سېلاني يو ځل بيا دَ تاريخ له هنداري څخه ګړذونه پاكولو ورسته خپله څېره په كي ناڅاپه څه وليدله ، چي دَ وخت او مكان له قيد ه هم اّزاد شو نو ځكه خو په غلامانه حېثيت باندي هم لكه كاتب انهيرخاوْ، خو په بېلا بېلو نامعلومه نومونو باندي دَ فرعوني شاهي كورنئيو مهمه برخه چي څنګه وګرځېدلو نو تر ټولو له مخه چي يې كومه څېره سترګو ته راغله هغه وه دَ دې خاوري دَ فرعونانو فرعون رعمسيس الثاني څېره ، چې دَ يو داسي جلالي فرعون په حېثيت يې ځانته خداى وئيلو، چي له هېبته يې انسانان څه ، چي كاڼي او بُوټي هم رېږدېدلو هم په دې خو، دې وخت سېلاني هم دَ هغه نيل درياب له څنډي سره جوخت په يوه هوار ميدان كي دَ هغو مرئيانو په منځ كي ناست وْ ، چي چاته رعمسيس دَ يوې وړې غونډۍ له سره څخه دَ خپلي خداي دعوه داسي كوله ..
" او بيا زه هم خداى شوم ولي چي زه په يوه او هغه هم په كيڼ لاس باندي له2500 اّسانو درلودلو له لښكر سره په يكړه څه وَجنګېد م ، چي زما په زَد يوه هم لاس پورته كولو همت نه وكړو او دَ هغو دُښمنانو په سينو كي زما له هېبته زړونه په كپېدلو اخته شولو، پښې يې وچي شولې او ما ټول داسي راغورځار كړو لكه مګرمچهـان چي په اوبو كي وَلوېږي او بيا مي ټول دَ يو بل په سرونو امبارَولو ورسته دَ خپلي روحاني او قلبي خوشالۍ له مخي يو يو وَ مرګ ته داسي په خوند وَسپارَلو، چي بيا يوهم ژوندى نه شو پاته"
كه څه هم دا خبري سېلاني دَ لوكسور نامي ښار په يو جديد نوْټل نامي هوټل په 202نمبرخوني كي دَ ستړيا وسا كولو په نيت هغه وخت احساسولې چي په پلنګ باندي پروت وْ خو بيا هم چي څنګه يې دَ رعمسيس دَ هېبت له ويري چي كله سوچ په بله واړَولو، نو بدن يې خولې خولې شوى وْ او داسي يې سنجولو لكه هغه چي اوس اوس دَ سر په سترګو هغه ليدلى وي -
هو.. دَ لوكسور او اّسوان دَ سټډي ټوْر په غرض سېلاني هم له خپلو جماتيانو سره ګډ دَ دولسم اپرېل كال 1998ع په جهاز فلائگټ نمبر 137كي له قاهره څخه چي څنګه دَ لوكسور په هوائي ډګر باندي غرمه دولس بجې لا سم كُوز شوى نه وْ ، چي يو دم هغه دَ سوچونو په وړو او غټو ګيړدكو كي داسي په چُورلكونو خوړلو بوخت شوى وْ چي دَ لوكسور ټېمپل په هسكو او پلنو ستنيانو باندي دَ نښتي لومړي نظر له لاري هغه دَ نوبيان وَ فرعوني تاريخ ته داسي وَ دانګلو ، چي تر ډېره يې دَ ځان او مكان په لوري راستنېدل ګران شو-
_ 2 _
په درې نيمي بجې ماڅپښين چي دَ كرناك او لوكسور دَ نورو فرعوني ټېمپلونو په لور دَ سي ډي سي بس روان شو، نو رناشامۍ او منوېلا مورتي له سېلاني څخه داسي ګېلې شروع كړې لكه هغه چي يې په تېرو څو ورځو شپو كي ليدلى نه وي نو ځكه سېلاني دَ هغوئ دَ ناز او نخرو په ځواب كي داسي عذر وړاندي كړو ..
" " زما ضرورت نو تاسو اوس كله محسوسولو؟
" " چي ته وخت وَ لرې ، نو به دي څوك په كارَوي
دَ منوېلا په دې خبري كي تر طنز زياته ګيله وه ، خو رنا وئيلو ..
" " هې سېلاني.. منم ، چي وسا اوس دلته له تا سره نه شته او ته پرېشانه يې ، لاكن موږ خو يُو
" "مګر هغه خو نو هغه ده ، موږ چرته هغه كېدلى شو
منوېلا چي داسي دَ هغې خبره مخته بُوتله ، نو رانا وَ سېلاني ته په ترڅوكتلو ورسته واي ..
" " كه موږ ته لږ متوجه شې نو به دَ يكړۍ غم درڅخه وَتښتي
" " داسي نه ، چي
منوېلا به لا دَ هغې په باب مخته خبره په خندا كي وړله ، چي سيلانې وار لاس ته كړو او خبره يې داسي پوره كړه ..
" " دَ بوُباجُوف له كاره يې هم وَ نه باسم .. دغه وئيل غواړې منوېلا ؟
داسي چي يې څنګه وَ وئيلو، نو راناشامۍ هغه ته په اوږې باندي څُك وركولو ورسته په پسخوند كي وئيلو ..
" وايه وايه سېلانيه .. څه چي دي خوښه وي هغه وَ وايه ، خو دا مي ياد لره ، چي دَ رښتيا ميدان ډېر ګران وي لاكن زه به دي يو ځل ضرور له امتحانه تېروم ، چي دا غرور دي خاوري كړم"
" " هو، دغسي خو دي راته دَ التانګريل په پارټۍ كي هم وئيلي وْ ، لاكن
" " لاكن وخت يې لا نه دى راغلى ، چي كله وار درباندي پيدا كړم ، نو به درسره ګورم بچو
منوېلا چي دې وخت يې دَ هغو دواړو په دې تاوده بحث خوند اخيستلو، په خندا خندا كي دَ هغې پام دَ كرناك ټېمپل مخي ته دَ كُوزېدلو په وخت دَ بُوبا په لور څه واړَولو، چي سېلاني كلك ورباندي وَ هم خندلو او بيا يې څوكه ورته وئيلو ..
" " ورځه ورځه .. تور سانډا دي غواړي
كه څه هم هغې مخته هيڅ نه وَ وئيلو، خو سېلاني ته يې په برګو داسي وَ كتلو، لكه هغې چي يې په ځامو كي دَ چيچلو پوره كست كړى وي او يا هغه خپله دَ شام عربۍ پېغله نه ، بلكې هغه فرعوني خدائيڼه ماّت وي ، چي دَ دې دور دَ تهاڼېدارانو غوندي يې په زړې زمانې كي دَ امن و امان ساتلو وظيفه تر سره كوله لاكن سېلاني ځكه هيڅ ردعمل نه كړو ښكاره ، چي دې وخت هغه له ټولو ملګرو سره دَ كرناك ټېمپل په لور په هغه لاره له داسي احساس سره ملګرى روان وْ، چي ګوندي په هم دغي مځكي به دَ خپل وخت فرعونان بيا بيا تېرېدلو-
نو په دې خو يو ځل بيا هغه دَ خپل سوچ په سمون دَ فرعونانو تر شا شا په هغې لاري ور روان شو چي دواړه اړخه يې غټ غټ شكرَور مږونه له زمري وزمه وجودونو سره ناست دَ فرعوني وياړ كيسه داسي تېروله -
" دَ خداى عمون په نوم مشهوره په دې ټېمپل كي هغه له130زامنو او په څو درځنه مائينو سره نه يوازي استوګنه كوله ، بلكې دَ دې ټېمپل دا هسك هسك او پلن 134كالمان ګواه دي ، چي دلته نورو فرعونانو څه ، چي رعمسيس الثاني لا هم دَ خداي دعوې ځكه په ډېر وياړ كولې ، چي ځان يې په كي له موسمي او بشري زور او زياتوب څخه په امان ګڼلو"
په پلرانو كي يوې بلي خواته ګرځېدلو په وخت چي ملګري دَ رعمسيس الثاني دَ هغه عكس ، چي په ګڼو ونو كي ولاړ وْ او دَ ژوند خداى يې په هري پاڼي باندي نوم ليكلو سره سره عمر هم دَ يو حساب په سمون يو لكهـ كاله ټاكلى وْ
" " تش يو لكهـ كاله عمر؟
دَ سېلاني په مزغو كي دَ رعمسيس الثاني دا تاريخي سوال څه راپورته شو، چي هغه له خياله لاس تړلى دَ هغه وَ مخي ته وَ درېدلو او په ډېراحترام يې ورته وئيلو ..
" " په دې درختو كي نوري پاڼي نه ځاېږې
" " نو بيا نوري درختي ورسره جوړي كړه ، چي عمر مي دَ هغو ونو دَ پاڼو په شمېر نور هم زيات شي
رعمسيس الثاني دَ خپل حكم دَ تعميل انتظار لا هم نه وكړو او مخته واي ..
" " يو لكهـ كاله عمر كم دى
" " لاكن
" " لاكن څه ؟ ما چي څه وَ وئيلو.. هغه شاهي فرمان وګڼه
او بيا دَ تنا غوندي له جلالي برېښناګانو سره ملګرى داسي مخه روان شو، چي سېلاني څه ، چي دا ولاړي ستنياني هم ټولي وَ لړزېدلې او اوس به سېلاني په څوټك او چوڼۍ باندي له هغو جوړو شوْ ونو سره په څنګ كي جوړ ځيني نور عكسونه بيرته ورانولو، چي دَ نن ملګري احمد بابا يې په اوږه باندي لاس ږدلو ورسته وئيلو ..
" " راځه سېلانيه .. ملګري راڅخه ډېر ليري وَ وتلو
او بيا هغه دواړه هم دَ دې ټېمپل سره څنګ كي دَ هغه مقدسه ډم اوبو وَ ننني وچ بند ته رهي شولو، چي دَ روايت په سمه .. په هغه وخت كي به يې اوبه په ژمي كي تودې او په اوړي كي سړې وې او فرعونانو به غسلونه په كي كولو -
_ 3 _
دَ لوكسور ټېمپل په لورچي څنګه دَ لوستونكو ملګروكاروان ورچپ شو، نو دَ ټېمپل مخي ته دَ ولاړي بېخي هسكي ستنۍ ، چي له يوه كاڼي څخه جوړه وه په لورتلونكي لاري دواړو څنډ و ته ناستو انسان وزمو زمريانوپه منځ كي دَ تېرېدلو ورسته دَ رعمسيس الثاني بېخي غټو دوْ مجسمو يې په پټه خله په خېر راغلى څه وكړو، چي سېلاني په زړه كي ورته واي ..
" تا خو تر يولكهـ كالونو هم زيات عمر غوښتلو لاكن دا خو ته په يوڅو زره كلونو كي كاڼى شوې بيا"
سېلاني به لا نور ورته وهېدلو، چي دَ هغه ژغ دَ تند رونو غوندي درست ټېمپل په داسي وئيلو وَ ښورَولو ..
" " چا وئيل چي زه مړ يم ما خو هغه وخت لا ابدي ژوند تر لاسه كړو، چي خداى شوى وم
" " لاكن دَ تاريخ په كتابونو كي
سېلاني دَ پسخوندي خندا ورسته چي په كږه خله داسي ورته څنګه وَ وئيلو، نو رعمسيس الثاني په زوره وَخندل او واي ..
" يَه .. اوس هم زه خداى يم او هر څه نه يوازي تر اوسه هغسي زما په نامه خوندي پراته دي ، بلكې دُنيا مي عظمت هم مني او دا ګوره څومره په زيات شمېر مي خلګ سلام ته راځي"
او بيا يې دَ درانه ژغ په ازانګو كي دَ لوي ساه اخيستلو ورسته چي څنګه روح دَ خپل بُت په كاڼي كي بيرته قېد شو ، نو دَ خداى عمون بېخي ښائسته او پرۍ وزمه خدائيڼي موط خپل غټ وزرونه وهلو ورسته په نرۍ هوا ګلولو كي اول دَ وسا څېره واغوندله او بيا يې په خواږه ژغ كي وَ وئيلو ..
" رعمسيس رښتيا واي هغه ژوندى دى او تر هغه ورځي پوري به ژوندى وي ، چي ترڅو پوري لمر خداى وي"
" " خو.. دا ښكاري ولي نه او بل
دَ سېلاني خبره پرې كولو ورسته خدائيڼي موط وار داسي تر لاسه كړو ..
" هر فرعون په خپل ژوند كي دَ خداى په رنګه وي لاكن چي كله مړ شي ، نو بيا خداى شي او خداى ښكاري نه"
او بيا يې خوږه خندا په ټېمپل كي چي څنګه خپره شوه ، نو كه ېوې خواته يې له څېرې څخه دَ وسا نقشونه والوتلو ، نو بلي خواته سېلاني هم داسي وَ ځنګېدلو، لكه جوړه چي وېد ه وي نو ځكه خو له ځان سره وَ وهېدلو "
" " تر دې هانده به يې ومنم ، چي فرعونان په نامه ژوندي دي ، خو
لاكن بيا دَ څه سوچ كولو ورسته واي ..
" خو.. بيا چي زه وَ دې مصريانو ته وَ ګورم ، نو دَ فرعونانو دعوې دَ دې هېواد تر هانده څه څه دَ يقين په لور غزوني ځكه وَكړي چي دَ دې هېواد دَ خلګو دَ روزګار تر ټولو لويه وسېله لا اوس هم دغه فرعونان خو دي"
او بيا سېلاني لا سم دَ ذات په لور راغبرګ شوى نه وْ ، چي غوږونو ته يې لاسونه ځكه يُوړو، چي داسي خيال يې هم دَ مسلمان په څيرګناه وګڼلو، ولي چي مالك ، رازق او خالق يوازي هغه عظيم خداى خو دى ، چي رب العالمين يادېږي ځكه خو يې دَ حق دَ كليمې دَ ورد كولو ورسته چي بيرته لاسونه غوږو ته وړلو، نو ملګري صلاح ، چي مصرى وْ ورته له څنګه درېدلو ورسته دَ سګرېټ په غټي لوخړكي كي وئيلو ...
" " بې شكه چي دا دَ عبرت وړ كردارونه دي او موږ ته له دغو دهوسانو څخه سبق اخيستل په كار دى
" صلاح .. دا ته واې ؟ "
وَ دې بل لاس ته يې ولاړي منوېلا ورڅخه داسي په حېرت پوښتنه وكړه ، لكه هغه چي واقعي لويه ګستاخي كړي وي هم په دې خو صلاح دَ موسېدلو ورسته ورته وَوئيلو ..
" منوېلا .. ښكاري راته داسي لكه ته چي وَ دې دهوسانو ته ډېر احترام لرې؟"
" " هو ، دا فرعوني تهذيب خو دَ قديم انساني تاريخ دَ يوه يادګاره باب برخه دى
منوېلا چي څنګه دا توري له خلې راوَ يستلو، نو صلاح ورباندي يو دم داسي ذاتي تنقيد وكړو ..
" يې خو مسلمانه ، لاكن"
" " ښكارم نه .. ستا مطلب دا دى هان ؟
" " هو، دغه دى
په خندا كي چي صلاح خپله خبره په اثبات كي تكرار كړه ، نو احمد بابا چي دغه وْ ځان يې هلته را رسولى وْ ، دَ صلاح مصري خبره داسي رد كړه ..
" خبره دا نه ده ، چي دا خدائيان دي .. بلكې دا لويه خبره ده، چي هغوئ دَ زاړه مصري تهذيب نخښي دي"
" " دغه خبره خو منوېلا هم كوله
سېلاني دَ احمد بابا خبره تائيد كولو ورسته به لا اوس مخته څه نور وئيلو، چي مسټر ذېن يې پوره خبره اورېدلو له مخه داسي چپه وګڼله ..
" " لاكن دا هم دروغ دي ، چي مصريانو ته له دې فرعونانو څخه ډوډۍ رسېږي
" نو بيا يې څوك ورته رسوي ..؟ زما مطلب دا ، چي په دې مصر كي نور داسي څه دي ، چي تاسو ورباندي ډوډۍ پيدا كړى ؟ "
منوېلا چي څنګه دَ خپل زړه تاوْ ايستلو دپاره دا خبره ورته سوال كړه ، نو ډاكټر مجدي دَ موسېدلو ورسته واي ..
" هو، كه موږ پام وكړو، نو دَ منوېلا مورتي خبره درسته په دې ده.. چي چپ له دې فرعونانو زموږ په دې هېواد كي نور څه شته ؟ "
" " نو دَ دې مطلب دا شو، چي مصريانو ته رزق فرعونان وركوي سر
" " هو .. په دې كي شك هم نه شته
دَ ذېن دَ سوال په ځواب كي دَ ډاكټر مجدي په ځاى چي منوېلا دا خبره څنګه له خلې وَ وتله ، نو ټولو ولاړو ملګرو ښه كلك وَ خندلو او بيا مخته دې بحث له خبري څخه دومره خبري په خندا او ټوكو كي وَ زېږولې ، چي كله بس بيرته دَ هوټل په لور روان وْ ، نو په سيټ سيټ باندي دَ ملګرو تر ميان دَ فرعونانو په حق كي او يا په زد خبري كېدلې لګيا وې -
_ 4 _
دَ درستي ورځي دَ سېل په رڼا كي نن ماښام هر ملګرى په هوټل كي له يوه نا يوه بل ملګري سره دَ فرعونانو په باب خپلي مشاهدې ژغوَلې خوكه چپ وْ ، نو هغه سېلاني وْ چي دَ وسا په باب يې پيدا شوي دې سوال ته ځواب لټولو دپاره هڅه كوله ..ګوا
" چرته خو زه خوب نه وينم ؟ چي دَ وسا په باب هر سوچ او فكر مي هغه پخوانۍ زمانو دَ هغو كيسو او څېرو په لور وړي ، چي ما نه كله اورېدلي دي او نه مي په سترګو باندي چرته ليدلي دي"
او بيا چي به يې دَ سوچ نيليان يوې بلي خواته وَ ځغلولو، نو بيرته به يې وَ دې خپلي پيدا شوي سودا ته داسي يو بل سوال ځواب كړو ..
" كه يه .. هغه دَ نن انجلۍ ده او په نن كي اوسي ، نو بيا چرته خو زه خپله دَ فرعونانو له قافلې څخه نه يم شاته پاته شوى ؟ چي خپله مينه په تېرو هېرو لارو باندي دَ تكميل په لور بوځمه"
دومره سوچ كولو ورسته دَ سېلاني په زړه كي ناڅاپه داسي وسواس هم سر را پورته كړو ..
" نو دا زه چي له وسا سره دَ دې فرعوني تاريخ په لور په كومو لارو باندي مزل كومه اّيا هغه لاري به زما دَ دې خيالونو په سمون كله زما دَ سباوْن په لور راغبرګېږي هم .. كه به دا هرڅه دغسي دَ فرعوني ياد برخه جوړېږي ؟ "
اوس به لا سېلاني نوري تړلي ګنډي څپړلې ، چي هغه له خياله دَ جيزا دَ فرعون سنيفرو دَ كورنۍ دَ لومړۍ شهزادګۍ له څېرې څخه دَ وسا دَ څېرې دَ نقشونو كاروان مخ مخته وهل شروع كړو او دَ هري فرعوني شهزادګۍ دَ څېرې له نقشونو څخه يې ښائست په چُوڼ چُوڼ چي څنګه دَ پېړيانو پېړيانو دَ مزل كولو ورسته دَ مصري نوموړي راڼۍ قلوپطره تر درباره پوري وَ رسولو ، نو سېلاني داسي وَ سنجولو لكه هغه چي بله هيڅوك نه ، بلكې دَ وسا تكميل شوي تاريخي څېره وي نو ځكه خو په دې نيت ورمخته شو چي ښكل يې كړي خو يو دوه ګامه لا نه وْ ورمخته شوى ، چي دَ قلوپطره په تندي كي راغونډ و شوْ نرۍ ګونځو داسي يو فكردَ سوال په توګه ځواب ته تږى دَ سېلاني په ذهن كي رابرسېره كړو ، چي ..
" " هغه ته اوس كومه څېره اغوستل په كار ده ؟
ګوا .. دَ هغه جوليس سيزر څېره ، څوك چي دَ قلوپطره په ژوند كي څومره ژر راغلى وْ .. هغسي په تادۍ دَ بروټس چاړې وړى هم وْ اوكه يَه .. دَ هغه َ مارك انتهوني څېره ، چي دَ بې كچي ميني جنون يې دَ قلوپطره په ځان مړوني باندي وَ پارَوله ؟
سېلاني به لا نور نور سوچ كولو، چي خيالي وسا يې مخي ته دنګه وَ درېدله او په موسكا كي يې وَ سېلاني ته وَ وئيلو ..
" " ماته هغه څيره په كار ده ، چي زما له څېرې سره وړام خوري
" نو وايه .. هغه كومه څېره ده ؟ "
سېلاني لا دَ خيالي وسا څخه دَ هغې دَ خوښي څېرې په باب تپوس سر ته نه وْ رسولى ، چي هغې په ډېره مينه ژغ ورباندي وَ كړو ..
" " سېلانيه ..! هغه څېره بل دَ هيچا څېره نه .. بلكې ستا خپله څېره ده
دَ وسا له خوا دا خبره څه وه ؟ چي له ډېري خوشالۍ دَ سېلاني له خلې اېله چيغه نه وَ وتله اوس به يې هغې ته دَ كښېنستلو ست كولو، چي دَ هغې دَ څېرې دَ نوراني ښائست په وړاندي يې يو دم خپله څېره تته او خاكي څه وَ برېښېدله ، چي هغه ورته په ډېر احترام وَ وئيلو"
" " منم .. هرڅه دي منم ، لاكن
هغه به مخته دَ خپل ماند ه تول كيسه ورته له \"الف\" څخه تر \"ى\" پوري كوله ، چي هغې په دواړو لاسو له سترګو څخه وېښتان يوې بلي خواته سمولو ورسته خوږه غوندي موسكنۍ شوه هم بيا ورته رامخي ته شوه او له ځان سره يې دَ هغو ټاپوګانو په خوا روان كړو ، چي چرته سېلاني دَ خپلو شاعرانه خيالاتو په سمون لا ډېر په خوا سوچ كړي وْ هو، اوس به يې لا هغې ته سترګي ، زړه او هر څه هرڅه په لاس كي ږدلو، چي ناڅاپه دَ خوني دروازه وَ ټكېدله او سېلاني ځكه نه شو ورته ولاړ ، چي دَ ده له خلې څخه وَ هغه ور ټكونكي ته ناببره دَ راننوتلو دپاره داسي خبره وتلي وْ ..
" " راځه راځه .. دروازه خلاسه ده