ښاغلى ليكوال او شاعر افضل شوق تر اوسه پوري دَ يو سېلاني ليكوال په توګه دَ يُونليكونو ډېري په زړه پوري بېلګې پښتو لوستونكو ته وړاندي كړې دي خو دا دې ځل دغه دَ نړۍ دَ بېلابېلو برخو دَ ليدلو شوقي سېلاني ليكوال، دَ يو داسي ناول دَ ليكلو تابيا كړې ده چي هم دَ نړۍ له نندارو سره سره تړلى دى، هم دَ ميني له كيسو سره ، هم دَ بېلابېلو كلتورونو له پېژندنې سره او هم له هنر سره، له كيسې او داستاني په زړه پوري بيان سره .
پروني مخونه .. داسي يو ناول دى چي دَ نوې نړۍ دَ مينو او هوسونو ، دَ نويو اړيكو، دَ نويو حقيقتونو تسلسل داستاني كوي او په ډېره په زړه پوري او خوږه بڼه يې وړاندي كوي دَ نړۍ دَ نندارچيانو او سېلانيانو لپاره دِ يو ستر لرغوني مركز .. مصر ، تاريخي نندارې هم په كې كولاى شو او دَ نوې زمانې دَ نويو ځوانانو او پېغلو دَ ميني او هوسونو ډېرې ښې نندارې هم په هنري بڼه وړاندې كېږي په حقيقت كي دَ ختيځ دَ تاريخ يوه داسې ننداره ده چي دَ نن دَ لوېديځ اغېزې هم ورسره ملګرې شوې دي او دَ نوي تمدن او په زړه دُنيا كې دَ نويوحالاتو كيسې راته كوي دَ سېلاني پښتون شاعر او په مصر كې دَ زده كونكې"وسا" نوې هغې پېغلې مينه چي كورنۍ يې تركۍ رښته لري او اوس الجيريان دي ، او دَ فرانسي اثراتو هم پرې پرېمانه ليدل كېږي ، دا ټول دَ ختيځو ټولنو هغه نوي حقيقتونه دي چي ښاغلى ليكوال يې په خوږه ژبه موږ ته وړاندې كوي .
دَ ښاغلي افضل شوق دغه ناول ډېرې ښېګڼې لري دَ يو ښه ناول ډېرې زياتې خوبۍ يې په كې خوندي كړې دي ، لكه چې هيڅ كار پرته له نيمګړتياوو نه وي، ښايي چي نيمګړتياوې هم په كې وي ، لكه دَ كُوزې پښتونخوا دَ ډېرو نورو ليكوالو په څير داسې پرېمانه انګرېزي ټكي، اصطلاحات او نومونې كاروي چې ډېر كسان، په تېره بيا افغان ليكوال به پرې په سختۍ په دغو اصطلاحاتو پوه شي خو دا هم له بده مرغه زموږ دَ سره په زور او جبر ويشلې شوې ټولنې يو حقيقت دى او ليكوال مجبور دي چي دغه حقيقت په پام كې وَلري ، هلته اوس ژبه په همدغه حالت او دريځ ده او دَ بنيادي اوښتونونو او بدلونونو ګامونه ليكوال په يوازې ځان نه شي اوچتولى .
پروني مخونه .. يو ډېر خوږ ناول دى او په داسې بڼه كښل شوى دى چې لوستونكى په پرله پسې توګه دَ ځان پر لورې كشوي او نه يې پرېږدي چي دَ پاتې برخې له لوستلو يې تېر شي ، او دا دَ يو داستاني اثر مهمه خوبي ده ..
موږ په پښتو ژبه دَ داسې په زړه پورې اّثارو كښلو او خپرېدنګ ته ډېره اړتيا لرو دا دَ ژبې دَ شتمنۍ او اهميت نښې نښانې دي الله پاك دې داسې نښې نښانې او دَ ژبې دَ شتمنۍ داسې پانګې زياتې كړي .
په مينه
جرمني ، دَ كولن ښار
دَ 2005 دَ جون درېیمه