سوپيس ، چي لا تر اوسه هم دَ بوُباجوُف ياره وه به كله كله بيا په كلاس روم كي دَ سېلاني وَ څنګ ته كښېنستله او يا چي به يې كله مخامخ ناسته وه ، نو به يې ورته داسي په هوسي نظرونو كتلو لكه هغې چي يې جوړه دَ خوړَلو هوډه كړي وي ­ خو بلي خواته سېلاني په ځان كي دننه دننه ځكه خوړل كېدلو، چي هغه نه غوښتلو، چي دَ وسا په ارمانونو، چي لا يې اظهار نه وْ شوى باندي خاوري واړَوي- 

هغه پوهېدلو، چي وسا يې په لوري كرار كرار راستنېږي لګيا ده ­ هرڅه هرڅه ، خو بيا يې هم يو بل ته ماته نه خوړله ­ ګوا په خپل حسن غره وسا خود لكه چي دا غوښتلو، چي هغه دَ سېلاني په زړه باندي لكه يوازينۍ ښځه فرعونه راڼۍ هاتشيپسوت ، چگي په نره يې باچهي كوله غوندي باچهي وَكړي ­ خو سېلاني بيا دَ جمهوري روئې له سوبه دا هڅه كوله ، چي هغوئ دواړه ځان ځانته په ميني باندي داسي زړه سوړ كړي ، لكه نوموړي فرعون مينكورا او دَ هغه راڼۍ خاميريرنيبيتي  چي به په خپلو كي سره كوله ­ هم په دې خو دَ منوېلا او ډاكټر پُو دَ بېخي زيار پرته هم په دغو دواړو كي پئيل كولو ته يو هم نه تيارېد لو او وخت داسي په تادۍ مخته روان وْ ­ چي په خپل خپل ځاى باندي هغو دواړو ښه احساسولو لګيا وْ -

يوه ورځ مازيګرچي له سي ډي سي څخه سېلاني دَ خپل معمول په شان له ډاكټر پُو او منوېلا سره دَ فلېټ په لور روان وْ، نو وسا هم په داسي وينا كولو ورڅرمه شوله  ..

 " غواړم چي وينډي او فلا ويه ته نن وختي سبق وَ وايم ، ولي چي بيا به  مهندسين ائيريا ته  له خپلي اُردنۍ خوندكۍ ناديه سره ليد لو دپاره ځم "

نن كه څه هم هغې دَ خوښي په چپه له سېلاني سره هم په كبرجن انداز هېلو هائ كړي وْ ، خوبيا يې ځكه تر منځه بله خبره نه وه شوي ­ چي تر شا يې سوپيس ، بُوباجُوف او بتوكا هم ځانونه را وَرسولو او خبري دَ سي ډي سي له كلاسونو بيا دَ ډاكټر وسا تر برتهـ ډې پارټۍ پوري چي په دې راتلونكي څورلسم دسمبر باندي به وه پوري څه وَرسېد لې ­ چي وسا وئيلو ، چي  . .

 " زه كه پارټۍ په هاسټل كي لمانځل وَ هم غواړم ، نو نران ورته نه شي راتلى ­ نو ځكه يې هلته په ښار كي دَ ناديه په كور كي دَ لمانځلو هـڅه كوم ­ او په دې سوب خو مازيګر ورته روانه يم"      

هغې چي څنګه دا خبره سرته وَ رسوله نو سوپيس ورته واي ..

 " دا خو نو نه شوه خبره .. ولي زما او يا دَ بُوبا په فلېټ كي يې نه لمانځې ، نيږدې هم دى او بل به موږ ټول درسره كومك هم وكړو"

او دغه رنګه منوېلا او ډاكټر پُو هم ورته وئيلو، چي كه هغه وَ غواړي نو دَ هغوئ په فلېټونو كي يې لمانځلى شي ­ خو هغې دَ لږ ډېر سوچ كولو ورسته په وړې موسكا كي وَ وئيلو  ..

 " دَ بُوبا او منوېلا دَ فلېټونو په باب سوچ كولى شم ، لاكن دَ ډاكټر پُو فلېټ ..."

دَ ډاكټر پُوپه فلېټ باندي چي يې يوې بلې خواته سر ښورَولو ، نو هغه په لغازي خندا كي ورته وَ وئيلو . .

" " هو، هغه ستا دَ سټېنډرډ نه دى ، دا وئيل غواړې ؟

" يَه داسي خبره نه ده مسټر پُو ، هلته "

 " ښه ښه ، نو ستا مطلب دا دى ، چي هلته دَ يو بل چا له سوبه ستا وَ سگتېټس ته تاوان رسېلى شي"

دَ سوپيس دَ دې خبري ورسته كه څه هم بيا هغې سر يوې بلي خواته وَښورَولو، خو مخته يې خبره ځكه نه وكړله ، چي ناڅاپه ُاُم علي ، چي دَ حسن چوكيدارمائينه وه په منډه منډه تر هغوئ پوري رارسېد لو ورسته په عربۍ كي وَ وسا ته داسي ګډه شوه لكه هلته چي يې په كور كي څه لانجه پېښه شوي وي ­ نو ځكه وسا هم ورسره په منډه بيرته دَ هغې دَ كور په لور ملګري لاړه ­  خو څلور پنځه منټه ورسته چي هغوئ هم ورپسې ورسېد لو، نو وسا شنه شنه له خندا كېد له او په اږدو اوږدو تندكي ساهګانو كي واي ..  

" " دا  ُاُم علي هم عجيبه ښځه ده

" او بيا يې له سترګو اوښكي پاكولو ورسته وئيلو"

 " وړوكي لوُر يې له بالا پورشن څخه په ژړا كي نارې څه ورته كړي وي ، چي دې دا ګڼلي وْ ، چي هغه وَ مېن هول ته لوېدلي ده لكه چي"

" نو بيا ؟ "

هغې وئيلو ..

" " نو بيا څه وْ، چي زه څنګه ورسره ګډه دَ هغې تر كوره ورسېدم ، نو هغه انجلۍ مخي ته راغله

او بيا نورو هم له وسا سره خنداګاني انتها ته وسپارَلې ­ خو دَ سېلاني خله خندا ته ځكه نه جوړېدله ، چي دَ هغه زړه دا خبره منلي وه ، چي وسا زياته هغه له ذهنه ايستلى دى ­ په دې خو يې دَ هغه او دَ ډاكټر پُو تر فلېټ ، چي هغې ورته خوښ كړى وْ په ځاى دَ بُوبا او منوېلا په هغو فلېټونو  كي دَ خپلي پارټۍ لمانځلو دپاره رضا څرګنده كړه ، چي هغې بېخي نه خوښَولو-

_ 2 _

\" " پرون ماښام سېلاني داسي خبره كوله ، چي هغه كېدلى شي چي ډېر ژر دا ولات پرېږدي او بيرته خپل وطن ته لاړ شي "

" نه يوازي دا ، بلكې هغه په فون باندي له څو ټرېول اېجنټانو سره خبره هم وكړه "

دَ منوېلا مورتي په فلېټ كي دَ هغې دَ خبري په تائيد كي چي څنګه  ډاكټر پُو داسي خبره وكړه ، نو دَ وسارنګ يو دم ژېړ شو او پوښتنه يې وكړه .. 

" هغه څله بيرته تلل غواړي ؟ "

" دلته يې پاته څه شو ؟ " 

دَ وسا دَ تپوس په ځواب كي چي پُو ورته خپله خبره سوال كړه ، نو هغې اوږې څنډ لو ورسته دَ څه وئيلو په ځاى خله داسي كږه كړه ، لكه هغه چي ګرسره دَ سېلاني په دُوك خبره لا نه وي ­ نو ځكه خو منوېلا ورته په نېغه وَ وئيلو ..

 " ګوره وسا .. ته ښه خبره يې ، چي هغه څومره مينه له تا سره كوي ، ته هغومره كركه ورڅخه كوې"

" " كركه او زه ؟

" " هو، كركه او ته

ډاكټر پُو چي لا سمه دَ هغې دا تورى تكرار كړى نه وْ ، چي دَ هغې په سترګو كي اوښكي وَڅركېد لې ­ او بيا يې سړه ساه اخيستلو ورسته تر ډېره پوري سر په دواړو لاسونو كي نيولى لاندي څه كتلو ، چي ډاكټر پُو او منوېلا په سترګو سترګو كي يو بل ته په اشارو كي داسي وَ وئيلو ، لكه هغوئ چي په دې ډرامه كولو كي بريالي شوي وي ­ نو ځكه خو نري نري موسېد لو هم -

  كه څه هم هغوئ په خپل سوچ كي غلط نه وْ ، خو دَ وسا پرله پسې چپيا يې زړونو ته له ځينو نورو وسوسو سره ګنډلي دا وسواس هم دَ پوښتني په بڼه كي راپورته كولو ، چي چرته هغه خو له سېلاني څخه په رښتيا كركه نه كوي ؟ چي په ځاى دَ دې خبري چي سېلاني دَ تلو څخه بيرته راګرځوي ، هغي خله داسي وَګنډ له ، چي كه يې څه هم رنګ دې وخت دَ كتلو نه وْ ، خو تړلي خلې يې سوال څه ، بلا سوالونه زېږولو لګيا وْ - 

اوس به لا منوېلا او ډاكټر پُو په خپلي دې ډرامې باندي په ځانونو كي تُوكلو، چي  وساپه ژړا سر شوه او يو دم داسي دَ دروازې په لور ور روانه شوه ، لكه هغه چي په بله نه ، بلكې په دې څنګ فلېټ كي دَ سېلاني په خوا ورځي ­ نوځكه هغوئ ورپسې نه ور وَ دانګلو، ولي چي غوښتلو يې ، چي وسا دَ هغوئ له مخه له سېلاني څخه دَ مافي اخيستلو په وخت خړه نه شي ­ لاكن هغوئ خبر نه وْ ، چي هغه به په ځاى دَ سېلاني دَ فلېټ نېغه په بله ځي -

هم په دې خو، چي دَ نيم ساعت ورسته هغوئ سېلاني په خپل فلېټ كي يوازي وَ ليد لو، نو يې په ډېره حېرانتيا پوښتنه ورڅخه وكړه  ..

" " ډاكټر وسا دلته نه راغله ؟

" " يَه نه ده راغلي .. ولي هغه راتله كه څه ؟

دَ هغوئ دَ سوال په ځواب كي دَ سېلاني دا سوال دَ هغه له خلې څه را وَ وتلو، چي دَ  ډاكټر پُو او منوېلا خلې وازي پاته شولې ­ مخته كه بيا هر څو سېلاني له هغوئ څخه تپوسونه كولو ، خو په هغوئ كي هيچا دَ هغې ډرامې په باب خبره ځكه نه كوله ، چي هغوئ نه غوښتلو، چي هغه دَ وسا په اړه نور زړه ماتى شي ­ هو، كه څه هم دَ هغوئ په تند يانو باندي راغونډ و شوْ كرښو كي ليكلي كيسه تر ډېره هانده سېلاني وَ هم لوستله ­ نو ځكه خو يې په زړه زړه كي كه يوې خواته دَ خپلو دغو خواخُوږو دَ هغه په حال باندي كړي غمرازي ستائيله ، خو بلي خواته يې دا خبره هم په زړه كي يقيني كېد له ، چي ګني وسا بيرته دَ هغه وَ خوبونو او خيالونو ته كوچ كوي لګيا ده" 

_ 3 _

نن څورلسم دسمبر 1997ع  وْ او دَ وسا دَ زوكړي ورځ، چي دَ منوېلا په فلېټ كي به ماښام لمانځل كېد له ­ نو ځكه سېلاني كه يوې خواته دَ هغې په دې خوشالۍ خوشاله وْ، نو بلي خواته وسا په خپله خله نه ، بلكې دَ  پُو، بېسنك ، منوېلا، وينډي او فلاويه په خلې بلنه وركړي وه ­ خو سېلاني لا نور هم ورڅخه زړه ماتى شوى ځكه وْ ، چي دَ  پُو له خوا دَ دې پارټۍ دپاره دَ فلېټ پيرزوئينه چي هغې په كومو ټكو رد كړې وه ، له هغې خبري څخه سېلاني دا وَ سنجولو، چي ګوندي داسي نه چي دَ هغه له ورتګ څخه يې خوشالياني كمي شي ­ نو ځكه يې دا فېصله په زړه كي كړي وه ، چي تر څو هغه خپله وَ هغه ته بلنه نه كړي ور، نو هغه به نه ورځي -

او بلي خواته وسا په زړه كي دا خبره جوړه كړي وه ، چي هغه به په دې پارټۍ كي وَ سېلاني ته دَ ښه راغلي په وخت لاس وركوي او بيرته به يې خپلوي ­ نو ځكه خو به يې په وار وار منوېلا ته وئيلو . .

" " ګوره ګوره چي دَ  ګلوبل ملګري درڅخه هېر نه شي ­ ټولو ته دَ راتګ بلنه وركړه

او هغې چي به كله ورته په ټوكو كي وَ وئيلو، چي  ..

" " ټولو ته مي بلنه وركړي ده چپ له هغه ، چي ستا ورڅخه كركه كېږي

نو دَ منوېلا له قوله به هغه ورباندي غوټه شوه او په ژړَغوني ژغ كي به يې ورته وئيلو ..

" " پليز منوېلا .. داسي مه وايه ، څوك چي ته زما دُښمن ګڼې هغه مي دُښمن ګرسره نه دى

" " نو بيا څه دى ؟

خو دَ  منوېلا دَ دې سوال په ځواب كي به يې هغه تورى بيا هم نه اخيستلو ­ شاهد په دې ، چي په دې پارټۍ كي يې خپل تول نه يوازي سېلاني ته ښودل مقصد وْ ­ بلكې نورو ته يې هم دا تاثر وركولو، چي هغه په سېلاني پسې دومره نه ، لكه سېلاني چي په هغې پسې څومره مري ­ او داسي يې كه نورو ته نه ، خو منال سوډانۍ ته حتمًا وئيلي وْ ­ نو ځكه خو له پارټۍ څخه دوې ورځي له مخه هغې سوډانۍ پېغلي وَ سېلاني ته په ټوكو ټوكو كي وئيلي وْ ، چي  ..

 " وسا هغه انجلۍ ده ، چي په درستي سي ډي سي كي يې خلګ دَ غاوري پېغلي په نوم پېژني ­ زه خو وايم .. بس خپله يې كړه ، ګني څو مياشتي ورسته به دَ همېش همېش دپاره هوا شي درڅخه  ... "

او دغه رنګه نوري نوري خبري چي نن مازيګر سېلاني په خپل فلېټ كي دَ  NILE Tv پروګرامونه كتلو په وخت څنګه سوچ كولې ، نو دننه دننه يې يوه پښتون هم سر په وار وار پورته كولو او ورته وئيلو يې . ..

" سېلانيه .. دا دَ يوې ورځي مامله نه ده چي سترګي به ورباندي پټي كړې ­ كه هغه واقعي دَ همېش دپاره ستا جوړېدل غواړي ، نو بيا به ته له اوسه ورته  تول دروند ښئيې ­ ګني بيا به ټول عمر ژاړې "

او څنګه څنګه چي ماښام دَ ماخستن په لور واټنونه لنډَولو، نو دَ منوېلا په فلېټ كي دَ سي ډي سي دَ لوستونكو پېغلو او ځوانانو شمېر زياتېدلو­ او بلي خواته سېلاني هم په هغسي تادۍ دَ ځان په لور راستنېد لو لګيا وْ ­ او هغه وخت چي كله ډاكټر پُو هغه له ځان سره وړلو په ضد ستړى له فلېټ څخه وَ وتلو، نو غالب امكان دا وْ ، چي اوس به ورپسې څوك راځي او هغه به هم له ځان سره وړي ­ لاكن نه څوك ورپسې راغلو او نه هغه له فلېټه په دې وجه وتلى شو ­ چي داسي نه ، څوك يې وَ ويني ­ ګوا تر اوسه لا دَ ماخُستن نهه نيمي بجې وې -

" " ما نه وئيلو، چي هغه له تا سره مينه نه كوي؟

سېلاني له ځان سره بُوڼېد لو ورسته پورته شو او له فريج څخه يې دَ كوكا كولا كېن را وَ يستلو او بيرته چي په ټي وي لانچ كي پرتې صوفې په لور ور روان شو، نو يې دَ كېن خُولبزى خلاسولو سره سم دَ ډاكټر وسا په نوم لومړى غوړپ كولو ورسته بيا ځانته وئيلو، چي  .. 

" " كه هغې له تا سره سُوچه مينه كولى ، نو دومره ضد به يې نه وْ كړى كله هم ؟

په صوفې باندي كښېنستلو ورسته يې سړه ساه اخيستلو سره سم چي څنګه په ريموټ باندي ټي وي اّن كړه ، نو يې په ځان باندي يوه پسخوندي موسكا كولو ورسته لا داسي هم وَ وئيلو  ..

 " دَ هغې تر ميني خو دَ سوپيس دُښمني لا هم ښه ده ، چي كه نوره هر څومره زاوالجنه ده ، لاكن له لومړۍ ورځي يې تر ننه پوري  په نره خو راباندي پيرزوْ شي"

او بيا يې هغه وخت لا نور هم زړه وَچاوْد لو، چي دَ منوېلا له فلېټه دَ ميوزك سره سم دَ ملګرو ژغونه هم پورته كېدل شروع شولو ­ داسي ښكاره كېد لو لكه  وسا  چي په دې پارټۍ باندي  ځكه زياته خوشاله  وي ، چي سېلاني په كي نه شته ­ نو ځكه خو له وخت سره سره سم سېلاني هم دَ وسا په نوم كركه په داسي ټكوكي ليكلو ته چمتو شوى وْ -

 " زه غلط نه وم .. هو ، چي په خپل ستړي فكر باندي مي نه يوازي دَ تېرو ټولو ليد لو نړئيزو څېرو دَ نقشونو په راهنمائي كي دغه څېره خپل اّخيري مرام وَګڼلو، بلكې هغه مي هم دَ فرعوني تاريخ په لارو باندي تر ځانه پوري را وَ رسوله ­ خو داسي راته ښكاري چي لا خو زما په برخه نور نور سفرونه هم ليك دي"

دومره په خپلي ډائرۍ باندي نوښته كولو ورسته چي هغه دَ جنګ له ميدانه دَ يو تښتېدلي عسكر په شان څنګه دَ فلېټ دَ دروازې په لور ګامونه اوچت كړو، نو يې دروازه خلاسولو سره سم داسي هم  وَوئیلو  ..

 "  " لعنت لېږم په داسي ميني باندي

او بيا چي يې بيرته دروازه له دباندي غولپ كړه ، نو يې لاس په اّخيري ځل دَ خپلو ارمانونو وَ هغه څلي ته پورته كړو، چي دَ هغه دَ درست ژوند دَ مړو ارمانونو په قبر باندي ولاړ وْ ­ هو..څو غټي اوښكي په رخسارونو باندي تويوَلو سره سم يې په سړې ساه كي دا دوه توري هم مل كړو..

" " خداى دي عمر دراز كړه اې دَ  فرعونانو سر فرعوني وسا

دومره وئيلو ورسته په پوړيانو باندي لاندي هغې مځكي ته كښته شو ­ چي فرعونان يې نه يوازي زېږولي دي ، بلكې په هر دور كي يې روزلي هم دي -

_ 4 _

 دلته سېلاني په مات زړه دې وخت دَ مقعطم په كارنيچ باندي دَ وسا بې وفائي او ظلم ژړَولو او هلته له  لومړي ماښامه تر دې دمه ، چي ګهړۍ دَ شپې يولس بجاولې لا هم په يوه نا يوه بهانه باندي ډاكټر وسا پارټۍ ځكه ځنډَ وله ، چي كېدلى شي  سېلاني ورته راشي ­ كه څه هم څو ځله يې منوېلا او ډاكټر پُو ته په پټه خواست هم دَ سېلاني دَ راوړلو كړى وْ ، خو هغوئ ځكه نه شو ورتللى ، چي نن ماڅپښين سېلاني وَ دې ټولو ملګرو ته ليكه كش كړې وه ، چي  .. 

 " كه هغه خپله دَ ده وَ بللو ته نه راغله ، نو ګورئ ګورئ چي زما په لور رانه شئ .. ګني زه به دَ عمر سلام درڅخه بند كړم"  

او بيا چي به چا هم له  ډاكټر وسا څخه دَ پارټۍ دَ ځنډولو حال وكړو، نو هغې به ورته په مړې موسكا كي وئيلو، چي  ..

"  " له ښاره زما يو كزن راتلونكى دى

بلكې يوې نيمي پېغلي خو لا دَ سېلاني دَ نه راتګ پوښتنه هم ورڅخه وكړه ، خو دې كبرجني وسا به په ځاى دَ څه وئيلو ورته اوږې داسي وَ څنډ لې لكه هغه چي يې هيڅ باك نه همخ كوي -  

لنډه دا ، چي اوس زياته ملګري ديغېد لو لګيا وْ، نو ځكه خو وسا هم په زړه باندي كاڼى كښېښېدلو او ماته يې وَ منله ­ له  منوېلامورتي سره سمه دباندي راختلو ورسته چي څنګه دَ سېلاني دروازې ته وَ درېد له، نو په دروازې پوري راټال غولپ يې زړه داسي دړي وړي كړو ، چي دروازه يې اېله په لغتو ويښتلو ماته نه كړه ­ او بيا يې دَ منوېلا په اوږه باندي سر ږد لو ورسته دومره په ارماني سُلګئيو كي وَژړلو، چي منوېلا هم ورسره سمه په ژړا سر شوه -

هغوئ چي څنګه دباندي وَ ځنډېد لې ، نو ډاكټر پُو او بېسنك پوهى شولو ، چي مامله سمه نه ده ­ نو ځكه چي ورپسې وَ وتلو، نو څه ګوري ، چي وسا او منوېلا دَ سېلاني دَ فلېټ وَ بندي دروازې ته ولاړي دي او ژاړي - 

" " نو دَ دې مطلب دا دى ، چي هغه چرته وتلى دى؟

ډاكټر پُو لا دا خبره سمه سوال كړي نه وه ، چي وسا دَ ماشومي انجلۍ غوندي داسي په باغارو شوه چي دَ هغه او بېسنك په سترګو كي هم اوښكي په جرګه شولې -

" .. " داسي نه چي دَ خلګو له مخه تماشه شو

   منوېلا دومره وئيلو ورسته  خپلي اوښكي پاكي كړې او له ډاكټر وسا سره يې په ګډه چي په فلېټ كي بيرته ګامونه څنګه ږد لو ، نو پُو او بېسنك هم ورپسې لنډ وره غلو او په يوه صلاح باندي يې ژغ پورته كړو  ..

" " هېپي برتهـ ډې ټو يُو

او له دې سره سم ملګرو له يو بل سره ژغونه دَ ميوزيك  په زېر وبم كي سمَولو په نيت  فلېټ چي څنګه په سر واخيستلو ­  نو هلته سېلاني هم دغه وْ ، چي دَ پلا زې په پوړيانو كي دَ منوېلا دَ فلېټ تر دروازې پوري راورسېد لو ­ خو په ځاى ورته دَ ننوتلو يو دم ورسره جوخت خپل فلېټ دروازې ته ځكه ورغبرګ  شو ، چي دَ منوېلا  له فلېټه يې راتلونكي ژغونو پښې په هغه لور له پورته كېدلو څخه قاصري شوي وې ­ هم په دې خو يې چي څنګه غولپ خلاس كړو ، نو دَ هغو ژغونو له ردم سره سره يې سم ژغ پورته كړو او په خالي لاس خپل فلېټ ته داسي ننوتلو لكه هغه چي كور نه .. دَ هغه ګور وي ، له تيارو ډك ګور -

" " هېپي برتهـ ډې ټو يُو .. هېپي برتهـ ډې ټو وسا.. وسا وسا وسا

او بيا يې دَ وسا وسا وسا له تكرار سره سم دَ ماشوم غوندي دَ ورستي ځل دپاره په خپلي يكړۍ باندي له داسي كُوټلي احساس سره مل وَ هم ژړلو، چي ګني .. 

" " هغه بيا يوازي شو ­ هو، همېش همېش دپاره

هم ځكه خو يې بيا په  وړو وړوسُلګيانوكي له خپل زپلي او كُوټلي زړه څخه داسي ګيله هم وكړه ..

 " اې زړګيه .. دا څېرې چي هر ځل تا غولوي به دي تركومه پوري كچكولى كوي ؟ ښه به نه وي ، چي دا كچكول دي مات كړې"        

او بيا يې لاس دَ خپل زړه دَ ارمانونو دَ جنازې او دَ هغې وسا په لور پورته كړو ، چي دَ هغه له خياله يې دې وخت داسي په دربي او خرپي باندي دَ زوكړي پارټۍ بې له هغه چا لمانځل كېد له ، چي هغې ورته څو هفتې مخكي دَ " ژوند ملګرى " نوم وركړى وْ ­ نو ځكه خو هغه په دَعا كي وئيلو  ..

 " كه به دا وخت هم دَ قبولو وي ، نو لويه ربه .. وسا په خپل ژوند كي وسا كړې ، كه څه هم زه پرې وسا نه شوم او نه زما ستړيا پرې وسا شوه ­ خو ستره خدايه .. ته يې په خپل امان كي وَساتې ­ ته يې مه خوږَوې .. ته يې مه ځورَوې .. ته يې مه كړَوې ..هو ته يې خوشاله لرې ، خوشاله لري ، خوشاله لرې  ... "

او دَ وير په داسي ګردان هغه سېلاني چي تر پرونه وَ وسا ته څومره هوسېد لو .. نن يې دَ هغې وسا په نوم كركه چي په ورستي ځل په ډائرۍ كي ليكله ، نو توان يې په بدن كي فقط دومره پاته شوى وْ ، چي دَ خوني تر پلنګ پوري يې اېله ځان وَ رسولو او دَ يو ې شهيدي موركۍ پاته شوي ماشوم په رنګه په نرئيو سُلګيانو كي لاړو ويده شو- 

  بل اړخ ته كه څه هم دَ منوېلا په فلېټ كي دَ  وسا دَ خوشالۍ په نوم يوه غوغا جوړه وه ، خو دَ هغې په زړه يو خداى خبر وْ ­ يوې خواته يې كه دَ سېلاني په نه راتګ زړه مات شوى وْ ، نو بلي خواته يې په سېلاني باندي تر اوله زياته مينه هم ځكه راتله ، چي هغې يې دا پښتني هوډه دَ خپل ښه او محفوظ ژوند ضمانت ګڼلو ­ نو هم ځكه چي كله پارټۍ سرته ورسېد له ، نو وسا وَ  منال ته دَ  منوېلا ،  سوپيس او يو څو نورو پېغلو وَ مخي ته  په ډاګه داسي وَ وئيلو  ..

 " چي زه يې دَ هغه وَ دې نننۍ ظالمي روئيې ته پام كړم ، نو زړه مي غواړي چي دا سېلاني مړ كړم او غوښي يې اومې وَ خورم .. خو بيا چي يې دې كلكي هوډي ته ځيره شم ، نو وايم چي اوس اوس ورشم او په پښو كي يې وَ رغړېږم" 

نو ځكه خو منال او منوېلا ورباندي له ډېره رشكه چي " واوْ" له خلو ورته وتلو، نو سوپيس سم دستي ورباندي داسي وار په پسخوندي موسكا كي وَكړو ..

 " دا سېلاني ، تاسو اوس په مئينانو كي ګڼئ  ­ كه هغه مينه كولى ، نو اوس به هغه دلته دَ ډاكټر وسا له څنګه ولا ړ وى او له دې سره به يې خوشالي ګډَ ولى " 

خبره كه يې څه هم بده نه كوله ، خو وسا ورباندي داسي خله پرې كړه ، لكه هغې چي سېلاني ته نه ، بلكې وَ دې ته بد رد وئيلي وي ­ مخته بيا دَ هغوئ دواړو تر منځه لږ يا ډېر غال شوى ، خو دا خبره نن په دې پارټۍ كي هر يوه تسليم كړله ، چي وسا په سېلاني پسې مري - 

ګوا نن وساعربلور دَ ظالم  فرعون سنيفرو دَ هغې خوني كشي فرعوني راڼۍ هيتيفېرس په بڼه نه ، بلكې دَ هغې بلي پېغلي هيتيفېرس  په رنګ كي رنګېدلو ته جوګه شوي وه ، چي په درست فرعوني تاريخ  كي يې دَ يوې عادلي ښځي په څير دَ انصاف تول دَ هيچا په حق كي ناحقه دروند نه شو او نه يې خپل خواخُوږي نر عادل ملګري كاديپ ته كله  په زړه كي خيره پيدا شوه ­ هرڅه هرڅه ،خو توپير په هغې او دې ښځي كي دا وْ ، چي هغې دَ ميني دَ تقاضو په سمه هري ماتي ته غاړه په نره ږد له او د لته وسا وه ، چي كه يې څه هم په سينې كي دَ غوښي زړه درلودلو، خو خپلو كبرجنو روئيوكاڼى ته مونوَله -

كه څه هم دَ پارټۍ ورسته منوېلا او بېسنك په ګډه ورته وئيلي وْ ، چي اوس لا سېلاني په خپل فلېټ كي دى ­ كه يكړه نه شي ورتلى ، نو هغوئ به ورسره ملګري لاړ شي ­ خو هغه وه ، چي دَ ماتي خوړلو پرته يې هم ننواتى نه خوښَولو او بيا بيا به يې هغوئ ته وئيلو، چي  ..

 " كه څه هم نن سېلاني ډېر بد وكړو ، چي نه راغلو ­ خو هغه به سهار وَ سېلاني ته لاس ضرور وړاندي كړي او بيرته به يې خوشاله كوي"

خو بلي خواته سېلاني له ځان او جهانه بې خبر يو ځل بيا دَ خوبونو په ټاپوګانو كي دَ وسا شاپېرۍ په لټون پائڅې پورته كړي وې او ورپسې له نوْ لاكن بېخي ستړو هيلو سره ولاتونه كچلو لګيا وْ -