" " ته ولي برايه شپه دَ وسا وَ پارټۍ ته نه وې راغلى؟
" زه خبر نه وم او نه چا راته بلنه راكړي وه"
سېلاني چي دَ روسۍ پېغلي ايرينا په ځواب كي داسي په مات زړه وَ وئيلو، نو ورسره ولاړي دې بلي روسۍ ملګري نستان ورڅخه ډېر په حېرانتيا تپوس وكړو ..
" " لاكن نو بيا څله په هغې پارټۍ كي خلګو ستا په نه راتلو افسوس كولو
" كومو خلګو؟ "
" " هغه ، چي په تا پسې مري
" " هيڅوك په ما پسې ده مري دا هر څه ټوكي دي حقيقت دا دى ، چي زه يوازي يم او بس
خو هغه روسۍ پېغلي وې ، چي دَ سېلاني په خبرو يې باور نه كولو او بيا بيا يې ورته وئيلو، چي ..
" " ته دا خبري دَ زړه برسېره كوي .. موږ پوهېږو
لاكن حقيقت دا وْ ، چي سېلاني نن هر څه شاته غورځولي وْ او ځان يې يوازي ګڼلو خو بيا هم تر اوله زيات ورته ملګرو په سي ډي سي كي ځكه كتلو، چي هغه برايه شپه په خپل نه راتلو باندي چي كوم زړه دَ ځان په نامه نوښته كړى وْ هغه دَ هر چا له قوله له كاڼو جوړ وْ خو هغه په دې نه وْ خبر او په خپل حال كي په ظاهره مست او په اندرون كي زرې زرې برېښېد لو ځكه خو به يې كله كله له ځانه پوښتنه وكړه ...
" " دا نن راته څله هر څوك داسي په برګو ګوري ؟
او بيا به يې دَ ځواب په ځاى له ځان او جامو سره شاوخواته ښه په دې وكتلو، چي چرته څه شيان خو نه دي پرې نښتي او يا يې شرټ چپ اغوستى دى خو بيا چي به يې ټول شيان په خپل حال كي سم وَليد لو، نو به يې په ځان دَ لېوني ګمان وَ شو ځكه خو هغه په لومړي سهار بيا خپل فلېټ ته په دې رسېدلى وْ چي هغه وېرېد لو، چي چرته داسي حركت نه وَكړي ، چي بيا له چا سره دَ سترګو ملا ولو پاته نه شي -
خو بلي خواته ډاكټر وسا وه ، چي په سېلاني پسې لېونۍ لېونۍ غوندي په سي ډي سي كي ګرځېد له څه؟ چي يو وخت له هغو روسۍ پېغلو سره هم مخامخ شوه ، چا چي نن سهار دَ سېلاني په ښه قسمت وياړ او دَ وسا په بې حسۍ افسوس كړى وْ نو ځكه خو پېغلي نستان ورڅخه دَ هغې دَ كړاوْ په باب تپوس كولو ورسته چي دَ سېلاني حال تېر كړو، نو هغه نيمه هم نه شوه پاته او په منډه يې تر منوېلا پوري ځان وَ رسولو كه څه هم هغې دَ سېلاني په باب دَ ناخبرۍ ذكر ورته وكړو ، خو ډاكټر پُو ورته وئيلو، چي هغه نن سهار سېلاني په فلېټ كي په لومړي ځل دومره زيات ماڼيجن ليدلى وْ چي دَ هېلو هاى پرته يې خبره لا نه شوى ورته كولى -
" " هو، دغسي راته اوس اوس نستان او ايرينا هم وئيلو، چي هغه نن په حال كي نه وْ
" " نو بيا خو موږ ته په كار دي چي ورپسې وَګرځو، چي هغه چرته دى او څنګه دى؟
منوېلا چي څنګه داسي خبره وكړه ، نو ډاكټر پُو ورته وئيلو ..
" دَ پرېشانۍ هيڅ ضرورت نه شته ، دَ كلركي اېمن له قوله هغه دَ چټهۍ درخواست دَ هغې په دفتر كي جمع كړى وْ سهار"
" " دَ چټهۍ درخواست ؟
دَ وسا له خلې دا خبره داسي ناببره وَ وتله ، لكه دَ هغې چي دا يقين شوى وي ، چي سېلاني لاړو والوتلو دَ خپل وطن په لور هو . لكه هغه بله ورځ چي ملګرو ورته دَ هغه دَ بيرته تګ په باب خبري كړي وې خو ډاكټر پُو نه غوښتلو چي دا دي په هغه سېلاني پسې نوره پرېښانه شي ، چي برايه يې په نوم شوي وه نو ځكه يې ورته دلاسه وركولو دپاره وَ وئيلو ..
" " زما يقين دى ، چي هغه په فلېټ كي دى
" " هو، زما هم دغه خيال دى
منوېلاچي هم دَ هغه له ګمان سره خپله رائي حتمي غوندي وړاندي كړه ، نو پُو دَ وسا دَ تنګولو په نيت هغې منوېلا ته سترګه وهلو ورسته ورته وئيلو ..
" " وايه وسا.. اوس به يې څنګه خوشاله كوې ، هغه خو دَ چا خبره لا نه اوري
" دا څه ګران كار نه دى .. سړى چي كاڼى هم شي ، نو به يې هم ښځه داسي په يو څو موسكاګانو باندي ويلي كړي"
دَ وسا په ځاى چي منوېلا ګُوتي كړچَولو سره سم څنګه داسي خبره وكړه ، نو كه څه هم هغې يې په موسكا كي تائيد وكړو ، خو ډاكټر پُو ورته وئيلو ..
" " هغه هم سېلاني دى .. له كسته ډك سېلاني ښه دى ، نو بيا به وګوروچي څه كېږي؟
وسا چي دَ هغه دا خبره واورېد له ، نو يې په زړه كي دې ويري ځاى وَنيولو، چي چرته واقعي هغه داسي نه وكړي او بيا يې كه څه هم چاته دَ زړه حال نه وئيلو، خو دَ سېلاني وَ ليد لو ته يې نه يوازي نپس ختلو، بلكې دَ ليد لو دپاره يې ورته بهانې هم غوښتلې -
_ 2 _
" " زه غواړم ، چي ما او تا نن سره وَ وينو
" " لاكن كله او چرته؟
په ټېليفون باندي دَ سوپيس دَ سوال په ځواب كي چي څنګه سېلاني داسي وَ وئيلو، نو هغې ورته وئيلو ..
" " زما په فلېټ كي نن ماښام شپږنيمي بجې
" ستا په فلېټ كي؟ "
" " هو، زما په فلېټ كي
" لاكن كه موږ يو بل ځاى سره وَ وينو، نو"
اوس به لا سېلاني نور څه وئيلو، چي سوپيس فون بند كړو او هغه هېلو هېلو كولو ورسته چي څنګه دوې غټي شكنځاګاني له خلې وَ وتلې ، نو يو دم ډاكټر پُوهم سترګي موږلې او له خپلي خوني راوَ وتلو ..
" " سېلانيه .. خېر خو دى ؟
" " خېر خو نه دى
" څوك وْ په فون باندي ؟ "
سېلاني دَ پُو په دې خبره باندي ځان اچولو ورسته ګهړۍ ته وكتلو او بيا واي ..
" ځه .. تر اوسه لا يوه ګنټهه پاته ده
او بيا يې دَ پُو په خوا مخ اړولو ورسته ورته وئيلو ..
" " بخښنه غواړم .. زما له وجي به ته ډېر په تكليف شوى يې
" " دَ چيشي تكليف؟
هغه په موسكا كي داسي لا سم وئيلي نه وْ ، چي سېلاني ورته واي ..
" ... " كه زه تر تا له مخه باتهـ روم ته لا ړ شم نو
" " په دې كي دَ پوښتني څه خبره ده؟
او بيا چي توليه په لاس كي هغه وَ باتهـ روم ته څنګه ننوتلو نو پُو په زوره په اعلانيه انداز كي ورته واي ..
" " نن په اووه نيمي بجې هغه راځي د لته؟
" " څوك راځي ؟
سېلاني چي دَ باتهـ روم له دنني دروازه بندَولو سره سم پوښتنه وكړه ، نو هغه په خپل مخصوص انداز كي خپړي ټكولو ورسته مخته خبره كش كړه ...
" " ښه ښه.. اوس ګرسره خلګ نه پېژنې
" " خلګو زه كله پېژندلى وم ؟
مخته كه بيا هغه هيڅ هم نه وئيلو، خو ډاكټر پُو وْ، چي په زوره زوره يې دا خبره تر غوږو پوري ور وَرسوله لګيا وْ و چي ..
" " هغه له تا سره مينه كوي مينه ... پوهى شوې كه يَه شاعره ؟
" " مينه ؟
هو، دا هغه يوازينى تورى وْ ، چي سېلاني ورباندي څوكه غوندي وَ موسېد لو او له ځان سره داسي بُوڼېد لو ورسته يې هغه دَ برايه شپې دمامې چي په زړه شولې ، نو يې غوښتلو، چي په چيغو چيغو دَ داسي ميني په نوم دَ دُنيا جهان كركي ټولي وَليكي -
دَ تيارېد لو ورسته چي سېلاني دَ دروازې په لورګامونه اوچت كړو ، نو يې ډاكټر پُو ته دَ هغه دَ خواهش په سمه له وسا سره دلته دَ ليدلو په ځواب كي په رډه وَ وئيلو ..
" زه تا او منوېلا دواړو ته دا خواست كوم ، چي وسا پرېږدئ خپلي خوښي ته هغه نور هيڅ نه .. يو شو پيس دى مينه دَ هغې دَ وس خبره كله هم نه شي كېدلى"
او بيا چي له دروازې دباندي وتلو، نو يې په خلاسه دروازه كي دَ خداى په امانۍ كولو له مخه بيا دغه خبره ورته په ژړَغوني ژغ تكرار كړه ، چي ..
" ملګرئيه پُو.. هغه فقط شو پيس دى او شو پيس انسان نشي كېدلى بس زما له خوا دغه ورته وايه ، چي ما دي هېركړي"
او بيا په سترګو كي راغونډو شوْ اوښكو سره ملګرى چي څنګه وَ وتلو، نو ډاكټر پُو هم څو غټي اوښكي په لومړي ځل دَ فرعونانو و دې خاوري ته له ځان سره په داسي بُوڼېد لو وَسپارلې ..
" " دا څنګه الميه ده ، چي دواړه له يو بل سره مينه هم كوي او كركه هم
_ 3 _
" " سېلاني چرته دى ؟
فلېټ ته را ننوتلو سره سم چي څنګه منوېلا مورتي پوښتنه وكړه نو ډاكټر پُو هم دَ سوال په ځواب كي بيرته له هغې پوښتنه وَكړه ..
" " ولي خېر خو دى ؟
" " هو، خېر دى .. هغه وسا راغلي ده او زما په فلېټ كي ناسته ده
د َ پُو له خوا چي څنګه ځواب وَځنډېد لو، نو هغې مخته وئيلو ..
... " " زما خو دا خوښه ده ، چي دَ سېلاني او وسا روغه زما په فلېټ كي وكړو ، او
" " ستا خبره درسته ده ، لاكن
" لاكن څه ؟
دَ منوېلا دَ خبري پرې كولو ورسته چي څنګه ډاكټر پُو " لاكن " وَ وئيلو، نو هغې په فلېټ كي شاوخوا كتلو ورسته له پوښتني سره سم سېلاني ته ژغ وكړو . .
" " سېلانيه ..هې سېلانيه .. چرته يې ؟
" " هغه نه شته .. نارې مه پسې وهه
" " هغه نشته ؟
" " هو نشته
له دې سره سم ډاكټر پُو ورته ټوله كيسه تېره كړه او لا يې داسي هم ورته وَ وئيلو، چي سېلاني له وساڅخه دومره زړه مات شوى دي ، چي ګرسره يې هغه په سترګو باندي هم ليدل نه غواړي ځكه خو زما دَ بيخي ضد كولو پرته هم نشو تم بيا كه هر څو منوېلا له پُو څخه دا ګيله كوله ، چي ..
" " هغه څله سېلاني دباندي وتلو ته پرېښولو؟ كه څه هم هغه ښه خبر وْ ، چي وسا به نن ورته راځي
خو ډاكټر پُو به ځان له ملامتيا څخه داسي خلاسَولو ..
" ته خو دا واې ، چي هغه دي ولي نه ويسارَولو ..خو زه بيا دا وايم ، چي هغه په دې لا هم نه دى خبر چي برايه شپه په پارټۍ كي وسا دَ هغه دَ ضد په وړاندي ماته خوړَلي وه"
" Come on Mr. Po"
منوېلا دَ حېرانتيا داسي اظهار كولو ورسته له پُوڅخه دا ګيله وكړه ، چي هغه ولي نه وْ ورته وئيلي ؟ دا خو دَ هغه ذمه واري جوړېد له ، چي سېلاني يې خبر كړى وى چي برايه شپه وسا دَ ټولو له مخه له هغه سره دَ ميني كولو اعلان كړى وْ لاكن ډاكټر پُو يوې بلي خواته سر ښورَولو ورسته ورته وَ وئيلو ..
" منوېلا .. ته يقين وكړه ، چي ما څو ځله هڅه وكړه ، چي ورته وَ وايم خو خبره دا ده ، چي هغه له ماسره لاهم اوس په سمه خله خبري نه كوي او نه دَ وسا نوم اورېدل خوښوَي"
ملګري پُو چي تر دې ځايه خبره را وَرسَوله ، نو دَ فلېټ دروازه په خرپ خلاسه شوه او ډاكټر وسا له پېغلي التانګريل سره په ګډه په دروازه كي وَ درېد له او په هغو دوْ باندي يې داسي ژغ وكړو ..
" " راځئ راځئ ..ستاسو ګران ملګرى سېلاني دې وخت دَ سوپيس سره دَ هغې په فلېټ كي ناست دى
" " داسي چا درته وَ وئيلو ؟
ډاكټر پُو چي دا پوښتنه په حېرت كي وكړه ، نو پېغله التانګريل واي ...
" ما ورته وَ وئيلو .. ولي چي نيمه ګنټهه مخكي ما هغه په خپلو سترګو وَ ليد لو، چي دَ سوپيس دَ فلېټ په خوا روان وْ"
او بيا يې په خپل ځانګړي انداز كي خندلو ورسته دا خبره لا هم وكړه ، چي ...
" " سېلاني نن ډېر ښكلى سوټ اغوستى وْ او ډېر سمارټ ښكاره كېدلو
منګولين پېغلي التانګريل به لا نور څه وئيلو، چي دَ وسا سترګي يو دم سرې وا ويښتلېگ او له ډېره خشمه شاته غبرګه څه شوه ؟ چي په عربۍ كي له ګڼېد لو سره سمه په نه ساعت كي دَ منوېلا وَ فلېټ ، چي په دوه ګامه باندي وْ ته دننه شوله نو ځكه بيا ورپسې منوېلا او پُو هم په منډه وره غلو خو التانګريل ځكه نه ، چي هغه پوهه شوه ، چي هغې غلط كار وكړو نو په دې خو يې ورڅخه اجازه اخيستلو ورسته لاندي په پوړيانو باندي ژر ژر كُوزېدل شروع كړو -
مخته څه وْ ؟ دَ منوېلا په فلېټ كي كه يوې خواته منوېلا او دَ هغې دَ مېړه پرته ډاكټر پُو څه ، چي دَ بېسنك سره سره دَ هغه وړو لوڼو يې لا هم وَ ډاكټر وسا ته دلاسې وركولې خو بلي خواته وسا وه ، چي اوښكي يې نه تم كېد لې او ګوره چي څه يې ګڼلو؟ دا.. چي هغې سېلاني دَ همېش همېش دپاره وَ بائيلولو او كه دا.. چي سېلاني له هغې سره ډېر بد وكړو نو ځكه به هغه زياته دَ نبي سلام لا هم ورباندي نه اچَوي ؟
دَ وسا په زړه كي څه وْ ؟ دې سوال ځانته ځواب په دې نه كړو حتمي ، چي هغه چپ وه .. بس تشي اوښكي وې ، چي يې له سترګو څخه څڅېد لې لګيا وې -
_ 4 _
سېلاني چي څنګه په شپږنيمي بجې مازيګر لا سمه ګوته په ډور بيل باندي ايښي نه وه ، چي يوه حُوره په تهائي جامو كي پټه ورته دروازې ته راغله يو ځل خو لا دَ سېلاني په زړه كي راغلو، چي چرته هغه خو غلط فلېټ ته نه دى ولا ړ خو بيا چي يې دَ سوپيس ژغ تر غوږه شو، نو حق بق څه پاته شو، چي دَ ننوتلو په وخت يې دَ فلوريتا پوښتنه چي څنګه ورڅخه وكړه نو هغې سېلاني تر لاس نيولى دننه بُوتلو او په ډېره خوږه لهجه كي يې ورته وئيلو ..
" " ډ ئير وېرېږه مه ، خورم دي نه .. زه هم هغسي انسان يم لكه ته او ستا وسا چي ده
او بيا يې په ټي وي لانچ كي كښېنولو ورسته ورته تهائي كلتوري سوغات او مشروبات مخي ته داسي كښېښولو، لكه هغه اّدم زاد چي دې تهائي شاپېرۍ له ځان سره تهائي لېنډ ته وړى وي نو ځكه خو يې غوښتلو ، چي هره هغه تنده پرې ماته كړي ، چي دَ نني تهائي كلتور وياړ بلل كېږي خو سېلاني كه څه هم حسن پرسته شاعر وْ ، خو دَ وسا سره دَ كړي پښتني بول په سمون يې دَ بل په لور نه شو كتلى نو ځكه خو يې په حېرت باندي له تهائي سوپيس څخه پوښتنه وكړه ..
" " دا هر څه .. څه دي سوپيس؟
" " دا هرڅه ستا دَ وژلو اهتمام دى ، نور هيڅ نه دي
" " لاكن دا ځان دي څله تيار كړى دى؟
سېلاني چي له تندي خولې وچولو ورسته دا تپوس ورڅخه وكړو، نو هغې په موسكا كي وئيلو ...
" " دَ هر چا دَ وژللو خپل خپل انداز وي او دا زما دَ انتقام اخيستلو انداز دى
... " " انتقام ؟ لاكن تا خو دا وعده كړي وه ، چي
" " هو، انتقام انتقام
كه څه هم هغې دَ انتقام تورى دوه واره تكرار كړو ، خو دَ خشم په ځاى يې هوس په سترګو كي وَ سېلاني ته څه ورڅرګند شولو، چي هغه يو دم ورته ځان پښتون كړو او په لومړي ځل يې په نره داسي ورته وَ وئيلو . ..
" " ګوره .. دا هر څه چي ته كوې ، هغه ښه نه دي او بل را واخله چاړه .. كه مي وژل غواړې ؟
" " چاړه خو به تا مړ كړي او زه تا په داسي اسانه وژل هم نه غواړم
" " نو بيا زه ولاړم
" " ته نشې تللى ، ولي چي ته وسا خپلول غواړې او دَ وسا عزت څه ، چي ژوند لا هم زما په لاس كي دى
دومره وئيلو ورسته هغې په لومړي ځل داسي په كلكه وَخندلو، چي دَ سېلاني زړه په رېږدېدلو شو خو بيا يې هم غېرت سره را يو ځاى كړو او سپك پورته شو لاكن هغې بيرته كښېنولو او په سترګو كي يې سترګي ورته اچولو په وخت ورته په مكرجني موسكا كي وَو ئيلو ..
" " هغه ورځ څله په ځاى دَ شاكېد لو مخ مخته مخته كېد لې ، چي دا نن تښتې
" " لاكن هغه خو هم ته وې
" " او نن خو نو هم زه يم ، نو څله شاشا ته كېږې ؟
سېلاني هم دَ هغې په دې خبري بيرته كرار شو، او دَ څه سوچ كولو ورسته يې ورته وئيلو ..
" " كه خبره تر هغه هانده ده ، نو بيا خو
" " يَه خبره تر هغه هانده هم زياته شوي ځكه ده ، چي ماته دي دَ خپلو كړو سزا لا هم راكړي ده
سېلاني په حېرت ورڅخه تپوس وكړو"
" " څنګه سزا ؟
" " ولي ستا ډاكټر وسا او زما تك تور بُوباجوُف لا سزا نه ګڼي ته گ؟
" " زه پوهـ نه شوم سوپيس
او له دې سره سم هغې ورسره په رېك باندي پرتې ډائرۍ ته لاس كړو او هغه ته يې وركولو په وخت ورته وئيلو ...
" " دا ګوره .. ما په دې ډائرۍ كي څه ليكلي دي؟
سېلاني چي ډائرۍ خلاسه كړه ، نو په اوله پاڼه باندي يې ليك وْ، چي ..
" " نن له ما سېلاني په دې خبري انكار وكړو، چي هغه تر ما ښائسته پيدا انجلۍ كړه
دا فقره په زوره وئيلو ورسته سېلاني ورته وئيلو ...
" " ما او تا خو دوستي كړي وه ، مينه نه
هغې وئيلو ..
" " ځه .. مخ مخته يې لوله
او په دويمه پاڼه باندي په سره ماركر نوښته وْ ، چي ..
" يو دم دومره كركه؟ چي كه يې دغسي پرېږدم، نو زما دَ ذات نفي به وَشي او زه نه غواړم ، چي زيرو شم اّخير زه هم ښځه يم"
دغه رنګه چي څنګه څنګه سېلاني دَ هغې دَ ډائرۍ پاڼي مخ مخته اړَولې ، نو هغسي يې دَ هغې دَ انتقامي جذ بو شدت ورته څرګندېد لو او كله چي يې ورستۍ پاڼه را واړَوله ، نو په هغې باندي دَ نن دَ نېټې او وخت په سمون داسي ليك شوي وْ ...
" ما فېصله كړي ده ، چي نن به سېلاني دَ خپل كست په سمه خپلي ځواني ته داسي لوګى كوم ، چي وسا ته له ځان سره اېرې يُو شي .. اور نه"
سېلاني چي دا فقره څنګه وَ لوستله ، نو په بدن كي يې دَ وېري يوه څپه وَځغلېد له او په مړو يې وَ سوپيس ته چي څنګه سترګي دَ بخښلو دپاره كچكول كړې ، نو هغې په مكرجني موسكا كي ورته وَ وئيلو ..
" " دا خو ما په ډائرۍ كي ليكلي وْ وايه .. اوس هغه نه ګورې ، چي تا كړي دي؟
" " ما كړي دي .. لاكن ما څه كړي دي ؟
دومره يې سم نه وْ وئيلي ، چي هغې درې عكسونه له ليري يو په يو ورته ښكاره كړو ، په كوم كي چي يو دَ " هېلوپوليس قاهرو" هوټل دَ خوني هغه عكس هم وْ، چي سېلاني يې تر دې دمه ورباندي بلېك مېل كولو او نور دوه خو هغه عكسونه وْ ، چي څو ورځي مخكي يې دَ منګولين پېغلي التانګريل دَ زوكړي په پارټۍ كي باسلي وْ -
" " په دې كي خو يو هم داسي دَ اعتراض وړ عكس نه شته ؟
عكسونو ته په ښه غور كتلو ورسته سېلاني وَ موسېدلو او بيا يې مخته خپله وئيلو ..
" زه خو اېله پېله له تا تر اوسه پوري وېرېد مه او بل دا لومړى عكس خو هم ستا دَ اُستادۍ نتيجه دى"
" " لاكن يې خو له ما سره او زما په خوني كي
" " هو ، دا خبره دي منم
\" بس دغه خو هغه سوال دى ، چي ستا دَ ځواب نفي كوي او تا له ما سره ګنډي ګوره .. لكه په دې عكس كي چي ښكاري \"
سوپيس چي دې وخت ښځه كمه .. تهائي ډرېګون زياته مونېد له دَ هغه وَ مخته عكسونه يوې بلي خواته كولو ورسته واي ..
" دَ يو ساعت دپاره به زه دا هم وَ منم .. چي تا هيڅ نه دي كړي لاكن دَ دې عكسونو په باب به وضاحتونه چا او چا ته كوې .. وايه ؟ "
هو ، سوپيس دا خبره غلطه نه وه كړي ، او سېلاني هم دا سنجولو، چي هغه به څنګه او په چا او چا باندي دا مني ، چي دا هر څه حقيقت نه .. بلكې دَ ټوكو بازۍ وه -
نو هم ځكه خو نن سوپيس له دې ټولو شيانو لاس اخيستلو لګيا وه خو له بده مرغه په دومره لوى قيمت ، چي دَ سېلاني دَ وس څخه ځكه دباندي وْ چي هغه نه غوښتلو، چي نور نور دي دَ هغې له خوا بلېك مېل شي ګني دَ اولي او ورستۍ تېروتني دپاره به يې لا سترګي يو رنګه ورباندي پټي كړي وى ګوا ،كه يې په رښتيا باندي دَ همېش دپاره دَ هغې تهائي ښاماربچۍ له ځامو څخه دَ داړلو ويره ختمېدلى هله خو يَه .. هغه بې باوره وه او سېلاني ورته زړه نشو ټينګولى نو په دې خويې له خشمه ورته په لومړي ځل دَ نر پښتون غوندي داسي ليكه كش كړه ..
" زه په تا هيڅ اعتبار نه شم كولى .. ته غواړې ، چي ما نور نور ځانته مرئيى كړې او زه مرئيى جوړېدل نه غواړم"
هغه به لا نور څه وئيلو، چي سوپيس په خپلي مرۍ سوګند كولو ورسته ورته وئيلو ...
" دا هر څه به په خپل لاس ستا وَ مخي ته وَڅيرم .. بس كه ته تر وسا له مخه له ماسره"
دا خبره چي دَ هغې له خلې دَ لاس وهنو سره سمه تر دې هانده څنګه وَ رسېدله ، نو سېلاني يو دم پورته شو او هغه يې يوې خواته ديكه كولو ورسته ، چي دَ دروازې په لور ګامونه واخيستلو، نو يې ورته وَ وئيلو . .
" " لاس دي اّزاد دى .. چي څه كوې ، هغه وكړه
او بيا كه څه هم سوپيس ورپسې وَ دانګلو،خو هغه يې بيا له لاسه وتى وْ -