" دا روډ دي دُوش مراد نومېږي ، چرته چي وَ دې ښار ته راغلى هر سېلاني يو ځل خامخا راځي
دَ يوه اروپائي طرز جوړ روډ دواړو څنډ و ته دَ جوړو دوكانونو تر ميان جلالي موټر مخته وهلو سره سم دا خبره چي ماته ګوټه په انګلسۍ او عربۍ كي څنګه سرته په تندكونو وَ رسوله ، نو يې څه مخته په يو دوْ سړكونو باندي يوې بلي خواته راګرځولو ورسته يو وخت چي دَ ښائسته سپينچكي بندرګاه سره په څنګ څنګ كي تېرېدلو ، نو دَ موټر دَ شاپه سيټ كي ناستي وسا سر راغزولو سره سم وئيلو ..
" " له دې ځايه فرانس او اټلي ته هم كشتياني ځي راځي
" " ښه .. نو فرانس ته رسېدلو دپاره څومره وخت اخلي؟
وسا له جلالي څخه پوښتنه وكړه او هغه دَ سوچ كولو ورسته په عربي كي ورته وئيلو ..
" " اتهلس يا نولس ګنټهې او يا تر دې هم لږي
سېلاني چي دا واورېدلو، نو يې وسا ته كرار غوندي وَ وئيلو ..
" " وايه .. كله به په فېري كي فرانس ته ځو؟
" " اوس نه .. بيا كله
خو جلالي وار لاس ته كولو ورسته وئيلو ..
" " سبا خو به كه خېر وي تپازه ته ځو
لا به يې نور وئيلو، چي وسا يوه غټ بلډ نګ ته اشاره كولو ورسته وئيلو ..
" " دا دَ ملټري ميوزيم دى ، چرته چي دَ هغې دَ پلار عكس هم دَ شهيدانو په ګروپ كي لګېدلى دى
" " دَ جميله الجزائري عكس هم
جلالي له وسا سره دا خبره هغه وخت زياتوله ، چي يې موټر وَ كيڼ لاس خواته دَ ټرېډ سېنټر بلډنګ په لور ګرځولو او بيا دَ څه ساعت ورسته په يوه غره باندي دَ بوزريعه په لور ختلو لګيا وْ چرته چي دَ انكل بوعالم كور دى او په نه ساعت كي بيا هغوئ په يوه ښائسته او پراخ كور كي تر ګڼو ونو دلاندي دَ زاړه بوعالم او دَ هغه دَ زامنو توفيق ، رفيق او لوڼو بشيرا ، جهيده او نيږور ليلا مخي ته ناست په خوږو ګپو اخته وْ ..
" " وايه وسا .. دا سېلاني دلته په دې هېواد كي څنګه محسوسوي ؟
په خپلي ژبي كي چي زاړه بوعالم داسي تپوس له وسا څخه وكړو، نو هغې په ټوكي كي ورته وئيلو ..
" " خپله ورڅخه پوښتنه وكړه
هغه ورته په خلې كي پاته درې څلور واړه غاښونه سپينولو ورسته وَ وئيلو ..
" " بيا نو په كار دى چي رفيق ورڅخه پوښتنه وكړي
" " زه څله ؟ هر چا ته په كار دى چي خپل كار پخپله وكړي ..څنګه سېلاني ؟
" " هو، دا هم صحيح خبره ده
سېلاني چي داسي ورته خبره بيا كړه ، نو توفيق واي ..
" .. " بيا خو ما او پاپا ته اشارې راپاته شوې
او له دې سره سم ټول په خندا خندا په لاسي جوړ كېكونو باندي ور سم شولو او په ډكو خلو يې نور مجلس مخته بوتلو -
_ 2 _
سهار وختي چي څنګه وسا او سېلاني نارى وكړو، نو دَ جلالي په موټركي دَ تپازه په لور چي رهي كېدلو، نو امينه او سيدعلي هم ورڅرمه شولو -
" دا كوسټل هائي وې دَ دې هېواد له يوه سره تر بله سره پوري داسي تللي ده ، چي ټول كوسټل ښارونه يې له يو بل سره پئيلي لري"
سېلاني لا خبره سرته نه وه رسولي ، چي امينه هند واي ..
" " ډېر پخوا تپازه ښار دَ روميانو مهم ښار پاته شوى دى
" " ته څنګه خبره شوې ؟
سېلاني دَ هغې دَ ذهني صلاحيت تللو په نيت چي څنګه تپوس ورڅخه وكړو، نو هغې وئيلو ..
" " داسي زموږ دَ سكول په كتابونو كي ليكل شوي دي
بيا سېلاني دَ سيدعلي په خوا سترګي اړَولو ورسته له هغه څخه تپوس وكړو ..
" " څنګه سيد علي .. امينه درست واي ؟
هغه هم په وړو باندي خندلو ورسته وئيلو ..
" " هو، هغه درست واي.. داسي دَ پنځم ټولګي په كتاب كي هم ليكل شوي دي
لنډ ه دا، چي په پاوْ بالا يوه ګنټهه كي هغوئ دَ تپازه وَ واړه لاكن ډېر صفا او ښائسته ښار ته دننه شولو او بيا په كي دَ ګرځېدلو ورسته چي دَ رومنو وَ كنډ والو ته ورچپ شولو، نو سېلاني له خياله يو ځل بيرته جوليس سيزر شولو او ورسره روانه وسا يې دَ قلوپطره په بڼه كي وَ سنجوله نو ځكه خو يې بيا بيا چي ورته كتلو، نو وسا ورڅخه پوښتنه وكړه ..
" " نن څه خاص خبره ده په ما كي ، چي داسي راته په ځيرځير ګورې هان ؟
" " دغه .. چي زه ستا په څېرې كي خپل پرون وينم
" " پرون كه سبا ؟
" " يَه يَه پرون
هغې په څنګلي ويښتلو ورسته په خوږې موسكا كي ورته وئيلو ..
" " پرون نو كله زه له تا سره وم
" " هو، دغه خو ګورم
او بيا يې خبره په بله ځكه واړَوله ، چي دې وخت ورته امينه هند او سيدعلي ډېر په حېرانتيا داسي كتلو، لكه هغه چي واقعي جوليس سيزر وي او دَ هغوئ تاتا وسا قلوپطره هو، دغه څه خو سېلاني هم په وسا كي دې وخت سنجَولو ، لكه هغه چي له دې رومن كنډ والو سره نه يوازي بلد ه وي بلكې هغه چي كله له جوليس سيزر سره په لومړي ځل روم ته تلله نو هم په دغې لاري خو تللي وه ولي چي دا ښار تپازه دَ هغې زمانې دَ ماريطانيه دَ صوبې دَ نوميديا ( نننى الجزائرهېواد) نامي سيمي يو ډېر مهم ښار وْ او په دې لاري به رومن وَ افريقې ته تلو راتلو-
" " دا ځاى زما هركله دَ خوښي ځاى پاته شوى دى
وسا چي دا خبره لا سمه سرته نه وه رسولي ، چي جلالي هم دَ هغې دَ دې خبري تائيد كولو ورسته وئيلو ..
" " هو، چي كله وسا دلته په الجزائر كي وه ، نو دا به ډېره ډېره وَ دې ځاى ته راتله
هغه چي څنګه دا خبره وكړه ، نو سېلاني سر ورسره ښورَولو ورسته وئيلو ..
" " ښه .. ځكه خو چي كله موږ دې هېواد ته راتلو، نو دې راته وئيلي وْ ، چي تپازه ته به خامخا تا وړم
سېلاني لا خبره سرته نه وه رسولي ، چي امينه هند رامخته شوه او واي ..
" " تاتا وسا.. وايه چي دا ځاى دي څله دومره زيات خوښ دى
" " شايد په دې.. چي دا به يو څو جنمه مخ كي په دې ښار كي اوسېدلي وي
دا خبره چي څنګه سېلاني په خندا كي وكړه ، نو وسا په نرۍ موسكا كي داسي وئيلو ته چمتو شوه ..
" " ستا مطلب دا ، چي زه دَ قلوپطره دويمه بڼه يم ؟
" كه داسي نه واى ، نو به زما ملګرو په يوه صلاح دَ فلوريتا په كرسمس پارټۍ كي هغه شپه قلوپطره نه واى درته وئيلو ...."
" " هغه خو يې مازي ټوكي كولې
دَ سېلاني خبره پرې كولو ورسته چي هغې داسي وَ وئيلو ، نو وړوكى سيدعلي رامخته شو او واي ..
" " تاتا.. تا تا دلته خو هسپانيان هم اوسېدلي وْ
هغه چي څنګه دَ هسپانيانو تورى له خلې ايستلو، نو امينه هند يو دم وره وئيلو ..
" " زما هسپانيان ډېر خوښ دي .. درېغه چي زه هم هسپانۍ وى
" " هسپانۍ خو يې اوس هم
" " رښتيا انكل ؟
دَ سېلاني دَ خبري برسېره چي هغې داسي تپوس وكړو، نو هغه ورته وئيلو ..
" " كټ مټ خو هسپانۍ يې .. هغسې هسكه درخته ، سپين رنګ او هسپانۍ سترګي لرې
او بيا نور دَ هغې ماشومي زړه ښه كولو دپاره يې دَ هغې دَ پلار په لور مخ اړولو ورسته پوښتنه وكړه ..
" " څنګه جلالي زه صحيح وايم ؟
" " هو، ته صحيح واې
او مخته جلالي بيا خبره داسي زياته كړه ..
" " دغه زما لور امينه هند دَ ډاكټر وسا دَ كوچنيوالي رښتوني كاپۍ ده
" " هو، زما دَ كوچنيوالي عكسونه چي وګورې ، نو په ما او دې امينه كي به هيڅ توپير نه وكړې
" ښه ښه اوس پوهى شوم"
سېلاني چي داسي لا سم وئيلي نه وْ ، لكه هغه چي په غلا باندي وَ نيول شي او يو دم يې پوښتنه وكړه ..
" " لاكن په څه پوهى شوې ؟
سېلاني يو ځل هغې ته او بيا امينه هند ته كتلو ورسته په شاعرانه انداز كي ورته داسي ګويان شو ..
" په دې .. چي ستا او دَ امينه په څېرو كي ماته نه يوازي دَ تُركو ښائست ، بلكې دَ هسپانيانو دَ سترګو خُمار، دَ عربيانو جلال ، دَ بربرو رنګ ، دَ روميانو خوند او دَ يونانيانو هرڅه هرڅه ښكاري"
" " دَ يونانيانو هرڅه هرڅه ؟
وسا چي دَ سېلاني دَ خبري اورېدلو ورسته داسي په يونانيانو باندي دَ حېرانتيا اظهار وكړو، نو هغه څوكه غوندي ورته وَ وئيلو ..
" " ولي .. ته قلوپطره نه يې څه ؟
" " كه زه قلوپطره يم ، نو بيا ته څوك يې ؟
" " زه زه يم
" " ګوا نه جوليس سيزر او نه مارك انتهوني ؟
وسا هم دَ هغه دَ ټوكي په ځواب كي په خندا باندي داسي تپوس څه وكړو ، چي سېلاني يې يو ځل بيا په امتحان كي واچولو او هغه پخپله په زړه كي له ځانه سوال وكړو ..
" " هو، كه هغه قلوپطره ده ، نو بيا زه څوك يم ؟
مخته بيا چي تر څو پوري هغه دَ رومنو په دې كنډ والو كي له هغوئ سره يوې بلي خواته ګرځېدلو نو په ځان ځان كي يې په دې سوچ وينه وچه كړه ، چي هغه سيزر دى او كه انتهوني ؟ خو ځواب يې تر پايه هم نه كړو تر لاسه -
_ 3 _
جوليس سيزر چي دَ اسكند ريا څخه په لومړي ځل قلوپطره روم ته وړله ، نو په كشتۍ كي ورسره جنرل مارك انتهوني هم سپور وْ چا چي نن تر اوله زيات په غلو سترګو وَ قلوپطره ته ځكه بيا بيا كتلو، چي هغه پېغله يې په لومړي ځل په رومن ګڼو جامو كي ليدلي وه نو ځكه يي په زړه كي دا خواهش سر راپورته كړى وْ او په زړه زړه كي يې وئيلو ..
" " كشكې دا تنكۍ پېغله دَ هغه په څنګ كي ناسته واى ، نه چي دَ 56 كلن سيزر په څنګ كي
خو بلي خواته سيزر هم په دې خبري باندي شكي شوى وْ ، چي انتهوني نن څه زيات دَ هغه سره دَ هغه په خوني يا كاريډ ورونو كي ښكاري لاكن دا شك يې بيا هم نه كولو ، چي ګوندي هغه يې دَ ملګري قلوپطره دَ ميني په رنځ رنځوره شوى دى كه څه هم هغه يو دوه ځله هغوئ دواړه له يو بل سره په خوند و خندا كي په ګپه كولو باندي ليدلي هم وْ -
.. كشتۍ چي كله دَ تپازه په څنډي باندي جوړ له پروني ليدلي ښار سره وَ درېږي ، نو قلوپطره واي
" " واؤ ... ډېر ښه دا خو هغه ځاى دى ، چي ما په خوب كي ليدلو
په لومړي ځل دَ تپازه په مځكي باندي ګام لګولو ورسته شاوخواته كتلو په وخت چي يې دا خبره څنګه كړه ، نو جوليس سيزر ورته واي ..
" " زما ښائسته راڼۍ !! دا هم زموږ تر تسلط دلاندي سيمه ده
" "اووللا .. دا خو لا نوره هم ښه خبره شوه
" " هو .. دا او داسي نوري نوري سيمي زما او ستا دَ ميني داستان نكل كولو ته زموږ لاره ګوري
قلوپطره يوې بلي خواته سترګي ځغلولو ورسته يوه اوږده غوندي دَ سكون ساه له يو حسرت سره تړلي اخيستلو ورسته واي ..
" " نو ښه به نه وي ، چي موږ دَ روم تخت دلته راوړو او له دې ځايه خپله باچهي سمبال كړو ؟
سيزر په ځواب كي ځكه خله بند ه وساتله ، چي دا خبره يې دَ خپل قامي مفاد په حق كي ښه نه وَ ګڼله ، خو مارك انتهوني چي دې وخت يې شاته را روان وْ، ورته رامخي ته شو او سر ټيټولو ورسته يې ورته وئيلو..
" " څنګه چي ملكه عالم غواړي .. هغسي به كېږي
دا خبره څه وه ، چي دَ جوليس سيزر په وجود كي اور بل شو او په سخته لهجه كي يې جرنېل انتهوني ته داسي وَ وئيلو ..
" " غلى شه انتهوني !! دومره غټي قامي فېصلې داسي په اّسانۍ نه سرته كېږي
مخته كه څه هم جنرل انتهوني وَ جوليس سيزر ته ځواب وربيا نه كړو او غلى غوندي يوې خواته وَ درېدلو ، خو دَ راڼۍ قلوپطره په لور يې په مړو وركتلو ورسته په سترګو كي داسي ورته وَ وئيلو ، چي ..
" اې ښكلي راڼۍ .. زما له تا سره دا لوظ دى ، چي داستا خواهش به اوس دَ خپلي دې بې عزتۍ په بدله كي ضرور سرته رسوم او دغه ستا زوړ جوليس سيزر به ستا له ژونده داسې رابېلوم لكه .. لكه تا چي له ده سره كله هم ليدل كتل نه وي كړي"
او دا هغه لومړۍ لمحه وه ، چي سيزر دَ مارك انتهوني په خراب نيت پوهى شوى وْ او خپلي راڼۍ قلوپطره ته يې په برګو برګو ځكه كتلو، چي هغه دا هر څه په خپلو سترګو وَ ليدلو، چي كله انتهوني دَ هغې په لور وركتلي وْ ، نو هغې هم په ځواب كي ورته شونډي داسي موسولې وې لكه هغې چي دَ سيزر تر انكاره دَ انتهوني اقرار زيات خوښ شوى وي -
نو ځكه خو سېلاني دَ سيزر بڼه خپلولو ورسته ورته يو دم پښتون شو او په كږو يې دواړو ته كتلو ورسته چي څنګه غاښونه وَ چيچلو .. نو څه ګوري ؟ چي هغه دَ روم په محل كي بيا له قلوپطره سره په څنګ كي ناست دى او دا سوچ گزي چي هغه به دَ هغې له زړه جنرل مارك انتهوني څنګه باسي ؟ ولي چي دَ ده له خياله اوس دَ هغوئ تر منځه شكي مراسم دَ ميني تر يقيني حدونو پوري رسېدلي وْ -
هغه لا په دې باب سوچونه كولو.. چي يو وخت دربان حال وركړو، چي بروټس ، څوك چي دَ جوليس سيزر په خاص وفادارانو كي يو وْ دَ راتلو دپاره چي څنګه خواست لا سم نه وْ كړى چي دَ هغه له خوا سر په اثبات كي وَ ښورېدلو -
" " وايه بروټسه .. خلګ له ما خوشاله دي كه يَه؟
" " هو.. باچا سلامت !! ټول خوشاله دي
" " زما دَ فوج جرنېلان هم ؟
" هوهو .. دَ روم په كوڅو، محلتونو او محل دباندي او دننه ټول خلګ لتا خوشحاله دي او ستا اصلاحاتو او فتوحاتو ته په درنو سترګو ګوري "
دا خبره اورېدل څه وْ ؟ چي هغه خپل سر په وياړ پورته كړو او بيا يې له څنګه ناستي قلوپطره په اوږو باندي لاس اچولو ورسته پو غاورانه انداز ورڅخه بيرته تپوس وكړو ..
" " زما دَ روم خلګ دَ مصر دَ فتح كولو او دَ دې مصرۍ راڼۍ په باب څه واي ؟
بروټس يو وار دواړو ته وَ كتلو او بيا يې سر كښته كولو ورسته په احترام وئيلو ..
..." " دَ روم ټول خلګ دَ مصر په فتح كولو ډېر خوښاله دي ، خو،اې دَ عظيم روم ستر باچا سلامت
..!! " " خو څه ؟ وايه بروټسه
سيزر چي څنګه دا تپوس وكړو، نو بروټس ورته په ډېر احترام په كُوز سر څو ګامه رامخي ته شو او يو دم يې يوه غټه چاړه راوَ ايستله او اوس به يې لا دويم وار ورباندي كولو، چي دَ سيزر له خلې له اّه سره سمه داسي ګيله هم ورته وَ وتله ..
" " بروټسه ته؟
" " هو .. زه ، ستا تر ټولو وفادار دوست
او بيا مخته سيزر هيڅ ځكه نه وَ وئيلو، چي دَ هغه اروا دَ هغه له بدن څخه بېلېدله لګيا وه او بلي خواته دا هر څه هرڅه قلوپطره په خپلو سترګو وَليدلو، چي هغه په وينو كي لړلى په مځكي باندي پروت له درده لوټ پوټ كېدلو خو هغې ورباندي دوې اوښكي هم نه كړې تويه او نه يې لاس ور وړلو ، ولي چي دَ پور پرې كولو سم دستي دَ جوليس سيزر له وجوده ورته دَ خپل ګران ملګري سېلاني اروا دَ جنرل مارك انتهوني په بڼه كي راپورته شوه او هغه يې غوزۍ ته داسي ورټوله كړه ، لكه دا هر څه چي ضدي جرنېل دَ هغې په خوښه دَ بروټس په لاس كړي وي -
دا خوب چي سېلاني څنګه وَ سرته وَ رسولو، نو وسا ورباندي دَ زړه له اخلاصه خندلو ورسته داسي وار وَكړو ..
" " دا خو دي داسي خوب ليدلى دى ، لكه دَ شېكسپئير ډرامه
" " دَ شېكسپئير ډرامه ؟
" هو، كه څه هم ارومرو داسي خو نه وه ، بېله سټوري يې وه خو دَ سيزر ډائيلاك دَ بروټس په داسي وحشي حركت باندي څه څه دغسي وْ لكه تا چي وَ وئيلو"
سېلاني چي داسي دَ وسا له خلې څخه واورېدلو، نو په حېرانتيا كي ورته واي ..
" لاكن ما چي دا ډرامه كله په دې سترګو باندي ليدلي او لوستلي نه ده ، نو بيا داسي خوب څنګه ما وَ ليدلو ؟ "
" " ... كېدلى شي ، چي ته هم په اول جنم كي رومن باچا وې
" " رومن باچا او زه ؟
سېلاني به لا نور حېرانېدلو، چي هغې وار لاس ته كړو ..
" " دا ته چي ماته په بيا بيا قلوپطره واې ، نو خپله خو هم
دومره وئيلو ورسته يې مخته هيڅ ځكه نه وَ وئيلو ، چي هغه خپله هم دَ سيزر او دَ مارك انتهوني په مابېن كي سوال پاته شوي وه اوس به دَ ګيسټ هاوْس په برانډ ه كي ناست دغه دوه مئينان نور ژغېدلو، چي زوهېب ، غنيه ، حيات او امينه هند له عبدالقادر سكاني او دَ هغه مائينه راديه هم سره له موسكاګانو ورته را وَ رسېدلو -
_ 4 _
" " دا ته په تاريخ كي دومره زياته دلچسپي څله اخلې؟
وسا داسي تپوس له سېلاني څخه كولو ورسته له امينه سره په خپلي ژبي كي دوې خبري كولو پسته مخته وئيلو ..
" " زما مراد دا دى ، چي ته خو سوشيالوجسټ يې
" " او شاعر هم
" " شاعر هم ؟
وسا ډېر په حېرت له سيدعلي څخه دا تپوس وكړو، چي هغه څنګه خبر شو په دې خبره چي سېلاني شاعر هم دى سيدعلي چي يو شرمناكه هلك وْ ورته په وړه ژبه كي وئيلو ..
" " پرون يې په سامان كي ما كتاب هم ليدلى وْ
" " هو، هغه كتاب..چي ورباندي شلاشلا ميل غوندي توري ليكل شوي وْ
" " شلا شلا ميل نه ، بلكې شلېدلى امېل
سېلاني په نرۍ خندا كي دَ هغه اصلاح كولو ورسته به لا مخته څه وئيلو، چي سيدعلي په رېګ باندي دَ امينه په لاس جوړ كړل شوى كورَكى چي كله مات كړو، نو تر امينه هند زيات ورباندي سېلاني خوا بد ه كړه او ورته وئيلو يې ..
" " سيد علي..جوړ كورونه دَ ماتولو دپاره نه بلكې دَ رغَولو دپاره وي
هغه به لا اوس سوري كولو ته خله جوړَوله، چي وسا واي ..
" دا خو دَ رېګ څخه جوړ شوى كوركى وْ كه ده نه هم واى مات كړى ، نو دَ اوبو دې څپو به وران كړى وى"
خبره يې لا سمه نه وه سرته رسولي ، چي يوه مسته څپه تر هغوئ پوري را ورسېدله نو ځكه خو امينه وئيلو ..
" " ګوره .. تاتا صحيح وئيلو
..." " هو، دا ستا تاتا هره خبره كره كوي لاكن
سېلاني به لا دَ امينه دَ خبري په ځواب كي دَ هغې دَ تاتا وسا په باب نور څه وئيلو، چي وسا په خندا كي وَ وئيلو ..
" " هو، زه په دې وجه خبري وچي كوم ، چي په خوبونو باندي ګړسره يقين نه لرم
" " لاكن خوبونو خو بيا هم سړي ته راځي
" " راځي دي
" " نو بيا به يې منو هم قلوپطره ډئير
دَ سېلاني له خلې دَ قلوپطره تورى ناببره څه وختلو، چي هغې وَ خندلو او په خندا خندا كي ولاړه شوه او امينه هند يې تر لاس نيولي چي دَ سيدي فرج دَ سمند ر دَ راغلي څپې سره بيرته ملګري چي كله دَ ژورو اوبو په لور رهي شوله ، نو يې وئيلو ..
" " سېلانيه !! خو زه لا تر اوسه هم يونوم ځكه نه شم دركولى ، چي ته خپله ښه خبر يې
" " لاكن په څه ؟
او بيا چي دوه درې ځله دا وړوكى تپوس سېلاني تكرار كړو، نو هغې هلته له ليري څخه ځواب داسي وربيا كړو ..
" " ته چي خپل ځان څه ګڼې .. هغسي شه وَ ماته
" " زه ځان څه ګڼم ؟ .. څه يم ؟ او څوك شم وَ دې ته؟
دا هغه سوالونه وْ ، چې هغه دَ وسا دَ وړوكي سوال په ځواب كي له ځانه وكړل .. خو دَ دېر سوچ كولو ورسته چي يې يو هم تر ځوابه پوري نه وَ رسولو، نو په پاسته لاكن تاوده رېګ يې ملا اولګولو او شنه اّسمانه ته يې داسې په ځير ځير كتل شروع كړو .. لكه هلته بالا بېخي بالا په خلاګانو كې چرته يو ځاآ دَ دې سوالونه ځوابونه ليكلي پراته وي لاكن هيچرته ورته يو تورآ هم ليكلآ چي تر سترګو نه شو .. نو ځكه خو سېلاني يو ځل بيرته په خپل فكر كي وَ ځانته دَ هر راپورته شوي سوال په ځواب كي سوال پاته شو او بيا په رېګ برسېره څو كرښي په ګوتو باندي ايستلو رايستلو ورسته دَ ماشومي امينه دَ لاس جوړو هغو وړوكوركيانو ته په كتلو ګوره چي څله څير شو ، چې څو ساعته مخ كي لږ سيد علي او ډېر دَ سمندر مستو څپو وران كړي وْ -