دا خبره اوس هر چا منلي وه ، چي دَ سوپيس بدلون دَ يو څو ورځو يا هفتو دپاره نه ، بلكې تر ډېره پوري دَ ساتلو په نيت شوى دى ولي چي دَ هغې له جامو څخه اوس جينز پېنټ هم كرار كرار وتونكى وْ او هر كله به يې دغه هڅه كوله ، چي لمونځ په خپل وخت وكړي كه څه هم وراره نوا يې ورته ډېر كم راتلو، خو دَ هغې په كردار او ګفتار كي دَ مسلمانۍ رنګ هغه نوره نوره وَ مثالي ښځي ته مونوله او دا هغه شيان وْ ، چي دَ سېلاني په ګټه تمامېدلو ګوا اوس هغوئ تر خپلو دومره په اخلاقي توګه نيږدې شوي وْ ، چي ګرسره يې يو بل ته دَ دې سوچ موقعه لا هم نه وركوله ، چي هغه دي په خپل پرون كي دې بل ملګري ته وَ ګوري -
هرڅه هرڅه ، خو په 25م مارچ كال 1998ع ماښام چي درست كلاس دَ \"مدينه العاشره من رمضان\" نامي بېخي غټ صنعتي ښار، چي په كي قريباً لس زره كارخانې دي او پنځوست زره مزدوران په پنځه دېرش هاسټلانو كي استوګنه كوي څخه چي راغبرګ شولو، نو سوپيس په ځاى دَ خپل فلېټ له ډاكټر وسا سره دَ ليدلو په غرض له سېلاني او پُو سره ګډ ه دَ هغوئ فلېټ ته لاړه -
دَ ستړيا له كبله درو واړو ملګرو غوښتلو، چي كوفي وَ څيښي نو ځكه سوپيس بورچيخانې ته ورچپه شوه او سېلاني او پُو خپلو خپلو خونو ته دَ جامو بدلولو په نيت دننه شولو كه څه هم پُو بيا په نه ساعت كي وَ دباندنۍ واحدي غسل خانې ته ننوتى وْ ، خو سېلاني په خوني كي ځكه وَ ځنډېدلو، چي دَ هغه طبعيت هم څه غوندي ناساز وْ په دي وجه هغه دَ يو څو لمحو دپاره لا سم په پلنګ غزېدلى نه وْ ، چي سوپيس دَ هغه كپ هلته دننه ور وړلو-
" " ولي خېر خو دى سېلانيه ، چي بيا پروت يې؟
" " هو، خېر دى داسي لږ غوندي مي په سركي دړد دى
او بيا يې لا نور ځان چي څنګه وَ غزولو نو سوپيس چي له اولي ورځي يې په دمونو باندي يقين وْ او په ملګرو يا په كلاس كي چي به دَ چا هم په سر يا په بل ځاى دړد وْ ، نو هغې به يې هغه ځاى په يوه لاس كي ټينګ وَ نيولو او دَ بل لاس په ګوتو به يې دَ كليمو ورد په پټو سترګوكولوهم دې وخت سېلاني سره څنګ كي كښېنستله ، او دَ هغه سر يي په غوزۍ كي كښېښولو ورسته يېخپل عمل لا سم شروع كړى نه وْ ، چي له بد ه مرغه دَ فلېټ دروازه خلاسه څه شوه؟ چي دَ هغوئ دواړو په ليدلو باندي يو چا په داسي خرپ بيرته بند ه څه كړه ، چي ډاكټر پُو له غسل خانې ور نارې كړې ..
" " څوك دى ، چي دروازه ماتوى؟
دا وسا وه ، ځكه خو سېلاني ورپسې منډي كړې ، لاكن هغه بيا په دومره وخت كي له پوړيانو كښته شوي هم وه او دې وخت په غټو غټو ګامونو مخته په مات زړه روانه وه نو ځكه هغه نه غوښتلو، چي بيا په ځان باندي خلګ وَ خند وي په دې خو چي څنګه يې په فلېټ كي بيرته قد م كښېښولو، نو پُو له غسل خانې راختلى وْ او پوښتنه يې وكړه ..
" " څوك وْ دا چي دروازه داسي په خرپ بند ه كړه ؟
" " وسا وه
" " كومه ده ؟
" " هغه راغله ، خو بيرته ولاړه هم
" څله ولاړه ؟ "
" ځكه چي هغې سوپيس له ماسره په خوني كي يوازي وَليدله "
سېلاني چي لا دومره وئيلو، نو سوپيس واي ..
" " ولي چي ما دَ سېلاني سر په غوزۍ كي يښى وْ او هغه روحاني علاج مي ورته كولو
" " ستا دي دَ غم علاج شي
او بيا يې وَ سېلاني ته مخ ور اړوَلو ورسته په نېغه وَ وئيلو، چي ..
" " ما نه درته وئيلو، چي دا سوپيس به يوه ورځ غم درته جوړ كړي
سوپيس دَ هغه خبره بد ه ځكه نه وَ ګڼله ، چي دې وخت هغه په خپلو كړو باندي ډېره پشېمانه وه -
.. اوس به لا نور هغوئ دَ وسا دَ بيرته خوشالولو پلان جوړَولو، چي بُوبا راغلو او وئيل يې
" فلوريتا ډېر شديد ايكسيډنټ كړى دى او دې وخت په عباسيه اسپتال چي دَ عېن شمس يونيورسټۍ سره جوخت دىكي پرته ده"
بس بيا نو څه وْ، چي درست ملګري ورته په ټېكسيانو كي له يو ې بلي په درې پاوْه كي وَرسېدلو فلوريتا په دغه وخت له تهېټر څخه سپېشل وارډ ته راوړل شوي وه دَ نورو پرهارونو پرته يې دَ ښي ادوم هډ غوټ مات شوى وْ كه څه هم لږ وخت ورسته وسا هم ورته راغله ، خو خلاف توقعه هغه خفه نه ، بلكي زړه ماتي برېگگښېدله او په بيا بيا به يې سوپيس او سېلاني ته ډېر په حېرت كتلو څه ، چي په څېرې باندي يې څېرې داسي اغوندلې لګيا وه لكه هغه چي دَ خپلو جذباتو له لاري بيرته له قلوپطره څخه لېډي تاخمينس په لوري يُون كولو ته جوګه شوي وي او دَ رعمسيس الثاني دَ راڼۍ نېفرتاري څخه هم زياته جلالي ملكه هاتشيسوت چي تاريخ يې لومړۍ ښځه فرعونه باچا په دې ګڼي ، چي سړي ورته په زور كي هيڅ وْ په رنګه به دننه دننه خُوڅكېدله .. يشېدله خو بيا هم په ښائست كي نوموړي هغه وسا وه ، چي دَ پېغلي فرعوني شهزادګۍ نېفرتيابيت په رنګه يې مړې او ډېري خوږې موسكاګاني كولې او دَ فرعوني عادلي هيتفېرس غوندي دَ خپلو سترګو په ګواهي يې دَ سېلاني په باب لا زړه حتمي فېصله نه وه كړي ولي چي هغې دَ راڼۍ خاميررنبيتي په رنګه له خپل مېړه اشنا كنګ مينكورا سره مينه خو هم ډېره.. بېخي ډېره كوله هم ځكه خو سېلاني ، چي كه څه هم لا تر اوسه ورسره سترګي سمي نه شولې جنګولى ، خوهغه يې په زړه زړه كي داسي ستائيله ، چي ..
" " قربان دي شم له ميني .. واقعي چي له اصله خاندانه سره اړه لرې
دې ځل سېلاني په ځان كي ځكه نه تُوكلو، چي ملامت نه ، بلكې عبث دَ هغې دَ سترګو دَ دهوكې تر هاند ه قصور واره وْ -
_ 2 _كه څه هم وسا څه څه خفه غوندي وه ، خو دې وخت له سېلاني سره په څنګ سيټ كي ناسته وه او دواړه له لوستونكو ملګرو سره دَ پورټ سعيد په سېل روان وْ تر پورټ سعيد پوري دَ دوْ سوْ كلوميټرانو واټن څنګه تېر شو ؟ په دې باندي ګرسره پوهى نه شولو ولي چي په درسته لاره كي كه يوې خواته نورو ملګرو خپلي ټوكي ټكالي او رقم رقم شوخياني كولې ، نو بلي خواته كه څه هم وسا له سېلاني څخه دَ هغه په خوني كي دَ سوپيس دَ موجودګۍ په باب هيڅ قسم تفصيل نه غوښتلو.. خو سېلاني ورته بيا بيا وئيلو، چي ..
" " هغه ورځ زما په سركي ډېر دړد وْ او سوپيس دَ هغه دړد روحاني علاج كولو
خو هغه وه ، چي په ځاى دَ څه وئيلو يې ډېر په حېرت باندي شونډي څه چيچلې ، چي سېلاني داسي سنجولو، لكه هغه چي به ډېر ژر دَ خپلي ناكړدي ګناه له سوبه وَ هغي سزا ته غاړه ږدي ، چي هغې دَ هاتشيپسوت په شان په خپلي فرعوني غاورانه چپيا كي ورباندي روا كړي وه هم ځكه خو چي ګاى به يې دَ سترګو تر كونجو ورته په سواليه نظرونو وكتلو، نو هغه به داسي وَ سنجولو، لكه .. هغه چي يې په يو غټ رېګجن ميدان كي دَ سلاوْ غلامانو په وړاندي په سره لمر كي لاس تړلى درَولى وي او څه وخت ورسته دَ هغې فرعوني راڼۍ په اشاره باندي يو دنګ او پنډ جلاد ، چي تك تور سړى وي په اوږو يو غټ غوندي ساتول را اخيستى وي دَ سېلاني په خوا چي څنګه ور روان شي ، نو هغه په چيغو چيغو واي ..
" " زه بې قصوره يم ، زه بې قصوره يم
خو جلاد مخ مخته ور روان وي له تناوزمه خنداګانو سره او داسي هم واي ..
" " تيار شه مرګ ته اې مُشركه
بيا دَ يوې غټي قهقهې وهلو ورسته واي ..
" " ستا سزا دا ده ، چي تا شرك كړى دى
" " شرك ؟
په ميدان كي ناست ټول غلامانو په يوه اّواز داسي دَ حېرانتيا اظهارچي څنګه وكړي ، نو هلته ليري دَ راڼۍ هاتشيپسوت سره په يوه اړخ كي ناست يو بل خېټوَر درباري راپورته شي او په غټو تورو برېتونو باندي لاس وهلو ورسته په خپل درانه ژغ كي واي ..
" " هو، دې سېلاني ګستاخ دَ يوه خداى په وړاندي دَ بل خداى درولو هڅه كړي ده
خو سېلاني .. چي له ويري رېږدېدلو دواړه لاسونه پورته كړي او په تېره فريادي چيغه كي واي ..
" ... " دا دَ وخت دَ راڼۍ دَ سترګو دهوكه ده شرك نه
اوس به يې لا نور څه په خپلي صفائي كي وئيلو، چي دَخيال له فرعوني نړۍ څخه ناڅاپه هغه وخت خپلي زمانې ته راستون شي ، چي ډاكټروسا ورباندي ژغ وكړي ..
" " سېلاني ..! درځه چي كُوزېږو پورټ سعيد راورسېدلو
_ 3 _
پورټ سعيد ، چي په ميډيټېرنئين سي باندي جوړه غټه بندرګاه ده تر ډېره هاند ه په لومړي نظر كتلوباندي وَ سكندريا ته مونېږي په بازار كي دَ ښه ګرځېدلو ورسته ، چي په بس كي دَ بند رګا په لور په شارع تمانين باندي څنګه ورسېدلو، نو بس سره له ملګرو په كشتۍ كي بلي څنډي ته بُوتللى شو او هلته دَ سمند ر په غاړه باندي جوړكلب كي چي څنګه خوشي كړل شولو، نو سېلاني دَ وسا دَ درستي لاري دَ بې رُخۍ له سوبه ورته دَ وئيلو داسي جرات وكړو ..
" " داسي سنجوم ، لكه ستا سېل چي زما دَ موجودګۍ له سوبه خرابېږي ، نو ځكه زه به
هغه به لا نور څه وئيلو، چي هغې دَ سېلاني په سترګو كي سترګي دَ يو څه وخت دپاره كراري كړې او بيا چي يې څنګه خبري كولو ته خله جوړه كړه ، نو شونډي يې لكه دَ ماشوم وَرپېدلې او ناڅاپه په ژړا شوه -
" " وسا .. زما مطلب ستا دَ زړه له ماتولو څخه نه وْ
او بيا چي څنګه يې په اوږه باندي لاس ورته ږدلو، نوهغې يې لاس په زوره وَ څنډلو او په لومړي ځل يې دَ مينناكي فرعوني راڼۍ نېفرتيتي په شان له هغه څخه فقط په داسي تورو كي ګيله په سُلګيانو كي په ژبي باندي راغله ..
" " ما لتا سره ډېره مينه كړي ده ، لاكن ته
لا به يې نور څه وئيلو، چي سېلاني هم دَ هغې دَ ژوند ملګري كنګ اخيناتين په رنګه چي څنګه بيا ورنيږدې شو، نو هغې وَ دېكلو او له سوخته ورته واي ..
" " زه له تا كركه كوم .. مه رانيږدې كېږه
او بيا په غټو ګامونو داسي دَ سمند ر په لور رهي شوه لكه هغه چي به يې اوس مستو څپو ته ځان ژغوري خو هغه ولاړه او هلته ليري لكه خفه ماشومه وَ درېدله نو ځكه سېلاني يې په لور ګامونه اوچت كړو، خو هغې ورباندي ژغ وكړو ..
" " پليز ما يوازي پرېږده
" " دَ همېش دپاره او كه ...؟
سېلاني چي هم دَ ځينو ملګرو له مخه دَ هغې له داسي روئې څخه دَ هغوئ په سترګو كي سوال شو، نو يې څه غوندي په كلكه چي داسي تپوس ورڅخه وكړو، نو هغې په سترګو كي داسي واخيستلو، لكه واي چي ..
" " دا ته څنګه خبري كوې ؟
هم په دې خو سېلاني ځاى په ځاى وَ درېدلو او دَ څه سوچ كولو ورسته يې په هغه لور ګامونه اوچت كړو، چي چرته دَ دې كلب په يوه غټ هال كي دَ سوريا ( شام ) دَ جامو مېله لګېدلى وه او اوس به يې لا له سترګو پُټېدلو، چي وسا هم دَ خپلي ميني دَ شدت له سوبه چي ورپسې څنګه روانه شوله ، نو يې سوپيس هم ملګري شوله -
" " وسا .. تا چي كوم څه په خپلو سترګو باندي ليدلو وْ دَ هغه قصور سزا سېلاني له څله وركوې ؟
" " څه مطلب ؟
دَ سوپيس دَ خبري په ځواب كي چي هغې خبره سوال كړه ، نو سوپيس ورته له \"الفه\" تر \"ي\" پوري كيسه چي څنګه ټكي په ټكي تېره كړه نو په ځواب كي وسا دَ سوپيس په غوږ باندي دَ څه وخت دپاره خله ږدلو ورسته په خپل ځاى وَدرېدله او سوپيس ته يې په هغه هال كي دَ ننوتلو اشاره په موسكني انداز وكړه ، چرته چي سېلاني څو دقيقې وړاندي ننوتى وْ .. او سوپيس هم شاوخواته سترګي ځغلولو سم دستي بيا په نه ساعت كي دَ كلب په هال كي دَ سېلاني وَ مخي ته وَ هم ودرېدله ..
" " چېري يې سېلاني ډئير؟ خو ګرسره مي پوښتنه نه كوې
" " دا مرداره خله دي بند ه كړه سپۍ او ګوره ګوره چي بيا زما وَ مخي ته رانه شې .. پوهى شوې
سوپيس په شونډ و خندا خپرولو ورسته چي څنګه لاس ور وړلو، نو سېلاني هغه سرين سليپنګ سوټ له مځكي وَ وهلو چي دَ اخيستلو اراده يې كړي وه او بيا ورته له ډېره خشمه واي ..
" " ستا له وجي خو هغه له ما خفه شوه او ته لا
دَ هغه خبره په دغه ځاى پرېكولو ورسته سوپيس واي ..
" " هو، زه خو هم ځكه داسي كوم ، چي مينه درسره كوم
دا خبره يې څه وكړه ، چي سېلاني له خلې لاس واخيستلو او دَ غټو غټو شكنځاګانو كولو ورسته به يې اوس لا دباندي قد م اخيستلو، چي وسا يې ناڅاپه لار په دروازه كي وَ نيوله او ورته واي ..
" " ته له سوپيس څخه نه شې صبرېدلى هان ..؟؟
او بيا يې وړه غوندي ديكه وركولو سم دستي دَ پسخوندي خندا كولو تر منځه ورته وَوئيلو ..
" " ځه ورشه.. ورته بخښلى مي يې دَ همېش همېش دپاره
دا خبره څه وه ؟ چي دَ سېلاني په سترګو باندي توره تياره راغله او ځان يې په داسي تورتمونو كي محسوس كړو ، چي هغه سم له خپلو ټولو ارمانونو او اُمېد ونو سره دَ محروميانو په تك تور ګړذ كي فناكېدلو ته تابيا وكړه او اوس به لا هغه درست په تيارو بدلېدلو ، چي ناڅاپه ډاكټر وساپه كلكه څه وَ خندلو ، چي ده ته هغه ښځه نه بلكې ډائيڼه وَ برېښېدله او هغه وخت خو لا نور هم بې خٌوده شو ، چي هغې تر لاس وَ نيولو او له ځان سره چي يې څنګه دباندي وَ ايستلو، نو سوپيس هم ورته په منډ ه منډ ه تر شا راورسېدله او ژغ يې ورباندي وكړو ..
" " وسا.. اې ډاكټروسا! دا زما محبوب چرته وړې ؟
دَ سېلاني له پښو به اوس مځكه ختله ، چي وسا ورته دَ سېلاني په زړه كي دَ راپيدا شوْ ويرو په زد په خندا كي خبره ور بيا كړه ..
" " سوپيس ډئير .. بس بس ، ډېره ډرامه وَ شوه داسي نه چي په رښتيا ستا محبوب شې
او بيا چي دواړو تر خپلو كلك وَخندلو، نو دَ سېلاني سترګو او مزغوڅه ، چي دَ هغه ټولو احساساتو هم داسي سواليه بڼي وَ زېږولې ..
" " چرته دا دواړي پېغلي خو دَ يوه نامه دوې څېرې نه دي ؟
هغه به لا نور دَ خپل دې سوال په وړو او غټو ګيړدكو كي وېښل كېدلو، چي وسا او سوپيس په ګډ ه دَ هغه واړه لانچ په لور موسكاګاني په بوتلې ، چي په كي له ځينو نورو ملګرو سره ناست بُوباجُوف دَ لاس له اشارو پرته په زوره زوره نارې ورته وهلې ..
" " هله ژر كوئ .. راځئ .. لانچ روانېږي
او مخته بُوُباخپل دواړه لاسونه لا سم نه وْ ورته غزولي ، چي هغوئ يې په نه ساعت كي بيا يو څنګ او بل څنګ ته په خوند او خندا كښېنستلې هم نو ځكه خو سېلاني ځاى په ځاى په وچي مځكي باندي داسي ولاړ پاته شو ، لكه پښو چي يې كار پرېيښى وي او يا يې دَ ميرګي مريض په رنګه له اوبو ويره كېږي هم په دې خو بيا دَ وسا په پرله پسې بللو هم په هغه كي وَ لانچ ته دَختلو توان نه شو پاته او لانچ روان شو-
هو، كه څه هم دَ نورو ملګرو سره سمه وسا هم دَ هغه په داسي ارمان باندي له لانچ څخه دَ پاته كېدلو په غم كي نه يوازي هوسېدله بلكې له خندا داسي شنه شنه هم كېدله ، لكه هغې چي هم دَ سوپيس په رنګه دَ هغه په دې ناكامۍ باندي پسخوند وهلو او لاسونه يې ورته په هوا كي داسي ښورَولو لګيا وه لكه هغه چي وَ سېلاني ته دَ همېش دپاره دَ خداى په اماني واي نو ځكه خو هغه هم په مات زړه ورته لاس پورته كړو -
" " دومره عظيمه ټوكه هم وي ؟
لانچ دَ اوبو په ميان كي دَ تېرېد ونكي سوربخون ايراني اّئيل ټېنكر په لوري دَ ورتللو په وخت سېلاني له ځان سره داسي بُوڼېدلو ورسته ګامونو دَ دې بيچ دَ كلب دَ هغې څنډي په خوا اوچت كړو، چي چرته دَ اسرائيل په غلامۍ كي پاته شوْ مصري ځوانانو خوبونه سوغات كولو هم ځكه خودَ سېلاني په مزغو كي دَ را پورته شوْ سوالونو په ځواب كي يو بل وسواس دَ سوال په توګه داسي هم ورڅرمه شو ، چي ..
" چرته دې تور بُوُباجوُف خو هم دَ هغه نوموړي فرعوني خازن سينيج سوُري بڼه نه ده ز ېږولي ، چي دَ ډېري زيركتيا پرته دَ كال2150ق م شاوخواكي \"دَ فرعون دَ اروا ملګرى \" ځكه هم بلل كېدلو، چي دَ خپلو دوْ ښائسته پېغلو لوُڼو دَ خوږو موسكاګانو دَ سوغات كولو له لاري به يې خپله درباري وفاداري دَ وخت وَ هر فرعون ته خورا په ډېر هنرښكاره كوله؟ "
نو ځكه خو سېلاني په روڼو سترګو دَ خوب په جزيرو كي تندكونه خوړل شروع كړو-
_ 4 _
" منم ، چي وَ خلګو ته خواړه زه رسوم ، خو خبره دا ده ، چي دې كال لمر خداى " ري " دَ جلالي قهر له مخي دَ باران خداى اوريځي په اسمان كي نه كړلې تم نو ځكه دَ مځكي په سر كرلي ټول فصلونه وچ شولو"
فرعون په خپل دربار كي په ډډن ژغ كي چي څنګه دا وَ وئيلو، نو شاهي خازن او دَ معيشت مشهور صلاح كار سينيج سوُري راپورته شو او وَ فرعون ته يې سر ټيټولو ورسته په ډېر احترام وَ وئيلو ..
" " كه زما وَ سر ته خېر وي باداره ! نو زه به يوه مشوره وړاندي كړم
اوبيا چي فرعون دَ اجازې وركولو په نيت ورته سر پورته كښته وَ ښورَولو، نو تك تور خرټ سېنېج سوُري واي ..
" رود نيل په خپلو څنډ و كي دَ رېګ دَ ميدانونو او وچو غرونو پرته ځاى په ځاى ډېري پستې مځكي هم لري "
" " څه مطلب ..؟ خبره صفا او واضحه كوه سوُري
دَ فرعون په دې خبري باندي سينيج سوُري يو دم ورته په ګونډو شو او بيا يې وئيلو ..
... " " زما مطلب دا دى ، چي كه هغه ټولي مځكي وَ كرل شي ، نو
هغه به لا نور څه وئيلو، چي فرعون په خپل پراخ تندي دَ حېرت ګونځي راغونډلو ورسته پوښتنه وكړه ..
" نو بيا څله تر اوسه هغه مځكي نه دي اّبادي شوي ؟ "
" او بيا يې دٍ څه چپتيا ورسته له خشمه داسي حكم وركړو"
" سوُري .. دَ رود نيل سره سره چي څومره پسته خاورينه مځكه پرته ده .. هغه دي سم دستي اّباده كړلى شي"
...." " لاكن
" " نه منم لاكن .. دا زما حكم دى حكم او بس تعميل يې دستي غواړم
سينيج يو دم خپل تندى په مځكه باندي لګولو ورسته ورته په سجدې كي دننه په فريادي انداز كي واي ..
" دَ فرعون حكم په سر سترګو .. خو دَ نيل درست درياب دَ هغه په خداي كي نه راځي له ده په چپه هم ځيني نور خدائيان ورباندي قابض ياد شوي دي"
.. دا خبره څه وه ، چي فرعون يو دم ولاړ شو او په ډېر جلال كي يې وَ جلاد ته ناره كړه
" جلاده ..! اوس اوس دَ دې ګستاخ سر قلم كړه او وينه يې ماته هم دَ ده دَ سر په كاسې كي راوړاندي كړه، چي تنده پرې ماته كړم"
او بيا يې په مخ باندي سرې او شنې راختلو سره سم دواړه لاسونه خلاسولو ورسته په تنا وزمه ژغ كي وئيلو ..
" دا دُنيا زما ده او زه دَ دې ټولي نړۍ يوازينى خداى يم .. دَ رېګ ميدانونه زما دي ، غرونه زما دي .. په سر اسمان او دلاندي دا ټوله مځكه زما ده او ...."
هغه به له قهره ډك نور نور څه وئيلو، چي دوې ښائسته پېغلي دَ شرابو له سُرايانو سره په موسكا كي په دربار راننوتلې او په يوه صلاح يې په لوړ ژغ كي ورته وَوئيلو ..
" او موږ هم ستا يُو اې دَ وخت زورَور فرعونه ..."
فرعون دَ هغو په لور كتلو ورسته يو دم چپ شو او بيا يې هغوئ ته په ځير ځير كتلو كي نرۍ موسكا په شونډ و څه راغله ، چي په دربار كي ناستو ساه نيولو خلګو هم سترګي وَ رپَولې او را ژوندي غوندي شولو-
فرعون بيرته دَ كښېنستلو ورسته په دربار كي يوې بلي خواته چي سترګي لا سمي نه وې غړَولې ، چي درست درباريان ورته په سجدو كي پرېوتلو او هغه وَ جلاد ته ور ژغ كړو ..
" " سينيج مه وژنه
تور خرټ او خېټور جلاد په خپل ځاى باندي تم كېدلو ورسته وَ فرعون ته چي څنګه په مړو وَكتلو، نو هغه ورته سر په اثبات كي ښورَولو ورسته وئيلو ..
" " ړوند شې جلاده ..! نه ګورې ، چي دَ سينيج سوري ښائسته لوُڼي دَ ده دَ سر خېر غواړي ؟
او بيا جلاد هم دَ هغو دواړو پري وزمو پېغلو په لور ور كتلو سره سم موسكنى شو او غټه ګېډ ه يې ګيرولو ورسته چي ساتول په اوږه ايښى څنګه دباندي وَ وتلو، نو سينيج سوُري هم راپورته شو او له دواړو لوُڼو سره ګنډلى تر فرعونه پوري وَرسېدلو-
مخته چي بيا تور سوُري څه وئيلو ، فرعون ځكه منلو ولي چي دَ هغه يوه لوُر يې په يوه اړخ او بله په دې بل اړخ كي ناسته وه او اوس به هغوئ وَ فرعون ته له خپلو سُرايانو څخه شراب په جامونو كي ور اچَولو، چي دَ سېلاني ورته ناببره څه پام شو؟ چي اېله يې له خلې چيغه نه وَ وتله ... ولي چي هغه پېغلي بل هيڅوك نه ، بلكې سوپيس او وسا خپله وې ، چي وَ هغه فرعون ته يې دَ ده او تور بُوبا جُوف ته دَ سينيج سوري مخونه ور اغوندلو لګيا وې -
اوس به لا سېلاني دَ فرعون په حېث له لمرخداى څخه دا خواست كولو ، چي دَ وسا او سوپيس له څېرو څخه يوه څېره جوړه كړه چي په اوږه باندي يې دَ پخوانۍ زمانې دَ لمرخداى په ځاى كي دَ هوش دَ ننني وخت ډاكټر وسا لاس ناببره څه كښېښولو ، چي هغه يو دم سترګي خلاسي كړې -
" " ووووسا ... ته ؟
" " هو، زه .. ولي بيا دي په ويښه كي وَ خوب ته تابيا كړي ده ؟
وسا چي سېلاني يو ځل بيا په داسي لړلي حال كي وَليدلو، نو يې لا دومره په خشم كي نه وْ ورته وئيلي ، چي سېلاني سترګي مُوږلو ورسته ورباندي داسي په طنز وار وكړو ..
" ... " وسا .. زه نه پوهېږم چي ته
" " څه مطلب ؟ ما څه كړي دي ؟
" مطلب دا، چي ته خپله هم ښه پوهېږې ، چي دا ته كوم څه كوې .. هغه زما دَ پاكي ميني ځواب نه دى"
سېلاني به لا نور ورباندي خپل زړه سپكولو، چي وسا ورته په سترګو كي سترګي ښخولو ورسته داسي له رُوڼو اوښكو سره سوال شوه ، چي بيا يې دَ سېلاني موسكاګاني لا هم تر هغه وخته پوري ځواب نه شولې ، چي كله هغوئ دواړه دَ قاهره په لور په بس كي څنګ په څنګ ناست روان وْ -