((رحمت دیوان))
ډرايور: (مالک ته) "جناب! پيټرول ختم شو، ګاډی مخکې نشي تلای".
مالک: (په سنجيدګۍ سره) "زه بيا يې شاته بوزه".
23.07.2010
- رحمت دیوان
((رحمت دیوان))
دوه کسان په اديره کې ناست و خبرې يې کولې. يو ويل: "دا خلک څومره بېغمه په قبرونو کې څملاستلي دي".
د واره يو مړی له قبر څخه راووت او وې ويل: "ولې به نه څملو؟ د خپل ځان په بيه باندې مو دا ځآی اخيستی دی"....
23.07.2010
- رحمت دیوان
((رحمت دیوان))
يو کس له ډېر وخت نه په دوکان کې ناست و، دوکاندار ترې پوښتنه وکړه چې څه دې پکار دي؟
"موقع" هغه ځواب ورکړ....