ډاكټر وسا اوس سي ډي سي ته په دې سوب كمه راتله ، چي يو خو يې دَ اېم فل تهيسس په ورستۍ مرحلو كي وْ او بل يې په عرب ليګ كي ځانته جاب هم موندلى وْ ­ نو ځكه به زياتره وخت سېلاني له هغې سره په ډاوْن ټاوْن كي ليدل كتل كولو ­ نو ځكه خو كه هغوئ كله كله ماخستن مال دَ مقعطم په كارنيچ كي له يو بل سره څنګ په څنګ ليدل كېدلو ­ نو مازيګرونه به يې دَ  قاهره ښار دَ مهندسين او زمالك دَ شاپنګ مالونو پرته په  قصرنيل ، طلعت حرب سټريت، په رود نيل باندي جوړ غټ پُل سره سره  ټرېډ سېنټر پلازه ، رعمسيس هلټن پلازه ، خان الخليلي ، دَ امريكن يونيورسټۍ مخي ته لائبرېرۍ او دَ مېكډونالډ شاوخواته تېرولو -  

  هر څو كه سيلاني ډېر خوشاله وْ، خو دَ سوپيس وېره يې لا له زړه نه وه وتلي ­ ولي چي هغې دَ خپل هوسي كست په وړاندي هره ورځ هغه ته په يوه نا يوه چل دَ زړه دُوك څه وركولو ­ بلكې وخت بې وخته يې هغه په ټېليفون باندي داسي هم تنګولو ­ لكه هغه بله ورځ چي يې لا داسي هم ورته وئيلو ..

 " ګوره .. دا مي وَ تاته ورستى وارننګ دى ، چي كه ته دَ يودېرشم دسمبر په شپه تر دولس بجو پوري له ما سره نه شوې زما په خوښه ملاوْ ، نو په دې بله ورځ به زه وَ وسا ته نه يوازي ستا عكسونه ښئيم ، بلكې هغې ته به دا هم وايم چي  .. "

بيا كه هر څو سېلاني وَ هغې ته دَ هغې دَ دروغجنو دعوْ احساس وركولو هڅي كولې ، خو هغې به بيا بيا داسي ورته وئيلو .. 

 " هو ، زه دا هم منم چي تا هيڅ نه دي كړي او نه يې كولى شې ­ لاكن زه غواړم چي ستا دغه كبر درمات كړم ، چي ماته يې دَ انا مسئله را اچولي ده ­ او دا به ضرور پوره كوم .. څله ؟ په دې هم ته ښه خبر يې" 

سېلاني به نور اوس مخته څه وئيلو؟ چپ له دې چي فون بند كړي ­ لاكن هغه وه ، چي دَ روژې په لومړۍ ورځ ګوا په دېرشم دسمبر يې لا هم چي ورته دهمكۍ وركړه ، نو هغه ورته له خشمه له خلې داسي لاس واخيستلو  ..          

 " اې دَ كافر فرعون لُوري .. خداى دي ژبه ګونګه كړه ­ لږ خو له دې روژې مباركي حيا وكړه، خو ځانته مسلمانه لا هم واې"

لاكن هغې دَ دې هر څه اورېد لو پرته هم ورته وئيلو  .. 

 " زه نه يم خبره بس .. سبا شپې ته دي زه له دولس بجو څخه تر دوْ بجو پوري دَ كارنيچ په " پېراميډ ز وئيو" رېسټورېنټ كي لاره ګورم ­ مخته ستا خوښه .. كه راځې او كه نه"

دومره وئيلو ورسته هغې چي فون څنګه په قهرناكه انداز يښى وْ ، نو وَ سېلاني ته يې دَ دهمكۍ دَ شدت احساس په ورستي وار ځكه شوى وْ ، چي هغې بيرته تر دې بل ماخستنه تر هغه وخته پوري لا هم فون نه وكړو، چي هغه دَ حسن او ګل چهره تاجكۍپه ست دَ روسۍ پېغلو له خوا په غوره كړل شوي نيو ائير پارټۍ كي دَ ګډون په نيت له فلېټ څخه وتلو- 

_ 2 _

پارټۍ څه وه؟ تر قيامت له مخه قيامت وْ ، چي راغلى وْ ­ ګوا نن خو روسۍ پېغلو په دې ساړه ژمي كي دَ ټمك يخ په ضد چي څنګه اهتمام كړى وْ ، نو له بركته يې په هغو دوْ لوستو تكو تورو مني سكرټونو او تر سينو پوري محد وده شرټونوكي لا هم ګرمي كېدله ­ ځكه خو چي به يې كله دَ راغلي مېلمه ملګري لور ته سروس كولو په نيت تګ كولو، نو هغه به سترګي داسي ترې اّرپار كولې ، لكه هغوئ چي دَ غوښي بدنونه نه ، بلكې په هوا كي تحليل شوي غېر مرئي وجودونه درلودلو-

او بيا دَ نوي كال هغه لومړۍ لمحه څه وه ، چي له راتګ سره يې هغه مستياني هم ګنډلي راوړلې ، چي سېلاني په لومړي ځل نه يوازي ليدلي وې ، بلكې سنجولي يې هم وې ­ نو ځكه خو هغه خاتونا، چي تر پرونه يې دَ هغه په لور په سمه نه كتلو.. دې وخت داسي دَ هغه په وړاندي په رقص كولو پارَېدلي وه ، چي هغه په ځان وَ وېرېدلو، چي چرته هغه بيا دويمه سوپيس نه شي ورته ­ نو ځكه يې وَ ګل چهرې ته دَ هغې دَ ليري كولو دپاره چي څنګه وَ وئيلو، نو هغه پخپله هم ورسره دَ لېونتوب پُولي ولانګلو ته په دمالي انداز چمتوشوه -

 بُوبا جُوف چي نن يوازي وْ دې وخت په هغو پېغلوكي داسي ور ايله وْ ، چي دَ خپل تور مخ په شان يې اند رون هم تك تور ښئيلو­ نو ځكه خو سېلاني دَ يوې بلي ويري دَ احساسولو له كبله سپك پورته شو او ټولو ملګرو ته يې دَ نوي كال مباركي بيا وركولو سره سم چي دَ هغو په اجازه له فلېټ څخه دباندي كله ګام ږدلو، نو دَ ګهړۍ ستنو يې پام دَ هغې دهمكۍ په لور واړَولو ، چي زياته يې په وخت ختمېدلو كي فقط اّخيري ګهنټه پاته وه ­ اوس به لا هغه دَ هغې سوپيس په نوم دخپل انكار اّخيري فېصله ليكله ، چي وسا يې له خياله وَ سترګو ته څه وَدرېدله ، چي  په مزغو كي يې  دَ سوپيس دَ غوښتني په سمون درسته ډرامه داسي په وير دَ انجام په لور له داسي ابدي ساند و سره رهي شوه ... چي سيلاني يو ځل بيرته له خياله خپل ځان په هغو رېګجنو دښتونو كي  وَ سنجولو، چي چرته تر ليري ليري پوري ژوند دَ هغو خوبونو په لور بې تعبيره كېدلو، چي هغه په څنګه څنګه ستړياوْ تر دې ځايه پوري رالنډ كړى وْ ­ نو ځكه خو يې له خلې يوه چيغه وَ وتله او له ځان سره داسي ګويان شو-

" " وسا اې زما خوږې وسا.. زه هر څه كولى شم ، لاكن ستا دَ بېلتون رنځونه نه شم سهلى

او دومره وئيلو ورسته يې بيرته قد مونه په هغه لور ګوره چي په كوم نيت غبرګ  شولو؟ چي چرته يې دَ تهائي هېواد ښاماري سوپيس دَ وسا دَ ميني په سودا دَ هغه ضمير تر پښو دلاندي كولو په نيت انتظار كولو-

_ 3 _

" " وَ منه سوپيس.. چي زه به ټول عمر لكه نوكر ستا دَ كور چوپړ وهمه ، خو بس ته زما دا خبره ومنه

څومره څومره چي سېلاني دَ هغې په وړاندي خپله ځولۍ غوړَوله ، نو هغومره هغې په ټينګه باندي وَ خپل كست ته اوږې وركولې او سېلاني يې له ځان سره په هغه لاره وړلو لګيا وه ، چي كه څه هم دَ هغې دَ كلتور په سمون بد كار نه بلل كېږي ، خو سېلاني ورته دَ ضمير قتل ځكه وئيلو ، چي هغه اوس دَ چا امانت ګرځېدلى وْ ­ او په امانت كي خيانت دَ هغه نيږدې تر ټولو لوى جرم وْ "

 اوس لا دَ سوپيس فلېټ له دې ځايه دَ لسو منټو په واټن باندي وْ ، چي دَ هغه له پښو مځكه يو دم هغه وخت وَختله ، چي ډاكټر وسا يې په ساهكېدلي انداز كي ناببره  مخي ته دنګه وَدرېدله  ..

" " چرته وې ته سېلاني؟

اوس به لا سېلاني ورته كپ نيولو،چي هغې اوږدې اوږدې ساه اخيستلو په ميان كي دَ هغه په اوږه باندي لاس ږدلو ورسته مخته خبره داسي پوره كړه  ..

 " دَ دې كارنيچ كوم كوم كونج مي په تا پسې نه وَ كتلو"

او بيا يې دَ هغه لاس داسي په دواړو لاسونو كي په خوند وَ نيولو، لكه دَ يخ ژمي په دې نيمه شپه كي دَ سوپيس سره دَ سېلاني دا يوازي ګرځېدل چي ګرسره هيڅ خبره نه وي ­ نو ځكه خو هغه هم زړه ورباندي پيدا كړو او ورته وئيلو يې  .. 

 " ډئير.. موږ دغه يُو، چي دَ حسن او خاتونا له پارټۍ څخه را روان يُو او دې سوپيس غوښتلو، چي هغه لږه وَ كور ته نيږدې كړم"      

" " هو، دغسي خبره ده وسا لكه سېلاني چي واي

سوپيس ، چي دې وخت يې كېدلى شو، چي دَ وسا په وژلو لا هم زړه نه وى سوړ شوى ، هم دَ سېلاني په خاطر چي دَ هغه په دروغو كي ورګډ ه شوله ، نو سېلاني يې له ډېري خوشالۍ په دې تيارې كي په ادوم باندي نوك دَ منني دپاره څه جګ كړو ، چي هغې دا وَ ګڼلو، لكه هغه چي ورته واي  ..  

" " بس ته فكر مه كوه سوپيس .. چي كله هم موقعه پيدا كړم ، نو ستا په خذ مت كي به حاضر شم

نو ځكه خو هغې هم اوس دَ هغو دوْ مئينانو په ګپو كي ډېره په خوند برخه تر هغه وخته پوري اخيستله ، چي دَ هغې فلېټ نه وْ را نيږدې شوى -

دَ سوپيس رخصتولو ورسته چي بيرته هغوئ دواړه دَ كارنيچ په لور ګامونه دَ وسا په خوښه اوچت كړي وْ ­ نوكه څه هم سېلاني غل غل كېدلو ، خو هغه څومره دَ صفا ذهن خاونده ده؟ دَ منال دا خبره يې نن بيا بيا وَ مزغو ته نه يوازي  راتله بلكې دَ هغې قد ر يې په زړه كي نور نور زياتېدلوهم ­ لاكن چي كله په هغه رېستتورېنت كي ، چي لږ ساعت مخكي ورڅخه هغه او سوپيس ولاړ شوي وْ ته څنګه لاس په لاس ورننوتلو، نو وېټرانو هغه ته په بيا بيا داسي كتلو لكه هغه چي ډېر غټ WOMANIZER وي ­ خو كور يې ودان چي سوال يې نه ورباندي وكړو ­ ګني دَ وسا وَ مخي ته به يې خړ كړى وى -

" " له سبا څخه خو ستا دَ لسو ورځو چټهياني هم شروع كېږي ­ وايه سېلانيه ..څه به كوې په كي ؟

" " خوبونه .. بل هيڅ نه

" " واوْ .. بيا خو دي مزې دي

او دَ هغې له دې خبري سره سم ګپه ورو ورو دَ هغوئ دَ راتلونكي سباوْن په لور داسي په خوند خوند غزَوني وكړې ، چي ګرسره په دې نه شول پوهى ، چي څنګه بيا پېشلمى شو­ نو ځكه چي كله دَ پېشلمي ډوډۍ خوړلو ورسته څنګه دواړه له \" پېراميډ ز وئيو  رېسټورېنت\" څخه دباندي راختلو ، نو يې دا خبره فېصله كړي وه ، چي هغوئ به دَ بل خبري تر هغه دمه نه مني ، چي خپله يې تصديق كړي يا ليدلي نه وي -      

_ 4 _

 څنګه څنګه چي وړوكىاختر رانيږدې كېدلو، نو دَ قاهره دَ ماښامونو خوند او پند نور نور زياتېدلو ­ هم په دې خو به سېلاني كه دَ ورځي په سي ډي سي يا كور كي ليدل كېدلو، نو ماخستن مال به له وسا يا ملګري پُو او منوېلا فېميلي سره دَ قاهره په بېلابېلو علاقو كي كله كله ، خو دَ خان الخليلي په كېفو كي زياتره ليدل كېدلو -  

كمپوډين ډاكټر پُو كه څه هم دَ بُدها دَ لاري سړى وْ ، خو دَ مسلمانانو سره دَ ملګرۍ په خاطر يې كه روژه نه هم نيوله ، خو په ښكاره يي خواړه نه خوړلو، بلكې له سېلاني سره به يې په روژې ماتونو او پېشلميانو خورا خوند هم اخيستلو ­ نو ځكه خو يې يوه شپه دوې بجې خواته ، چي هغه له وسا او سېلاني پرته دَ منوېلا فېميلي ، رانا شامۍ او عقود په مابېن كي دَ بس په شا شا اوږده سيټ باندي ناست  دا تپوس وكړو، چي  ..

" " تاسو چي دا يوه مياشت په نهره تېرَوئ ، نو بيا خداى په انعام كي چيشي دركوي؟ 

نو سېلاني ورته وئيلو ..

" " دَ دې راتلونكي اختر دَ خوشاليانو پرته ذهني، قلبي او روحاني تسكين راكوي

خو وسا ورته وئيلو، چي  ..

" " په لمونځ او روژه كولوباندي خو يو سړى مسلمان كېږي

 " دَ دې مطلب دا شو، چي اوس خو په دې مياشتي كي زه هم مسلمان يم .. ما له به ستاسو خداىڅه راكوي؟ "

كه به نورو له خپلي خوا ورته دَ هغه دَ زړه ساتني دپاره ښه او خوږه ځوابونه وركولو، خو مستي او شوخي شامۍ پېغلي رانا ورته په خندا خندا كي وئيلو ..

" " تا ته به نو خداى څه دركوي مسټر پُو؟ .. كه يې دركولې هم ، نو به څپلاخي دركوي

" " هغه څله ؟

چي هغه په ماشوم انداز ورڅخه بيا تپوس وكړو، نو هغې ورته وئيلو  ..

" " هغه ځكه ، چي تا خو تش زموږ دَ مخه خله تړلي ده .. په پټه خو يې خورې

بس بيا نو مخته څه وْ، هغه هم دَ چشمكو ترشا ورته په ځير ځير كتلو ورسته وَ وئيلو  ..

" " سوري .. ماته زما خداى ښه دى ­ چي په نه څه هم راڅخه خوشاله دى

" " سر به دي نو هغه ورځ خلاس شي ، چي تا او ستا خداى دواړه وَ دوزخ ته بوځي

دَ راناشامۍ په دې خبري دَ ټولو ملګرو سره سم هغه هم وَخندلو، خو بيا يې ورڅخه دا سوال وكړو ..

" دا حال راكه ، چي دا ستاسو او دَ عيسائيانو يو دوزخ دى ، كه بدل بدل دى؟ "

.. نو دَ هغې په ځاى منوېلا ورته وئيلو

" " دوزخ دَ ټولو داسي يو دى لكه جنت چي يو دى

" " نو بيا خو زه جنت ته ځم .. دوزخ يې ستاسو

پُو چي څنګه دا خبره كړه ، نو پېغله رانا له خندا تكه شنه شوه او يو څو توري يې په عربۍ كي وئيلو ورسته په ډكه خله خندا  كي ورته وئيلو  ..

" " داسي اېله پېله ؟ بچو دوزخ خو يې جوړ كړى تا ته دى

" " لاكن زه يې نه كوم .. څه دَ زور كار خو نه دى

او په دې خبري باندي ملګرو دومره وَ خندلو، چي په بس كي ناست ټولو سوارليانو دَ هغوئ په لور بيا بيا كتلو -

_ 5 _

 " اوس خو وسا خپله هم ته له ما سره يوازي وَليدلې ، نو ځكه په لار شه بچو"

نن سوپيس تر اوله هم نه يوازي زياته اوپن شوي وه ، بلكې  په دهمكۍ كي يې څه څه دَ ناز غاړي هم دَ هغي تېري شپې دَ كړي قربانۍ له سوبه ورګډي كړي وې ­ نو ځكه خو سېلاني هم له هغې سره په اوپن كېدلو او ټوكي ټكالي كولو كي خپل سباوْن څه غوندي محفوظ ګڼلو ­ او هغې چي به هرڅه هرڅه وئيلو، نو ده به نه يوازي ورته دَ ټوكي رنګ وركولو، بلكې په خلاسه به يې خبره هم ورسره كوله ­ ګوا څومره چي هم كېدلى شو، داسي غوړ لاس به يې ورباندي تېرَولو لكه نن چي يې ورته وئيلو ..

 " منم، چي دَ نورو ښو پرته دي هغه شپه هم زما دپاره دروغ وَ وئيلو، خو خداى دي نه كړي ، چي په تا باندي هم كله سخته راشي نو ژغ راباندي كوه .. زه به دي مايوسه كوم نه" 

خو هغې كه څه هم دَ دې خبري په ځواب كي ورته دَ بيا يوازي ليدلو غوښتنه كړي وه ، لاكن سېلاني په  ځاى دَ منلو داسي ورته وئيلي وْ  .. 

 " دَ سر په سترګو .. ولي نه ، خو بس دا عذ ر لرم چي دَ كوم وخت تقاضا چي ته كوې ­ هغه وخت به زه ځكه نه يم ، چي له وسا سره به په وسط البلد كي وينم"

او هغې هم دَ سېلاني داسي بهانې منلې او نور نور به يې نه يوازي فري هېنډ وركولو، بلكې غوښتلو به يې، چي هغه په مينه محبت باندي دَ خپل هغه كست په سمون ځانته مرئيى كړي ، چي په خله يې نوم لا هم نه اخيستلو-

نور لا نور.. اوس سوپيس ګاهى ګاهى دَ  پُو او سېلاني سره دَ دوستۍ پاللو په بهانو دَ هغوئ وَ فلېټ ته هم راتله ­ كه څه هم رنا او منوېلا په څوڅو ځله هغوئ ته وئيلي وْ، چي  ..

" " دا تاسو چي له پېغلي سوپيس سره كومي دَ دوستۍ رښتې جوړَوئ ­ دا ښه نه كوئ  

خو ډاكټر پُو به په خندا كي ورته وئيلو ..

" " څه به وكړي .. خوري خو به مي نه

" " هغه ښځه ده او ښځه هر څه كولى شي

بيا چي يو ورځ راناشامۍ دَ ډاكټروسا له مخه هم دَ پُو دَ دغه رنګه خبري په ځواب كي داسي وئيلي وْ ، نو هغه په دې خبري باندي  لا تر دې هانده هم خپله رائيې څرګنده كړي وه ، چي  ..

" " نر كه نر وي نو دا ښځي هيڅ نه شي ورباندي كولى

نو ځكه خو چي سېلاني هم ورسره دا خبره خوښه كړي وه ، او وئيلو يې  .. 

" " هو، انسان كه ښځه وي نو هم انسان وي او كه نر وي ، نو هم

لاكن راناشامۍ ورسره دا خبره ځكه نه منله ، چي په عربۍ كي يې ورته وئيلو ..

" " دا خبري خو زه او ته كوْ ­ كوم چي حقيقت دى .. په هغه څوك نه دى خبر؟

" ګوا ستا مطلب دا دى ، چي په عربو كي تر اوسه لا هم"

پُو چي څنګه دا دومره وئيلو، نو منوېلا هم خله داسي پرې كړه ..

" " نه يوازي په عربو كي ، بلكې نر په درستي دُنيا كي دَ ښځي استحصال كوي

"  " ښه ښه .. نو بېسنك هم ستا استحصال كوي؟

سېلاني چي دا خبره وكړه ، نو ورسره ناست بېسنك ته چي منوېلا دَ هغه خبره په خپله ژبه كي ترجمه كړه ، نو هغه هم خپل يوازينى تورى ګوا " كريمينل منوېلا كريمينل" چي څنګه تكرار كړو ، نو راناشامۍ ورته په ډېره مستۍ كي وَ وئيلو  ..

" " بېسنكه وروره .. ته خو هم اوس له دې كريمينل توري څخه لږ نور را وَوځه ، خو په كي زوړ شوې

دا خبره څه وه ، چي ټول له  خندا داسي تك شنه شولو، چي بيا تر ډېره پوري بله خبره بې دَ كريمينل كريمينل له تكراره ګرسره منځ ته نه راغله -

_ 6 _

" " وسا .. زه يو ځلي بيا درته وايم چي زما له سېلاني څخه لاس واخله ګني

" " ګني څه به وكړې ؟

الجېرين پېغلي ډاكټر وسا ، چي دې وخت يې ژېړبخون او پېچلي وېښتان په سترګو باندي را پرېوتي وْ  شاته په خشم څنډلو ورسته چي دَ تهائي پېغلي سوپيس دَ دهمكۍ په ځواب كي داسي وَ وئيلو، نو هغې يو دم له پرس څخه هغه عكس چي له سېلاني سره يې په ګډ ه دلته دَ راتګ په لومړۍ هفته كي دَ هغې دَ هوټل په خوني كي اخيستى وْ  را وَ يستلو او دَ وسا په لوري يې ور غورځولو ورسته په لغازي موسكا كي ورباندي خله داسي خلاسه كړه ..

 " دا وَ ګوره زما او دَ سېلاني دَ ميني لومړى هغه ثبوت چي ستا دَ سترګو خلاسَولو دپاره بېخي زيات دى"

عكس ، چي دې وخت لا دَ هوا له اوږو سم مځكي ته نه وْ راكُور شوى ، چي وسا غُوټه كړو او سترګي يې ورباندي كرارَولو ورسته په مات زړه له ځان سره وَ بُوڼېدله  ..

" " په دې باندي خو دَ دېرشم ستمبر 1997ع تاريخ او ټائم لس بالا لس بجې دَ شپې هم نوښته دى

 " نه يوازي دا ، بلكې دا هم په كي وَ ګوره ، چي دا عكس چرته اخيستل شوى دى او كه دي سترګي ښې كار كوي ، نو تا ته به دغه زما پرس هم په كي ښكاره شي"

سوپيس ورمخته كېدلو سم دستي دَ خپلي نرۍ ګوتي دَ اوږده او تېره نُوك څُوكه په عكس كي راغلي پرس باندي ږدلو ورسته چي په اوږې باندي راځڼېدلى هغسي سپينچكى پرس ورته دَ سترګو وړاندي نيولو په وخت دا وينا لا سمه سگرته نه وه رسولي ، چي دَ وسا په سترګو كي اوښكي راغونډي شوې او وَ عكس ته يې نور نور كتلو ورسته په ډډن ژړَغوني ژغ كي ورته دَ اوږدې او سړې ساه ايستلو سره تړلي وَ وئيلو  .. 

... " " سوپيس..ته رښتيا واې چي سېلاني زما نه بلكې ستا دى او

هغې به لا نور څه وئيلو، چي دغه وْ سېلاني هم داسي په منډ ه منډ ه ورته را وَ رسېدلو لكه يو لوى ښامار چي ورپسې لګېدلى وي ­ نو ځكه خو يې دَ راتګ سره سم په لنډ و ساهګانو كي وَ ډاكټر وسا ته وئيلو ..

" " وسا وسا .. درځه چي يو ځاى پټ شو .. تر شا يوه بېخي لويه بلا  راپسې را روان دى .. وَ به مو خوري

او اوس به يې لاس وسا ته ور غزَولو، چي هغې يوې خواته وَ دېكلو-

" " داسي دي ولي وكړو ؟

" " ځكه .. چي ته له اصله زما نه ، بلكې دَ سوپيس اشنا يې 

له دې خبري سره سم هغه عكس چي سوپيس ورته وركړى وْ دَ هغه په لور هغسي په داسي وينا كولو والوځولو  .. 

" " دا واخله هغه عكس چي ستا او ستا دَ ګراني سوپيس دَ ميني كيسه بيانوي

"  " زما او دَ سوپيس دَ ميني كيسه .. دا څه واې وسا ؟

 " " زه نه .. دا عكس واي

او عكس لا هغسي په هوا كي الوتلو، چي په فضا كي يوه تېره كړيكه دَ خندا لكه تنا خوره شوه ­ بيا مخته څه وْ ؟ چي دَ هغې غټي پريانو دُوړي په منځ كي دَ سوپيس خړه پړه غاښوره څېره دَ هغوئ په لوري نه يوازي په چورلكونو خوړَلو كي را روانه  وه، بلكې دَ دې سارا رېګ يې هم يوې بلي خواته تُوتاڼلو لګيا وه-

هم په دې خو .. په ځاى دَ سېلاني ، هغې زړه ماتي وسا په نه ساعت كي هغه تر لاس وَ نيولو او په وېرند وكي انداز كي يې ورته وَ وئيلو  .. 

" " هله هله ژر كوه ، چي ورڅخه خلاس شو

او بيا هغه دواړه لاس په لاس دَ اهرام مصر  په لور  وَ تښتېدلو ­ لاكن دَ پريانو هغه دُوړه وه ، چي تر هغو غټو ګومبتو دَ رسېدلو له مخه يې دواړه داسي راګېر كړلو ، چي سېلاني په كټ كي له يوې تېرې چيغي ايستلو سره سم جګ راكښېنستلو ­ او يوې بلي خواته سترګي ځغلولو ورسته يې دَ تندي خولې په لاس باندي وچولو سره سم سترګي يو ځل بيا په داسي وئيلو دَ يو ساعت دپاره پټي كړې  ..

" " شكر دى لويه ربه ، چي دا خوب وْ ­ ګني موږ خو يې وژلي وژلي وْ

لاكن زړه يې بيا هم په ځاى ځكه نه شو ، چي په زړه كي يې دَ سوپيس ويره لا نوره هم سېوا شوي وه