دَ وسا او سېلاني تر منځ په دې پټ پټاڼو كي كه څه هم دواړو ته ورځي شپې تر اوله لوي محسوسېدلې ، خو دَ وخت په بهير كي تاريخونه ډېر ژر ژر بدلېدلو لګيا وْ ­ خو دَ دې هر څه پرته هم سېلاني دَ پريانو خولۍ په سر له وسا څگخه په دې نه پُوټېدلو ، چي ګني هغه ورڅخه په رښتياوْ كركه كوله .. بلكې هغه يې دَ ميني تنده نوره نوره سېوا كول غوښتلو  - 

نن دَ  قاهره په ښار كي دَ سي ډي سي له خوا 27م انټرنېشنل سېمينار په انټرنېشنل كانفرنس هال كي لمانځل كېد لو سره سره وَ سپېشل او جنرل ډپلومه كورسونوكي بريالي شوْ لوستونكو ته سندونه هم وركول كېد لو ­ نو ځكه دَ سي ډي سي ټول لوستونكي هم په دې هال كي ناست وْ -

شا شا ته په هال كي له سېلاني سره په څنګ كي ناست بېسنك مورتي ګوره چي په خپله ژبه كي دَ وسا وسا كولو په نيت څه وئيل غوښتلو، خو هغه نه ورباندي پوهېد لو ­ نو ځكه يې دَ هغه له وړې لُور فلاويه څخه تپوس وكړو  ..

" " فلا ويه .. دا پلا ر دي څه وئيل غواړي ؟

" " زما پلار واي ، چي پرون ماښام ته چرته وې .. وسا راغلي وه

دَ هغې دَ خبري ورسته به سېلاني لا اوس څه ورته وئيلو، چي ورسره په څنګ سيټ كي له منوېلا سره ناستي راناشامۍ   په سېلاني باندي داسي ټوكه وكړه  ..

" "  ته كوه دغسي نخرې سېلانيه

" " نخرې او زه .. دا خو ستا په رنګه چاكلېټي پېغلو سره ښاي

سېلاني په پسخوندي موسكا كي خله ورته جوړَولو سره سم چي څنګه داسي وَ وئيلو ، نو هغه هم دَ سپېشتي په ډانګ وَختله او واي  ..  

... " " منم چي نخرې كول زما حق جوړېږي ، خو ته هم

" " كمي نخرې نه كوم .. ستا دَ وئيلو مطلب دا دى ؟

دَ رانا شامۍ دَ خبري پرېكولو سم دستي چي سېلاني وار لاس ته كړو، نو هغې يې په سترګو كي سترګي كرارَولو ورسته ورته وَ وئيلو  . .

" " دومره هم مه نازېږه په خپل دې نرتوب باندي ، ګني يوه ورځ به په ميدان باندي يكړ پاته شې

"  " نر خو نو يم او نر چي كله نر شي نو بيا ښځي ته ګوري لا نه

په دې خبري باندي رانا ورته غاړه راغزولو ورسته څوكه غوندي وَ پُوسكېد له   . .

" " مه كوه ، داسي خبري .. بيا درته وايم چي كه درته په رښتيا شوم ، نو بيا به نر نه شې پاته

" " زما خو توبه ده زياته دَ ښځي له شناخته كه څه هغه له اسمان راكښته شوي حُوره وي هم

او دومره وئيلو ورسته چي هغه څنګه لكه ماره وَ وشېد له ، نو سېلاني ورباندي دَ زړه له ډېره سوخته داسي بې ساخته وخند ل، چي بيا يې تر هغو خله نه راټولېد له، چي اوښكي يې له سترګو نه شوې را ايله ­ او بيا مخته داسي هم چپ شو، لكه هغه چي ګرسره ژبه په خلې كي نه لري - 

لاكن چي كله دَ هغه سترګي ناڅاپه هلته ليري دَ څو نورو پېغلو په منځ كي ولاړي وسا سره څلور شوې ، نو كه يوې خواته هغه په څومره تادۍ خپل فرعوني غرور دَ هغه دَ سترګو په وړاندي په عاجزۍ باندي اړَولو ته جوګه شوي وه ، نو بلي خواته دلته دې ناست پښتون سېلاني دَ خپلو ټپي شوْ جذبو له جوره دَ خپل كړي كست په سمون دَ همېش دپاره هغه وَ ځانته ښځه كولو په نيت مخ له هغې څخه څه واړَولو ­ چي په نه ساعت كي يې له سترګو څخه داسي په هوا هم شو، چي ورسته بيا دَ هغې له سترګو اوښكي دَ هغو ګڼو خوندكيانو په وړاندي دَ نه غوښتلو پرته هم تر ډېره نه وې تم شوي -  

نو ځكه خو په وسا باندي دا خبره ډېره بده لګېدلي وه او په دې بله ورځ يې دَ پېغلي منال په لاس سېلاني ته پېغام لېږلى وْ ، چي هغه دي نه دَ خپل سبق وخت ضائعه كوي او نه دي  په داسي كولو دَ نورو له مخه دا بې عزته كوي ­ ولي چي دَ منال له قوله هغې دا څو كلونه ډېر په درانه انداز تېر كړي دي ­ او مخته يې لا دا سي حال هم ورته رالېږلى وْ ، چي سېلاني دي اوس بې غمه شي ­ هغه به بيا كله هم دَ هغه په لار كي رانه شي ­ ګوا هغه اوس خپلي مخي ته اّزاد دى .. چي څه هم كوي -

" .... " خپلي مخي ته اّزاد دى ... داسي يې هم وئيلو؟

" " هو ،  وسا اوس له زړه وَباسه .. هغه به كله هم بيا ستا نه شي

كه څه هم دا خبره چي منال كوله ، نو موسېد له ، خو په سېلاني باندي يو دم خولې را ماتي ځكه شولې چي دا دَ هغې وسا پېغام وْ ، چي غرور يې په هيڅ اړه هم تر فرعوني روئيو كم نه وْ ­ هم په دې خو هغه دَ وسا دا فېصله حتمي ګڼلي وه او بل يې په ځان باندي هم غصه په دې سوب ورته راتله ، چي دا هر څه خو دَ هغه دَ خپله لاسه شوي وْ­  ګني وسا خواركۍخو ورپسې ډېري ستړي كړي وې او ماته يې هم منلي وه - 

اوس به هغه څه كوي ؟ دا هغه سوال وْ ، چي هغه دَ منال له مخي په نورو ټكو كي داسي واړَولو  ..

 " ګوا .. زه له خپلي خوا زياته له وسا سره  دَ ميني باب ختم وَ بولم ، ستا مطلب دغه دى .. كه زه غلط پوهى شوى يم ؟ "

 " صحيح پوهى شوى يې سېلانيه .. خودا اوس په تا پوري اړه لري ، چي ته له هغې سره څومره مينه كوې اوڅنګه ځان دَ اشنا په توګه ورباندي منې"

دَ  منال په دې خبري كي كه څه هم څو واضحه اشارې سېلاني دَ وسا دَ حتمي فېصلې په باب شكمني وَ سنجولې ، خو هغه بيا هم ماتي ته ځان نه وركولو ­ ولي چي پښتون وْ ­ نو ځكه يې تپوس ورڅخه كولو ، چي  ..

 " ګوره منال.. زه په ځان خبر يم ، چي زه له هغې سره څومره مينه كوم ؟ خو خبره دا ده ، چي كه هغه هم واقعي له ماسره مينه كوي ، نو بيا خو ... "

كېدلى شو، چي سېلاني لا نوره هم منال دَ ډاكټروسا په اړه ژغولي وى ، كه دَ ګلوبل كورس پروګرام كوارډ ينېټر پروفېسر مجدي ، په دې نوموړي ا الهجوزه تهېټر كي دَ ټولو لوستونكو پام دَ سي ډي سي له خوا دَ ښه راغلي وئيلو په لور نه وى اړَولى ­ نوځكه منال او سېلاني هم خپلو خپلو چوكيانو ته ور چپ شولو -  

          په تهېټر كي نن سېلاني ډېر شاته ناست وْ ، چي څنګ ته يې دَ بوسنيا چټه سپينه پېغله ريزا ، دَ  مراكو حسن او دَ تاجكستان  پېغله ګل چهره هم ناسته وه ­ نوځكه هلته په مخامخ ستېج باندي دَ مصري كلتوري جامو او  رواجونو پرته په درځنو بېلي ډانسرانو كه دَ كتونكو زړونه ټكور كولو، نو بلي خواته دَ ملګري حسن له خوا يې دا بلنه هم حتمي كېد له چي په دې نوي كال پارټۍ كي به هغه ته دَ روسۍ پېغلو په فلېټ كي وركول كېږي ­ كوم چي په څو څو حوالو دَ هغه له روُيه ډېر خوندوَر تقريب وي - 

_ 2 _

          نن دَ كرسمس چټهۍ وه ، خو سېلاني درسته ورځ په سټډي كي ځكه تېره كړه ، چي نن سبا دَ هغوئ دَ لومړي سميسټر پېپران كېدلو لګيا وْ ­ او هغه غوښتلو، چي نن دَ فلوريتا وَ ګفټ اېكسچېنج پارټى ته تر تګ له مخه دَ هغو دوْ پېپرانو لږ ډېره تياري وكړي ،  چي په دريمه ورځ ګوا 28 دسمبر باندي كېدلو- 

          " " انكل.. ته به چا او چا ته ګفټونه وركوې نن؟

يو وخت ماشومي وينډي له خپلي خور فلاويه سره په فلېټ ورننوتلو ورسته چي دا سوال له سېلاني څخه وكړو، نو هغه په تندي باندي څپ كولو ورسته ورته وئيلو ، چي  ..

          " " هر هغه چا له ، چي ماته ګفټ راكوي
          " " نو بيا خو وسا اّنټي تاته ګفټ دركوي نن

          " "  ته څه خبره شوې ، چي هغه به ما له ګفټ راكوي؟

نو دَ هغې په ځاى يې مشري خور فلاويه وئيلو، چي  ..

           " وسا پرون خپله زما وَ ممي ته وئيلو داسي"

" " نو هغه به ما ته ګفټ څله راكوي ؟ ولي چي 

سېلاني چي لا داسي نه وْ ورته وئيلي ، چي رنا ، عقود ، منوېلا او فاطمه له يو بل سره ملګري په فلېټ كي ور دننه شولې او ټولو بيا فلېټ په سر باندي په داسي ګپو وا هم خيستلو  ..

" " نن كه هم ته نه راغلې هغې پارټۍ ته ، نو موږ ټولو دا صلاح كړي ده ، چي له تا به سوشل بائي كاټ كوْ

كه به هر څو سېلاني له هغوئ څخه پوښتنه وكړه ، چي .. دَ هغه ورتګ دَ  فلوريتا وَ دې پارټۍ ته څله ضروري دى ، نو هري يوې به په بېل بېل شوخ ځواب كي هغه تنګولو ته څه  ، چي مستي راناشامۍ خو به لا داسي هم په خوږې خندا كي ورته وئيلو، چي  ..

" " عيسائي كوْ دي .. وايه كېږي كه يَه ؟

" " ظالمي .. ستا خواهش خو ستا دَ سر دُښمن لا هم نه شي رد كولى

چي دَ سېلاني په ځاى ډاكټر پُو ورته ځواب وركړو، نو هغه دَ خپل عادت په سمون يو وار په عربي كي څه وَ بُوڼېدله او بيا يې ورته وَ وئيلو  ..

" " وايه پُو .. دا ښه موقعه نه ده چي تا مسلمان كړو ؟
" " خو .. كه ته واده ورسره كوې ، نو موږ به يې درته په مسلمانۍ هم ست كړو

پېغلي عقود چي څنګه دا خبره ورته وكړه ، نو رنا ګوره چي په عربي كي هغې ته څه وَ وئيلو، چي بيا دَ دواړو خلې له خندا تر ډېره پوري نه ټولېدلې -

نه يوازي دې پېغلو وَ سېلاني ته دَ  فلوريتا په پارټۍ كي دَ خامخا ورتلو بلنه  وركړي وه ­  بلكې احمد بابا ،  ثريا او منال هم  پرون دغه ضد كولو ، چي هغه به په هر حال وَ دې پارټۍ ته راځي ­ بلي خواته نن له سهاره دا څويم فون وْ ، چي ورته  فلوريتا څه كولو ، چي سوپيس هم دغسي سُرناګاني وهلې ­ لاكن ډاكټرپُو خو تيار لكه سايه ورڅرمه شوى وْ - 

نور خو نور ، په دې پارټۍ كي دا شرط هم په ټولو لګول شوى وْ ، چي يو به هم په دې پارټۍ كي دوې تحفې چاته نه  وركوي ­ او نه يوازي دا ،  بلكې له تحفې سره يو لائن ليكل يا يو ډائيلاګ  وئيل هم دَ خپل خوښي ملګري په نوم ضروري دى ­ نوځكه سېلاني هم له دغو ملګرو سره په دې مقعطم ائيريا كي وَ ګفټ شاپ ته وردننه شو او چي دباندي را ختلو نو خالي لاس ځكه وْ  چي كوم شى هغه غوښتلو .. هغه دلته نه ، بلكې وَ غټ نفورا اسكوائر ته نيږدې په هغه غټ سټوركي وْ ، چي يو ځل وسا ورته ګوته نيولي وه -

_ 3 _

 " راځه راځه .. دا زما ظرف دى ، چي لاره دي ګورم او هغه ستا ظرف وْ، چي زه دي نيمه نه پرېښولم"

سېلاني چي څنګه دَ فلوريتا په فلېټ كي لومړى ګام وردننه كړلو، نو سوپيس داسي وار په ډېره خوږه لاكن فرېب جنه  موسكا كي ورباندي وكړو ­ خو سېلاني چپ ځكه پاته وْ، چي هغه دَ نن وَ دې ډرامې ته حېرت وړى وْ ­ چي هره مطلوبه څېره يې په دې محفل كي تر سترګو وړاندي كرار كرار راتله ، خو چپ له هغي څېرې چي هغه دَ همېش په شان نن هم لټوله - 

          " " څوك لټوې ؟

.. التانګريل او روف باګېرلي چي په ګډه دا سوال وكړو، نو هغه ورته وَ وئيلو

         "  " هغه ، چي لا تر اوسه نه شته

         "  " هغه به كېدلى شي ، چي نن را هم نه شي

دَ سېلاني دَ دې خبري په ځواب كي چي كله داسي توري ايمرانشا او ډاكټر تفېرا په خپلو خپلو افريقن لهجو كي وَ وئيلو، نو هغه  دَ منال څخه په لومړي ځل دَ هغې دَ راتګ په باب داسي تپوس كړى وْ ..

        " " وسا به دې پارټۍ ته نه راځي كه څه ؟

خو هغې ورباندي نه يوازي خندلي وْ، بلكې دا يې لا هم ورته وئيلي وْ ، چي  . .

" " له ځانه تپوس وكړه ­ تا په هغې كي پرېښي څه دي .. چي هغه به راځي دلته؟ 

كه يې څه هم دا خبره وَ سېلاني ته په بېخي نرمه لهجه كي وكړه ، خو هر تورى يې دَ سېلاني په زړه لكه غشى وَلګېدلو -­

          ګوا په پارټۍ كي هر ملګرى ترخپل وس زيات هوسېدلو او دَ مسافگرۍ غمونه يې له يو بل سر په خنداګانو سپكولو، خو يو سېلاني وْ، چي دې وخت لكه خلائي مخلوق  له هر ښكاره څيز پرته هم په خيالي ګودرونو باندي ګرځېدلو او هغه څېره يې لټوله ، چي دَ هغې دَ ګراني خوندكۍ منال له قوله  ...
" هغه په كي هيڅ نه وْ پرېښي"

          څو ځله لا هغه دا سوچ هم وكړو، چي له دې پارټۍ وتښتي او نېغ دَ هغې وَ هاسټل ته ځان دَ يو ملنګ غوندي وَ رسوي او يا يې دَ درست مصر له فرعونانو څخه په چيغو چيغو وَغواړي ­ او بيا ليري بيخي ليري لا ړ شي ، چي چرته نه سوپيس وي او نه بله وېره - 

          اوس دَ ګهړۍ ستني هم زياته ماخُستن يولس بجو ته رسېدلې لګيا وې ، خو چپ له ډاكټر وسا ، نور هر څوك په دې پارټۍ كي موجود وْ ­ نو ځكه  فلوريتا پورته شوه او په ډېره مينه يې دَ ملګرو شكريه په دې خبرو كي ادا كړه ، چي  ..

 " زما خوږوملګرو.. وَ دې پارټۍ ته دَ راتګ دپاره ډېره مننه ­ څوك چي راتلو، هغه راغلو او څوك چي لا نه دي راغلي ، نو له هغو څخه معذرت ځكه كوم ، چي بې دَ هغو دَ انتظار كولو پارټۍ پيئل كوْ"    

او بيا يې دَ لومائي په نوم دوه دَ ميني توري وئيلو او دَ ملګرو په خپړو كي تحفه وركولو سره سم دَ ګفټ اېكسچېنج پروګرام اّغاز څه وكړو، چي په خپل خپل وار هر چا وَ يو چاته تحفه وركول پئيل كړو -

          ګوا منوېلا او بيسنك يو بل ته ، ډاكټرپُو وَ منال ته او منال وَ مسټر داوْ سوډاني ته ، التانګريل وَ روف او روف هغې ته ،  تفېرا وَ پُو ته ،  احمد بابا وَ تفېرا ته ، ايمرانشا وَ بتوكا ته او بتوكا وَ هغې ته ،  فاطمه وَ ثريا ته او ثريا وَ هغې ته ، خاتونا وَ مديحه ته او مديحه هغې ته ­ غرض دا، چي څنګه په دې هال كي موجودو ټولو ملګرو يو بل ته تحفې وركولې ، نو د سېلا ني په زړه كي دا راغلو، چي ..

" " كېدلى شي ، چي زما دې ملګرو زه په اعلان سره يوازي كولو په نيت دلته په ډېر تكرار راوړى يم

او هغه په خپل دې شك كي دَ خپلي اندازې په سمه غلط هم نه وْ، ولي چي اوس خو زياترو سترګو دَ هغه په لور په دې سوب كتلو، چي وَ ګوري .. څوك وَ هغه ته پيرزوئينه كوي - 

مخته چي رانا وَ عقود ته او عقود وَ هغې ته ،  نستان وَ ايرينا او ايرينا وَ هغې ته ، حسن وَ ګل چهره ته او هغې وَ حسن ته ،  سعيد او دَ هغه مائينې يو بل ته ­ ګوا لنډه دا ، چي اّخيري پاته سليم يمني چي هم خپلي مائينې او هغې وَ ده ته پيرزوئينه وكړه ، نو په دې درست هال كي يوازينى دا سېلاني وْ ، چي نه چا هغه ته تحفه وركړه او نه له هغه چا تحفه تر لاسه كړه ­ نو ځكه خو درست هال دې وخت هغه ته كتلو لګيا وْ ­ او هغه وْ ، چي په خپل نظر كي لا دَ دوْ پيسو نه وْ پاته شوى -

اوس به لا سيلاني دَ خپلي دې بې عزتۍ دپاره دَ ټولو ملګرو شكريه ادا كوله ، چي فلوريتا پورته شوه او دَ ډېك په سپيكرانو كي يې سېلاني وَ خپلي خواته وَبللو -

 " خود لكه چي لا څه كسر زما په بې عزتۍ كي پاته دى ، چي اوس مي مخ هم دا  فلوريتا دَ سوپيس په شرارت وَ دې ګڼ محفل ته ورښكاره كوي كه څه ؟ " 

سېلاني په مات زړه له داسي ټپي احساساتو سره چي دَ فلوريتا وَ څنګ ته وره غلو، نو هغې په سپيكرانو كي داسي وَ وئيلو  ..

 " هيچا وَ سېلاني ته پيرزوئينه نه وكړه او چا چي به ورته كوله هغه بيا له بده مرغه راغلي نه ده ­ نو دَ دې خبري مطلب دا شو، چي سېلاني په درستي سي ډي سي كي يو خواخُوږى هم نه ليري .. وايه سېلاني دا منې ، چي ته يوازي يې ؟ "

دومره وئيلو ورسته فلوريتا چي مائيك وَ هغه ته وركړو، نو هغه يو ځل سترګي په حاضر مجلس كي يوې بلي خواته وَځغلولې او بيا يې دَ سړې ساه ايستلو ورسته فقط دومره له خلې وَوتلو . .  

" " هو زه دا تسليموم چي زه هيڅوك نه لرم .. زه يوازي يم

او له دې سره سم يې مائيكخپل څنګ ته ولاړي فلوريتا ته اوسپارلو .. اوس به هغه ګامونه بيرته په شا اخيستلو، چي فلوريتا دَ هغه په اوږو لاس كښېگښولو او په ډډن ژغ كي يې بيا هغسي وَ وئيلو  . .

" " هو ، په دې كي شك هم نه شته ، چي سېلاني په دې درست محفل كي يوخُواخوږى نه لري

دومره وئيلو ورسته په درست محفل خاموشي خوره شوه .. خو فلوريتا دَ سترګو نه اوښكي پاكولو ورسته په ډك ژغ كي يوه اوږده ساه سره يوه نرۍ جيغه تړلو ورسته ګويانه شوه ..

 " منم.. چې دا زموږ ګران سېلاني يوازي دی  .. هيڅوك نه لري ­ خو په دې خبري كي هم شك نشته چي موږټوله خو دَ ده خواخُوږي يُو" 

دومره وئيلو ورسته يې سېلاني دَ ځان پو خوا رانيږدې كولو ورسته په غټ اّواز كې دَ خپلي خبري تائيد داسې له ملګرو  وَ غوښتو ..

       " " څنګه ملګرو .. دغسي خبره ده كه يَه ؟

او دَ فلوريتا دَ دې خبري په تائيد كي ټولو خپړي څه ، چي ډاكټر پُو او ډاكټر تفېرا خو لا شپېلكيان هم وَ وهلو او بيرته فلوريتا دَ ټولو ملګرو پام خپلي خواته په داسي وئيلو ور واړَولو..

\" اوس چي خبره حتمي شوه ، چي موږ ټول دَ سېلاني ملګري او دوستان يُو ­ نوځكه په دې محفل كي دَ  هغه دَ  راغونډ شوْ ملګرو له خوا وَ سېلاني ته يوه پيرزوئينه وړاندي كول كېږي .. هو، په دې هېله چي هغه به يې تر مرګه پوري نه يوازي ژغوري ، بلكې له زړه سره به يې ګنډلي هم ساتي  ..

هغې لا خبره سرته نه وه رسولي ، چي دَ هغې دَ خبرو تائيد په خپړو كي بيا وَشو او هغه مخته واي ..

 " نو ما ، سوپيس ، منوېلا ، رانا او منال ته اجازه راكړئ ، چي  دا ولا ړ پېچلى كارپټ دَ نوي دور وَ دې  "جوليس سيزر" ته وړاندي كړو"

" " جوليس سيزر؟

دَ سېلاني مازغه لا سم دَ دې نامه تر شا وَ تاريخي كيسې نه وْ رسېدلي ، چي  دَ شا له دروازې هغه پېچلي غالۍ تر خوني پوري راوړل شوه - 

          " " دا څه ؟

دَ دې پېچلي غالۍ په ليدو دَ هغه په ذهن كي دَ مصر دَ اخيري ښائسته راڼۍ قلوپطره هغه تاريخي كيسه ذهن ته يو دم راغله چي هغه يې .. په هم دغسي غالۍ كي پېچلي جوليس سيزر ته په هغې شپې وړاندي كړي وه ­ چې هغه په مصر باندي قابض شوآ وْ ­ نو ځكه په مزغو كي دا سوال راپورته شو چي ..

         " " چرته په دې غالۍ كي خو هم هغسې

هو، هغه په خپل دې شك كي صحيح وَ وتو .. ګوا چي څنګه دل غالۍ خلاسه كړل شوه ، نو دَ  سېلاني له خلې اېله چيغه نه وَوتله ­ ولي چي په دې كي نور هيڅ نه ، بلكې وسا پخپله موجوده وه ، چي دې وخت په داسي ښائسته ګڼوجامو كي انسان نه ، بلكې دَ اسمانونو څخه را كُوزه شوي حُوره برېښېدله ­ نو ځكه خو، چي څنګه  فلوريتا هغې ته دَ " نن قلوپطره" نوم لا سم وركړى نه وْ ، چي سېلاني له ډكو سترګو سره ورمخته شو او هغه يې تر لاس وَ نيوله  .. 

 " مرحبا مرحبا .. خداى دي له بد و سترګو په امان كړه  وسا !! راځه راځه را غا ړي وځه ، چي زما دَ ژوند ټولي ستړياګاني په تا وسا شي"

او بيا دواړه يو بل ته داسي په مينه سره غاړي وتلو، چي په درست محفل كي يوه هم داسي سترګه نه شوه پاته، چي هغې دي اوښكي نه وي څڅولي ­ او مخته كېدلى شو، چي هغه دوه مئينان كله هم له يو بله نه وى بېل شوي .. هو ،كه چرته تر شا په غټو سپيكرانو كي دَ دې پارټۍ دَ موډ په سمون ميوزك په  زوره نه وى ژغېدلى ­ هم ځكه خو مخته دَ دې دوْ زړونو دَ  پيوندكولو په خوشالۍ كي ملګري خپلو زړونو ته هم مستياني ورسپارَلو په نيت داسي هڅوال شولو، چي په نه ساعت كي بيا درسته فلېټ له هغوئ سره سم ځنګېدلو لګيا وْ - 

_ 4 _

          هو، دَ نيمي شپې وخواته چي دا محفل سرته رسېدلو، نو دَ يوه پاس شوي قرار داد له روُيه دَ سېلاني او وسا وَ ميني ته چي څنګه دَ \" دَ فرعوني پيرزوئيني \" نوم وركړل شو، نو يې دَ دراز عمر دپاره يوه اجتماعي دُعا هم په حق كي ځكه وَ شوله ، چي هغوئ دواړو خو اول لا  له يو بل سره دَ ژوند لنډَولو سوګندونه كړي وْ ­ نو دَ باقاعده كوژدن نېټه ټاكلو اختيار هم وَ فلوريتا ، منوېلا او رانا ته وَ سپارلى شو ­ خو سوپيس هم په كي نوم له خپلي خوا چي كله ورګډولو، نو سېلاني يې په ډېر جوش باندي تائيد هم كړى وْ ­ ځكه خو كه يوې خواته ورسره ولاړي سوپيس دَ هغې په لور په كږو كتلو، نو بلي خواته وسا هم نن له هغې ډېره خوشاله برېښېدله ­ هم ځكه خو چي كله وخت دَ اجازې راغلو، نو سوپيس هم سېلاني يوې څنډي ته كړو او ورته يې وئيلو ..

" " ما چي ستا دَ بدو په ځواب كي څومره ښه كولى شو، هغه مي دا دي وكړو ­ اوس مخته ته او ستا مړانه

كه څه هم دَ هغې دَ دې ډرامائي ښو په ځواب كي سېلاني ورته سر په اثباتو كي ډېر په موسكا ښوَرولى وْ ، خو بيا يې هم ورته وئيلو ..

" " سوپيس .. ښه به نه وي ، چي ته دَ دې شرط په بدله كي بل څه  راڅخه وَغواړې ؟

 "  يَه ... ستا ضد چي مي څنګه درپوره كړى دى ، نو هغسي زه هم خپل ضد سرته رسول غواړم او بس .. ګني زه له تا ډاكټر وسا غواړم ­ وايه .. راكولى يې شې ؟ "

دې خبري يې سېلاني په خپلي خبري كي راګېر كړى وْ ، نو ځكه  خو يې يو ځل بيرته هغه بڼه واغوستله ، كومه چي هغې له پېښه درلودله ­ او چي كله سېلاني له وسا سره په ګډه له فلېټه وتلو، نو هغې يې په اوږو لاس ټكولو ورسته دا ماني خېزه خبره هم داسي په چيچلو تورو كي تر غوږونو ورتېره كړي وه .. 

" " زه غواړم چي تاسي دواړه دَ جوليس سيزر او قلوپطره په رنګه يو بل ته مينه وركړئ

او بيا يې سېلاني ته مخ ور اړَولو ورسته  په خندا كي وَ وئيلو  ..

" " هې دَ دې زمانې سيزره .. پام كوه ، چي دَ دې قلوپطره په ژوند كي بل مارك انتهوني نه شي را

كه څه هم دَ سوپيس په دې خبري باندي شاوخواته ولاړو دَ ټولو ملګرو پرته وسا هم وَ خندلو، خو سېلاني دَ هغې دا خبري ټوكي نه ، بلكې په ښكاره دهمكۍ سنجولي وې ­ ځكه خو يې  په خپلي خاموشي باندي دَ هغې دَ خبري چي څنګه ځواب ور بيا كړى وْ ، په هغه باندي چپ له هغو دوْ .. نور هيڅوك هم ځكه نه پوهېدلو ­ چي په خبرو كي يې كه څه هم په ظاهره هيڅ ول نه وْ ، خو چلونه په كي بېخي زيات .. خو مستوره وْ ­ نو ځكه خو دې ازلي دُښمنانو په پسخوندي موسكاګانو كي له يو بل سره دَ نوي غال پئيل كولو په نيت بيا ملا وْي وَتړلې -