمد شاکر پوره کؤل، دې دوران کښې دَ تورو چايو يو دور هم وچلېدو.
مُشاعره کښې ښاغليو درويش دُرانى، سليم راز، اکرام الله ګران، محمد خان کاکا، ودود هشنغرى، طاهر بونېرى، خادم حُسېن عامر، بختيار احمد شاکر، عبدالله يوسفزى، نواز يوسفزى او زبېر حسرت برخه واخيسته. مُدثر شاه هم موجود وهـ او داسې دا رنګين محفل دَ شپې يوه بجه سر ته ورسېدهـ.
سحر دَ ناشتې نه پس مو دَ شاکر نه رخصت واخست او دَ سېدو شريف نه پياده راروان شو. سليم راز، ګران، ودود، محمد خان کاکا او افسر خان افسر رانه مينځ لار کښې بېل شو او مونږ پياده پياده راروان وو چې رحيم شاه رحيم، شيرين رازده خدوخېل او حېران خټک موټر کښې مخې له راغلل. رحيم شاه سره مو دَ هغهـ دَ خورئ پهـ وفات تعزيت وکړهـ او رخصت مو ترې واخست. راروان وو چې پهـ مخه ځلاند او دورېش دُرانى سره ملاقى شو دَ هغوى مُرغزار ته پروګرام وهـ ځکه مو ورله اجازت ورکړهـ او مونږ اوديانه هوټل ته راغلو چې دَ کوربنو نه اجازت واخلو دلته روښان موجود وهـ، څهـ شېبه مو ګپ ولګوهـ دې دوران کښې فضل ربى راهى هم راغے، دا دواړه لازم ملزوم دى او دَ يوهـ نه بغېر بل نېمګړے وى. پهـ ادب او سياست خبرې کېدې چائې مو څښلې. طاهر صاحب دَ خپل ناول خبره وچېړله چې يو ناول مې شروع کړے دے او د ١٩٤٧ء دَ واقعاتو نه مې تر دې وخته دَ کراچۍ حالاتو ته رارسولے دے خو دَ اخرى ټچ وائنډاب (Windup) چل يې نهـ راځى او دغه شان نيمګړے پروت دے. نواز يوسفزے او طاهر بونېرے کېمره کښې فلم اچولو له تلى وو او طاهر صاحب خادم حُسېن عامر ته فون وکړو چې مونږ درروان يُو. مونږ چې دَ عامر ځائې ته ورسېدو نو هغه باتهـ روم کښې وهـ او مُدثر شاه ناست وهـ بېګانے رپورټ يې تيارولو. دَ چائې څښلو او ګپ شپ نه پس دَ ډوډۍ وخت وهـ. طاهر صاحب وئيل چې بحرين ته ځو شپه به وکړو چکر به ولګوو او بيا به واپسى کوو. مدُثر شاه هم دَ خپل فيچر پهـ سلسله کښې راسره تيار شهـ. تقريباً دوه بجې ماسپښين مو روانګى وکړه. دَ اډې نه فلائنګ کوچ کښې کښېناستو او بحرين پله مو مخه وکړه. پهـ دې لاره يو خوا شنهـ ښېرازه غرونه او بل خوا سيند سترګو ته ناشنا يخ والے او زړهـ ذهن ته عجيبه سُرور بخښى. خوازه خېلې ته نزدې دَ حنيف قېس دوى کلے دے چې ډېر ښائسته او صحت افزا مقام دے اخوا ته شين دے او دې پله سيند. ما دَ قېس پهـ لور يو سلام وکړهـ پته نشته چې باد به رسولے وى کهـ نا ولې ما دَ خپلې دوستانې حق ادا کړو.
بحرين ته پهـ رسېدو مُدثر شاه ووې چې دلته راله چا دَ "فراموش" نومې ځوان پته راکړې ده چې هغه به راسره پوره تعاون کوى. دَ فراموش پُښتنې مو وکړې خو پهـ لاس رانغلو. وروستو مو څو هوټلونو کښې دَ شپې او کمرې خبره وکړه خو مزه يې نهـ کوله ځکه چې سېلانيان ډېر زيات راغلى وو او ټولو هوټلونو کښې کمرې نېولې شوې وې او چې کوم هوټل کښې به يوه کمره نيمه وه نو دومره زياته کرايه به يې وه چې زمونږ دَ وس خبره نهـ وه. اخر دَ کِرن هوټل يوه کمره کښې مو بېګونه ارتاو کړهـ، اګر چې پهـ ګرانه کرايه يې زمونږ زړهـ نهـ وهـ ولې طاهر صاحب مونږ (مُدثر شاه، طاهر بونېرے، نواز يوسفزے او زهـ) پهـ ځائې پرېښو او دَ خپل زړهـ او ذهن سره لاړهـ او دَ هوټل مالک سره يې خبره پخه کړه. دَ ترو تازه کېدو او چائې څښلو نه پس دَ بحرين دَ بازار او سيند چکر ته ووتو. بحرين دَ سمندر دَ سطحې نه تقريباً څلورنيم زره فټه اوچت دَ خوبونو يوه جزيره ده او دلته اندازاً څلور نيم زره ښاپېرۍ او ښاپېرى اوسېږى، ګېر چاپېره پهـ شنو غرونو کښې پرله پسې قط پهـ قط کورونه جوړ شوى دى چې لهـ ورايه ډېر ښائسته ښکارى او دَ سړى تلوسه پېدا کوى چې دلته پهـ اوسېدو مجبور شى ولې مونږ غُندې ښاريانو دَپاره پکښې فقط دَ څو ورځو مېلمستيا غوره ده. ټول ژوند تېرول به راته ګران پرېوځى. دا دَ ٢٦ جولائى ١٩٩٦ء يوه خوشګواره ورځ وه، ښکته دَ سين لهـ شوره دَ ژوند سندره پورته کېدله او دَ مردان او پېښور پهـ سړکونو شور او دَ لوګيو ورېځو دَ پالوشن نه يې ډېر لرې لکه دَ خوبونو دُنيا ته راوستے وم. پهـ اَسمان دَ ورېځو تور سپين ګټان خوارهـ وو او دَ شنو غرونو سرونو ته يې خپل لاسونه راوږدهـ کړى وو. دَ سيند پهـ يخو واورينو اُبو کښے مو دَ وجود ستومانۍ ووېستې او بيا دَ کالام پهـ سړک تر ډر لرې لاړو. دلته قبلې لور ته دَ غرهـ وېښ کښې پرله لسې پورته ختلے يو وړوکے غُندې پارک جوړ شوے دے. زهـ، طاهر بونېرے او نواز پهـ غُنډۍ دَ پارک سرته وختو. نواز وئيل چې ډېر شاعرانه ماحول دے او دلته خو لازمى ده چې مونږ درې واړه کم از کم يو يو غزل خو وليکو. ما وې شاعرى به دَ ماحول تابع وى خو دا وخت زهـ دَ فطرت رنګينۍ خپل روح کښې جذب کول غواړم او دَ شاعرۍ موډ کښې نهـ يم. طاهر بونېرى او نواز زور زور کولو خو څهـ يې ترې جوړه نهـ کړه کله چې دَ غُنډۍ نه راکوزېدو نو يو خيال پهـ لاسو راغے او دا مطلع شوه:
ستا سترګې دى دوه مستې جينکۍ دَ سيند پهـ غاړه
کهـ سېل ته راوتلى دى ايلۍ دَ سيند پهـ غاړه
طاهر بونېرى راته پټ ووئيل چې نواز ستا نه زيات دَ ډيپرېشن ښکار دے. دَ هغهـ خبرې ډېرې غلې غلې وې، ما ورسره پهـ دغه موضوع څهـ خبرې اترې وکړې چې پوره اندازه يې راته ولګېده نو هسې دَ ګپ نه مې ورته ووې راځه چې دواړه دَ دې غُنډۍ نه ښکته ودانګو. پهـ ټکى تيار شهـ وې يا بسم الله زهـ هسې هم پهـ خپل ژوند پښېمانه يم، زما پهـ ژوند کښې هيڅ رنګينى نشته. بيا مې دم دلاسه کړهـ او تسلى مې ورکړه چې خودکُشى دَ بزدلانو کار دے او هسې هم زمونږ دين مونږ ته دَ ځان وژلو اجازت نهـ راکوى. ما چې ښکته وکتل نو طاهر صاحب خدائې ته پهـ سجده وهـ. مونږ هم ښکته راغلو، مونځونه مو وکړل، واپسۍ کښې مو يو څو تورې سکڼې پنجابۍ جينکۍ وليدې چې پهـ سيند کښې يې يو غوبل جوړ کړے وهـ پهـ يو بل يې اُبهـ نوستې. کله کله به يوې بلې له ديکه ورکړه او اُبو ته به يې وغورځوله او غريبه به لمده خوشته شوه دَ دوى جامې پهـ وجودونو پورې نښتې وې او هر اندام يې ثناء وئيله. ځينو خو پکښې خپلې ارتې پېنڅې تر پڼدېو او پتنانو اوچتې کړې وې او دغه نظارې زمونږ چکر ته نور رونق وبخښلو خو زما زړهـ کښې دَ رقابت يوه څړيکه راپورته شوه چې زمونږ دَ غرونو او سيندونو نه دا خلق ولې فائده اخلى. دَ سوات دَ واورو دا سړې اُبهـ مې پهـ دوى نهـ پېرزو کېږى خو دا غټان خلق دى دَ خپلې سرمايې زور تر دې ځايه رارسولى دى او پهـ پُښتنو دَ پېسې لالچ سترګې تورې کړى دى او پهـ دې سوچونو کښې بوخت دَ هوټل تر کمرې راورسېدم. زمونږ دَ کمرې دروازه سيند پله بېرته کېده او مخې ته يوه بالکنۍ وه. تر ډېره وخته ناست وو او لاندې مو دَ سيند دَ رڼو سپينو اُبو دَ شور نه لذت اخستهـ. دلته يو وار بيا پهـ نواز دَ خودکُشۍ دوره راغله. وې يې راځه چې لهـ دې ځايه سيند ته ودانګو چې دا قيصه ختمه شى. ما وې صبر وکړه خدائې به خېر کړى. دَ طاهر صاحب رنګ تک زېړ شهـ، ويرې واخستهـ چې کهـ نواز سيند ته ودانګل نو دا به څهـ کېږى او دا وخت دَ طاهر صاحب دَ زړهـ درزا ما پهـ خپل زړهـ کښې محسوس کړه. هغهـ نواز دَ لاس نه ونيوهـ او ځان سره يې کښېنولو. چې ساه صورت شهـ چائې يې پرې وڅښلې. دا وخت دَ ماښام تيارهـ خوره شوې وه او پهـ غرونو ابادو کورونو کښې باتۍ بلې شوې وې. بره پهـ سړک ډېره ګڼه ګوڼه او رونق وهـ دَ رنګ او نور يو بهير روان وهـ پهـ دې کښې مقامى خلق ډېر کم او سېلانى ډېر زيات پهـ نظر راتلل، موټرې، اوږدهـ اوږدهـ ګاډى او دنګې لوړې غټې پلنې ځوانۍ پهـ رنګينو جامو کښې پهـ غورځنګونو وې چې خپل غمونه يې خپلو ښارونو او کورونو کښې پرېښى وو او دَ خپلو خواهشونو سره تر دې ځايه راغلى وو او خدائې خبر چې لا به نور څومره مخ پهـ بره تلل.
دَ ماسخوتن روټۍ چې مو وخوړه نو طاهر صاحب، بونېرے او يوسفزے خپلې کمرې ته لاړل. زهـ ډېر ساعت بالکنۍ کښې ولاړ وم او بهر يخه او خوږه فضا کښې مې ستړے روح دمه کولو او دَ قدرت پهـ فنکارو ګُتو مې سوچ کولو. دا شنهـ ښېرازه غرونه، دا سيندونه، چينې او ابشارونه، دا نښترونه، چنارونه يې څومره پهـ هُنر جوړ کړى، ودرولى، روان کړى او شادان کړى دى او يواځې زمونږ دَ زړهـ، ذهن او نظر دَ تسکين سامان يې نهـ دے کړے بلکې لهـ دې ځينې يې زمونږ د َژوند ضرورتونه هم پوره کړى دى. ما لا دا سوچونه کول چې دې کښې مُدثر شاه راغے وئيل يې د َ دې هوټل مالک ډېر ښهـ سړے دے، دَ مردان دے او دَ شېر على باچا او افضل بنګش سره پارټۍ کښې پاتې شوے دے. دَ بوټو دور کښې دلته راغلے دے او اوس دَ دې ځائې مستقل باشنده دے. مېډېکل پرېکټس هم کوى او دا هوټل هم چلوى. ما باندې يې روټۍ هم وخوړه او شپې له ځائې هم راکوى. دَ مُدثر شاه فيچر دَ بحرين پهـ هوټلونو وهـ چې دوى ګرمې اُبهـ استعمالوى، دَ لوښو لرګيو دَ وينځلو سلسله کښې يا دَ باتهـ رومونو نه وتونکې اُبهـ يادَ ګټرو نه وتونکې اُبهـ، يا دَ کلى دَ ناليو نه سخا اُبهـ. دَ دې سپينو او واورينو اُبو سيند ته پرېوځى او الودګى پېدا کوى، دې اب حيات غُندې صفا اُبو کښې زهر ګډوى او پهـ دې حقله يې مختلفو هوټلونو مالکانو، منېجرانو او ګاهکانو سره خبرې اترې شوې وې او دهـ نوټ کړې وې. خو يو څو هوټلونه داسې پاتې وو چې هغوى سره يې خبرې نهـ وې شوې ځکه نو ماته يې ووې راځه څهـ کوے چې دلته لاړ يې چکر به هم ولګوو او دَ فيچر دَپاره به مواد هم برابر کړو او دا رنګ يو ځل بيا دَ مُدثر شاه سره دَ بحرين دَ رونق پهـ سېل ووتم. اوس ماسخوتن تېر وهـ ګڼه ګوڼه خوره شوې وه. مقامى خلق او سېلانيان خپلو کورونو او هوټلونو ته ننوتى وو. ډېر کم خلق پهـ سړک ګرځېدل خو دېو کښې هم اکثريت دَ هغو سېلانيانو زلميو وهـ چې هغوى لهـ هر څهـ بې نيازه پهـ خپلو ښارونو کښې هم دَ شپې تر ناوخته اواره ګردۍ کوى. مُدثر شاه وړاندې او زهـ ورپسې يو هوټل ته ننوتو دَ سلام کلام نه پس ورته مدثر شاه خپله مُدعا بيان کړه. منېجر ډېر ښهـ تعليم يافته ځوان وهـ پهـ خبره زر پوه شهـ. مونږ يې کېفېټېريا کښې کښېنولو، نوکر ته يې ووې دوى له ښې مزېدارې چائې جوړې کړه. مونږ چې کښېناستو نو ټى وى لګېدلے وهـ پهـ ډش دَ بهر ملک يو چېنل خپل کار کښې مصروف وهـ. دې دوران کښې درې څلور ټاميان هلکان راننوتل او پهـ کُرسيو خوارهـ وارهـ کښېناستل دا ټول پهـ شنه شونډه وو خو غټ غټ کوټلى وجودونه يې وو او دوه درېو پکښې دَ پېنټونو يا پرتوګونو پهـ ځائې جانګى اچولى وو. غټې غټې پنډۍ او پتنان يې ښکارېدل او ماته يې دَ مازيګر مالې پهـ سيند کښې پنجابيانې جينکۍ رايادې کړې.
مُدثر شاه خپل کار کولو او زهـ خپل کار کښې مشغول وم، کله به مې ټى وى او کله ټاميانو ته کتل خو دَ دې غلمانو موجودګۍ کښې پهـ ټى وى دَ نيم بربنډو وجودونو حورو څهـ اهميت نهـ وهـ. چائې مو وڅښلې سګرېټ مو وڅښل او ښهـ پهـ قلاره راروان شو. مُدثر شاه وئيل راځه چې پهـ دې پلهـ پورې ووځو او بره غرهـ ته وخېژو. ما وې ناوخته دے شپه ده او ځنګل دے کهـ څهـ اشا راباندې پېښه شى نو بيا؟ وې مړه راځه خدائې به خېر کړى. دَ ژوند نه مزه واخله. پهـ پلهـ پورې وتو او پورته وختو او کوم ځائې پورې چې فرشى لاره تلې وه هغې ځائې پورې لاړو، هلته يو دوه مقامى هلکان ناست وو، يو کچه عمر او بل دَ پاخهـ عمر، مونږ سلام وکړهـ هغوى ځواب راکړو پهـ اجازت ورسره کښېناستو او دَ لاندې سيند او مخامخ راتلونکى درال سيند او ورپورې غرونو تماشه مو کوله. ځائې پهـ ځائې غرونو کښې چې کوم کورونه وو پهـ هغې کښې باتۍ داسې ښکارېدې لکه دَ ستورو ډک اسمان چا زمکې ته راکوز کړے وى. سيند پله چې دَ کومو هوټلونو دَ کمرو دروازې بېرته کېدې پهـ هغې کښې ځنې ځنې بېرته وې او سړى او ښځې راته صفا ښکارېدې خو لږې وړې وړې. دَ مُدثر شاه لهـ دې ځايه هم دَ وړاندې او بره تلو اراده وه خو هغه هلکانو ورته ووې چې لهـ دې اخوا زمونږ کورونه دى ځکه نو تر ډېره وخته مو لهـ دغه ځايه دَ قدرت لهـ نظارو نه خوندونه واخستل او واپس خپلې کمرې راغلو. طاهر صاحب وې چرته تلى وئ؟ يار! ماسره خو ډېر غم وهـ او ستا نه زيات پهـ نواز وېرېږم هسې نه چرته مونږ اودهـ يو او دې سيند ته ټوپ کړى. طاهر بونېرى هم دا خبرې واورېدې وې يې بې غمه شئ دې به اوس پهـ خپله پهـ خواږهـ خوب اودهـ شى. نواز چې دا خبره واورېده وې يې خوب چرته دے هغه دَ حمزه بابا شعر دے چې:
مينې دې خوب دَ لېونى کړمه زهـ
راځمه ډېر خو دَ راتلو سره ځم
ما وې خوشحال بابا خو لا ډېر پخوا دَ دغه نفسياتى عارضې ښکار شوے وهـ چې دا يې وئيلى دى:
زما خوب لهـ اندېښنو نهـ شى، بېدار شم
وَ عالمو ته پهـ دا تهجد ګُزار شم
او زما خوبونه اوس دَ لېونى خوبونه دى او دا وخت ماته خپل شعرونه ياد شو چې:
دَ شپې ناوخته پورې خوب نهـ راځى
لا سحر نهـ وى چې بېدار شمه زهـ
او
داسې دې اودو حالاتو وېښ کړمه
اچومه خوب له دَ نشې ګولۍ
دا ټول ټېنشن دے او مونږ ټول دَ ډيپرېشن مريضان يو تر څو چې زمونږ دا حالات وى پهـ سر مو دَ دُنيا جهان دَ مسائلو چړې ځنګېږى نو دا ډيپرېشن نهـ شى ختمېدې. ما سوچ کولو چې کهـ مونږ ډېر هم دَ خپلو غمونو دَ څرمنو نه راووځو او څو ورځې بهر تېرې کړو خو بيا به پکښې بېرته ننوځو او زمونږ حالات، واقعات به تر هغې هم هاغه وى تر څو چې زمونږ اوقات نهـ وى بدل شوى. بړستن مې راکښله او دَ طاهر صاحب نه مې دَ خوب ګولۍ وخوړې او دَ خپلو غمونو او حسرتونو سره څملاستم خو خوب نهـ راتلو او بيا خدائې خبر چې کله مې سترګې ورغلې وې چې ملا بانګ سره وېښ شوے وم، سترغلى راباندې درانهـ وو او پهـ مزغو مې ډېر بوج وهـ. بهر بالکنۍ ته راووتم چې لهـ سينده دَ ژوند يوه ډکه نغمه واورم. ښه وه هغې سره مې مازغهـ لږ پُرسکون شو. راغلم مونځ مې وکړهـ. طاهر صاحب کښې مې هم دا يو عادت خوښ دے چې کهـ دَ شپې هر وخت اودهـ شى خو سحر مانځهـ له خامخا پاڅى. طاهر بونېرے او نواز هم راپاڅيدلى وو. مُدثر شاه دَ ناوخته پاڅېدو عادت دے خو مونږ ورله خوب خراب کړهـ. دَ سحر چائې مو وڅښله او نهه بجې مو بحرين ته اخرى سلام وکړهـ. زهـ او طاهر اپريدے منګلور کښې کوز شو او مُدثر شاه، طاهر بونېرے او نواز يوسفزے مو دَ خپلې مينې سره رخصت کړل. منګلور کښې دَ پرو?