نن دَ جنورۍ كال 1998ع اتهه ويشتمه  او دَ روژې دَ مياشتي دېرشمه وه ، چي دَ ګلوبل ډپلومه لوستونكي دَ دوْ شپو او درو ورځو په سېل دَ اختر تېرَولو په نيت دَ سينائي په سيمه كي دَ سره سمند ر ګوا دَ رېډ سي دَ "راس سد ر" نامي هغې څنډي په لور وړلو په نيت په بس كي سپاره كړل شولو، چي اسرائيل تر ډېري مُودې پوري په خپل تسلط كي ساتلي وه -  

ډاكټر دعد ، ډاكټر فواد او ډاكټرهنا چي دې وخت يې دَ نهو او اووْ كلونو دوې وړې لُوڼي مريم او سلمه هم ورسره په څنګ سيټ كي ناستي وې په راهنمائي كي بس مخته روان شو­  دَ ځينو نوْ څېرو لكه دَ مېډيكل سټوډنټ پېغلي ايمن ، دَ  دعد خور عزا او دَ هغې  لور داليه پرته چي  وار دَ پېژندګلوۍ تر هغه تهائي ځوان پوري راغلو، چي له سوپيس سره په څنګ كي ناست وْ ­ نو دا خبره هم معلومه شوه ، چي هغه دَ نوا په نوم مشهوره ځوان دَ سوپيس وراره دى ­ كوم چي دَ هغې له قوله په الازهر اسلامي يونيورسټۍ قاهره كي سبق واي -

          نو ځكه خو نن بُوباجُوف نه يوازي هلته شاته يوازي ناست وْ ، بلكې دَ هغه او سوپيس تر منځ  مراسم هم دَ خبري نه كولو تر هاند ه لا بند برېښېدلو ­ نو ځكه خوكه يوې خواته  البانين منوېلا ، عراقۍ عقود او دَ دمشق راناشامۍ په خپلو كي دَ سوپيس دَ سمېدلو دَ چانس په باب خبري كولې ، خو بلي خواته سېلاني په دې خوشاله وْ ، چي هغه به هم دا يو څو ورځي ښه په كراره تېري كړي -

          دَ څو ګنټهو مزل كولو ورسته چي كاروان څنګه دَ سوئيز كېنال دَ شنو اوبو دلاندي جوړي روښاني سب وې څخه مخته تېر شولو، نو دَ يو غټ درز كېدلو ورسته بس له قابو وَ وتلو او له روډه څخه وتلو ورسته له ښه بخته په رېګ كي تم شو ­ دلاندي چي سامَولي سامَولي ملګري كښته شولو، نو څه ګوري ، چي دَ بس دَ مخ په ټائرونو كي يو برسټ شوى وْ -

          دا رېګستاني سيمه وه ، خو ځاى په ځاى په كي دَ لاسي زيار څه څه زرغونه پټيان هم برېگښېدلو­ نو ځكه ملګري يوې بلي خواته وَ وېښل شولو، لاكن سېلاني چي دې وخت دَ نوا سره دَ سوپيس په خوښه ستړي مه شي وكړو، نو سوپيس ورسره په رېګ باندي يو دوه ګامه تللو ورسته چي هغه ته هلته په بيچ باندي تر خپلو دَ يكړي ګپي كولو خبره څنګه وكړه ، نو هغه به لا اوس ورته جوړه لاسونه نيولو، چي هغې مخته وئيلو-

 " زما مطلب دا، چي زه اوس هغه نه يم څنګه چي ته ما ګڼې او نه اوس زما په زړه كي هيڅ خيره شته ستا دپاره"

         "  " رښتيا واې سوپيس؟

سېلاني هغې ته سرتر پايه كتلو ورسته چي څنګه داسي په حېرت ورڅخه تپوس وكړو، نو هغې په لومړي ځل په ډېري ماشومي موسكا كي ورته وَ وئيلو ..

"     " هو، دې وراره  نوا، چي اسلامي تعليم كوي راته په دې څو ورځوكي دومره تبليغ كړى دى ، چي ...         

" دا خو يې بيا ډېرښه كار كړى دى او خبره ده هم دغسي ، چي"

هغه به لا مخته دَ خوشالۍ اظهار كولو، چي هغې په مخ باندي را ټالېدلي درنې زُلفي شاته څنډلو ورسته وئيلو ..

" " هو، دا هر څه پاته كېد ونكي دي

 " " بېشكه

او بيا يې له ډېري خوشالۍ ورسره دا پښتو هم په انعام وركولو كي وَ كړه ، چي  ..

" " هغه .. هلته چي چرته او كله هم وَ غواړي ، نو له ده سره ليدلى شي 

كېدلى شو، چي هغوئ لا نوري خبري هم كړي وى ، چي محمد ډرائيور هارن وَ بُوغَولو او درست ملګري راغونډېدلو ورسته يو وار بيا بس مخته روان شو­ او ملګري بيرته تر خپلو په ګپو كي اخته شولو­ لنډ ه دا ، چي هغوئ كله په راس سد ر باندي جوړو هغو بيچ هاوْسونو ، چي ډېر پخوا اسرائيلايانو جوړ كړي وْ ته رسېدلو، نو دَ مازيګر درې بجې وې ­ نو ځكه ستړي ستومانه په هغو وړو كورونو كي ځله وَ وېښل شولو- 

_ 2 _

          " سبا اختر دى .. په رېډيو كي اعلان وشو"

ماخستن په لس نيمي بجې دا خبره دَ ډاكټر دعد له خلې څه وخته ، چي درست ملګري كه هرچرته په محفلونو كي ناست وْ  په نه ساعت كي دَ هغې په فلېټ كي په خوشالۍ راجمه شولو­ او بيا تر ډېره پوري هلته دَ ملګرو تر منځه دَ ټوكو ټكالو محفل له خنداګانو څخه دَ وړې داليه په بېلي ډانس دوام ته څه وَ رسېدلو، چي زياتره ملګري ډله ډله دَ مخامخ بيچ په لور ور روان هم شولو، چرته چي كه څه هم دَ لائټونو اهتمام نه وْ شوى ، خو ورسره جوخت په ښي لاس باندي دَ واړه پراته ښار او دَ دې كورونو رڼاګانو له سوبه دَ سمندر وړې او غټي څپې څه څه برېښېدلې هم ­ كه څه هم دې وخت يخ وْ ورباندي ، خو دَ اختر دَ خوشالۍ له سوبه ملګرو په تودو ګپو او خنداګانو باندي ماحول تودَولو لګيا وْ -
_ 3 _

څنګه څنګه چي دَ ګهړۍ ستني دَ نيمي شپې په خوا ور ټكېدلې، هغومره دَ ملګرو تر ميان بېلا بېلي لوبي او ګپي كه څه هم دَ ستړيا سوب جوړېدلي ، خو په دې بيچ باندي وار په وار دَ ملګرو شمېر هم كمېدلو لګيا وْ ­ ګوا دَ فلاويه او وينډي دَ سملستلو دَ ضد له لاري منوېلا مورتي  او بېسنك خو له لومړي ماخستنه بيا تر خپلي خوني پوري رسېدلي وْ ­ او ډاكټرپُو هم اوس غوښتلو، چي لاړ شي ­ خو بلي خواته يو سېلاني وْ ، چي تر پرونه يې له چا ويني قى كولې .. اوس دَ خپل كړي قول په سمه له  هغې سوپيس سره دَ هغې دَ غوښتني په سمون لا دغه وْ ، چي دَ سمند ر په څنډي باندي وَ ګرځېدلو ته جوړېدلي وْ - 

كه څه هم دې وخت بېخي سړه هوا ګلېدله او دَ يخ شدت نور نور زياتېدلو ، خو هغوئ له هر څه څخه بې خبره نن دَ يو بل سره داسي په اعتماد څنګ په څنګ روان وْ ، چي نه خو سوپيس هغسي شوده او بلېك مېلره سوپيس وه او نه سېلاني هغه بې زړه سېلاني وْ ، چي دَ هغې له تصوره يې لا تر پرونه پوري ويره كېدله ­ هم ځكه خو دې وخت دواړه ډېر په مزه مزه له پاته شوْ څو ملګرو څخه مخ مخته لكه ساې دَ نيمي شپې په تكو تورو تيارو كي تحليل كېدلو او تر ميانه يې ګپه  يو او بل پلوْ اويښتله - 

يو وخت چي سېلاني شاته وكتلو، نو داسي ورته محسوس شولو، لكه هغوئ چي بلي دَنيا ته وتلي وي او يا په فضا كي الوځي ­ ولي چي اوس كه يوې خواته دَ سمندر دَ څپو له شړپي په چپه هيڅ قسم ژغ نه وْ، نو بلي خواته داسي ښكاره كېدلو، لكه اسمان چي مځكي ته راكُوز شوى وي ­ ګوا تر ليري ليري پوري ستوري په اوبو كي برېښېدلو او بس ­ نو ځكه سېلاني وَ هغې ته وئيلو ..

" " درځه چي بيرته غبرګ  شو .. اوس خو چپ بې ما او تا بل هيڅوك هم په بيچ باندي نه شته

هغې چي دواړه لاسونه يې په خپلو بغلونو كي وركړي وْ ، دَ څه وئيلو په ځاى چي سېلاني  په اوږه باندي وَ وهلو، نو يو دم دَ هغه په زړه كي هغسي پخوانۍ ويره رابرسېره څه شوه ، چي ځاى په ځاى دَ درېدلو ورسته يې ورته بيا وَ وئيلو  ..  .

       " " ډېر يخ دى .. او مخته تياره هم

         "  " دغسي ماحول خو ما او تاته په كار دى

هغې دا خبره څه وكړه ، چي سېلاني دَ موډ جوړَولو ورسته لږ په سخته لهجه كي ورته ګويان شو ..

        " " سوپيس .. دا ته بيا څه واې؟

          " " هغه .. چي هر كله مي وئيلو

          " " لاكن نن دَ ورځي خو ...

          " " هو، زه ډېره بدله شوي يم لاكن

او دا چي يې وئيلو، نو يې لاس هم دَ سېلاني په اوږه باندي كښېښولو - 

         " " دَ دې مانا خو دا شوه ، چي تا دهوكه كړم

         " " هو ، دغسي دهوكه لكه تا چي ماته راكړي وه

هغې به لا اوس نور څه وئيلو، چي سېلاني يې لاس له اوږې وَ څنډلو او له ډېري غصې كولو ورسته شاته غبرګ  شو ­ او اوس به لا دوه ګامه تلو، چي هغې ورپسي وَ دانګلو او هغه يې تر لاس وَ نيولو  .. 

          " " وَ وېرېدې .. ويرند وكيه ؟

         " " مه كوه له ما سره خبري .. ته ښځه نه يې

         " " نو بيا ما ښځه كړه پليز  

دومره وئيلو ورسته سوپيس دواړه لاسونه لا په هغه نه وْ جارباسلي ، چي هغه داسي په زوره وَ دېكله ، چي هغه ستوني ستخ وَ لوېد ه ­ او له لوېدلو سره يې سم يوه تېره غوندي چيغه داسي له خلې وَ وتله ، لكه جوړه چي يې دَ ملا هډ ونه مات شوى وي ­ نو ځكه سېلاني هم چي څنګه ځان ورته وَ رسَولو، نو هغې ټينګ ټينګ تر لاسو وَ نيولو او په خندا كي يې ورته وئيلو  ..

" " ما له هر بد ه توبه ايستلي ده .. چپ له دې ورستي بد ه

         " " او دا بد به دي په نصيب نه شي

او له دې سره سم دَ هغو دواړو تر منځه دَ خپلي خپلي هوډي په سمون هڅي پئيل شوې - 

" " ستا تر وژللو ما دا بهتره وګڼله ، چي دَ درست ژوند دپاره دَ زړه رنځ دركړم

 " " لاكن زه هم پښتون يم ، ځان وژللى شم خو ښځي ته ماته نه شم منلى

په دې كش او بګير كي دَ هغي دَ خبري په ځواب كي سېلاني داسي وئيلو ورسته چي څنګه ځان خلاس كړو او اوس به يې ځغاستلو ته پائڅې ټولولې ، چي هغه يې په لاري كي لكه ټپي زمرۍ بيا وَ درېدله او په خشم كي ورته واي  ..

" " ما كست كړى دى او دا كست به  نن په هره بيهه پوره كوم يا به

          " " يا به .. څه؟

سېلاني بيا په دواړو لاسو ديكه وركولو ورسته چي د دوْ تورو دا تپوس له خلې څخه دَ يوې ناخبري پېښي دَ امكان له رُويه څه وَ وتلو، چي هغې هم خپله ماته په دې دهمكۍ باندي اعلان كړه .. 

" " يا دا ، چي زه به دَ سمند ر وَ دې يخو څپو ته ځان سپارم

         " " نه به وكړې ؟

كه څه هم  سېلاني هغه په دې باب تلل نه غوښتله ، خو نا ببره چي يې دا خبره له خلې وَ وتله ، نوهغې خپل پرس له مځكي وهلو ورسته يو دم منډ ه كړه او دَ شنه سمند ر په اوبو كي ورګډ ه شوه ­ تر يو څه وخته پوري خو لا سېلاني دا ګڼلو، چي هغه خود لكه چي ټوكي كوي ­ خو بيا چي يې پام شو، نو څه ګوري ، چي سوپيس وركه شوه او هيچرته ځكه نه ښكاره كېدله ، چي تياره وه - 

" " داسي نه چي په رښتيا خو يې دَ سمند ر وَ مستو څپو ته ځان نه وَسپارَلو ؟

دا هغه سوال وْ ، چي يو دم دَ سېلاني په مزغو كي را برسېره څه شو ، چي ورپسې يې منډ ه كړه ­ څنګه چي په اوبو ورګډ شو، نو هغه يې لږه لږه دَ ساې په شان تر سترګو شوه ­ ګوا كه اوس څه هم تر ګونډ و پوري په اوبو كي پټه وه ، خو لا مخ مخته روانه وه ­ نو ځكه  هغه ورباندي په زوره ژغ وكړو ..

          " " سوپيس اې سوپيس .. راغبرګه شه 

          " " لاكن څله ؟

دَ  څه چُپيا ورسته چي دَ هغې له خوا داسي سوال  دَ هغه تر غوږو راغبرګ  شو، نو سېلاني هم دَ يو انساني ژوند دَ ساتني په خاطر په زړه باندي يو غټ او بېخي دروند كاڼى ږدلو ورسته ور ژغ كړو  .. 

        " " دَ خپل هغه كست پوره كولو دپاره

او بيا وخت هم دَ يو څو لمحو دپاره په خپل ځاى څه تم شو ؟ چي دَ سمند ر څپې هم ځاى په ځاى ولاړي محسوسي شولې ­ او دې وخت چپ دَ سېلاني دَ زړه له درزا كه بل څه په فصا كي متحرك وْ ، نو هغه وْ دَ سوپيس باڼه چي دَ هغه په لور يې دَ كتلو په وخت تر اوله هم زيات په تادۍ رپېدلو او يا دَ هغې نرۍ شونډي ، چي دَ كړي كست په سمه دَ كاميابۍ دَ خواږه احساس له لاري په لومړي ځل په ډېره مينه موسېدلي وې .. خندېدلې - 

خو بيا چي وخت مخته رهي شو، نو دَ وچي په لور دَ سېلاني دَ غبرګون په دويم ګام سوپيس هم لمد ه خيښته تر هغه پوري را ورسېدله ­ او دواړه په پټه خله له يو بل سره څنګ په څنګ  چي څنګه څنګه دَ وچي په لوراوبه كچلې ، نو دَ يخي هوا په زد يې يو بل ته  ځانونه نيږدې كولو لګيا وْ ­ خو بيا چي څنګه وَ وچي ته وَ رسېدلو، نو دواړه له تيارو سره ملګري په هغه لور روان شولو ، چي چرته دَ سهار په ځاى نوري تيارې دَ هغوئ په انتظار كي ولاړي وې -     

_ 4 _

          نن سهار به سېلاني ځان دَ خپل ضمير په وړاندي نور نور ملامتَولو، چي دَ هغه سره دَ اختر مباركي كولو په نيت تهائي پېغله سوپيس وَ خوني ته له خپل وراره  نوا سره څه ورننوتله ، چي هغه يې په ځاى دَ مجرم  يو مجاهد په څير په خپلو سترګو كي رابرسېره ځكه كړو، چي هغې  دَ عربيانو غوندي وېښته  په دوسمال باندي څه تړلي وْ ، چي  په اوږده جامه كي هم ترحُوري كمه نه برېښېدله -

         " " السلام وعليكم

          " " وعليكم السلام .. سوپيس دا نن زه څه وينم ؟

سېلاني چي دې وخت دَ سوپيس په احترام كي ولاړ شوى وْ ، چي داسي تپوس وكړو، نو هغې ورته دَ يوې مومني ښځي په رنګه دَ زړه له كومي موسكا وړاندي كولو ورسته وئيلو  .. 

" " هو، خداى دي ما ماف كړي ­ دا څه چي وينې .. دا هم يو حقيقت دى

 او بيا يې له هغه سره دَ اختر مباركي كولو ورسته هغه ته داسي وكتلو، لكه هغه چي له هغې سره بد نه ، بلكې ډېر ښه كړي وي ­ او بيا چي څنګه سېلاني له هغوئ سره دباندي وَ وتلو، نو هر هر چا چي وَ سوپيس ته دَ اختر دَ مباركي سره ګنډلي دَ حق په لور دَ  داسي بدلون دپاره مباركي وئيله ، نو سېلاني به پرې كېدلى شي چي په دې خوشاله كېدلو، چي له شره يې  وسا او هغه په امان شولو-

          نن كه څه هم ملګرو دَ اختر خوشالياني له لومړي سهاره په مخامخ بيچ باندي په فټ بال كولو پئيل كړي وې ، خو دَ سوپيس بدلون په باب هره خله ژغېدله ­ چا به وئيلو، چي  ..

" " دا دَ يو څو ورځو كيسه ده .. ډېر ژر يې ګوره ، چي بيرته هغسي بې لاري شي لكه چي وه

لاكن رنا او عقود يې په داسي كولو كه خوشاله  وې ، نو دَ بُوُبا په زړه يو خداى خبر وْ ­  خو بيا يې  هم وئيلو  ...

         " " خداى دي دا په لار كړي زما دَ دوستۍ خېر دى

" " فكر مه كوه ډېر ژر به هغه بيرته ستا په لور درستنېږي .. ولي چي زه دَ  تهائيانو فطرت پېژنم

دَ  پُو په دې خبري كه څه هم دَ  بُوُبا زړه تر ډېره هاند ه ښه شوى وْ ، خو منوېلا مورتي  ورته وئيلو  .. 

          " " هغه ډېره كست ناكه انجلۍ ده

          " " هو، ډېره كست ناكه ده

سېلاني هم دا خبره ورسره كه څه هم يوې خواته منله ، خو بلي خواته يې داسي هم ملګرو ته وئيلو ..

         " " انسان هم عجبيبه شى دى ، هيڅ يې نه معلومېږي

صلاح مصري ، ډاكټر دعد او دَ نائجېريا احمد بابا دَ هغې په دې بدلون بېخي زيات خوشاله وْ او يوه خطره يې هم دَ هغې دَ بيرته غبرګون نه محسوسوله - 

          هرڅه هرڅه ، خو سېلاني تر نن سهاره پوري په ځان كي تُوكلو، لاكن اوس يې دَ هغې په داسي بدلون باندي خپله دَ تيارو هغه سودا تاواني نه ګڼله ­ ولي چي هغه نن له هر قسم ويرو څخه چي تر پرونه يې دَ سوپيس په نوم او بڼو باندي هغه وَ كرار ته نه پرېښولو لاس په سر برېښېدلو ­ ځكه خو يې غوښتلو، چي دا بيچ ډېر انجواى كړي -

_ 5 _

          سوپيس چي به دَ سېلاني دَ دې بې اندازې خوشالۍ په لور دَ سوچ نيليان وَ ځغلولو، نو به يې زړه ته دا خبره راغله ، چي ګوندي هغه خود لكه چي له دې سره دَ تيارو په هغه كړي سفر باندي هوسېږي ­ ګوا ..كه به يې څه هم په زړه كي هغو رېبلو غاښونو بيرته سرونه وَ كړو، نو هغې به كليمې په ځان چُوف كړې او دَ هغه له سترګو به ليري شوه ­ ولي چي هغې دَ نوا دَ مخه نن سهار نه يوازي له بد و توبه ايستلي وه ، بلكې دا يې هم ورته وئيلي وْ، چي هغه به په ظاهره  باندي هم ځان وَ يوې پخې مسلماني ښځي ته مونوي -

" نن له  بُوُبا سره په څنګ څنګ كي څه زياته نه ښكاره كېږې؟"

منوېلا دَ تاش پته په ميدان باندي غورځولو ورسته چي دَ راغلي راناشامۍ په لور كتلو په وخت دا خبره وكړه ، نو سېلاني ، پُو او بېسنك چي دې وخت يې په بيچ باندي تاش كولو ورباندي چي څنګه وَ موسېدلو، نو رانا دَ مستۍ له لاري واي  ..

" " زه غواړم ، چي دَ تور بُوُبا په هغو پُرهارونو باندي ملهم كښېږدم ، چي سوپيس وركړي دي

" " لاكن په خيال يې ږده ، چي چرته يې ريزلټ هغه زما دَ پرونۍ كړي ټوكي په شان نه شي

ډاكټر پُو چي څنګه داسي ورته وَ وئيلو، نو هغې منګولي له رېګه ډكي كړې او په پُو باندي يې ور تويه څه كړې ، چي هغه هم ورپسې منډي كړې ­ او بيا دواړه يو بل په رېګ كي چي كله په سات سات كي مروړلو لګيا وْ ، نو سېلاني دَ يوه تريخ ياد په تصور كي داسي لاهو شو، چي ناببره يې وسا هم وَ سترګو ته له خياله جګه وَ درېدله ­ او له هغه څخه يې سر دوباره هغه تپوس ، چي هغې دَ رعمسيس هلټن پلا زې په يوې سېنما كي دَ " ميډ نائټ فئير" نامي فلم كتلو په وخت ورڅخه كړى وْ ، ګوا ..

" " زما مينه خو به په بل چا نه روا كوې ؟

" " يَه يَه كله هم نه..ولي چي ما له تا سره پښتني بول كړى دى

دومره چي يې لا په ځواب كي له خلې نه وْ وتلي ، نو بېسنك او منوېلا ورباندي څه وخندلو؟ چي سېلاني يو دم له خياله راستون شو او خپل هغه وهېدل يې په داسي خبري واړَولو ..

 " ما دَ تاش دَ پتو حساب ټينګ كړى وْ او سنجول مي ، چي كېدلى شي ، چي كه ما دا دَ " پان باچا" ميدان ته وَغورځولو، نو چرته به يې پُو خو په "يكه" باندي وَ لاس ته نه كړي"

دَ سېلاني  دَ دې خبري ورسته  بېسنك په موسكا كي واي ..

          " " كريمينل كريمينل

او دَ خپل معمول په شان چي يې په دغه ځاى انګلسي هم تمامه شوه ­ نو ځكه خو يې مائينه له خندا شنه شوه او په خندا خندا كي يې په  البانۍ ژبي كي ورته ګوره چي څه وَ وئيلو، چي هغه هم خله خندا ته جوړه كړه -  

ټوله ورځ لكه ماشومان ورځ په رېګ كي له لوبو سره تېرولو ورسته ، چي كله دَ ډاكټر هنا دَ كوارټر مخي ته دَ فلوريتا، ډاكټردعد ،  ايمن او بتوكا له خوا  اهتمام شوي BAR .B.Q په لوګيانو كي ملګري شاوخوا ناست وْ او دَ خپلي خپلي برخي كباب شوي غوښي يې خوړلې ­ نو مديحه مصرۍ دَ سېلاني په څنګ كي دَ كښېنستلو ورسته ورته په غوږ كي واي  ..

" " سوپيس راته وئيلو .. چي دئ دي له هغې سره اوس اوس وَ ويني

سېلاني شاوخواته كتلو ورسته پوښتنه ورڅخه وكړه  ..

         " " لاكن مديحه .. هغه خو دلته نه ښكاري ؟

          " " هو ، هغه دَ خپلي خوني مخته ولاړه وه

" " خوني مخته ؟

" " هو .. هاغه ګوره ، له دې ځايه هم لږه لږه ښكاري لكه انساني سايه

مديحه دَ سېلاني پام شاته هلته ليري ولاړي ساې په لوري اړَولو ورسته چي داسي څنګه وَ وئيلو ، نو دَ هغه بدن نه يوازي مېږي مېږي شو بلكې يوې بلي ناببري ويري يې زړه په لاس كي مروړل هم شروع كړو ­ او په مات زړه ولاړ شو ­

        "  " چرته خو بيرته هغې دَ سپۍ څرمن نه ده اغوستي ؟

هو، هم له دغسي شيطاني وسوسې سره ملګرى سېلاني په رېږدېدلي وجود دَ هغې انساني ساې په لور روان شو ، چي دې وخت هغه ولاړه نه ، بلكې دَ سمند ر په لور يو ځل بيا لكه ښاماره غزېدلو ته هڅېدله لګيا وه -