په څورلسم اپرېل 1998 ع سهار وختي سېلاني هم له خپلو جماعتي ملګرو سره په پنځه خاليزه كشتۍ ، چي څلور باميزه وه او " الېګزېنډ ر دي ګرېټ" نائيل كروز نومېدله كي په خپل نامه باندي غوره شوي په 217 نمبرخوني كي چي څنګه سامان كښېښولو، نو كشتۍ هم په نيل درياب كي مخته روانه شوه نو ځكه هغه هم دَ كشتۍ په چهت باندي له درځنو سېلانيانو سره ولاړ دَ نيل درياب دَ دواړو څنډ و په بېلابېلو منظرونو كي خپل وجود په پنځو هغو شيانو كي كرار كرار سنجولو، چي دَ فرعونانو دَ عقېدې په سمون انسان امر كوي لكه زړه ، سايه ، عكس ، نوم او روح -
حقه خبره وه ، چي دا پنځه واړه شيان سېلاني دې وخت درلودلو خو فرعون ځكه نه وْ ، چي هغه دَ ساه اخيستلو سره سره سترګي هم غړَولې او په سترګو كي يې هرښكاره شي ته دَ پرون په لور لاري لنډَ ولې .. روان وْ هو، په هغو لارو باندي ، چي دې وخت دَ ښي لاس له هغه ستر فرعوني ټېمپل څخه نېغه په لوړو ژورو كي له دې شنه رود نيل سره سره مخته دَ هغو غونډيانو په لور غزېدلې لګيا وې ، چي حضرت موسى عليه السلام ته يې نه يوازي دَ هغه دَ وخت له ظالم فرعونه پناه وركړي وه ... بلكې هغه مبارك يې له سره څخه دَ فرعون او دَ هغه دَ لشكر تباهي هم په دې شنه رود نيل كي په خپلو سترګو ليدلي وه -
سېلاني له سوچه بيرته دَ نيل تك شين او ژور درياب څخه هغه وخت وَ ښي لاس ته ولانګلو، چي هغو دوْ بېخي غټو پاڼ وزمه ناستو دَ " مېمنون " په نامه مشهوره مېمنون بُتانو تر ميان په هغه لور روان وْ، چرته چي دَ فرعونانو دَ فرعون رعمسيس الثاني شان نخښه ابو سېمبل په نامه په غره كي څلور غټ بُتان له ليري څخه برېښي هم ځكه خو چي كله سېلاني له ملګرو سره په ګډ ه له كشتۍڅخه لا سم وچي ته كُوز شوى نه وْ ، چي بيا له خياله دَ هغو څلورو ناستو تراشل شوْ بتانو تر ميان په جوړي لار كي دننه په غره كي جوړي ماڼۍ ته ور ننوتى هم وْ چرته چي دَ رعمسيس الثاني ته دوْ خدائيانو" عمون را" او" را حراختي" دَ هغه په مړانه باندي دَ برياليتوب تُوره وركوله -
سېلاني به دَ هغې زمانې دَ يو كاتب په حېثيت لا نور هم دَ دې ابوسېمبل په دېوالونو باندي دَ فرعونانو دَ فرعون دَ مړاني قصيدې رقم كولې ، چي بېسنك مورتي ، چي دې وخت دَ منوېلا له پېغلي خور يولا سره په څنګ كي دَ هغه تر شا را روان وْ دَ هغه په اوږه لاس ږدلو ورسته وئيلو ..
" " كريمنل .. كريمينل رعمسيس
سېلاني كه څه هم دَ خيال له ټاپوګانو راستون شوى وْ، خو تر هغه له مخه بيا پېغلي يولا هم په ماتو تورو كي واي ..
" " بيګ بيګ كريمينل رعمسيس
" .. " هو، په دې كي شك هم نشته لاكن
دَ خپلي خور دَ ماتي انګلسي خبري په ځواب كي چي څنګه منوېلا خبره تر دې ځايه لا سمه نه وه رسولي ، چي پېغلي عقود يې خبره داسي مخته ورسوله ..
" " لاكن وْ ډېر زورَور او مصريان يې تر اوسه احسان هم مني
" " هغه څنګه ؟
سېلاني چي څنګه خله ورته سوال كړه ، نو دَ هغي په ځاى ډاګتر پو واي ..
" " هغه ځكه ، چي دَ قاهره دَ اهرام مصر ورسته دغه خو هغه لويه وسيله ده دَ هغوئ دَ معاش
او بيا چي څنګه ډاكټر لومائي ورسره دا خبره خوښه كړه ، نو مديحه مصرۍ هغه دواړه په ملا ويښتلو ورسته وئيلو ..
" دا رعمسيس ستاسو بُدها نه دى بلكې رعمسيس دَ كاڼي جوړ يو بُت دى او بس ...."
" " ولي چي زموږ رازق او خالق خداى دى .. او خداى تر هر څه او هر چا غټ دى
راناشامۍ چي دَ مديحه مصرۍ خبره مخته داسي تائيد كړه ، نو بُوباهم وار لاس ته كولو ورسته واي ..
" " يس ګاډ از ګرېټ
داخبره څه وه؟ چي سېلاني ته هم ناببره ځان دَ يو څو لمحو دپاره داسي وړوكى غوندي وَبرېگښدلو، لكه هغه چي هم ستره ګناه كړي وي خو بيا چي يې ځان له دې ملګرو سره په حاضره زمانه كي وَ سنجَولو، نو په ځان ورته خندا ورغله لاكن خندلو يې ځكه نه شولو، چي دې وخت ملګري روُف دَ هغه پام دَ هغو اتهو بېخي غټو ولاړو بُتانو په لور اړَولو، چي دَ هغوئ دواړو اړخونو ته مخامخ ولاړ وْ او هغوئ يې په ميان كي هغې خواته روان وْ .. چرته چي راڼۍ نېفرتاري په يو دېوال باندي دَ نقش شوي عكس په سمون دَ وسا په بڼه په نرۍ لاكن خوږې موسكا كي له ظالم رعمسيس الثاني څخه دغه مئين سېلاني جوړَولو لګيا وه چي په دې حاضر وخت كي يې يو ځل بيا له وسا سره په ګډ ه دَ فرعوني پرون تړلي ګنډي څپړلې -
_ 2 _
له ابوسېمبل څخه دباندي راوتلو ورسته دَ پرياني يوې غټي دوُړي دَ دې كنډ والو په لور چُورلكونه څه خوړلو ، چي سېلاني يو دم په سوچ كي ورك شو ..
" " دا خو دَ هتيتيس لښكر نه دى ، چي رعمسيس ورته ماته وركړي وه ؟
دې سوال يې لا سم په مزغو كي غزوني نه وې كړي ، چي هغه دَ ځواب په لټون يو ځل بيا وَ فرعوني تاريخ ته څه وَ دانګلو ، چي په خپلو سترګو يې دَ هيتيتيس او دَ رعمسيس الثاني لښكري له يو بل سره مخامخ وَ هم لېدلې او بيا سم دستي دَ فرعوني تاريخ له كادېش جنګ څخه هم دوې لوستي مخته يو بل جنګ وَ نښتلو هو، دا هغه جنګ وْ چي رعمسيس الثاني په كي په يوه لاس نه بلكې په دواړو لاسونو ځكه جنګېدلو ته هڅېدلو، چي دَ هغه دَ دُښمنانو شمېر دَ كادېش دَ جنګ څخه نه يوازي يو په دوه زيات وْ، بلكې دې ځل يې دَ اسپو دَ زيات شمېر پرته نېزه بازان هم يو په لسه زيات راوړي وْ -
اوس به لا دَ ابو سېمبل په ماڼۍ باندي دَ هيتيتيس دَ اسپو دَ ګړذ خورېدلو ، چي دَ رعمسيس الثاني ژغ يو ځل بيا دَ تنا غوندي په فضا كي خپور شو ، چي وئيلو يې ..
" منم ، چي زما دَ عسكرانو په وړاندي ستاسو شمېر زيات دى لاكن نن زه په دواړو لاسونو باندي جنګېږم"
خو هغه له دې خبري مخته دوه توري نور ځكه نه وَ وئيلو، چي دُښمنان نه ، بلكې دَ هغه خپله محبوبه راڼۍ نېفرتاري دَ خپلي اسپي دَ پښو دَ ګړذ په لوخړكو كي راښكاره شوه او دَ هغه وَ مخته يې سينه راكښلو ورسته په قهرناكه ژغ كي ورته وئيلو ..
" زه هم منم ، چي ستا راڼۍ يم خو ته هم ښه خبر يې ، چي زه دَ هيتيتيس دَ قبيلې هغه دولس كلنه شهزادګۍ خو هم يم ، چي تا دَ كادېش په جنګ كي دَ مټو په زور تر لاسه كړي وه"
" " لاكن ما كوم بد كړي دي لتا سره ، چي زما دَ وژلو په نيت راغلي يې؟
" " تا چي كوم بد كړي دي .. په هغو باندي ته خپله ښه خبر يې
اوس به لا رعمسيس الثاني څه ورته وئيلو، چي راڼۍ نېفرتاري وَ خپلو عسكرانو ته په ابوسېمبل باندي دَ برېد كولو حكم څه ور كړو چي قيامت ته نيږدې نيږدې منظر جوړ شو او په دوُړو كي انسانان څوكه څوكه په سايو كي بدلېدل شروع شولو زياته به لا دَ راڼۍ نېفرتاري په بڼه كي زېږېدلي وساعربلور دَ خپل ژوند ملګري رعمسيس په بڼي كي نغښتي سېلاني پښتون زوى ځانته دَ ماتولو په نيت تُوره دَ هغه دَ مرۍ په لور غزَوله ، چي ناڅاپه دَ سوپيس په سلام باندي هغه دَ سوچ له حصاره څه راوَ وتلو چي دَ هغې په ليدلو يې سترګي وازي ورته په دې خبره پاته شولې ، چي هم دغه څېره خو وه ، چي تر اوسه دَ وسا په اوږو باندي نښتي وه نو ځكه خو يې ورڅخه په وهېدلي انداز كي پوښتنه وكړه ..
" " سوپيس .. خېر خو دى ؟
" " هو، خېر دى
او بيا چي يې سېلاني په خولو كي لوند خيښت وَلېدلو، نو يې په تندي باندي لاس ورته ږدلو ورسته ورڅخه تپوس وكړو ..
" " سېلانيه ..! څه چل دى ؟ ناروغه خو نه يې ، چي دا دومره خولې درباندي ماتي شوي دي ؟
" يَه يَه ښه يم .. بس مازي مي ساه را تنګه شوه په دې سختي ګرمۍ كي"
هغه به لا خبره سرته رسوله چي دَ هغه له شا را رواني راناشامۍ په ملا وَ ټكولو او ورته واي ..
" " دا خو لا دَ لمر ګرمي ده بچو.. چرته په اورونو كي سېځل
دَ هغې په خبري باندي چي سوپيس دَ زړه له اخلاسه وَخندلو، نو سېلاني لا نور هم په سره ګرمۍ كي په كپ داسي اخته شو، لكه هغه چي له جنته وَ دوزخ ته وړل كېږي ولي چي نن له سهاره دَ هغو دواړو په خپلو كي ملګرتيا نه يوازي دَ هغه سوچ بند وْ ، بلكې بېسنك مورتي هم دَ لاس په اشارو باندي دَ هغو دواړو په ګډ ګډ ګرځېدلو باندي دَ حېرانتيا اظهار څو ځله وكړو -
لنډه دا ، چي كله سېلاني هم دَ لوستونكو له ډلي سره ملګرى دَ غره په لمن كي په يو غټ پاڼ كي تراشل شوي ټېمپل ، چي دَ " ديرالبهاري" نومېدلو په لور روان وْ نو يې وَ ښي لاس ته په رواني سوپيس كي كه دَ لومړنۍ بادشاه وزمه فرعوني راڼۍ هاتشيپسوت خوئيې سنجولې نو يې وَ كيڼ لاس ته ورڅرمي ښكلي شامۍ پېغلي رانا هم دَ دې سيمي دَ نوبيان فرعوني عهد دَ شهزادګۍ مېريريت په شان نه يوازي ناز او نخرې كولې ، بلكې دَ وسا په فرعوني ښائست باندي يې دَ سېلاني له مخه داسي نيوكي هم كولې ..
" وسا هم لكه دَ نوبيان فرعوني راڼۍ امانيشا خېتو.. چي خپل ښائست يې دَ سېلاني په زړه او روح باندي دَ قبضې دپاره داسي اوزار كړو، چي هغه اوس سړى هم نه شو پاته"
كه څه هم له سېلاني سره دَ رانا دَ دې خبري ډېر ښه ځواب وْ ، خو بيا يې هم نه غوښتلو، چي هغه دَ هغې په لاس كي هم هغسي ګډاګى شي لكه څو هفتې وړاندي چي سوپيس ورسره لوبي كولې نو ځكه يې هسي وار تېرَولو په نيت ورته په موسكا كي وئيلو ..
" " سړى هم په خپل ځاى دغسي سړى وي لكه ښځه چي ښځه وي
هغه چي دا خبره په څومره ښه نيت كړي وه ، نو هغوئ دواړو هغومره دَ سوچ په سمون دَ خپل خپل ښځينه شان خلاف دهمكۍ ګڼلي وه ځكه خو راناشامۍ ورته وئيلو ..
" " ښځي ته په كار دى ، چي ځان دغسي په سړي وَ مني لكه
" " لكه يو چا چي ځان په چا منلى دى ، ستا مطلب دغه دى رانا ډئير؟
دَ سوپيس سواليه اشاره كه څه هم دَ هغه په حواله دَ وسا په لور دَ خوږې دهمكۍ په رنګه وه ، خو سېلاني په دې ورته په وړو وَخندلو، چي دَ هغوئ دا مجلس يو رنګه په ټوكي كي واړَوي لاكن هغوئ هم ښځي وې .. هو ، دَ هغو ښځو په رنګه چي سړي يې ځانته په ډېرو ماناوْ كي ښځي كړي وي -
خبره دا نه وه ، چي ګني سېلاني له سوپيس څخه څه ويره محسوسوله ، بلكي خبره دا وه ، چي دَ رنا شامۍ ورسره داسي ملګريتا دَ ده په مزغو كي بلا وسوسې زېږولې ولي چي سېلاني په دې خبر وْ ، چي سوپيس كله هم دَ هغه په زد چاته لاس وړاندي كړى دى نو هغه يا هغې ده ته دَ زړه دُوك ضرور ور اچولى دى نو ځكه خو هغه نن ګوره چي څله په رانا شامۍ كي سوپيس او دَ هغې هوس سنجولو؟
_ 3 _
دَ فيلائي له فرعوني كنډواله وزمه ټېمپل ، چي دَ خدائيڼي اّئسيس په نامه شهرت لري څخه شاته پرېښولو ورسته سېلاني هم له لوستونكو ملګرو سره دَ يونانيانو دَ اېډ فو نامي ټېمپل په لور رهي شو او بيا چي څنګه څنګه دَ هغه ټېمپل په لور واټنونه لنډېدلو.. نو دَ سېلاني په مزغو كي هم دَ ډاكټر وسا هره فرعوني څېره په هغسي تادۍ ګونځلكه كېدله لګيا وه -
وجه يې څه وه ؟ په دې خبري باندي دَ سېلاني سرهم تر هغه دمه پوري نه خلاسېدلو ، چي ترڅو يې دَ ګمان په هنداره كي له وسا څخه تپوس نه وْ كړى -
" اوس زه هغه نه يم ، چي ته يې لټوې سېلانيه"
" " نو بياڅوك يې ته ؟
دَ وسا دَ رډي خبري په ځواب كي چي څنګه په مات زړه باندي سېلاني دا خبره سوال كړه ، نو هغې په لومړي ځل داسي په كلكه وَ خندلو، لكه راڼۍ عامون هېن هېبس چي په غاورانه موډ كي دَ مينځو په بد رګه كي خند ېږي نو ځكه خو سېلاني ورته په سترګو كي سترګي نه شوى اچولى او داسي يې سنجولو لكه هغه چي يې زړه دَ هغه له مخه تر پښو لاندي كوي او دى خوار چپ له روڼو اوښكو تويَولو نور هيڅ توان دَ كولو نه لري -
" " نو بيا تا له ماسره دومره غټه ټوكه څنګه وكړه؟
" " ټوكه نه ..بلكې تاريخي جبر بوله جبر
سېلاني به لا نور نور زړه ماتى كېدلو، چي وسا دَ خدائيڼي اّئسيس چي په ضد كي يې تاريخ بله ښځه بيا له هغه دمه تر دې دمه نه شوه پيدا خپل غاښونه داسي وَ چيچلو، چي سېلاني دَ اّسوان په اېډفو ټېمپل كي دَ پنځلسم اپرېل كال 1998ع په لومړني سهار دَ ننوتلو سره سم بيا خپل ځان دَ فرعونانو له تاريخ څخه په يوناني تاريخ كي په ويښو سترګو باندي داسي خوب كړو، چي نور خو نور .. وسا لا هم له خياله داسي مخ ورڅخه واړَولو چي هغه په كومومبو ټېمپل كي دَ هغوئ دَ " فېلكن ګاډ" په وړاندي په ژړا سر شو او په چيغو چيغو يې ورته وئيلو . ..
" دا ظلم دى اې دَ امن او سوكالۍ علامې .. هو، كوم ظلم چي دَ فرعونانو له لاسه په ما باندي روا نه شو..هغه ستا دَ سترګو وړاندي څله كېږي ؟ "
كه څه هم كاڼي ټول چپ وْ، خو فېلكن ګاډ په خپلي اوږدې خولۍ كي دَ كوټلو وختي او موسمي كرښو له لاري هغه ته په پټه خله دَ هغه دَ ارتقاء منزلونه ښئيلو ګوا، هغه يې دَ ميني دَ خداى هوريس په لاره كرار كرار دَ هغې ښځي په لور وړلو، چي دَ قلوپطره په نامه يې دَ خپل يوناني عهد سلسله دَ هغه وخت په سرتېرو روميانو كي دَ ميني په سودا داسي كړي كړه چي دَ مصر فرعوني تاريخ يې په مينه نوښته كړو-
" لاكن دَ وسا دَ بې وفائۍ سودا څله دَ سېلاني په مزغو كي رك هغه وخت ځاى وَ نيولو، چي فرعوني تاريخ تر يونانيانو رسېدلو؟ "
دا هغه سوال وْ چي په دې بله ورځ يې سېلاني رك هغه وخت ځواب تر لاسه كړو، چي كله په كشتۍ كي دَ جوړ سوئمنګ پُول په څنډ ه پرتي اوږدې سپيني چوكۍ كي پروت دَ سن باتهـ كولو په وخت له خياله يو ځل بيرته له فېلكن ګاډ سره مخامخ شو ، چي ورته يې وئيلو ..
" وسا خپله ارتقاْ تر قلوپطره پوري راوَ رسوله ، خو سېلانيه ..ته لا هغسي په قديم فرعوني تاريخ كي ورګېر يې ..
" مطلب دا ، چي هغه اوس ما نه پېژني؟ "
" " هو، ځكه چي تا لا ورسره دَ هغې دَ خوښي څېره نه ده اغوستي
" " نو بيا زه كومه څېره واغوند م وايه ..، چي هغه ما پرې بيرته وَپېژني؟
دَ يونانيانو فېلكن ګاډ به لا اوس سېلاني ته دَ وسا دَ خوښي څېره ور په ګوته كوله ، چي دَ هغه سترګي دَ منوېلا مورتي ، تېرو ورځو كي له ابانيه څخه راغلي دَ هغې خور پېغلي يولا او فلاويا په ژغونو باندي ځكه خلاسي شولې ، چي هغوئ لمبېدلې كمي او چپړېدلې زياتي نو هم ځكه خو دَ اوبو سره دَ بې كچه ميني له سوبه سېلاني په خټه شوي موډ هم دَ هغوئ په ضد ورسره لامبلو ته جوګه شو-
ژړى لمر دَ غونډيانو تر شا پُټولو ورسته چي سېلاني دَ خپلي خوني په لور لاندي په زينو كي كُوزېدلو، نو داسي اعلان په سپيكرانو كي كېدلو ..
" نن دَ نائيل ټريپ ورستۍ ورځ ده نو ځكه به ټولو سېلانيانو ته دَ كشتۍ دَ سټاف له خوا ماښامنى وركول كېږي ، خو په دې شړط، چي هر كس به دَ مصر په فرعوني ، عربي ، رومن يا يوناني ژواكي جامو كي يوه جامه حتماً اغوندي دَ خپلي خوښي جامې په لس مصري پونډه له واډروب څخه دَ دې پارټۍ دَ پاره تر لاسه كولى شى"
اعلان څه وْ ، چي دَ وارډ روب له مخي دَ خلګو كتارونه وَ درېدلو-
_ 4 _
څنګه چي په كشتۍ كي لائټونه بل شولو، نو په وړو برانډ و كي يې يوې بلي خواته خلګ په رقم رقم تاريخي جامو كي راښكاره كېدل پئيل شولو او سېلاني چي غټ عربي كميس يې اغوستى وْ او په سر يې سره تُركۍ خولۍ ايښي وه هم چي څنګه دَ كشتۍ وَ پراخ بام ته ور وَختلو، نو ملګرو ورباندي دغسي له خندا شنه شنه كېدلو، لكه په هر چا چي هر يوه خندلو لاكن منوېلا په رومن جامه كي ، يولا په فرعوني لباس كي او راناشامۍ دَ مصري بېلي ډانسري په كميس كي تياري له اّسمانه راكښته شوي حُوري ښكاره كېدلې او نه يوازي دا ، كه منګولين پېغلي التانګريل او روُف تُركۍ جامې اغوستي وې .. نو دَ عراقۍ پېغلي عقود او تهائي سوپيس عربي اوږده كميسونه په تن وْ
" " نن دي دا زړه درسره ژغوره ، چي بې قابو نه شي
" " بې فكره شه ، زه هم سړى يم
" " دا خو به نن شپه ښكاره شي ، چي ته څومره سړى يې ..؟
رانا به لا نور څه هم دَ سېلاني دَ غټي خبري په ځواب كي وئيلو، چي سليم يمني يې تر څنګه شو او ورته واي ..
" ... " رانا .. ته خو نن دَ دې سېلاني شېخ
" .. " دَ محل مينځه ښكارې
دَ سليم يمني خبره سېلاني په خندا څه مكمله كړه ، چي هغې غاښونه داسي ورته وَ چيچلو، لكه هغه چي دَ لوړ مصر دَ نوبيان راڼۍ ناويداماك وي ، چي جلال به يې جمال ته نوره ځلا وربخښله نو ځكه خو سېلاني هم په ډېر خوند او پسخوند سترګي سر تر پايه ورباندي وَ ځغلولې او له سليم يمني سره دَ هغه مېز په لور رهي شو، چي چرته محمد عبدالرحمان او ايتهوپين ملګرى تفېرا ناست وْ -
" " ياره سېلانيه ..! نن خو سم سك عربى برېښې
دَ عبدالرحمان دا خبره لا سمه سرته نه وه رسېدلي ، چي ډاكټر تفېرا واي ..
" " لاكن ظلم دا، چي دَ دې هر څه پرته هم يوازي دى
" " يوازي څله .. هغه ښځي دَ چا دپاره دي؟
سليم يمني چي دَ بېلابېلو نسلونو دَ پري وزمو پېغلو په خوا دَ لاس اشاره كولو سره سم چي دا خبره څنګه وكړه ، نو دَ سېلاني سترګي دَ راناشامۍ په لور داسي ور كږې شوې ، چي كه يې وسا دَ خدائيڼي نائيت په بڼه وَ مزغو ته نه وى راغلي ، نو كېدلى شو، چي هغه دې وخت وَ راناشامۍ ته هم دغه وئيلي وى ، چي ..
" " ته هغه يې چي ما لټولې.. بله نه يې
هرڅه هرڅه .. خو دَ دې پرته هم ، چي سېلاني څومره څومره دَ وسا په خيالونو كي ځان لاهو كولو، نو هم هغومره يې هلته په ليري ولاړي مستي شامۍ كي سترګي ښخېدلې ولي چي هغې اوس له خياله دَ سېلاني په زړه كي له منوېلا ، يولا، اېمرنشا او نورو درځنو پېغلو سره په ګډ ه بېلي ډانس كولو تابيا كړي وه هغه به لا نور هم بې خوده كېدلو، چي تفېرا يې پام دَ هغي پېرنګۍ په لور ور واړَولو، چي دې وخت په ډيسكو فلور باندي يوازي رقصېدله او بلا خلګو داد وركولو-
سېلاني نه غوښتلو ، چي دَ خپلو نورو ملګرو په شان دَ ايمان په سودا دَ هغه محفل څراغ شي ، چي له اوله په كي په درځنو شمعې بلېدلې نو ځكه دَ نيمي شپې وَ خواته چي يې خپله عربي جلابيه وَ وارډ روب بواى ته بيرته وركړه ، نو يوه سايه يې دَ وهم تر هاند ه داسي ملګري شوه ، چي هغه يې دَ ټولو سترګو څخه په امان دَ هغه تر خوني چي څنګه وَ رسولو، نو هغه سايه هم په تيارو كي داسي ورسره ګډ ه شوله .. چي وركه شوله او بيا پيدا ځكه نه شوه ، چي دَ لمر لومړي څرك د سهار زېرى له داسي سوال سره ملګرى راوړلو ..
" " برايه شپه چا ماته وَخوړله او چا برى موند ه كړو؟
كه څه هم سيوري په رڼا بدل شوي وْ ، خو دَ تېرو شوْ تورتمونو بهير له ځان سره هر څه هرڅه دَ ضمير دَ ملامتيا او دَ سترګو دَ حياء تر هاند ه وړي وْ نو ځكه خو چي كله ملګري له كشتۍ څخه كُوزېدلو، نو سېلاني او رناشامۍ په وار وار شاته داسي كتلو لكه هغوئ چي په كشتۍ كي هرڅه پرېښي وْ -
_ 5 _
ماښام اووه بجې چي څنګه الوتكه دَ لوكسور څخه دَ قاهره په لور والوتله ، نو سېلاني دَ دې تېرو څو ورځو دَ ستړيا وسا كولو په ځاى داسي سنجوني كولې ، لكه هغه چي دَ فرعونانو له زمانې وَ يوناني او بيا دَ روميانو تر عهد پوري په زرګونو كالونو مزل لنډلو ورسته دَ عربيانو په زمانې كي ور ننوتلو ته هڅوال وي او خبره وه هم دغه رنګه ولي چي دې وخت هغه خپل ځان دَ دې عهد يو داسي خوشبخته ځوان ګڼلو چي دَ وسا عربلور غوندي ښائسته پېغلي يې په قاهره ائيرپورټ باندي لا ره كتله نو ځكه خو يې دَ هرسوچ سركه له هغې څخه پئيل كېدلو، نو په وسا باندي ختمېدلو هم -
سېلاني نن ډېر خوشاله وْ او بيا بيا يې ګهړۍ ته هم په دې كتلو، چي ژر تر ژره دا سفر تر قاهره پوري لنډ شي ، چي هغه دَ وسا په ليدلو ستړي سترګي او مازغه وسا كړي هم ځكه چي جهاز په پاوْ بالا اتهه بجې ماښام څنګه قاهره ته ورسېدلو، نو سېلاني هغه لومړى مسافر وْ ، چي دَ ائيرپورټ څخه دباندي وَ وتلو-
" " ډېر مي يادېدلې
" قسم په خداى چي زما هم"
سېلاني دَ وسا لاس په لاس كي نيولو ورسته چي داسي ورته قسم وَخوړلو، نو هغې هم په لومړي ځل دَ ټولو خلګو له مخه دَ عربي رسم و رواج په سمون خپل غوڅى دَ هغه له غوڅي سره لګولو ورسته په ډېره مينه وئيلو ..
" " خداى دي زموږ مينه له بد و سترګو وَساتي
" " هو، اّمين
سېلاني به لا نور څه وئيلو، چي ترشا عقود ، رانا او ډاكټر پُو هم رارسېدلو سره سم په خپل خپل انداز كي دَ حېرت اظهار وكړو.. خو ملګري پُو تر دې هانده لا هم وَ وئيلو ..
" دا سېلاني او وسا خو جوړ قلوپطره او مارك انتهوني دي"
كه څه هم په دې خبري باندي ټولو ملګرو څه ، چي وسا هم وَخندلو خو بيا هم سېلاني وْ ، چي دَ مارك انتهوني په توري باندي يو دم په سوچونو كي داسي ډوب شو، چي روان خو وْ له هغو ملګرو سره ، لاكن دا خبره يې بيا بيا مزغو ته راتلله، چي ..
" دَ قلوپطره په ژوند كي خو دَ هغې دَ يولس كلن ورور پسته جوليس سيزر لومړنى سړى وْ، چي راغلى وْ دا مارك انتهوني خو دويم وْ"
او بيا يې سړه ساه اخيستلو ورسته كه څه هم وسا ته دَ ستړيا بهانه كړي وه ، خو دا خبره يې اّخير پاى په داسي سوال باندي دَ زړه په كور كي دَ وسوسې غوندي كوربه كړه ..
" ګوره چي دغه خُوري او نازكه وسا به دَ هغه په غرئيزو سيمو او زيږو پښتنو كي ژوند په خوشالۍ تېر كړي ؟ كه به په هغه باندي هم دَ جوليس سيزر په شان كانې كېږي ، چي په روم كي ورباندي ظالم برُوټس دَ عسكري چړې په ګوزار كي وكړې او هغه يې نه يوازي له قلوپطره څخه دَ همېش له پاره بېل كړو، بلكې له ژوند ه يې هم اّزاد كړو"
سېلاني په داسي سوچونو كي راګېر وْ ، چي دَ سي ډي سي په بس كي يې څنګ ته ناستي وسا ورسره څنګلى جنګولو ورسته په خوږې موسكا كي وئيلو ..
" " لا خو اول ماخُستن دى .. ځو به كارنيچ ته
" " كارنيچ ته او اوس؟
" " هو، ډاكټر پُو ته به خپل بېګ وركړې ، هغه به يې وَ رَسوي
" " لاكن
" " لاكن واكن دي نه منم .. پوهى شوې
او بيا يې په دې بل سيټ كي ناست پُوسامنانګ ته وئيلو ..
" " ته به مهرباني وكړې .. دَ سېلاني بېګ به له ځان سره يُو شې
" " ولي ؟ سېلاني ناجوړه دى ..كه څه ؟
پُو چي څنګه دا خبره په ټوكي كي وَكړه ، نو له هغه سره په دې بل اړخ سيټ كي ناست احمد بابا واي ..
" " اې پُو .. نه وينې ، چي څو ورځي ورسته سېلاني له دې وسا سره ليدل كوي
" " زه هم پوهېږم ..لاكن دوئ په فلېټ كي څله نه سره ويني ؟
" " هغه ځكه چي
دَ شا له سيټ څخه مديحه مصرۍ چي لا دومره نه وئيلو ، چي ورسره ناست بُوُبا جوُف ، چي خپله هم دَ ګامبيا مسلمان وْ ، وار داسي لاس ته كړو ..
" " هې ډاكټر پُو.. دا دواړه مسلمانان دي او دَ واده له مخه يوازي نه شي سره ليدلى
" " دا څنګه كيسه ده ؟
" دا داسي كيسه ده .. پوهى شوې مسټر پُو"
دَ پُو دَ سوال په ځواب كي چي مديحه دا خبره وكړه ، نو دَ مخ له سيټه منوېلا هم په ډكه خله خندا كي داسي وار وكړو او ملګرو تر مقعطم پوري پاته نوره لاره دغسي په خوند خوند تېره كړه لكه ماشومان چي له ډېري مُودې ورسته كورونو ته روان وي خو چپ له راناشامۍ چي هلته مخته غلي غوندي ناسته وه او په مړو مړو يې دَ وسا په لور سترګي داسي اړَولې ، لكه هغه چي ورته په زړه كي غله شوي وي او يا يې سېلاني په هغې نه پيرزوْ كېدلو -