پروني مخونه
کتاب پېژنده،خبرتيا
حقوق محفوظ ـ ـ ـ دا ناول چي دَ " پروني مخونه " تر عنوان دلاندي دَ مارچ په كال 2006ع كي چاپ او دَ افضل شوق په نامه په ماركيټ كي خپور كړل شوی دی ..... همه حقوق يې دَ هغه دَ زامنو عزيزيار خان ، اولس يار خان ، حكمتيار خان ، قاميار خان او خوږې لور هديل برېشنا افضل خان په نومونو محفوظ ساتل كېږي. کتاب پېژندونه :
يو ليكوال، يو سېلانى، يو ناول
ښاغلى ليكوال او شاعر افضل شوق تر اوسه پوري دَ يو سېلاني ليكوال په توګه دَ يُونليكونو ډېري په زړه پوري بېلګې پښتو لوستونكو ته وړاندي كړې دي خو دا دې ځل دغه دَ نړۍ دَ بېلابېلو برخو دَ ليدلو شوقي سېلاني ليكوال، دَ يو داسي ناول دَ ليكلو تابيا كړې ده چي هم دَ نړۍ له نندارو سره سره تړلى دى، هم دَ ميني له كيسو سره ، هم دَ بېلابېلو كلتورونو له پېژندنې سره او هم له هنر سره، له كيسې او داستاني په زړه پوري بيان سره . پروني مخونه .. داسي يو ناول دى چي دَ نوې نړۍ دَ مينو او هوسونو ، دَ نويو
ښايسته ملغلره
پښتو افسانې لا دَ ديوانو له منګولو ، دَ كوه قاف له تيارو نه راوتلي نه وې چي په بلي لومي كې وَنښتې په لره پښتونخوا كې دَ پنجابيانو او دَ هغو دَ هندي سنياسيانو ډايجسټونو او فلمونو دَ اثر لاندي دَ ژوندۍ پښتني معاشرې نه بيرته دَ اسرارو او جادو په سمڅو كي لا دركه شوې په بره پښتونخوا كي په اول سر كي دَ پښتونستان ، بيا دَ تش په نامه مجاهدو تنطيمونو په بوخته كي ګير شوې دَ پښتونستان ارمان خو دَ لرې او برې پښتونخوا دَ مشرانو له شامته ، لكه دَ شنډه تُوت ونه تر اوسه بېثمره پاتې ده او جه
دَ شوق سفر
پښتو ادب كي دَ ناول شمېره څه حده پوري ضرور شته ، خو دغه شمېره يا مقدار كي دَ معيار تله بېخي دومره درنه نه ده چي مونږ وَ وئيلى شو ، چي " اوس پښتو ناول هم دَ پښتو افسانې دَ معيار په شان دَ عالمي معيار په كانټا يا تله دروند شوى دى اول خو دَ ابتدا نه پښتو ناول ته ليكونكو څه خاص توجه نه وركړي بيا هم كه څه موده وړاندي ځنه ليكوالو څه لكل بېشك چي كړي دي او دَ پښتو " ناولي صنف " لمن يې درنه كړي ده خو دې كي هغه ليكونه هم دَ ناول په نوم بللى كېږي چي يا خو دَ سفرنامو بڼه لري او يا
زه هم غواړم چي څه وَ وايم ... خپلې خبرې
لاكن زه څه او له چا څخه پوښتنه وكړم ، چي دا زه څه ليكم .. اّيا هغه څه په زړه او ذهن لګي هم كه هسي هوا شي ؟ منم چي زما په مزغو كي راپورته شوي دې تپوس بلا ځوابونه مخي ته راوړلو ، خو كوم څه چي ما غوښتلو .. هغه څه لا مخي ته كه څه هم كټ كټ هغسي نه دي راغلي نو هم زړه ماتى ځكه نه يم ، چي په نن پسې سبا هم را روان دى .. كېدلى شي چي هغه څه هم مخي ته راشي چي زما دَ زړه او ضمير تسكين ورباندي كېږي .. خو يقينًا چي زه به بيا نه يم . البته دومره وَشولو، چي پښتنو په يوه صلاح د
۱ فصل،دَ طلب دَ څېرې زېږېدنه
" دَ مصر خلګ ډېر ښائسته دي ، ولي چي حضرت يوسف عليه السلام په دغي خاوري كي خو پيدا شوى دى "هو ، له دې هيلي سره ملګرى چي دَ مودو مودو دَ مزل كولو ورسته سېلاني پښتونزوى دَ نړۍ په درويشتم ګوټ كي دَ كال 1997ع دَ ستمبر دَ مياشتي په 29مه نېټه په لومړي ماښام څنګه قدمونه كښېښولو، نو داسي يې وَ سنجولو لكه هغه چي دَ خپلي هغې خيالي ليلا وَ كوڅې ته را ورسېدلى وي ، چي هغه ورپسې كچكول په لاس كي كلي په كلي ، ښار په ښار او هېواد په هېواد ګرځېدلو هم ځكه خو يې سترګو په مصرۍ څ
۲ فصل،دَ فرعونانو پیرزوئینه
سېلاني چي به هرڅو هغه پېغله له خپله ذهنه دباندي ايستلو هڅه كوله ، نو هغه به نوره نوره دَ ده په زړه كي جګېدله او هغه ته به يې دا خبره په يقيني توګه څرګندَ وله ، چي ګني هغه بله نه بلكې كټ مټ هغه څېره ده ، چي دَ ده دَ تېر ژوندون ټولو ليد لو څېرو يې تر هغې پوري دَ رسېد لو رهنمائي كړي ده نو ځكه خو نن سېلاني له ډاكټر پُو سره په هغه فلېټ كي دَ اوسېد لو دپاره ډېر هوسېد لو، چي وسا ورته خوښ كړى وْ له ځان سره سوچ كولو ، چي .. " " څومره به خوشاله شي هغه ، چي ما يې دَ خوښي په سم
۳ فصل،دَ فرعوني خدائیڼو وسا وزمه څېرې
نن بيا ډېر نه يې خوشاله ؟ " " دَ كمبوډيا ډاكټر پُو سامنانګ ، چي له سېلاني سره په فلېټ كي اوسېدلو له خپلي خوني راوتلو ورسته چي يې هغه دَ يو سند رغاړي په رنګه له خپل ځان سره په بُوڼېد و وَليدلو، نو يې پوښتنه ورڅخه وكړه " يَه داسي هيڅ خبره هم نه ده ، بس مازي غم غلطوَم" " لاكن دَ څيښي غم؟ " " ولي لږ غمونه دي څه په ژوند كي ؟ " دَ پُو دَ سوال په ځواب كي چي سېلاني بيرته سواليه خبره ورغبرګه كړه نو هغه وَ سېلاني ته سر تر پايه كتلو ورسته ،
۴ فصل،دَ نیفرتیتي او اخیناتن دَ مینی غبرګون
" نن سبا يوازي ښكارې " " زه خو اول هم يوازي وم " دَ مصر په عېن سلېن نامي ښكلي ځاى كي دَ اكتوبر په شپږمه نېټه باندي غرمې خواته له بس څخه كوزېد لو ورسته چي دَ بُوبا جُوف دَ سوال په ځواب كي سېلاني دَ خپلي يكړي داسي خبره وكړه ، نو يې سترګي په پېغلي ډاكټروسا كي ښخي شولې ، چي دې وخت دَ اېم فل لوستونكو له بس څخه كُوزېد له لګيا وه ، خو هغه چي څنګه ګامونه ورپسې تېز كړو، نو هغه په نه ساعت كي بيا داسي هوا شوي وه لكه وزر چي يې كړي وي نو ځكه دئ هم دَ "&n
۵ فصل،دَ تهائي ماربچۍ دَ خوږو زهرو تریخ اثر
كه څه هم يوې خواته سېلاني دَ وسا په موندلو ډېر خوشاله وْ، خو بلي خواته يې يوه وېره دَ سوپيس په بڼه كي داسي ورڅرمه شوي وه ، چي هغه ورڅخه ځان نه شو خلاسَولى ګوا داسي ورځ نه وه ، چي هغې به په سېلاني باندي ځان نه ليد لو او هغه هم په نوي نوي شيطاني بڼه كي ولي چي يو خو يې هغه كلاس فېلو وْ او بل يې دَ تور اشنا بُوبا فلېټ هم ورته مخامخ وْ نوځكه چي به سېلاني څومره څومره له هغې دَ ځان پُټولو هڅي كولې ، نو هغومره به دا تهائي پېغله په سترګو كي ورته ختله - يوه ورځ دَ
۶ فصل،په وسا باندی دَ راڼۍ دَ هاتشیپسوت سیوری
" په دې وسا باندي څه وَشولو؟ " " هغه څله له تا سره نن سبا نه ليدل كېږي ؟ " " چرته خو ستاسو تر مابېن بېلتون نه راغلو؟ دَ داسي سوالونو پرته به هم چا ورته وئيلو، چي .. " " وسا او سوپيس مي په پلاني يا پلاني ځاى كي وَليد لې چا به وئيلو .. " " هغه پرون په مائيكرو بس كي له سوپيس او پلاني سره وسط البلد ته رواني وې يا بيا تر دې هانده لا هم ، چي .. " " مازيګر وسا او سوپيس دَ ډاكټر لومائي له فلېټ څخه را رواني و
۷ فصل،دَ سوئیز کېنال په ځنډه باندي دَ تاوان سودا
" " زه له تاسره يو دوه منټه كښېنستلى شم سلام اچولو ورسته لاس وركولو سره سم هغې نرۍ جګي سوډانۍ پېغلي منال الجدال، چي دَ ډاكټر وسا تر ټولو ښه خوندكۍ وه چي داسي درخواست وكړو، نو سېلاني ورته دَ اجازې وركولو ورسته چي ستړى مه شي څنګه وَ وئيلو، نوهغې په موسكا كي پوښتنه وكړه .. " " څنګه ده ستا مطالعه او وايه سېلانيه .. زړه دي په سي ډي سي كي ولګېد لو كه يَه ؟ " " ښه يم .. ګُزاره كوم او دَ دويم سوال په ځواب كي به دَ څه وئيلو په ځاى چپيا راته بهتره وي هغې
۸ فصل،دَ وسا او سېلاني تر میان ناروا کرکه
سوپيس ، چي لا تر اوسه هم دَ بوُباجوُف ياره وه به كله كله بيا په كلاس روم كي دَ سېلاني وَ څنګ ته كښېنستله او يا چي به يې كله مخامخ ناسته وه ، نو به يې ورته داسي په هوسي نظرونو كتلو لكه هغې چي يې جوړه دَ خوړَلو هوډه كړي وي خو بلي خواته سېلاني په ځان كي دننه دننه ځكه خوړل كېدلو، چي هغه نه غوښتلو، چي دَ وسا په ارمانونو، چي لا يې اظهار نه وْ شوى باندي خاوري واړَوي- هغه پوهېدلو، چي وسا يې په لوري كرار كرار راستنېږي لګيا ده هرڅه هرڅه ، خو بيا يې هم يو بل ته ماته نه خ
۹ فصل،دَ حُوري په خلې کي دَ مار غاښونه
" " ته ولي برايه شپه دَ وسا وَ پارټۍ ته نه وې راغلى؟ " زه خبر نه وم او نه چا راته بلنه راكړي وه" سېلاني چي دَ روسۍ پېغلي ايرينا په ځواب كي داسي په مات زړه وَ وئيلو، نو ورسره ولاړي دې بلي روسۍ ملګري نستان ورڅخه ډېر په حېرانتيا تپوس وكړو .. " " لاكن نو بيا څله په هغې پارټۍ كي خلګو ستا په نه راتلو افسوس كولو " كومو خلګو؟ " " " هغه ، چي په تا پسې مري " " هيڅوك په ما پسې ده مري دا هر څه ټوكي دي حقيقت دا دى ، چي زه يوازي يم
۱۰ فصل،پښتون جولیس سيزر ته دَ قلوپطره تحفه
دَ وسا او سېلاني تر منځ په دې پټ پټاڼو كي كه څه هم دواړو ته ورځي شپې تر اوله لوي محسوسېدلې ، خو دَ وخت په بهير كي تاريخونه ډېر ژر ژر بدلېدلو لګيا وْ خو دَ دې هر څه پرته هم سېلاني دَ پريانو خولۍ په سر له وسا څگخه په دې نه پُوټېدلو ، چي ګني هغه ورڅخه په رښتياوْ كركه كوله .. بلكې هغه يې دَ ميني تنده نوره نوره سېوا كول غوښتلو - نن دَ قاهره په ښار كي دَ سي ډي سي له خوا 27م انټرنېشنل سېمينار په انټرنېشنل كانفرنس هال كي لمانځل كېد لو سره سره وَ سپېشل او جنرل ډپلومه ك
۱۱ فصل،دَ سوپیس تلکی او فرېبي دامونه
ډاكټر وسا اوس سي ډي سي ته په دې سوب كمه راتله ، چي يو خو يې دَ اېم فل تهيسس په ورستۍ مرحلو كي وْ او بل يې په عرب ليګ كي ځانته جاب هم موندلى وْ نو ځكه به زياتره وخت سېلاني له هغې سره په ډاوْن ټاوْن كي ليدل كتل كولو نو ځكه خو كه هغوئ كله كله ماخستن مال دَ مقعطم په كارنيچ كي له يو بل سره څنګ په څنګ ليدل كېدلو نو مازيګرونه به يې دَ قاهره ښار دَ مهندسين او زمالك دَ شاپنګ مالونو پرته په قصرنيل ، طلعت حرب سټريت، په رود نيل باندي جوړ غټ پُل سره سره ټرېډ سېنټر
۱۲ فصل،په سدر سینائي کي دَ خوائيش تکمیل
نن دَ جنورۍ كال 1998ع اتهه ويشتمه او دَ روژې دَ مياشتي دېرشمه وه ، چي دَ ګلوبل ډپلومه لوستونكي دَ دوْ شپو او درو ورځو په سېل دَ اختر تېرَولو په نيت دَ سينائي په سيمه كي دَ سره سمند ر ګوا دَ رېډ سي دَ "راس سد ر" نامي هغې څنډي په لور وړلو په نيت په بس كي سپاره كړل شولو، چي اسرائيل تر ډېري مُودې پوري په خپل تسلط كي ساتلي وه - ډاكټر دعد ، ډاكټر فواد او ډاكټرهنا چي دې وخت يې دَ نهو او اووْ كلونو دوې وړې لُوڼي مريم او سلمه هم ورسره په څنګ سيټ كي ناستي وې په راهنمائي كي بس
۱۳ فصل،دَ وخت او مقام له قیده آزاده مینه
سېلاني چي له كومي ورځي له سينائي څخه راغلى وْ، نو له هغې ورځي تر ننه ، خو دَ اختر دَ مياشتي څلورمه وه ، چي سي ډي سي ته دَ ناروغۍ له سوبه نه وْ تللى او په فلېټ كي يې اّرام كولو نوځكه به ورته ملګري پوښتني ته تلو او راتلو لاكن دَ وسا، منال ، بېسنك فېميلي او حسن پرته كه بل څوك ډېر ډېر راتلو، نو هغه وه سوپيس ، چي سهار او ماښام به له خپلي خوندكۍفلوريتا سره راتله خو ملګري پُو دَ هغې داسي همېشه راتګ نه وْ خوښ او په وار وار به يې سېلاني ته وئيلو، چي ..
۱۴ فصل،دَ فرعون په دربار کي دَ سېنج سوري پېشي
دا خبره اوس هر چا منلي وه ، چي دَ سوپيس بدلون دَ يو څو ورځو يا هفتو دپاره نه ، بلكې تر ډېره پوري دَ ساتلو په نيت شوى دى ولي چي دَ هغې له جامو څخه اوس جينز پېنټ هم كرار كرار وتونكى وْ او هر كله به يې دغه هڅه كوله ، چي لمونځ په خپل وخت وكړي كه څه هم وراره نوا يې ورته ډېر كم راتلو، خو دَ هغې په كردار او ګفتار كي دَ مسلمانۍ رنګ هغه نوره نوره وَ مثالي ښځي ته مونوله او دا هغه شيان وْ ، چي دَ سېلاني په ګټه تمامېدلو ګوا اوس هغوئ تر خپلو دومره په اخلاقي توګه ن
۱۵ فصل،له ابوالهول څخه تر ابوسېمبل پوري یُون
سېلاني يو ځل بيا دَ تاريخ له هنداري څخه ګړذونه پاكولو ورسته خپله څېره په كي ناڅاپه څه وليدله ، چي دَ وخت او مكان له قيد ه هم اّزاد شو نو ځكه خو په غلامانه حېثيت باندي هم لكه كاتب انهيرخاوْ، خو په بېلا بېلو نامعلومه نومونو باندي دَ فرعوني شاهي كورنئيو مهمه برخه چي څنګه وګرځېدلو نو تر ټولو له مخه چي يې كومه څېره سترګو ته راغله هغه وه دَ دې خاوري دَ فرعونانو فرعون رعمسيس الثاني څېره ، چې دَ يو داسي جلالي فرعون په حېثيت يې ځانته خداى وئيلو، چي له هېبته يې انسانا
۱۶فصل،دَ لمر خدائی په مرګ ... دَفېلکن خدائی زېږېدنه
په څورلسم اپرېل 1998 ع سهار وختي سېلاني هم له خپلو جماعتي ملګرو سره په پنځه خاليزه كشتۍ ، چي څلور باميزه وه او " الېګزېنډ ر دي ګرېټ" نائيل كروز نومېدله كي په خپل نامه باندي غوره شوي په 217 نمبرخوني كي چي څنګه سامان كښېښولو، نو كشتۍ هم په نيل درياب كي مخته روانه شوه نو ځكه هغه هم دَ كشتۍ په چهت باندي له درځنو سېلانيانو سره ولاړ دَ نيل درياب دَ دواړو څنډ و په بېلابېلو منظرونو كي خپل وجود په پنځو هغو شيانو كي كرار كرار سنجولو، چي دَ فرعونانو دَ عقېدې په سمون انسان امر كوي لكه ز
۱۷فصل،دَ ګلوبل سائن په نوم دَ رُوحونو تړون
دَ لوكسور او اّسوان دَ نائيل كروس دَ ورستۍ شپې دَ پېښي په باب دَ برايه ليدلي خوبونو دَ وسوسو سره ملګرى چي سېلاني دَ خپل ضمير سره په غال غال كي څنګه نن سهار تر خپل كلاس روم پوري وَ رسېدلو، نو چپ له هغه بل هيڅوك نه وْ لا راغلي هم په دې خو له خياله هغه خپل ځان دَ وسا له مخه وړوكى وړكى څرګند ولو او اوس به يې له وسا څخه دَ خپلو تېروتنو مافي اخيستله ، چي ناڅاپه دَ هغې رانا شامۍ په سلام باندي دَ سوچ له حصاره راوَ وتلو چي له جوره يې ځان دَ خپلي پاكي ميني ګناهګار ګڼلو نو ځك
۱۸ فصل،دَ اژدهاپه پوستکي کي نغاړلي سوپیس
" " سبا به ته او وسا وَ الجزائر ته ځئ " " هو، ځو خو دَ سوپيس دَ تپوس په ځواب كي چي څنګه سېلاني دا درې توري له خلې وَ ايستلو، نو هغې په لغازي موسكا كي ورته وَ وئيلو .. " " ګوا هلته به تاسو باقاعده اسلامي واده كوئ " " كېدلى شي " كېدلى نه .. بلكي دا حتمي خبره ده ، چي سبا سبا چي تاسو څنګه وَ رسېږئ ، نو به له ائيرپورټ څخه نېغ وَ مېرج هال ته ځئ" .. ". " زه نه يم خبر او بيا يې څه سوچ كو
۱۹ فصل،په الجزائر کي دَ وسا او سېلاني واده
دَ ائيرالجېريا په الوتكي كي څنګ په څنګ ناست وسا او سېلاني نن غرمه په يولس بجې دَ يوې هفتې دپاره الجېرز ته ځكه روان وْ ، چي نن ماښام يې هلته دَ واده ورستى رسم دَ عربي دستور په سمه لمانځل كېدلو دَ كوم دپاره چي يې مور اوخور هاجره له مخه لا تللي وې - " " الجېرين خلګ عربيان دي .. لاكن رسم او رواج يې بېخي زيات فرانسيسي دى " " ستا مطلب دا، چي زموږ دَ واده دا ورستى رسم به سېلاني به لا خپله خبره دَ وسا دَ خبري په حقله نوره سوال كوله ، چي ه
۲۰ فصل،په تپازه کي دَ انتهوني په نیت شک
" دا روډ دي دُوش مراد نومېږي ، چرته چي وَ دې ښار ته راغلى هر سېلاني يو ځل خامخا راځي دَ يوه اروپائي طرز جوړ روډ دواړو څنډ و ته دَ جوړو دوكانونو تر ميان جلالي موټر مخته وهلو سره سم دا خبره چي ماته ګوټه په انګلسۍ او عربۍ كي څنګه سرته په تندكونو وَ رسوله ، نو يې څه مخته په يو دوْ سړكونو باندي يوې بلي خواته راګرځولو ورسته يو وخت چي دَ ښائسته سپينچكي بندرګاه سره په څنګ څنګ كي تېرېدلو ، نو دَ موټر دَ شاپه سيټ كي ناستي وسا سر راغزولو سره سم وئيلو .. " " له دې