سېلاني چي له كومي ورځي له سينائي څخه راغلى وْ، نو له هغې ورځي تر ننه ، خو دَ اختر دَ مياشتي څلورمه وه ، چي سي ډي سي ته دَ ناروغۍ له سوبه  نه وْ تللى او په فلېټ كي يې اّرام كولو ­ نوځكه به ورته ملګري پوښتني ته تلو او راتلو­ لاكن دَ وسا، منال ، بېسنك فېميلي او حسن پرته كه بل څوك ډېر ډېر راتلو، نو هغه وه سوپيس ، چي سهار او ماښام به له خپلي خوندكۍفلوريتا سره راتله ­ خو ملګري  پُو دَ هغې داسي همېشه راتګ نه وْ خوښ او په وار وار به يې سېلاني ته وئيلو، چي  ..

" " دَ دې ښځي راتګ ماته له غرضه خالي نه ښكاري

" " نو بيا پليز ورته وَ وايه ، چي نه دي راځي

خو هغه به ورته وئيلو  ..

" " هغه تاته راځي .. زما وئيل بې مانا دي

كه به څه هم سېلاني هغې ته په څو څو واره بېلابېلي اشارې دَ نه راتګ دپاره كړي وې ، خو هغه وه ، چي ګرسره يې سر نه خلاسولو ­ او بل يې دَ رناشامۍ او عقود په ملګري كي په منوېلا او بېسنك باندي هم كار شروع كړى وْ ، چي هغوئ هم په لمونځونو باندي وَ پارَوي ­ نو ځكه خو به سېلاني ورسره كله كله په دې نېك كار كي ملګري څه كوله ، چي منوېلا او دَ هغې وَ مېړه ته به يې لمونځ وريادَولو دياره په ورځ كي يو نيم لمونځ دَ جماعت غوندي هم وركولو -

 " دا سوپيس او فلوريتا څنګه له يو بل سره دومره په مينه مينه ليدل كېږي ؟ كه ځه هم يوه كټره مسلمانه او بله عيسائي ده"

يوه ورځ چي دَ وسا په موجودګۍكي ډاكټر پُو داخبره دَ سوال په توګه پورته كړه، نو سېلاني ورته وئيلو..

" " مذهب له انسانه دَ انسان جوړلو او انسان وَ انسان ته دَ نيږدې كولو وظيفه سرته كوي 

  .. اوس به يې لا نور څه وئيلو، چي دَ  پُو له خلې يو دم داسي خبره ناببره وختله ، ګوا

" " سېلانيه ..ته دَ سوپيس په حق كي نن سبا ډېر ښكارې

بيا چي يې خپلي دې غلطۍ ته پام شو، نو واي  ..

" " زما مطلب دا ، چي هغه په دې اسلامي جامه كي ګرسره ښه نه برېښي ، خو ته ورته ښه واې

وسا كه څه هم هيڅ نه وَ وئيلو، خو دَ سېلاني په خوا يې داسي په سواليه نظرونو وكتلو، لكه هغه چي هم دَ ده دوستي له سوپيس سره نه خوښَوي -

خو بلي خواته سوپيس وه ، چي  دَ اخلاق او دَ خوئيو په اړه يوه ښه مسلمانه برېښېدله ، لاكن دَ هغې تګ راتګ دَ منوېلا او سېلاني وَ فلېټونو ته اوس كه څه هم وسا هم نه خوښولو، خو دَ خپل اّزاد او بېخي صفا فطرت له سوبه يې سېلاني ورڅخه ژغورلى هم په دې سوب نه شو، چي هغې خپله خو هم په شروع شروع كي ورسره ښه ناسته ولاړه پاته شوي وه -

_ 2 _

نن اتهلسمه فروري ، ګوا دَ  سېلاني دَ زوكړي ورځ وه ، ځكه خو دَ هغه په فلېټ كي دَ هغه دَ جماتيانو پرته هم تر دوه درځنه زيات ملګرو دَ هغه په خوشاليانو كي برخه اخيستله  او هغه سره يې چي څنګه مازيګرى دَ ماښام په لور په خوند او خندا بُوتللى وْ ­ نو هغسي يې دې وخت دَ نيمي شپې په لور دَ منال  او ثريا په بېلي ، دَ التانګريل په منګولي ،  نستان او ايرينا په روسي ، خاتونا په  جارجين او ګل چهره په تاجكي رقصونو كه محفل نور نور تودولو­ خو داكټر پُو، منوېلا ، دَ هغې مېړه بېسنك  او لُوڼي وينډي ، فلاويه ، رنا ، بتوكا او لومائي هم دَ خپلي خپلي برخي خوشالياني او خنداګاني دَ سېلاني په نوم داسي په مزه مزه سپارَلې ، چي دَ هغه فلېټ څه ، چي درسته څلور باميزه پلازه ځنګېدله -   

هر څه هرڅه ، خو نن وسا په ګڼو فرانسوي شنو جامو كي له خپلو سنهري خلاسو ويښتانو سره كه څه هم دَ فلاويه او رنا په مرسته دَ مېلمنو په خذ مت كي بوخت يوې بلي خواته ګرځېدله ، نو بلي خواته يې منوېلا او عقود له صفت كولو مړېدلې هم نه او په وار وار به يې سېلاني ته وئيلو ..

" " دا وسا خو نن تياره له اسمانه راغلي حُوره برېښي

او لا چي به يې خبره نوره زياته كړه ، نو به يې وئيلو ..

" " څومره چي په خوى او خصلت ښه ده ، نو خداى ورته ښائست هم په هغه حساب وركړى دى

هم دغه خو وجه وه ، چي نن سېلاني داسي په سترګو كي اخيستي وه ، چي كله به دَ هغې ورته پام شو، نو په خوږې موسكا به يې هغه لا نور هم په كتلو وَ روږدولو-  

نه يوازي دا ، چي سېلاني يې له ښائسته ډېر متاثره وْ ، بلكې نن په هغې كي ورته يوه داسي ښځه هم ښكاره كېدله ، چي هغه يې په هره مانا تكميلولو ­ نو ځكه خو هغه به دا سوچ كولو، چي  ..

" " هغسي هم دَ هغوئ تر منځه دَ واده كولو خبره شوي ده ، نو بيا څله ژر تر ژره نه وَ شي ؟

كه څه هم هغه دَ ملګرو په مجلس كي پوره پوره برخه اخيستله ، خو په مزغو كي دَ راپيدا شوي سودا كته كولو په غرض نه يوازي يې له ځان سره دَ واده نېټي غوره كولې ، بلكې دَ بې صبرۍ مظاهره يې لا هم هغه وخت وكړه ­ چي كله په وسا پسې بورچيخانې ته يو دوه ځله په دې ورغلو، چي ورته وَ واي  ..

" " هله ژر كوه وسا، دَ واده نېټه غوره كوه ­ نور انتظار راڅخه نه كېږي

 خو په هر ځل به هلته يوه نا يوه بله پېغله هم موجوده وه ­ نو ځكه چي به هغې ورڅخه دَ راتګ تپوس وكړو، نو ده به خبره په بله واړَوله -

خو اّخير هم ، چي كله پارټۍ دوې بجې خواته سرته ورسېدله ، نو يې هغې ته دَ خداى په اماني كولو په وخت په غوږ كي داسي وَ وئيلو ..

" " زه نور انتظار نه شم كولې ­ بس په دې باندي سوچ كوه ، چي ژر تر ژره معامله خلاسه شي

او بيا كه يې څه هم هغې په خله ځواب نه وْ وركړى ، خو په څنګلي باندي څوكه وهلو ورسته يې ورته داسي په مينه شونډي موسكا ته  ضرور غوړَولي وې ، لكه هغې چي هم ورسره دغه خبره خوښه كړي وي -

_ 3 _

په ناصر سټي قاهره كي دَ بين المللي كتابي مېلې په سټالونو كي ، چي دَ نړۍ دَ هري ژبي په لكهونو كتابونه پراته وْ ­ خو سېلاني دَ وسا دَ سودا په سمون دَ پښتو يوكتاب يا ليكل شوى سكرپټ هم چي دَ نمونې دپاره تر قضا ماښامه پوري نه كړو موند ه ­ نو يې ورته وئيلو ..

" درځه ډئير .. بله ورځ به ورته بيا راشو"

كه څه هم هغې دا خبره ورسره منلي وه ، خو چي كله له دې ځايه په مائيكرو بس كي بيرته دَ مقعطم په لور روان وْ ، نو هغې دا سوال څه وكړو ، چي سېلاني نيم هم نه شو پاته ­ ګوا هغې وئيلو  ..

 " تا خو وئيلو ، چي په نړۍ كي كم او زيات پنځه پنځوست ميلينه پښتانه اوسېږي ­ لاكن نور خو نور دَ پاكستان او افغانستان ، چي ستا له قوله په كي ډېر زيات پښتانه اوسي په سټالونو باندي هم تا يو كتاب دَ خپلي ژبي نه كړو پيد ....ا"

هغې به لا نور هغه وړكى كولو ، چي ده دَ هغې پام په بله اړَولو دپاره په نرۍ موسكا كي ورته وئيلو  ..

" " هو ،  پاكستان دَ پښتنو وجود مني نه او په افغانستان كي پښتانه ټوله ملايان او طالبان شولو

" " هغه څله؟

 " هغه ځكه چي په تاريخ كي دې مارشل قام چي كوم كوم قام ځانته مرئيې كړى وْ ، نن دَ هغو بچي ورڅخه دَ خپلو پلرونو او نيكه ګونو بدلې اخلي"

لنډه دا ، چي خبري دَ پښتنو څخه په نړۍ باندي راګرځېدلو ورسته چي كله دَ واده دَ پروګرام په لور څنګه ورغبرګي شوې ، نو دې وخت دواړه له بس څخه كښته شوي هم وْ او اوږه په اوږه دَ  لورز پوائينټ ګوا كارنيچ په لور روان وْ -

" " زما مور، خور او ورور لكه چي څنګه ما مخ كي هم درته وئيلي وْ  به دَ مارچ په مياشتي كي راځي

"  " نو بيا به ورسره خبره كوْ .. ستا مطلب دا دي؟

سېلاني چي دا پوښتنه وكړه ، نو هغې وئيلو  ..

" " داسي خو ما له مور سره په فون خبره كړي ده او هغه به مخته نورو ته واي

\" لاكن كه هغو يَه كړو، نو ..؟ \"

" " هغوئ به نو څله يَه كوي .. دا خو زما خوښه ده

كه څه هم مخته سېلاني دا خبره وه نه څېړله ، خو په زړه كي يې دا خبره راغله ، چي هغه له يوې ماډرني كورنۍ سره نه يوازي اړه لري بلكې هغه دَ صلاح مصري خبره ، چي..\" الجيرين ډېر اوپن خلګ دي\" ­ لنډ ه دا ، چي مخته بيا خبري دَ سباوْن په اړه دَ  پرګرامونو په لور غزوني پئيل څه شولې ، چي ډېر ژر بيا دَ واده ورسته دَ كېد ونكو ماشومانو خبري هم منځ ته راغلې -

_ 4 _

 دولس نيمي بجې درست لوستونكي په بسونو كي وَ الازهر، چي تاريخي بېن الاقوامي يونيورسټۍ ده ته يُو وړل شولو ­ ولي چي نن په \" اّبادۍ او توليدي صحت \" تر عنوان دلاندي  نړئيز كانفرنس وْ او دَ نورو سكالرانو پرته دَ سي ډي سي پنځه ګلوبل ډپلومه لوستونكي ، چي سېلاني هم په كي ورګډ وْ دَ خپل خپل هېواد نمائندګي كوله ­

دا غونډ ه دَ شېخ الازهر يونيورسټۍ عزتمن محمد سيد طنطاوي په مشرۍ كي كېدله ­ عجيبه پېښه خو هغه وخت وه شوه ، چي دَ سېلاني دَ نامه په اناوْنسمنټ باندي دَ هغه په ځاى يو دم په پاكستاني سپينو جامو كي پټ ډاكټر لئيق احمد خان پورته شو او مقاله يې وئيل چي څنګه پئيل كړه ، نو ورباندي دَ پريزيډيم له خوا ژغ وَ شو..

" " وَ بخښه .. موږ په سټېج باندي سېلاني راغوښتى وْ ، ته نه

" " لاكن هغه خو نه شته ، نو ځكه زه راغلى يم له پاكستانه

"  .... " هغه دا دى 

او بيا چي يې څنګه سېلاني ور پورته كړو، نو هغه وئيلو  ..

 " زه بخښنه غواړم له سېلاني او تاسو ټولوڅخه او په دې كي زما قصور هم ځكه نه شته ، چي زه دَ خپل هېواد له خوا په سركاري توګه رالېږل شوى يم"

خپله مقاله چي يې وړاندي كړه ، نو يې په سټېج باندي  سېلاني ته غوزۍ وركولو ورسته ورته وئيلو  ..

" " وروره .. زه پرون په هوټل كي ډېر درسپې وَ ګرځېدم

" " لاكن زه خو دلته سبق وايم سر

" " ښه ځكه هلته نه پيدا كېدلې

او بيا چي سېلاني هم خپله مقاله وړاندي كولو ورسته بيرته دلاندي خپلي چوكۍ څنګه وَ رسېدلو ، نو ورسره څنګ چوكۍ كي ناستي وسا له خندا شنه شنه كېدله او هڅه يې كوله چي خلګ يې نه واوري ، خو بيا شاوخواته نيږدې خلګو ورته كتلو-

" " څله خاندې وسا .. چرته خو ما مقاله غلطه نه كړه وړاندي

سېلاني چي څنګه په شكي انداز كي تپوس وكړو، نو هغې په خندا خندا كي دَ هغه ډاكټر صاحب بې پروګرامه دَ هغه نامه په سټېج باندي راتګ په باب په خندا كي وئيلو  ..

 " " ښه نو ستاسو په هېواد كي داسي هم كېږي

" " څه مطلب وسا ؟

هغه پوهه شوه چي دا خبره په سېلاني باندي بد ه وَ لګېدله ، نو يې خبره لږ په بله واړَوله  .. 

 " زما مطلب دا.. چي ستا له مقالې سره خو ستا نوم دَ  دې پروګرام په چاپ شوي شيډ ول كي ما خپله هم ډېر پخوا لا ليدلى وْ ­ نو بيا ستا هېواد دا بل سړى څله رالېږلو" 

" " زما هېواد نه ، بلكې هغه خو ستا هېواد هم جوړېدوكى دى

" " هو ، دغه خبره خو ده ، لاكن خداى دي كوي خېر چي دا زما  

مخته كه څه هم هغوئ دَ منوېلا دَ مقالې اورېدلوپه نيت چپ شولو ­ خو دَ وسادَ راپورته شوي سوال په ځواب كي سېلاني له خياله چي هر دليل هغې ته وړاندي كولو .. په هغه دليل كي بلا نور نور سوالونه دَ خپل هېواد او كلتور په بابت دَ هغه په ذهن كي رابرسېره كېدلو ­ او هغه دا ګڼلو، چي چرته دَ هغه له خوا هغه ټولي خبري يو په يو دروغ نه شي ، چي ده دَ قام دَ سر لوړۍ په باب دَ يقين تر هاند ه ورته كړي وې  - 

لنډه دا ، چي څنګه كانفرش دَ ماښام وَ خواته سر ته وَ رسېدلو، نو سېلاني له وسا سره دَ هغې په خوښه  تيبا مال نامي شاپنګ پلازې ته دَ وينډ و شاپنګ كولو په نيت ورسېدلو ­ او چي لس نيمي بجې بيرته دَ كورونو په لور تلو، نو دَ واده دَ خبرو څخه خبري دَ واده تر تياريانو پوري رسېدلي لګيا وې ­ نو ځكه خو فېصله هم دا وَشوه ، چي وسا به دَ نن ماښامنى له سېلاني سره خوري  - 

_ 5 _

زياته خو فقط يو څو مياشتي پاته وې ، نو ځكه په سي ډي سي كي دَ مصروفيت پرته فيلډ ورك دپاره هم هره هفته يوه نا يوه خواته لوستونكي وړل كېدلو ­ ګوا پرون دَ عرب اّرګنائزېشن انډ سټريز په نهو كارخانو كي دَ څلورو دوړه كولو ورسته بيا نن  دَ پروګرام په سمه دَ  ګلوبل لوستونكي دَ درو ورځو دپاره دَ  منصوره ښار په لور چي بس كله روانېدلو، نو وسا وَ سېلاني ته په بيا بيا داسي لاسونه ښورَولو، لكه هغه چي دَ درې كلونو دپاره ورڅخه بېلېږي ­ كه څه هم بيا په درو ګنټهو كي دننه دننه هغوئ دَ منصوره په شاوخوا كلو كي په هغو سېلف هېلف پراجېكټونو باندي راګرځېدلو، چي دَ بېلا بېلو اېن جي اوګانو له خوا پئيل كړل شوي وْ - 

په  پېرامون نامي كلي كي دَ سكولانو او بېلابېلو سېنټرانو كتلو ورسته چي څنګه په منصوره ښار كي دَ ميوزيم مخي ته له بس څخه لوستونكي مازيګر مال كښته شولو ، نو له سېلاني سره په څنګ كي روان  صلاح چي له مصر سره يې اړه لره له  هغه تپوس وكړو  ..

" " وايه ملګريه .. زما خور وسا څنګه ده ؟

هغه به اوس لا ځواب وركولو، چي صلاح  بيرته وار لاس ته كولو ورسته مخكي واي  .. 

 "  " واده څه وخت كوئ ؟

" " ډېر ژر ..بس چي كله فارغ وخت په لاس راشي

سېلاني لا دومره سم نه وْ وئيلي ، چي سعيد سوډاني دَ هغه په خبري كي دَ ختلو ورسته واي  .. 

" " دغه خبره خو پرون ما هم له وسا څخه وَ پوښتله او هغې وئيلو چي ډېر ژر به دا خبر هم واورئ

"  " نو دَ دې مطلب دا دى ، چي ګني واده تيار دى

" واده .. دَ چا واده ؟ "

حبشۍ پېغلي  اېمرانشا چي تر شا ورته را روانه وه ګامونه تېزولو ورسته  يو دم داسي پوښتنه څه وكړه ، چي صلاح ورته وئيلو  .. 

" " دَ وسا او سېلاني واده

" ولي په ميني كي واده ضروري دى څه ؟ "

"  " څه مطلب اېمرانشا ؟

دَ صلاح دَ تپوس په ځواب كي دَ  كېمرون  توري خرټي اېمرانشا كلك خندلو ورسته مخته خبره داسي په خوند كش كړه  ..

 " زه خو وايم ، چي واده نه دى كول په كار .. هو، لكه دا ما چي نه دى كړى او دَ خوند خبره دا .. چي درې بچيان هم لرم"

دا خبره څه وه ، چي هغو درو واړو غوږونو ته لاس وړلو ورسته  يو بل ته داسي وَكتلو لكه هغه چي دَ هغه بازار ښځه وي ، چي څوك هم ورته پيسې وركوي دا دَ هغه شي  ­ نو ځكه خو صلاح هم داسي وار ورباندي وكړو  ..

" " وايه اېمرانشا ... دلته په مصر كي دي هم چرته له چا څخه دَ بچى پيدا كولو هڅه كړي ده كه 

هغې دَ صلاح خبره پرې كړه ، خو مخته يې خپله ځكه نه وَكړه ، چي دې وخت ډاكټر مجدي په ميوزيم كي دننه دَ لوستونكو پام دَ هغه وړې خوني په لور اړولو ، چي  لوئيس نهم باچا دَ يوې مياشتي دپاره په كي بنديوان كړل شوى وْ ­ او دې وخت يې ټول دَ جوړي شوي مجسمې مخي ته ولاړ هم وْ - 

له هغې خوني څخه راوتلو ورسته چي سېلاني دَ اّزادۍ په نوم  دَ ښځي له هغې مجسمې سره په څنګ كي تېرېدلو ، چي په يو لاس كي يې قراّن او په بل لاس كي چاړه نيولي وه ، نو يې خپل مخته رواني سوپيس  په اوږو لاس ږدلو ورسته څوكه غوندي داسي تپوس ورڅخه وكړو ..

" " داخو ته نه يې سوپيس ؟

سوپيس دَ هغې مجسمې په لور كتلو ورسته په موسكا كي ځواب داسي وربيا كړو  ..

" " زه نه يم .. بلكې زما په رنګه وخت زپلي مظلومه ده لكه چي

" خبره يې لا سمه سرته نه وه رسولي ، چي ورسره رواني منوېلا ورڅخه پوښتنه وكړه

"  وايه ډارلنګ .. چا درباندي ظلم كړى دى

هغې هم دَ خندلو ورسته په نېغه وَ وئيلو  ..

" " يوه نر، چي لا خو ژوندى دى

او بيا چي يې دَ سېلاني په لور وكتلو، نو منوېلا دَ خندلو ورسته ورته واي  ..

" " چرته .. هغه خو دا نر نه دى ؟

خبره چي يې تر دې ځايه وَ رسوله ،  نو ډاكټر پُو هم راورسېدلو او واي  ..

 " " نر ؟ نر خو زه هم يم

" " لاكن ښكارې نه

دَ هغه وَ مخته رواني رناشامۍ داسي وار څه ورباندي وَكړو، چي ټولو ملګرو وَخندلو او مخته تېر شولو-

_ 6 _

 دَ سېل په دويمه ورځ دَ طوخ الا قلام نامي كلي په بېلابېلو برخو كي دَ راګرځېدلو ورسته چي مازيګر خواته په څلور خاليزه  مارشل الجزيره هوټل منصوره كي سېلاني خپلي خوني ته څنګه ځان لا نه وْ رسولى ، چي دَ وسا فون ورته راغلو ..او هغې داسي دَ هر شي پوښتنه كوله ، لكه سېلاني چي ماشوم وي او په اول ځل له كوره وتلى وي ­ نو ځكه خو چي كله هغه دَ ستړيا وسا كولو دپاره په پلنګ باندي لا سم غزېدلى نه وْ ، چي خوب په خپله غېږ كي واخيستلو او نېغ يې دَ وسا وَ مخي ته دَ مقعطم دَ كارنيچ  دَ پېراميډ ز ويوْ رېسټورېنټ په خلاس لان كي كښېنولو-

 " هغه لاندي په څه واټن باندي ښكاره كېد ونكي دَ اهرام مصر څلور كونجيزه ګومبتي به زموږ دَ ميني هم دغسي ګواهي وَ راتلونكو نسلونو ته وركوي لكه له پېړيانو پېړيانو چي راهسې يې سلسله تر ما او تا پوري رارسولې ده"

وسا چي دې وخت يې سپيني جامې په تن وې پرله پسې ژغېدله او سېلاني چپ ورته ناست وْ او په ځير ځير يې ورته ځكه كتلو ، چي څېرې يې نقشونه بدلولو رابدلولو لګيا وه ­ هو، چي كله ستړي شوه ، نو يې په سېلاني باندي ژغ وكړو ..

" " راپورته شه او ماته هغه څېرې هم را واغونده ، چي لا خو تا خپله هم نه دي ليدلي  

سېلاني په سوچ كي دَ څو لمحو دپاره ډوبېدلو ورسته ورته وئيلو ..

 " زما په سوچ كي خوندي شوي هره څېره خو تا واغوندله .. بله يوه هم داسي څېره نه لرم ، چي له تا سره ښاي"

وسا دَ سېلاني په سترګو كي سترګي اچولو ورسته ورته څوكه غوندي وَ وئيلو ..

" " ما ته دا څېره هم را واغوند ه ، چي ته يې دې وخت زما په سترګو كي وينې

"  " لاكن دا خو زما خپله څېره ده او زه نر يم

سېلاني چي څنګه داسي ورته وَ وئيلو، نو هغې كلك وَخندلو او په خندا خندا كي يې ورته زياته كړه ..

 " منم .. چي دا ستا څېره ده ، خو زه يې اغوند مه ځكه چي زه په تا او ته په ما كي تحليل شې"

او بيا مخته سېلاني څه ګوري ، چي هغې دَ ده څېره هم واغوندله او اوس به يې له سېلاني څخه دَ هغې څېرې په باب رائې غوښتله ، چي دَ خوني دروازه يې ډاكټر پُو وَ ټكېدله او دَ هغه سترګي خلاسي شولې -

 دَ سېل په دريمه ورځ  سهار نهه نيمي بجې هغوئ  دَ رود نيل په څنډ ه باندي جوړ دَ منصوره ګورنرېټ دوړه كولو ورسته په منصوره ښار كي دَ يوې ګنټهې دپاره خوشي كړل شولو ­ نو ځكه خو سېلاني له ډاكټر پُو او بېسنك سره تر ليري پوري په دې صفا ښار كي وګرځېدلو او دَ وسا دپاره يې يو سوټ چي ويسټرن وْ اخيستلو ورسته هلته په يو اوپن ائير رېسټورېنټ كي توري چاى څكلو ورسته چي څنګه دَ بس په لور ګامونه اوچت كړو، نو څه ګوري ، چي رناشامۍ له بُوبا  سره يوازي له يوې خوا څه راورسېدله ، چي پُو ورته په غوږ كي مباركي هم وړاندي كړه ­ لاكن هغه وه چي په زوره يې ورته وئيلو ..

" " بُوبا چي څومره په مخ تور دي دننه هغوني سپين دى

" " ښه ښه تا يې بيا دننه ته هم ځان ورسولو لاكن هغه څنګه؟

پوُ چي څنګه داسي وئيلو، نو رنا ورپسې داسي ورمنډي كړې لكه دَ هغه تر خبري چي يې لا هم په نور څه سر خلاس شوى وي ­ خو دَ دې هر څه پرته هم چي كله له دې ځايه بس دَ  قاهره په لور روان شو، نو رنا له بُوباجُوف سره داسي په څنګ كي ناسته وه ، لكه هغوئ چي له مودو مودو په يو بل كي ښخ وي ­ نو ځكه خو بُوبا خوشاله هم وْ او دَ هر چا په لور به يې داسي كتلو، لكه هغه چي ډېره غټه توره وهلي وي -

" " دا بُوبا جوُف هم ډېر خوش قسمته نه دى؟

 " دى خو، چي يوه يې پرېښي نه وي ،  بله بيا ورڅرمه شوي وي"

دَ عقود، چي دَ رناشامۍ ملګري وه دَ سوال په ځواب كي چي مديحه داسي وَ وئيلو، نو منوېلا هم دا خبره وكړه  ..

" " ځيني ښځي توران زيات خوښوي

او بيا يې خله خندا ته جوړه كړه -