دَ  ائيرالجېريا په الوتكي كي څنګ په څنګ ناست وسا او سېلاني نن غرمه په يولس بجې دَ يوې هفتې دپاره الجېرز ته ځكه روان وْ ، چي نن ماښام يې هلته دَ واده ورستى رسم دَ عربي دستور په سمه لمانځل كېدلو ­ دَ كوم دپاره چي يې مور اوخور هاجره له مخه لا تللي وې -

" " الجېرين خلګ عربيان دي .. لاكن رسم او رواج يې بېخي زيات فرانسيسي دى 

 "   " ستا مطلب دا، چي زموږ دَ واده دا ورستى رسم به

سېلاني به لا خپله خبره دَ وسا دَ خبري په حقله نوره سوال كوله ، چي هغې  دَ خوږې خندا كولو ورسته وئيلو   ..

 " داسي څنګه ممكن ده .. واده خو به په  اسلامي طريقه كېږي ، زما دَ خبري مراد دا وْ ، چي لباس او دَ پارټۍ سټائل او اهتمام به فرانسيسي وزمه وي"

دومره وئيلو ورسته هغې دَ سگيلاني په لېچ باندي ځكه نوكان ورجګ كړلو، چي دَ هغه له خلې ناببره يوه كړيكه دَ خندا دَ هغې په دې خبره نه ، بلكې ناڅاپه په دې خبري سوچ كولو باندي وتلي وه ­ چي هغوئ به څو واره له يو بل سره ودېږي ؟ نو ځكه خو چي يې دغه خبره دَ وسا دَ پوښتني ورسته ورته وكړه ، نو هغې هم وَخندلو او مخته يي وئيلو  .. 

" " واده كول څه ټوكي نه دي او يو واده خو لا بل هم پاته دى

" " يا خدايه خېر .. هغه بيا چرته او تر كوم ژواكي اثر دلاندي؟

         "  " ولي پاكستان ته به نه ځو څه ؟

         "  ... " هو، رښتيا

سېلاني چي داسي وئيلو، نو يې بله خبره ورياده شوه او وسا ته يې مخ  ور اړَولو ورسته وئيلو  ..

" " ولي په پنځلس تاريخه خو هم لا  زما او ستا يو واده په قاهره كي كېد ونكى دى
 
" " هغه واده نه دى .. بلكې دَ ملګرو له خوا پارټۍ ده

دا خبره څه وه ؟ چي سېلاني ته بيا هغه ماربچكه ور په زړه شوه او يو ځل بيا له وسوسو سره ملګرى په دې سوچ كي ډوب شو  ..

" " چرته خو به هغه بيا له ما څخه نور څه نه غواړي؟

" " لاكن هغې خو قول كړى وْ ، چي هغه به بيا هغه نه زهيرَوي

" "په هغې څه باور..؟  هغه خو دَ ډ رېګون بچۍ ده

دا هغه وسوسې وې چي سېلاني يې يو ځل بيا تر هغو پوري له هره خوند ه ايستلى وْ ­  چي كله په الوتكي كي وَ ا لجئيرز سټي ته دَ كُوزېدلو اعلان نه وْ شوى ­ نو ځكه هغوئ هم  له نورو مسافرانو سره سم سيټ بېلټونه وَتړلو­ او جهاز دَ سمند ر په غاړي باندي جوړ دَ سوربخونو بامونو خواره واره ښار برسېره يوې بلي خواته ګرځېدلو ورسته په بوميدين ائيرپورټ باندي څه كښته شو، چي سېلاني ته په كي دَ اسلامي طور طريقو او عربژواكي اثراتو په ضد په سرو مغربي هاف سكرټونو كي نرۍ دنګي پېغلي په لومړي ځل څه ښكاره شوې ، چي هغه دَ وسا په هغو خبرو باندي يقين شو، چي هغې ورته په جهاز كي كړي وې -

          دَ ايئرپورټ دننه چي كوم هسك سړي سلام كولو ورسته چي دَ هغوئ بېګونه تر لاسه كړلو هغه دَ وسا وړوكى ورو مهدي وْ ، چي هغې به هركله يادَولو­ او بيا چي څنګه دَ مهدي په راهنمائي كي وسا او سېلاني له ائيرپورټ څخه دباندي وَ وتلو، نو تر دوْ درځنو زياتو سرو او سپينو وړو او غټو سړيانو او ښځو، چي په كي څلور پنځه پېغلي او وړې انجوني هم وې په هغوئ باندي داسي راټول شولو، چي په يو څو منټو كي يې دَ سېلاني او وسا غُوڅيان بيا له ډېرو مچو سره او شنه واړَولو­ نو ځكه خو چي سېلاني او وسا دَ هغې دَ اخښي جلالي شګيګن په ګاډۍ كي شاته دَ هغې دَ مور سره يو اړخ بل اړخ ته كښېنستلو، نو دَ مخ په سيټ كي له پلار جلالي سره ناستي وړې پرۍ وزمه څورلس كلني لُور امينه هند دَ بيا بيا " هاوْ  ار يُو"  " هاوْ ار يُو" كولو ورسته سېلاني هم ورته وئيلو  .. ..

        "  " اّئي اېم فائن .. وسا از فائن اېنډ ټل مي هاوْ ار يوُ ټو؟

لاكن دَ دې مخته چي هغه په " شكون" او " فېن " غوندي تورو باندي له وسا سره شروع وكړو، نو سېلاني پوهى شو، چي دَ هغې نوره انګلسي نه ده زده او نه يې دَ پلا ر زده وه ­ نو ځكه هغه له وسا څخه پوښتنه وكړه ، چي  ..

" " داسي راته ښكاري ، چي دلته هيچا ته انګلسي نه ورځي

" " هو، چپ زما له ورور عبدالقادر ، ترلې هودا او دې ماشومانو، چي اوس يې زده كوي لګيا دي

سېلاني به لا  اوس دَ وسا دَ خبري په ځواب كي څه وئيلو، چي جلالي مخ شاته اړَولو ورسته واي  .. 

        " " مي ، يُو ګو نادي سيدي فرج اوكې

         "  " اوكې اوكې

سېلاني چي داسي ورته اوكې تكرار كړو، نو وسا له خندا تكه شنه شوه او په خندا خندا كي هغوئ ته په الجېرين  ژبي ، چي په كي عربي او فرانسيسي نيمه نيمه ورګډ ه وه كي وئيلو  .. 

 " داسي راته ښكاري ، چي په دې يوې هفتې كي به دا سېلاني يا خو الجېرين ژبه زده كوي او يا به لېونى كېږي"

او بيا يې سېلاني ته دغه خبري چي څنګه وكړې ، نو هغه هم ورته په ټوكي كي داسي ځواب بيا كړو  ..

          " دَ لېونتوب امكانات زيات راته ښكاري"

" " هو، بې شكه .. نه يوازي ژبه ، بلكې دلته هر څه ستا له كلچره بېل او بدل هم دي 

سېلاني هم سرلا سم ورسره ښورولى نه وْ ، چي هغې وَ هغوئ ته په خندا كي څه وئيلو ورسته سېلاني ته وَ وئيلو، چي  ..

 " ما وَ دوئ ته وئيلو، چي نور خو نور .. دلته به هغه دَ پستې ډوډۍ په ځاى فرينچ برېډ ګوا اوږده او سخته ډبل روټۍ هم خوري"

هغې لا خبره سرته نه وه رسولي ، چي امينه هند مخ ور اړولو ورسته په خندا كي په ماتي ګوډي انګلسۍ كي داسي په جټهكو جټهكو وئيلو  ..

          " " مي ..كوك ...خُوبس يُو

         " " خُوبس ؟

هغې لا  په خبرو كي تندكونه خوړلو، چي وسا له خندا داسي شنه شوه چي له خلې يې دوه توري نه ختلو، نو ځكه امينه هم ورسره ملګري شوه او دواړو لا خندلو، چي جلالي واي  .. 

          " " لأ لأ  موُش خُوبس .. برېد برېد كوك امينه .. يُو

          " ښه .. نو دا وسا او امينه په دې خبري خاندي ؟ "  

         "  " يس يس

جلالي لا دومره وئيلي وْ ، چي وسا وَ سېلاني ته واي  .. 

         "  " ماته هم داسي ښكاري ، چي دلته به لېونى شې

او بيا يې مخته وئيلو  ..

         " " دَ دې ځاى اشارې هم ډېري له مشرق څخه بدلي دي

         "  " نو دَ دې مطلب دا شو، چي

" " يَه يَه .. داسي خبره هم نه ده ، زه به په خپله كورنۍ كي يو څوك لا دَ ټرانسلېټر په توګه پيدا كړم

 دَ ټرانسلېټر په توري امينه هند يو دم په ماشومه خنداكي واي  ..

          " " مي مي ترانسلېتر ګوود .. وېري ګوود

         " " بس بس ما او تا نو بيا ښه يو بل سره پوهى كړو

سېلاني چي دا خبره دَ هغې په لهجه كي په ماتو ماتو تورو كي څنګه وكړه ، نو وسا واي  ..

" " هو ،  امينه او دَ دې ورور سيد علي به دي له لاسه نيسي او دَ ړاند ه او كاڼه غوندي به دي ګرځوي

        "  " هو، چي ورك نه شم

         "  " زه هم په دې خبري وېرېږم

او بيا خود لكه چي هغوئ ته يې په الجيرين ژبه كي داسي وَ وئيلو  ..

        " " زه په سېلاني وېرېږم ، چي ورك نه شي

هو دَ دې خبري په ځواب كي خو يې موركۍ هغې ته وئيلو  ..

 " ګوا ولا ړ به وي په هغه كوڅه ، چي چرته يې كور وي ، خو پيدا كولى به يې ځكه نه شي ، چي نه دى دَ چا په ژبه پوهېږي او نه بل دَ ده په ژبه"

دا مجلس چي كېدلو، نو هغوئ په هواري او صفا هائي وې  باندي لاربا، الحراش ، البراكي ، قسطنيه ، القبه ، حسېن داي ، حېد ره ، بن عكنون ، بوزريعه ، زرالد ه ، دالي ابراهيم او بليد ه ، الجزائر وسط البلد او الشراقه نامي ښاري برخو ته تلونكي لاري شاته پرېښولو ورسته وَ ښي لاس ته ګرځېدلو سره سم يوه عسكري ګېټ ته ودرېدلو ­ او جلالي وَ عسكر ته واي  .. 

          " " موږ دَ جنرل محمد زناخري دَ كور خلګ يُو

دومره يې لا سم نه وْ وئيلي ، چي هغه عسكر ژر ژر ګېټ پرانستلو او چي موټر مخته رهي شو، نو وسا وئيلو  .. 

 " سېلاني ته خبر يې .. چي زما دَ خور خديجه مېړه ګوا زما اخښى په فوج كي په څلورو سترو جرنېلانو كي يو دى ؟ "

" " ښه ښه

هغه به نور دَ حېرت اظهار كولو، چي هغې ورته مخته وئيلو  ..

" " او دې شاته په موږ پسې راروان شين بخون كار دَ هغه دَ زوى اُسامه زناخري كار دى

سېلاني شاته سر اړولو ورسته چي لا " هو" ورته سم نه وْ كړي ، چي وسا مخته واي  ..

" " دَ خديجه درې زامن دي ، چي اُسامه ، لامين او بلال نومېږي .. لُور نه لري

ګاډياني چي دَ مخامخ سمند ر په څنډ ه باندي جوړ نادي سيدي فرج نامي كلب ته سمي نه وې رسېدلي ، چي امينه هند هم دَ خپلي كورنۍ پېژندګلوي له سېلاني سره داسي وكړه  ..

 " پاپا جلالي او ماما هاجره پرته درې خوندي سميره ، غنيه او حيات په چپه ورور فريد چي دې وخت په روس كي دَ فلائټ انجينئيرنګ سبق واي تر هغې مشران دي او سيدعلي يې كشر ورور دى"   

_ 2 _

          واده څه وْ ؟ له اسمانه حوري په مځكي باندي راكښته شوي وې چي دا غټ هال يې په رنګونو او ښائستونو باندي داسي شاعرانه كړى وْ ، چي كله هلته په غټ سټېج باندي دَ ګلونو په ميان كي سېلاني له وسا سره ناست وْ ، نو يې زړه غوښتلو، چي ور ولاړ شي او له هغو درځنو پېغلو سره يه اتڼ اخته شي ، چي دې وخت دَ الجېرين سندرغاړو په سندرو او سازونو باندي لكه دَ سمند ر دَ اوبو څپې كراركرار ځنګېدلې -

 " هغه په سپين كميس كي دَ ګونډ و تر سره پټه پېغله چي رقص كوي هغه دَ امينه پېغله خور حيات ده او ورسره نورو دوْ پېغلوكي يوه زما دَ ورور انجنئير عبدالقاد ر سكاني لُور زبيد ه او بله زما كزن بشيرا ده..او دا هسكه پېغله چي ويډيو كېمره يې په اوږه يښي ده او فلم جوړَوي زما بله ترله هودا نومېږي"

وسا چي څه وخت څوكه غوندي دا خبره ورته كوله ، نو جنرل محمد زناخري له خپلي مائينې  خديجه، چي دَ وسا خور وه سره ملګرى راغلو او دَ دې ځاى دَ رسم په سمون يې له هغوئ سره پرتو چوكيانو باندي كښېنستلو ورسته ويډيو جوړه كړه ­ ګوا هغوئ لا نه وْ ولاړ شوي ، چي انكل عمر له خپلي مائنې سره ګوډېدلى راورسېدلو­ مخته ډاكټر هادي له مائنې جهيد ه او قادرسكاني له زوى زوهېب او مائنې راديه سره ځانونه دَ توفيق او هودا په كېمرو كي دَ وسا او سېلاني په خوشاليانو كي ور ګډ كړلو -

" دا واده دى كه ستا فېشن شو، چي ګهړۍ ګهړۍ دي تر واډروب پوري په يوې جامې كي وړم او په بلي نوي جامې كي راوړم "

په څلورم ځل چي سېلاني له واډروب څخه وسا دباندي هال ته لاس په لاس راويستله ، نو يې دَ كېمرو په فلشونو كي څوكه ورڅخه پوښتنه څه وكړه ، چي هغې په څنګلي وهلو ورسته په موسكا كي ورته وئيلو  ..

         "  " داسي خو كېږي دلته ودونه

او بيا دواړه دَ سټېج په لور روان شولو ­ لا كښېنستي نه وْ ، چي دَ وسا دَ كورنۍ تر دوه درځنه زياتي  پېغلي او سړي ورباندي رامات شولو او شاوخوا يې دَ عكسونو اخيستلو په نيت ودرېدلو  .. 

        "  " ګوود مېريج ار نو ګوود؟

          " " يس ګوود وېري وېري ګوود

سېلاني چي دَ امينه دَ وړې ژبي په ځواب كي هغسي په وړو ماتو تورو ځواب بيا كړو، نو حيات او زبېد ه هغې ته وړه ديكه وركولو ورسته په خپله خپله لهجه كي دا يوه خبره داسي تكرار كړه  ..

         "  " ناتي ناتي امينه .. شي نات ګوود .. بېد بېد ګرل

دا خو لا ښه وْ ، چي زوهېب، بلال او سيد علي راغلو ، ګني دې پېغلو به له سېلاني څخه بيژوګى جوړ كړى وْ ­ او وئيل يې  .. 

         "  " دونت مائند .. دې ار بېد بېد ګرل

          " لأ لأ .. موش بېد ګرل .. ګووود ګووود ګرل

دَ حيات په دې خبري باندي چي ټولو په يوه صلاح څنګه وَخندلو، نو سيد علي رامخته شو او بيا يې ټولي انجوني داسي وَ شړلې لكه هغوئ چي ډېري اړامي وي او هغه خپله ډېر ښه .. خو په دغه دوران كي مشره خور هاجره ورته راورسېدله او په ډكه خله خندا يې سېلاني او وسا ته مينه وركولو ورسته تر منځه له پېغلي سميرا سره په ګډ ه داسي عكس واخيستلو لكه هغې چي دا دواړه سره يو كړي وي ­ دغه رنګه  اُسامه ، بلال ، غنيه ، مهدي او له زاړه بوعالم څخه تر پېغلي هودا او زهره پوري څه ، چي رك تر واړه  عماد پوري هر يو سټېج ته دَ عكسونو اخيستلو په نيت په خپل خپل وار را ورسېدلو -

          لنډ ه دا، چي دَ شپې درو بجو خواته څنګه دا مېله دَ موسيقۍ سره سمه دوام ته وَرسېدله ، نو دَ جنرل زناخري زوى اُسامه په ګاډۍ كي  وسا او سېلاني دواړه دَ هغه بيچ هاوْس په لور بوتلو، چرته چي به هغوئ دا درسته هفته تېرَوله -       

_ 3 _

 " زما پلا ر چي حميد ه سكاني نومېدلو دَ دې هېواد يو نامي باكسر وْ او په ډيرو نېشنل مقابلو كي يې برخه اخيستي وه .. خو چي كله دَ فرانس خلاف دَ خپلواكۍ جنګ پئيل شو، نو زما پلار په كي دَ لومړي صف مجاهد وْ او هغه شهيد شو، خو زما نه يادېږي .. ولي چي زه ډېره وړه وم" 

په دې بله ورځ سهار وختي دَ بيچ هاوْس په برانډ ه كي دَ سمند ر دَ شنو څپو سېل كولو په وخت چي وسا دَ كوفي مګ په لاس كي نيولى چي څنګه داسي وئيلو، نو سېلاني ورڅخه پوښتنه وكړه  .. 

" " نو بيا چي دا هېواد اّزاد شو، نو تاسو سره حكومت څه كومك وكړو؟

 "په جنګ كي زما له " بابا " سره موركۍ " ماما " هم ملګري وه.. دَ خپلواكۍ تر لاسه كولو ورسته حكومت زما پلا ر قامي شهيد او موركۍ غازيه ډيكلئير كړه او موږ ته يې دَ مځكو راكولو پرته په سركاري نوكريانو كي مراعاتي كوټه هم وَټاكله"

او بيا يې دَ كوفي غټ غوړپ تر غاړي تېرَولو ورسته وئيلو  ..

          " " موږ له اصله تُرك يُو

        "  " تُرك .. هغه څنګه ؟

 دَ سېلاني دَ حېرانتيا ورسته هغې وَ وئيلو  ..

 " هغه داسي .. چي ډېر پخوا زما ور نيكه له هغو تُركيانو سره دلته راغلى وْ ، چي په دې هېواد يې قبضه كړي وه"    

" " نو دَ دې وطلب دا شو، چي تاسو دَ تُرك له هغه خاندانه سره اړه لرئ ، چي باچهان پاته شوي دي ؟

هغې نوږې څنډلو ورسته وئيلو  ..

 " زه نوره نه يم خبره .. خو دلته دَ سكاني فېميلي يوازى كورنۍ دا زموږ كورنۍ ده او سكانيان په تُركي كي اوس هم په ډېر شمېر اّباد دي"

وسا به لا نور څه دَ خپلي كورنۍ په باب وئيلو، چي دَ هغې ورور عبدالقاد ر سكانياو جلالي سره له بلال ، زوهېب ، زبيد ه ، سيدعلي او امينه هند ورته راورسېدلو او بيا دَ خېرخېريت دَ حال احوال كولو ورسته خبري دَ الجزائر دَ دولس سوه كلوميټره ساحلي سيمي په لور لاړې غبرګي شولې ­ چي دَ هغوئ په قول درسته كوسټل ائيريا په ښاري سيمو اّباده ده او نوره علافه چي په كي رېګستاني صحراګاني زياتي دي كي ګېس او تېل دومره زيات پيدا كېږي ، چي دَ هېواد 95 فيصده اّمدني ترې تر لاسه كېږي -

       .. خبري به لا نوري كېدلې ، چي سيدعلي او امينه په ګډ و باندي داسي ضد وكړو

          " " درځئ چي وَ لامبو

" " هو، سېلاني انكل او وسا تاتا به هم له موږ سره وَ لمبېږي
كه څه هم ډاكټر وسا ورسره دا خبره نه منله ، خو بيا چي څنګه  سېلاني هم دَ هغو ځوانانو په ضد ورسره خوښه كړله ، نو  په نه ساعت كي ټولو دَ سمند ر وَ شنو اوبو ته ځانونه وَ هم سپارلو ­ لنډ ه دا ، چي څنګه څنګه وخت مخ په وړاندي څكېدلو، نو دَ وسا دَ كورنۍ ځوانان او پېغلي دَ لامبلو په نيت په اوبو ورګډېدلو  ..

" " دلته دَ بيچ په دې برخه كي تش ستاسو دَ كورنۍ له خلګو په چپه نور ولي نه ښكاري ؟

سېلاني چي له ډېره وخته په دې خبري كي سوچ بند وْ اّخير هم چي له وسا څخه پوښتنه وكړه ، نو هغې ورته وئيلو  .. 

 " هغه ځكه ، چي دا ائيريا دَ جنرل زناخري دپاره غوره كړل شوي ده او بل هغه په نيږدې دوستانو عزيزانو باندي هم ستا دَ تحفظ له لاري په لامبلو نن سبا بندېز لګولي ده  ..

" " لاكن په ما باندي څله هغه وېرېږي ؟

 " په دې ، چي تر اوسه لا زموږ په هېواد كي حالات دَ مذهب پرستانو دَ تخريبي چارو له سوبه موافق نه دي او هغوئ كله كله غېر ملكيان اغوا يا مړه كوي"

وسا چي داسي وَ وئيلو، نو سېلاني ورته واي  ..

          " " نو بيا ماته احتياط ساتل په كار دى

        "  " هو، بېشكه

او بيا يې دَ خندلو ورسته وئيلو  .. 

         "  " هغسي هم دَ دُښمنانو كمى نه شته

كه څه هم هغې دا خبره هسي وكړه ، خو سېلاني داسي وَګڼلو، لكه هغه چي هم دَ سوپيس په رنګه  په هر څه باندي خبره وي - 

_ 4 _

" " سېلانيه .. وايه هلته ستا په هېواد كي هم ښځي او سړي په بيچونو (ساحلونو)كي يوځاى سره لامبي ؟

          " " يَه .. كله هم نه

 " ګوا دَ فېميلي خلګ هم تر خپلو داسي په ګډ ه نه لمبېږي لكه نن چي زما دَ فېميلي خلګو لامبلو ؟ "

له بيچ څخه بيرته څنګ په څنګ دَ بيچ هاوْس په لوري دَ تللو په وخت دَ وسا دَ دې تپوس په ځواب كي لا يو ځل دَ سېلاني په زړه كي راغلو، چي ورته وَ واي ، چي .. دَ هغه په هېواد كي ښځي په بيچونو باندي لمبېدل څه .. چي نرګاړي لاهم له جامو سره دَ نورو خلګو وَ مخ ته شي لمبېدلى ­ خو دَ وئيلو همت يې كېدلى شي چي په دې نه وكړو، چي چرته هلته دَ تګ له مخه هغه زړه ماتي نه شي ­ نو ځكه يې خبره په سره وَ پېچله  .. 

 " اول خو زما په هېواد كي بيچونه نه شته او بل هلته دريابونه ډېر دي .. ګوا په پنجاب كي ، چي چرته يې په څنډ و كي خلګ په دوبي كي لمبېږي"

وسا دَ هغه په دې خبري لكه چي دَ هغه دَ هېواد دَ خلګو په باب دَ روايت پسند ۍ هغه شك په يقين كي بدلېدلو ته تابيا وكړه، چي هغې څه وخت مخكي په قاهره كي دَ پاكستان په هكله دَ يو ليدلي ډاكومنټري په باب داسي كړي و ه  ..

 " ښكاري راته داسي لكه ستاسو دَ هېواد او دَ انډينو تر منځه نه يوازي توپير ډېر ګران كار دى بلكې دَ ژوند لاري چاري يې يو رنګه څه چي لا هم هغسي پخوانۍ او روائتې دى"

 لاكن هغې هم مخته هيڅ ځكه نه وَ وئيلو، چي امنه هند په چپه دَ هغې دَ كورنۍ نورو ماشونانو يو ځل بيرته سېلاني په ځان دَ رقم رقم داسي تپوسونو له سوبه حريان كړى وْ ، چي هغه نه دَ خپل دانش دَ ورستنۍ هڅي پرته هم نه ورباندي پوهېدلو ­ خو ورسره سم په اوتو بوتو كي ګڼېدلو ځكه ،  چي دَ هغوئ په سترګو كي يې دَ ځان په باب بېخي زيات احترام او مينه له ورايه داسي سنجوله ­ لكه هغوئ ټوله چي نه يوازي سره سپين پښتانه وي بلكې دئ هم له هغو څخه اړه لرونكى يو الجزائرۍ وي .. خو بيا هم تر خپلو په خبرو څه چي په اشارو باندي لا هم نه سره پوهېدلو ­ هم ځكه خو دَ دې هرڅه پرته هم دَ سېلاني په ذهن كي دَ وسا دَ تپوس ګوا " په بيچونو باندي دَ ښځو دَ لامبلو " په رڼا كي دَ ځواب په لټون كي دا يو سوال دَ وسوسې په توګه وار وار راپورته كېدلو ، چي  ..

 " چرته په پاكستانۍ روايتي قفس وزمه ټولنه كي دَ اوسېدلو له سوبه به دغه وزر داره پرۍ  وسا له ډېري ساتنګۍ يوه ورځ له بيرته دَ هغه دَ خوب او خيال وَ ټاپوګانو ته كوچېږي خو نه ؟ "

هو، كه څه هم هغه دَ هغې په ميني باندي بېخي زيات غره او باوري وْ .. خو دَ هر څه پرته يې هم دَ هغې وَ وزرونو ته اور پوري كول ضمير ګوره چي څله نه منلو -