" " سبا به ته او وسا وَ الجزائر ته ځئ
" " هو، ځو خو
دَ سوپيس دَ تپوس په ځواب كي چي څنګه سېلاني دا درې توري له خلې وَ ايستلو، نو هغې په لغازي موسكا كي ورته وَ وئيلو ..
" " ګوا هلته به تاسو باقاعده اسلامي واده كوئ
" " كېدلى شي
" كېدلى نه .. بلكي دا حتمي خبره ده ، چي سبا سبا چي تاسو څنګه وَ رسېږئ ، نو به له ائيرپورټ څخه نېغ وَ مېرج هال ته ځئ"
.. ". " زه نه يم خبر
او بيا يې څه سوچ كولو ورسته ورڅخه پوښتنه وكړه ..
" " لاكن ته څه خبره شوې ؟
سېلاني يو دم له حېرته سوال ترې وكړو ..
" ډئير ...!. ته ځانته ډېر هوشيار واې ، خو زه هم سترګي ويښي او غوږونه خلاس لرم او نور خو نور بلكې .. "
كه څه هم سوپيس خبره تر سره رسولو په ځاى دلته پرېښوله ، ولي چي سېلاني دَ هغې په داسي وينا كولو سر خلاس شو، او بيا يې مخته ورته وئيلو ..
" " نو بيا دُعا راته كوه ، چي خداى دي يې دَ خېر واده كړي
" وي به دَ خېر.. خو كه تا بې خېري په كي نه وكړې جوړه"
" " زه به په خپل واده كي څله بې خېري كوم ؟
سېلاني به نوره خبره مخته وړله ، چي سوپيس په مكرجني موسكا كي ورته وَ وئيلو ..
" نو بيا خو دَ سبا ترغرمي پوري له تا سره لا ډېر وخت شته او زه نه غواړم چي خواست درته وكړم ولي چي ته خپله ښه پوهېږې چي زه څه او ولي غواړم ؟ "
دومره وئيلو ورسته چي يې ټېليفون څنګه بند كړو ، نو سېلاني له بېلا بېلو ويرو سره يو ځل بيا داسي مخامخ شو، چي ګهړۍ ته يې په وار وار كتلو او په فلېټ كي يې يوې بلي خواته ګرځېدل داسي پئيل كړو لكه هغه چي ځان دَ سوپيس دَ غوښتتني په حق وخت ټاكنه يا يې په ضد باندي دَ خپلو جذبو پارَونه ورستئيو پولو ته رسوي چي ډاكټر پُوسامنانګ له خپلي خوني دباندي راوتلو ورسته له هغه څخه تپوس وكړو ..
" " څه پرېشاني ده دوسته سېلانيه ..؟
" " هيڅ نه .. بس دا سوچ مي كولو، چي سبا به هلته په الجزائر كي په واده كي څه راسره كېږي؟
" " هغه به كېږي ، چي له هر چا سره كېږي او بيا له تا سره خو يو ځل مخ كي هم شوي دي
" " يو ځل مخته هم شوي دي .. مګر څه ؟
سېلاني به لا دَ پُو په دې خبري باندي نور پرېشانه كېدلو، چي هغه ورته دَ لومړني واده خبره څه وكړه ، چي دَ هغه زړه په ځاى شو او بيرته يې دَ سوپيس په دهمكۍ باندي داسي غور شروع كړو ، چي .. هغه ته په كار دي ، چي له هغې سره نن په نېغه خبري وكړي -
نو ځكه خو دَ مازيګر لمونځ كولو سم دستي بيا سېلاني له داسي وسوسو سره دَ سوپيس دَ فلېټ په لور روان وْ ..
" " كه هغه يوازي وه ، نو به هم دَ هغه په حق كي نه وي ښه او كه فلوريتا وه نو به هم
او بيا يې په خپل ځان ځكه وَ خندلو، چي فلوريتا خو په هسپتال كي داخله وه او پرون سهار لا هغه ليدلي وه لاكن څنګه څنګه چي هغه دَ سوپيس دَ فلېټ په لور لاره لنډَ وله ، نو هغسي هغسي يې وېرې نوري نوري مرګحاله كېدلې خو بيا هم پښتون وْ او خپلي هوډي اخيستى ورته روان وْ -
_ 2 _
" " راځه راځه سېلانيه .. ما دي هم انتظار كولو
سوپيس وَ سېلاني ته لاس وركولو ورسته په موسكا كي چي داسي وَ وئيلو، نو سېلاني پوهى شو، چي نن يې بيا خېر نه شته نو ځكه يې غېرت او همت سره ملګرى كړو او ورته يې په مصنوعي خندا كي وَ وئيلو ..
" " هو، ولي نه .. ته خو زما هغه خواخُوږي يې ، چي دَ دوستۍ په نوم ډېره خوږه دُښمني كوې
" په دې كي خو شك هم نه شته چي ته زما دوست نه بلكې اشنا يې .. پاته شوه دَ دُښمني خبره نو په هيڅ اړه هم دُښمني نه وايم چي دَ ميني جنون دى جنون"
او بيا سېلاني په صوفې باندي كښېنستلو ورسته شاوخواته سترګي ځغلولو سره سره په مصنوعي موسكا كي ورته وئيلو ..
" " وايه سوپيس .. دا يم درته راغلى يم
" " مننه دَ راتلو دپاره .. خو خبره دا ده ، چي
" " بيا څه خبره ده ؟ يو خو ستا له دې بلېك مېلنګه تنګ راغلم
" " بلېك مېلنګ ..؟ دَ كوم شي بلېك مېلنګ ډارلنګ ؟
مخامخ ورته په وړوكي مېز باندي كښېنستلو ورسته چي هغې دومره له خلې لا سم ايستلي نه وْ ، چي سېلاني هم لږ غوندي ورته زيږ شو ..
" تا خو ماته په سينائي كي وئيلي وْ ، چي ته به بيا ما نه تنګوې"
" نو اوس ما كله تنګولې وايه ..؟ زه خو په خپلي خبري باندي ولاړه يم .. دَ معاهدې خلاف ورزي خو بيرته تا وكړه"
" " څنګه خلاف ورزي ؟
سېلاني په حېرانتيا ورڅخه تپوس وكړو -
" هغه دا ... هو ، كه ستا ياد وي چي زما او ستا تر ميانه دا خبره شوي وه ، چي ته به له ډاكټر وسا سره په پټه باندي په كورټ كي واده كوې .. نه چي داسي په ښكاره او ډهول دمامو كي لكه دا وه چي دي كړو"
سېلاني به لا دَ دې خبري په ځواب كي څه وئيلو، چي هغې مخته په دړدېدلي غوندي اداكارانه ژغ كي ورته خله داسي وكړه ..
" " اّخير زه هم زړه لرم ، انسان يم .. داسي دَ سترګو وړاندي دَ جهان له مخه دَ خپل زړه قتل چرته سهلى شم
" لاكن ما دا هر څه په ارادي توګه نه دي كړي دا خو دَ هشام مخلوف او ډاكټر سكاټ خوښه وه ، چي زموږ واده دي دَ سټوډنټس انټرنېشنل ډې په ورځ اعلان شي"
هغې په سړه سينه دا خبري اورېدلو ورسته دَ هغه په سترګو كي سترګي اچولو سره سم ورته ګويانه شوه ..
.. " " نو اوس دا بيا زما خوښه ده چي
" .. " چي څه وكړي گ؟
" " دا.. چي تر وسا له مخه دي دَ ځان كړم
" دا څه واې ..؟ زه خو دَ وسا په نوم دَ هغې دَ مېړه په توګه په دُنيا كي اعلان شوى يم او سبا به باقاعده واده هم كوْ"
.. سېلاني به لا نور څه وئيلو، چي هغې داسي په پسخوندي موسكا كي وار لاس ته كړو
" لاكن زه خو دي دَ همېش دپاره نه ، بلكې تش دَ يو او اّخيري ځل دپاره دَ ځان په نوم ليكم .. هو، هغه هم دَ جهان له سترګو پټ ..
دا خبره څه وه ؟ چي دَ سېلاني مازغه ورته وَ يښېدلو او په زوره يې مخته پروت مېز ټكولو ورسته چي څنګه له خلې څخه دَ " ناممكن" تورى وَ ايستلو، نو هلته دَ فلوريتا له خوني يو ژغ راوَوتلو ..
" " څوك دي دباندي چي په زوره خبري كوي؟
" " زه يم زه فلوريتا ډئير او دا سېلاني دي حال پُوښتلو له راغلى دى
" " فلوريتا..؟ هغه تر پرون سهاره پوري په هسپتال كي نه وه
" وه په هسپتال كي .. پرون ماښام خو راغلي ده"
اوس به سېلاني شكر كولو چي سوپيس هغه تر لاس وَ نيولو او بيا يې له ځان سره ګنډلى چي دَ فلوريتا دَ خوني په لور څنګه وړلو ، نو څوكه لاكن په لكرجني لهجې كي ورته وَ وئيلو ..
" ګوره تا ته دَ ډېري څالاكۍ كولو ضرورت نشته.. زه په دې هم خبره يم چي ته له رناشامۍ سره په نائيل كروس كي ملا وْ شوى وې لاكن ما هيچاته نه دي وئيلي "
" " دا څه واې ؟
" " صحيح وايم ، ولي چي هغه خو هم ما
سوپيس په دې ځاى خبره ختمولو ورسته چي څنګه څوكه غوندي دَ فلوريتا دَ خوني ور وَټكولو، نو سېلاني له خپل تندي څخه خولې وچولو ورسته ورته وئيلو، چي ..
" " ګوا هغه هم ستا پلان وْ
" " دغسي يې ګڼلى شې
او بيا يې دَ فلوريتا له خوا دَ " يس" او " نو" انتظار كولو بغېر خوني ته سېلاني له لاسه نيولى بوتلو -
_ 3 _
له فلوريتا سره هېلو هاى كولو او دَ هغې دَ ناروغۍ په باب پوښتنه كولو ورسته سېلاني چي له فلېټ څخه دباندي راوتلو، نو سوپيس ورته وئيلو ..
" " لا خو لومړى ماښام دى تر سبا پوري غونډ ه شپه تر ميان ده
سېلاني يو ځل هغې ته او بيا شاوخوا كتلو ورسته چي څنګه سر په هغې باندي دَ افسوس كولو په نيت وَ ښورَولو، نو سوپيس دَ اجازې وركولو په نيت لاس ورته غزَولو په وخت بيا وَ وئيلو ..
" " څنګه وه رناشامۍ ؟
" " زه لعنت ورباندي لېږم
" " له زړه واې او كه دَ زړه برسېره په خله ؟
او بيا يې خپله وئيلو ..
" " نر يې ، خو دَ نر غوندي خبري هم كوه
داسي وئيلو ورسته يې سېلاني ته دباندي ديكه وركولو ورسته يو دم داسي په زوره دروازه بند ه كړه ، لكه هغې چي دَ سېلاني دَ وژلو او دَ وسا دَ تباهۍ باقاعده اعلان كړى وي نو ځكه خو بيا سېلاني وْ او دَ رنا شامۍ په باب دومره كركه ، چي دَ حد ټاكنه يې نه شوله كولى او غوښتلو يي ، چي اوس اوس يې فلېټ ته ځان وَ رسوي او ښه ورباندي زړه سپك كړي -
كه څه هم دې وخت سېلاني دَ رنا دَ فلېټ په لور نه وْ روان ، خو په زړه كي يې دا خبره جوړه كړي وه ، چي هغه به وَ منوېلا مورتي ته دَ هغې او دَ سوپيس دَ دوستۍ په باب واي ..
" لاكن اوس خو به څوك هم دَ سوپيس په ضد خبره نه مني ، ولي چي هغه خو نن سبا دَ يوې ښې مسلماني په حېثيت پېژندل كېږي"
دا خبره چي يي څنګه وَ مزغو ته راغله ، نو يې سم دستي دَ سوپيس په دهمكۍكي تر اوله هم زياته ويره وَ سنجَوله نو ځكه خوخپل فلېټ ته لا نه وْ رسېدلى ، چي له هغې سره يې نن نن په يكړى كي ليدل دَ ځان او دَ خپلي ميني په حق كي وګڼلو او په نه ساعت كي دَ ښي لاس په كوڅه كي جاروتلو او په غټو ګامونو يې تر هغه ليري كال بُوتهـ پورې ځان ورسولو، چي اكثره به يې ورڅخه خپل هېواد ته فونونه كولو -
" سوپيس زه له تا سره نن ماخَستن يولس بجې خواته چرته يوازي ليدل غواړم"
" " ډېر ښه ، ډېر ښه .. لاكن يولس بجې خو ماخُستن نه ، بلكې شپه وي
په " شپې" باندي زور وركولو په وخت كه څه هم سېلاني دَ هغې په اشارې پوهى شوى وْ ، خو بيا يې هم په يولس بجې باندي ځكه تكرار كولو ، چي هغه خبر وْ ، چي تر دې له مخه خو هغه له وسا او ملګرو څخه ځان هم نه شو خلاسولى -
" " لاكن چرته به سره وينو؟
" " په هغه كارنيچ كي جوړ په لورز پوائنټ باندي ، چي ته هره شپه له وسا سره ليدل كتل كوې
" " ښه .. نو ته په دې هم خبره يې ؟
هغې دَ خندلو ورسته ورته وئيلو ..
" " هو، دا لا څه ؟ چي زه په دې باندي هم خبره يم ، چي وسا نن سبا فلېټ ته دننه هم درځي
.. ټېليفون ږدلو ورسته دَ سېلاني په زړه كي نور خو نور، بلكې دا ويره هم ورننوتله ، چي
" چرته ډاكټر وسا خو هم دَ هغې تهائي ډرېګون ملګري نه ده ؟ "
بيا يې مخته په ځواب كي داسي سوال له ځانه وكړو ..
" " كه يي وسا ملګري نه ده ، نو بيا زما او دَ هغې په هر پروګرام دا سوپيس څنګه خبرېږي ؟
او دَ څه سوچ كولو سم دستي يې خپله دَ دې راپورته شوي خبري په ځواب كي داسي شك ظاهركړو، چي ګني ..
" " دا زما او دَ وسا نيږدې ملګري خو هم چرته دَ هغې دَ لاس خلګ نه دي ؟
كه څه هم سېلاني دا خبره په يقين سره نه كوله ، خو بيا چي يې دَ سوپيس وَ چالاكۍ او مكر ته پام شو ، نو له ګمانه يې په هره هغه څېره كي دَ سوپيس سترګي تر نظره څه شولې ، چي دَ سي ډي سي درستي انجوني يې دَ هغې په حصاركي ورګېر شوي وګڼلې نو ځكه خو يې دَ رنا په باب دَ جوړ كست په سمون وَ منوېلا مورتي ته هم هيڅ په دې نه وَ وئيلو ، چي هغه خو هم په هغو پېغلو كي يوه وه ، چي له سوپيس سره يې لږ يا ډېر مراسم درلودلو-
_ 4 _
لا خو دَ شپې وَ يولس بجو ته پنځلس منټه پاته وْ ، چي سېلاني له فلېټ څخه دباندي وَوتلو او اوس به يې دَ كارنيچ په لور ګامونه اوچتولو، چي ډاكټر وسا له پېغلي منال سوډانۍ سره ملګري په منډ ه منډ ه ورته راورسېدله ..
" " وسا .. خېر خو دى ، اوس خو تللي وې څنګه بيا راغلې ؟
" " هو، خېر دى .. دې منال راته يوه ښه مشوره دَ واده دَ پارټۍ په باب راكړي وه هغه مي له تا سره څېړله
" " لاكن پارټۍ ته خو لا ډېر وخت پاته دى
" " ته پرېږده لاكن واكن .. درځه چي كارنيچ ته ځو هلته به يې فېصله كړو
او بيا چي يې څنګه سېلاني تر لاس نيولى دَ كارنيچ په خوا روان كړو، نو سېلاني ته په زړه كي هغه راپيدا شوي دَ نن ماښام شك ريښتونى غوندي رابرسېره شو خو بيا يې هم خپله اّخيري هڅه داسي وكړه ..
" " كارنيچ څله؟ درځئ ، چي زما په فلېټ كي كښېنو
كه څه هم منال ورسره دا خبره خوښه كړي وه ، خو وسا وه ، چي ضد يې كولو او سېلاني يې اخر هم دَ كارنيچ وَ هغه رېسټورېنټ ته وردننه كړلو، چي هغه او سوپيس به اوس دَ څو منټه ورسته په كي ملاوېدلو-
هغوئ درې واړه لا سم نه وْ كښېنستي چي سوپيس هم راورسېدله په موسكا يې له منال او وسا سره لاس ملاولو ورسته چي سېلاني ته لاس وَ غزولو، نو يې ناببره له خلې ورته دَ هېلو هاى په ځاى " سي يُو" څه وختلو، چي بيا كه څه هم هغو درو واړو په دې تېروتني خندلو، خو سېلاني ښه پوهـ شوى وْ او دَ سوپيس خشم يې دَ هغې دَ پراخ تندي په نرئيو ګونځو كي ليكلى حرف حرف لوستلو خو وئيلى يې هيڅ ځكه نه شو، چي هغه ځان دَ دې وخت دَ دغو درې واړو په قبضه كي ګڼلو نو په دې خو پټه خله ناست وْ او له وسا سره يې هره خبره خوښوله لاكن چي به يې كله سوپيس ته پام شو، نو ځان به يې په مړو كي وَ شمېرلو او سترګي به يې كُوزي كړې -
كه څه هم په كارخو دا وْ ، چي سېلاني دَ سوپيس سره دَ كړي قول په سمون اوس په دې وېرېدلى ، چي چرته هغه دَ خپل ضد دِ نيمګړي پاتېذلو له سوبه هرڅه هرڅه وَ وسا ته نه وَ واي لاكن هغه وْ ، چي داسي هيڅ قسم ويره يې زړه ته ځكه نه راتله چي هغه دَ نن دا ملاقات دَ سوپيس ، وسا او منال تر منځه اتفاقي نه بلكې ارادي تصور كولو هم په دې خو يې چي څومره ترهه له سوپيس څخه كېدله .. په هغومره كركه يې هغو نورو دوْ ته هم په داسي نيت كتلو لګيا وْ لكه هغوئ چي ځان ځانته بېلي څېرې نه .. بلكي دَ هغې تهائي ماربچكي دَ څېرې خد وخال وي -
دَ ګهړۍ ستني دَ شپې له دولس بجو څخه اويښتي وې ، چي هغوئ څلور واړه څنګه خپلو خپلو فلېټونو ته په يوې بلي كوڅې كي ځله وَ ويښل شولو نو سېلاني دَ خپلي وسا او منال دَ ايمان په باب راپيدا شوْ شكمن شيطاني سوچونو باندي دَ تُوكلو ورسته مخته په خپله كوڅه كي تېر شو-
ګوا سېلاني هم يو ځل بيرته خپل ځان په هغوخوشبختو كي وَګڼلو، چي ژوندي وْ لاكن يَه.. هغه دومره هم خوش قسمته نه وْ ولي چي هغه څنګه وَ خپل فلېټ ته په ختلو پوړيانو كي بالا ختلو ته تابيا وكړه ، نو له شا ورپسې سوپيس ګوره چي په كومو پټو لارو باندي ورته را وَ رسېدله او ژغ يې ورباندي وكړو ..
" " سېلانيه .. زما خو زړه غواړي ، چي په چاړې باندي دي غوښه بوټۍ بوټۍ كړم او اومه اومه يې وَخورم
" " څله ؟ بيا مي څه كړي دي ډئير ؟
سېلاني چي دا خبره كوله ، نو يې بدن له ډېري ويري داسي رپېدلو لكه په هغه باندي چي سوپيس نه بلكې يوې بلاګۍ دَ هغه دَ خوړلو دپاره غژبوژى كړى وي -
" " څه دي نه دي كړي ..؟
سوپيس دا يو څو توري له خلې څخه چي كله ايستلو ، نو يې څنګ ته وَ هم رسېدله.. او مخته په لنډ و لنډ وساهګانو كي ورته واي ..
" " تا خو دا سوچ كړى وْ ، چي هغه زما دُښمنه وسا به دي راڅخه خلاس كړي
" " يَه داسي خبره نه وه.. ته غلطه پوهى شوي يې
وسا په رپېدلي ژغ كي ورته چي داسي په عاجزۍ باندي خپل عذ ر وړاندي كړو، نو هغې تر لاس نيولو ورسته ورته وَ وئيلو ..
.. " " زه غلطه نه .. بلكې تا نه غوښتلو چي
سوپيس چي څنګه په اوچت ژغ كي دا خبره لا سمه سرته نه وه رسولي ، چي سېلاني يې په خلې باندي لاس يو دم ږدلو ورسته ورته وئيلو ..
" " سوپيس .. څوكه ژغېږه خلګ خو نو مه راباندي خبرَوه پليز
" " نو بيا درځه چي ځو
.. هغې دَ سېلاني لاس له خلې ليري كولو ورسته ورته په پُوسكي كي وَ وئيلو
" " هو، ځو به
سېلاني هم ورسره خوښه كړه خو بيا چي هغوئ څنګه په لومړۍ پوړۍ باندي ګامونه ږدلو، چي دلاندي له خوا په پوړيانو كي دَ ګڼو خلګوژغونه یې تر غوږه شولو .. کوم چي دَ هغوئ دَ پښو دَ دربي په ملګرۍ كي بالاراختل څه شروع شو،چي سېلاني يو دم سوپيس له لاسه نيولو ورسته بيرته بالا كش كړه –
" دا منویلا فېمیلی ژغونه نه دي ؟ "
" هو ... ماته هم داسي ښکاري"
ډېر څوکه غوندي چي سېلاني دَ سوپیس دَ خبري ځنګه تائید وکړو ، نو زغونه له هغوئ ځخه دَ نیم چهت تر واټنه هم زیات ورنیږدې شوي ؤ –
" اوس به چرته ځو ... بالا هم په پوړهیانو کي ژغونه دي چي دلاندي راروان دي ... اورې سېلانيه !! "
سوپیس چي دغه خبره لا سرته سمه نه وه رسولي ، چي سېلاني ژر ژر په رپېدلو لاسونو باندي په کیلۍ دَ فلېټ دروازه خلاسه کړه او بیا څوکه غوندي له سوپيس سره ګنډلی داسي ورننوتلو ، چې دَ فلېټ په څنګ خوني کي په خوب ویده ډاکټر پو سامنانګ لا هم ورباندي پوهی نه شو – او هغوئ دواړه لاس لاس ورسره جوختي خوني ته ننوتلو -