" په دې وسا باندي څه وَشولو؟
" " هغه څله له تا سره نن سبا نه ليدل كېږي ؟
" " چرته خو ستاسو تر مابېن بېلتون نه راغلو؟
دَ داسي سوالونو پرته به هم چا ورته وئيلو، چي ..
" " وسا او سوپيس مي په پلاني يا پلاني ځاى كي وَليد لې
چا به وئيلو ..
" " هغه پرون په مائيكرو بس كي له سوپيس او پلاني سره وسط البلد ته رواني وې
يا بيا تر دې هانده لا هم ، چي ..
" " مازيګر وسا او سوپيس دَ ډاكټر لومائي له فلېټ څخه را رواني وې او لا ورته رواني وې
هرڅه هرڅه ، خو يوه ورځ چي سېلاني له ډاكټر پُو سره دَ هلټن رعمسيس هوټل مخي ته ولاړي هسكي او بېخي ښائسته رعمسيس هلټن پلازه كي وينډ و شاپنګ كولو، نو يې دَ پلا زې په شپږم پوړ كي ډاكټروسا له سوپيس او فلوريتا سره ګډه دَ هغوئ مخي ته څه وره غله ، چي ډاكټر پُو ورڅخه هېلو هاى كولو ورسته داسي ګيله هم وكړه ..
" " وسا له تا څخه زما داسي توقع ګرسره نه وه ، چي ته به هم داسي سترګي ناببره اړوې
" " ولي ما څه كړى دى ؟
" " دا هم لا ته پُوښتنه كوې ، چي تا څه كړي دي ؟
" " هو ، ما داسي هيڅ بد كار نه دى كړى چي ورباندي شرمنده يم
ډاكټر وسالا دومره وئيلي نه وْ، چي ډاكټر پُو ورته يو دم څه غوندي په جذباتي اندازكي وَ وئيلو ..
" وسا .. تا تش بد نه ، بلكې دَ يو چا دَ ارمانونو قتل كړى دى او دا زما يقين دى ، چي خپل دا ويده ضمير به دي هم يوه ورځ ضرور ملامتَوي"
ډاكټر پُو به لا نور ورته څه وئيلو، چي سوپيس ورڅخه وسا يوې خواته له ځان سره كش څه كړه ، چي هغه په سوپيس باندي هم خله ور خلاسه كړه او ورته يې وَ وئيلو . .
" " ليري كړه زما له مخه ، ته خو هغه ډائن يې چي زما دَ ماشوم ملګرى زړه دي مات كړى دى
" " چا دَ چا زړه مات كړى دى ..؟ دا خبري دلته نه شي سپينېدلى
سوپيس كه څه هم دا خبره دَ سېلاني په لور كتلو ورسته وكړه ، خو سېلاني ورمخته شو او ډاكټر پُو يې ورڅخه بېلولو په وخت وَ وئيلو ..
" درځه ډاكټر پُو .. ته هم لېونى يې له چا څخه ګيله كوې ؟ دا خو ماره ده ماره او ماره خپل بچي هم خوري ، چي وږي شي"
او بيا سېلاني وَ فلوريتا ته ژغ وكړو ، چي هغه دي دا سره سپۍ بوځي نو ځكه وسا او فلوريتا هم سوپيس تر څنګونو وَنيوله او درې واړه مخته تېري شولې -
اوس به پُو او سېلاني دَ لفټ په خوا تر خپلو په بُوڼكېدلو كي لا سم ورګرځېد لو ، چي په مخه بُوبا او ډاكټر لومائي هم ورغلو ..
" تاسو په سوپيس او ملګرو پسې خو نه ګرځئ ؟ "
" " ولي تاسو ليدلي دي چرته ؟
" " هو، هغوئ اوس اوس په هغه خوا جاروتلې
ډاكټر پُو سامنانګ دَ لاس له اشارې كولو سره سم لا دومره نه وْ ورته وئيلي ، چي هغوئ هم ورپسې ګامونه تېز كړو -
_ 2 _
" " دا ډاكټر پُو سامنانګ او سېلاني پښتونزوى هم ډېر په منوېلا باندي نه دي غاوره ؟
" " هغه يې خور جوړه شوي ده
ماځيګر دَ سي ډي سي څخه دَ فلېټونو په لور په ډلي كي را رواني ډاكټروسا چي دَ بُوبا جوُف دَ خبري په ځواب كي داسي څنګه وَ وئيلو، نو ورسره څنګ كي رواني فلوريتا يې لا سم تائيد نه وْ كړى ، چي سوپيس واي ..
" .. " نن سبا خور او مور چرته وي
دَ بوباجُوف په لور يې په ماني خېزو نظرونو باندي كتلو ورسته چي څنګه دا خبره وَ كړه ، نو ډاكټر لومائي يې خبره داسي پرې كړه ..
" ښه به نه وي ، چي ډاوْن ټاوْن ته دَ تلو له مخه يو يو كپ ډېره سپېشل كوفي زما په فلېټ كي زما دَ لاس وَ څيښئ ؟ "
" " خو په يوه شړط .. هغه دا چي ته به يې نه څيښې
دا خبره چي څنګه وسا وكړه ، نو ټولو دومره په زوره وَخند لو، چي سېلاني ، منوېلا او ډاكټرپُو چي دې وخت له هغوئ څخه ښه ډېر مخته روان وْ هم دَ هغوئ كړيكي څه واورېد لې ، چي دَ منوېلا مورتي له خلې داسي خبره هم يو دم وَ وتله ..
" " واوْ ونډرفُل .. دا خو نن ډاكټر وسا هم ورڅرمه شوي ده
" " هغه كله نه وه ورسره .. پرون هم هغوئ په رعمسيس هيلټن پلازې كي ګډ ګډ سره ګرځېد لو
پُو چي دا خبره وكړه ، نو منوېلا ډېره حېرانه شوه او بيا يې شاته كتلو ورسته وئيلو . .
" " لاكن دا ډاكټر وسا خو اوس چرته له دوئ سره فلېټ ته نه ده روانه ؟
" ... " هو، خود به ځي ، ولي چي له لومائي سره يې
سېلاني لا له ځان سره سم بُوڼېدلى نه وْ ، چي ډاكټر پُو ورته واي ..
" " زه پوهى نه شوم .. تا څه وئيلو سېلاني ؟
" " دغه .. چي موږ ته په نورو پسې ويني نه دي وچول په كار.. هر څوك په خپل كار ښه پوهېږي
سېلاني خبره په بله اړَولو د پاره لا دومره نه وْ وئيلي ، چي منوېلامورتي دَ هغه په لور كتلو ورسته داسي له حېرته وار ورباندي وكړو ..
" "دا ته واې سېلاني ؟
" " هو، زه وايم
داسي خو يې ډېر په اسانۍ وَ وئيلو، خو په زړه يې يو خداى خبر وْ او بل هغه خپله ، چي دې وخت په وجود كي دننه داسي ماتېد لو راماتېد لو ، لكه هنداره چي څوك په كاڼو ولي -
_ 3 _
" " په لوكسور كي 67 خارجي ټورسټان وَ وژل شو
دَ اتهلسم اكتوبر كال 1997ع په اخبار كي دا خبر څه راغلى وْ، چي دَ سي ډي سي په ټولو خارجي لوستونكو باندي هم ښار ته دَ تلو بنديځ وګېد لو نو ځكه لوستونكو تر خپلو دَ زړخوښيانو پيداكولو په نيت پارټياني اهتمام كولو اراده څه وكړه ، چي منګلولين پېغلي التانګريل خپله دَ زوكړي پارټۍ اعلان كړه او درست ملګري لوستونكي يې را وَغوښتلو-
نو ځكه خو ډاګتر پُو او منوېلا مورتي په ګډه دَ هغې په فلېټ كي وَ سېلاني ته وئيلو ، چي ..
" " دغه موقعه ده وَ ډاكټروسا ته دَ غلطۍ احساسَولو
" " لاكن داسي نه چي بيا ځانته بل غم جوړ كړم؟
كه څه هم هغوئ په پلان شوي كار باندي سېلاني پارَولو، خو هغه چي به كله دَ هغې ډرامې وَ سين ته لږ له سوچه په ځير شو، نو له خياله به يې دَ وسا ماشومه څېره مخي ته وَ درېد له او له هغه به يې تپوس وَكړو ..
" " ته په رښتيا له ما كركه كوې سېلاني ؟
نو ځكه خو به هغه وَ ملګرو ته سر وَ ښورَلو او ورته وئيلو به يې . .
" يَه يَه .. زه كله هم داسي تصور لا نه شم كولى وسا كه له ما سره مينه كوي او كه يَه ..خو زه هغې ته دا دُوك نه شم وركولى ، چي ګني ما هم هغسي هغه هېره كړه لكه هغې چي زه هېر كړى يم"
خو هغوئ به ورته وئيلو ..
" لاكن موږ خو دا نه وائيو ، چي ګني ته هغه هېره كړه بس دا غواړو ، چي هغه دَ سوپيس له حصاره خوشي كړه"
خو سېلاني وْ ، چي دَ پښتني فطرت درلودلو له لاري يې بيا بيا داسي ورته وئيلو ..
" هو منم.. لاكن ما له هغې سره دا لوظ كړى دى ، چي زه به چپ له هغې بل ته ګورم لا نه او چرته دا دومره لويه ډرامه ، چي تاسو يې په ما باندي كوئ "
هم ځكه خو په اّخير كي منوېلا ورته وئيلو . .
" " نو دَ دې مطلب دا شو، چي ته له رنا شامۍ سره دَ ميني ډرامه نه شې كولى
" " هو، زه مافي غواړم منوېلا خور
... " " ګوا كه وسا له تا سره مينه نه هم كوي ، نو ته
" هو، زه به ورسره مينه هغسي كوم ، لكه كوله چي مي ... له مودو مودو راهسې "
سېلاني چي داسي وَ وئيلو، نو پُو ورته رامخي ته شو او په حېرت يې ور څخه پوښتنه وكړه . .
" " ياني هغه تا وَ دې سي ډي سي ته تر راتلو له مخه هم پېژند له كه څه ؟
" " يَه ، مخكي ما هغه نه پېژند له .. خو بيا هم ما ليدلي وه او وينم يې هم
" " هغه څنګه او چرته ؟
" " په خپلوخوبونو كي .. هر كله او هر چرته
" " په خوبونو كي ؟
دَ سېلاني خبره په مسخرو باندي اړَولو ورسته چي ډاكټر پُو داسي پوښتنه وكړه ، نو دَ فلېټ دروازه هم له ټكېد لوسره سمه خلاسه شوه او پېغله رناشامۍ په ښائسته عربي جامو كي پټه له عراقۍ پېغلي عقود سره ګډه چي رادننه شوه ، نو منوېلا وَ سېلاني ته په غوږ كي وئيلو ..
" " دا ده راغله ستا محبوبه
" " زما محبوبه ؟
" " دَ وسا په زړه كي دَ اور لګولو يوازينۍ وسيله
" ... " لاكن
دَ سېلاني دَ "لاكن" ورسته چي څنګه ډاكټرپُو، بېسنك او منوېلا وَ خندلو، نو پېغلي رانا ورڅخه تپوس وكړو ..
" " ولي .. په موږ باندي مو وَ خند لو كه څه ؟
" يَه يَه ډ ئير ، موږ په تاسو نه ، بلكې دَ سېلاني په هغه خواهش او دَ هغه دَ خواهش په صداقت باندي وَ خند لو"
" " څنګه خواهش او دَ چيشي صداقت؟
دَ راناشامۍ دَ تپوس په ځواب كي دَ څه وئيلو په ځاى منوېلا هغه تر لاس وَنيوله او خپلي خوني ته يې دننه كړه او بيا هغوئ دواړو تر ډ ېره پوري په خپلوكي خبري سره كولې او ګوره چي په څه يې فېصله كړه ؟ كه څه هم په دې باندي چپ له هغو دوْ نور هيڅوك خبر نه وْ خو بس چي كله هغوئ د باندي را وَوتلې ، نو رانا شامۍ تر اوله څه زياته سېلاني ته نيږدې نيږدې كېد له -
_ 4 _
ماخُستن نهه بجو خواته دَ التانګريل په فلېټ كي پارټۍ څه پئيل شوه؟ لكه ټولو ملګرو چي پرستان ته پېښه كړي وي او يا يې پرياني مځكي ته رابللي وي ګوا په تورو تورو مني سكرټونو كي خوندي شوي دَ مغرب شاپېرۍ وزمو روسۍ پېغلو ايرينا ، اېلينا او نستان په ګډه دَ جارجين خاتونا او دَ تاجكستان ګل چهرې كه اورونه لګولو، نو فلوريتا، سوپيس ، عقود ، رانا ، التانګريل او نورو پېغلو هم په خپل خپل ځاى وَ دې اور ته دَ خپلي برخي لمبې ورسپارلې لګيا وې نو ځكه خو په دې محفل كي هرځوان خوشاله وْ او سترګي يې يوې بلي خواته غړَولې څه ، چي دَ ښكلاګانو وَ چُور كولو ته يې چلونه هم په خوند خوند جوړَولو لګيا وْ -
لاكن يو سېلاني وْ ، چي كه څه هم دې وخت دَ خاتونا او رانا شامۍ دَ پام وړ ځوان ګرځېدلى وْ ، خو زړه يې له هغو سره ګپي ته څه ، چي ډانس كولو ته لا هم نه غوښتلو ولي چي دې پارټۍ ته ډاكټر وسا نه وه راغلي خو دَ راتلو امكان يې موجود ځكه وْ، چي هغه به هر وخت لكه شهزادګۍ دَ ټولو تر شا راتله -
دَ انتظار ترخې لمحې په خپل ځاى خو دَ سېلاني هغه وسواس ، چي له تېرو څو ورځو يې دَ وسا او چينائي ډاكټر لومائي دَ متوقع ميني په باب په زړه كي روزَلو نن په دې پارټۍ كي هغه وخت ختم شو، چي منوېلا ورته وئيلو . .
" " لومائي او فلوريتا خو هم ترخپلو باقائده مينه پئيل كړه ؟
" " ښه .. دا خو نو ډېر ښه وشو
او بيا دَ څه سوچ كولو ورسته په خلې باندي دَ خپل شك په اړه يو دم داسي تپوس وكړو ..
" ولي هغه له ډاكټر وسا سره نه وْ ..؟ "
" " دا څه واې سېلاني .. لېونى شوى خو نه يې ؟
" ... " لاكن هغوئ خو تر پرونه پوري
"Mr. Selani Come on"
او بيا يې سېلاني ته ديكه وركولو ورسته ورته په كرار داسي وَوئيلو . .
" زه خبره يم ، چي لومائي او وسا تر منځه دَ ورور او خور رښته ده .. هغه شوخ چينائي خو له اولي ورځي په پټه له فلوريتا سره مينه كوله .. پوهى شوې كه يهَ زما ساده وروره"
داسي ورته وئيلو ورسته هغې دَ سېلاني پام دَ هغو دواړو په لور دَ لاس په اشاره اړَولو ورسته داسي لا هم ورته وَ وئيلو، چي ..
" هغوئ څو لمحې مخته هغې ته دا خبره كړي وه په يوه صلاح وكړه ، چي هغوئ زياته نور په غلا باندي مينه نه شي كولى"
دَ منوېلا دا خبري څه وې ؟ چي سېلاني په زړه زړه كي دَ رب شكر ادا كړو، او دَ سړې ساه ايستلو ورسته يې منوېلا ته وئيلو . .
" " نو اوس خو به دواړه ډېر خوشاله وي ؟
" " هو .. په دې كي شك هم نه شته ځكه خو ګوره هغوئ دواړه له يو بله بېلېږي نه
نه يوازي دا ، بلكې په دې رنګينه پارټۍ كي كه بُوبا جوف وَ سوپيس ته لكه چرګ شاوخوا وزرونه ټپَولو، نو دَ اّدذربائيجان روف باګېرلي او التانګريل په رنګه دَ مراكش ځوان حسن او ګل چهره تاجكۍ هم تر خپلو جارېد لو لګيا وْ نو ځكه خو اوس ډاكټر لومائي هم له فلوريتا سره هغسي ډانس چمتو كړى وْ، لكه په ايډوانس ټولنه كي چي يې دوه مئينان سره كوي -
يو وخت منوېلا دَ سېلاني دَ زړه ساتلو په نيت خبره دَ وسا په لورغبرګه كړه او وئيلو يې . .
" دَ ډاكټر وسا نخرې لا څه ، چي دا په ځنډ وَ هري هغې پارټۍ ته راتلل چي ته په كې يې ، هم نور هيڅ نه دي ، بلكې ستا دَ سېځلو او تا دَ همېش د پاره خپلولو په نيت كوي"
سېلاني هم داسي محسوسه كړه ، لكه هغه چي رښتيا واي لاكن چي بيا به يې دَ وسا دَ ظالمو او فرعوني روئيو او اداګانو ته په خيال كي ځير شو، نو به يې په زړه كي ځانته وئيلو . .
" " ګرانه ده سېلانيه .. چي بيا به دي هغه په نصيب كېږي
او كله كله به يې لا داسي خبره هم مزغو ته وره غله ، چي ګني ..
" " دا وسا هغه انجلۍ هم ده ، چي ما په لومړۍ ورځ ليدلي وه كه چرته بله څوك ده ؟
خو بيا به دَ ښه سوچ او فكر كولو ورسته له ځان سره موسكنى شو او داسي كرار غوندي وَ بُوڼېد لو . .
" " كه هغه انجلۍ نه وى ، نو بيا به دا دومره ورپسې زهيرنه وى
لنډه دا ، چي څنګه څنګه دا دَ رنګونو ماښام له ماخستن څخه كرار كرار دَ نيمي شپې وَ خواته لنډ ېدلو ، نو هغسي هغسي به پارټۍ هم دَ ملګرو تر ميان دَ خوښي نا خوښي په باب دَ هنداري غوندي رښتيا وئيلو ته چمتو كېدله ګوا دَ نورو جوړو په سمون كه څه هم رانا دَ منوېلا په شرارت بيا بيا دَ سېلاني مخي ته خپل ښائست لمبه كولو او غوښتل يې چي نه يوازي دَ خپل عربي رقص په سرور كي يې ټول شاعرانه ويده جذ بات ويښ كړي بلكې مړه احساسات هم را ژوندي كړي خو هغه وْ ، چي په هيڅ قسم اداګانو يې نه غولېد لو او دا به يې لا جلا ورته وئيلو . .
" رانا .. منم، چي ډ ېره ښائسته يې او كه وَغواړې ، نو دَ فرشتې ايمان هم ختاكولى شې ، خو په دې زړه كي ستا د پاره چي كوم ځاى ما دَ دوستۍ په نيت غوره كړى دى ...هغه په هوس نه شي بد لېدلى"
ګوره چي هغې به څله دا خبره دَ خپل حُسن دَ توعين په حقله اخيستله او په خندا به يې بيا بيا ورته وئيلو ..
" " چپ شه سېلانيه .. داسي مه وايه ..كه درته په رښتيا شوم ، نو هر څه به درباندي هېر كړم .. ښه
خو سېلاني به هم ورته وئيلو ..
" " كثير مشكله
" " لا لا مُش مشكله حبيبي
او هغې چي به ورته بيا په خپل مخصوص انداز كي دغه رنګه ورته وَ وئيلو، نو به ورسره منوېلا ، پُو ، عقود او بېسنك مورتي هم خندا ته داسي وَجوړېد لو چي دَ درستي پارټۍ به ورته پام شو نو ځكه خو يَو نيم ملګري ، چي هغه سوپيس هم په كي ورګډه وه دَ راناشامۍ عكسونه په دې نه اخيستلو، چي هغه په لومړي ځل ګډېد له ... بلكې خبره دا وه ، چي هغه تشه وَ سېلاني ته ګډېدله په دې خو، چي كله سوپيس ښه ډېر عكسونه واخيستلو، نو سېلاني ته يې سر ورنيږدې كولو ورسته څُوكه غوندي وَ وئيلو . .
" ستا دَ بې وفائي دا دويم ثبوت هم بد نه دى"
داسي چي يې وئيلو، نو په سېلاني يو ځل بيا خولې ور ايله شوې او هغه له سوچه څو مياشتي شاته وَ هغه واقعې ته په ځير شو، چي سوپيس يې تر نن ورځي پوري ور باندي بلېك مېل كوي لګيا ده -
اوس به لا هغه دَ دې عكسونو په باب له خياله وَ وسا ته رقم رقم بهانې تېرَولې ، چي ناببره يې دَ كېمرې په فلش لايټ كي سترګي هغه وخت پاته وازي شولې ، چي رانا شامۍ يې په څنګ كي څه ، چي تر ډېره هانده په خپلي غوزۍ كي ناسته نه يوازي وَلېد له ، بلكې سوپيس يې لا كله بياعكس اخيستى هم وْ نو ځكه خو هغه رانا ته ديكه وركولو ورسته تر دې هانده لا هم په لغازي موسكا كي ورته وَوئيلو، چي ..
" " څه خبر وم ، چي ته به دننه هم دغوني بدرنګه يې ، لكه په ظاهره چي سترګي غولوې
مخته كه څه هم هغې دَ سېلاني دَ ديكې پرته دَ هغه دا خبري په زړه باندي ډيري بدي لګېدلي وې ، خو دَ خلګو له مخه يې دَ ردعمل ښكاره كولو په ځاى سترګي دَ هغه په سترګو كي اچولو ورسته په خپلي ژبي كي قسم كولو سره سم هغه ته څوكه غوندي په انګلسۍ كي لا داسي هم وَ وئيلو ..
" ياد لره سېلانيه .. دا زما دَ دې ساعت دغه بې عزتي والله چي ځان ته مي مرئيى كړى نه يې ، نو نه به يم ښځه"
هغې به لا دَ پورته كېد لو سره سم نور څه هم وئيلو ، چي سېلاني ورباندي وخند لو او ورته ګويان شو ..
" " په حسن دي نور ختا باسه
" نور نه .. بچو ، هغه به هم ته يې .. هو ته، چي ختا كېږي به . خو دا مي هم لتاسره لوظ دى چي خپل دغه كست به سرته حتماً رسوم"
كه څه هم سېلاني دا هرڅه دَ هغې له خوا ټوكي ګڼلو، خو رانا يې بيا بيا تر څنګه كېد له او په بېلابېلو اداګانو به يې هغه ته دَ خپل ښائست احساس وركولو لاكن سېلاني دې وخت چپ له وسا نور هيڅ هم په مزغو كي نه وْ كومه چي لا نه وه راغلي -
اوس دَ پارټۍ اّخيري ډانس او مستي وه نو ځكه هر ملګري خوله ايستلو ته تابيا كوله ، لاكن سېلاني بيا هم هلته په يوه كونج كي له تحائفو سره خوا كي يوازي ناست خپله محرومي او مايوسي دَ سګرېټ په لوخړكو كي ژړَوله لګيا وْ ، چي ناڅاپه ډاكټر وسا او پېغله منال هم اورونه لګولو په نيت څه را ورسېد لې ؟ چي التانګريل له ځان سره په هغه ډلي كي بيا وَ هم دَرولې ، چي په كي ټولي روسۍ پېغلي نه يوازي ولاړي وې بلكې ځنګېدلې هم -
منال كه څه هم ډېر ژر له نورو پېغلوسره په ډانس اخته شوه ، خو ډاكټر وسا دَ منال او خپله تحفه په لاس كي اخيستي ګوره چي دَ چا په لټون كي يوې بلي خواته ګرځېدله ؟ كه څه هم سېلاني په خپلو سترګو وَ لېدلو چي دَ هغې وَ استقبال ته په دې پارټۍ كي موجود هر ملګري ځان هغه وخت لا ور رسولى وْ ، چي هغې دې پارټۍ ته له منال سره سمي موسكاګاني راوړي وې -
دې وخت په ښائسته جامو كي پټه وسا كه يوې خواته په هره مانا كي خُماري فرعونه تاخينميس برېښېد له او دَ سېلاني خواركي په زړه يې نُوكري لګولې نوبلي خواته يې دَ تېرېدونكي وخت له رفتار سره سمي فرعوني خوئيې او اداګاني هم كرار كرار وَ هغې فرعوني ملكه هاتشيپسوت په رنګه جلالي كېد لې ، چي دَ مټو په زور يې دَ لومړۍ او ورستۍ ښځي په توګه په نرانو باندي باچهي كړي وه -
_ 5 _
" هغه په چا پسې ګرځي ؟ "
" څوك غواړي ؟ "
دا او داسي نور سوالونه وْ ، چي دَ سېلاني په مزغو كي يې دَ ځواب په لټون غزوني دَ هغو وسوسو په لور كولې ، چي په دې تېرو څو ورځو شپو كي يې دَ هغه په زړه كي ډېر په تادۍ ځاى نيولو -
" " كېدلى شي ، چي هغه په ما پسې ګرځي
سېلاني چي دا خبره څنګه په زړه كي جوړه كړه ، نو له وسا سره يې سترګي څلور هم څه شولې ؟ چي دَ ده په ټولو اُمېدونو باندي خړي اوبه هم سم دلاسه تېري شوې ډاكټر وسا او هغه هم له تهائي ماربچۍ سوپيس سره ملګري تر هغه تور بُوباجوُف پوري ولاړه ، چي له كهړكۍ سره يوازي شاهد چي دَ هغوئ په انتظار كي ولاړ وْ -
هو، هغه په خپل دويم اوسني رابرسېره شوي شك كولو كي غلط نه وْ ، ولي چي مخته بيا دَ هغو درو واړوخلې له خنداګانو راټولېد لې نه نو ځكه خو دَ سېلاني دَ زغملو توان ختم شو او يو دم پورته شو او په غټو ګامونو دَ التانګريل له فلېټه څخه له دې يقين سره ملګرى وتلو ته هڅوال شو، چي ..
" هغې بل دَ هيچا نه ، بلكې دَ تك تور بُوبا جُوف لټون كولو"
خو په وتلو كي بريالى ځكه نه شو، چي ډاكټر پُو يې لاره په داسي خبره كولو باندي نيولي وه . .
" " ولي دوسته .. دومره ژر دي بيا ماته وَ منله ؟
" " هو .. دغسي يې ګڼلى شې
" " لاكن يَه .. اوس دي زه وَ ماتي ته نه پرېږدم
او بيا يې سېلاني په ملا ټكولو ورسته تر لاس نيولى په هغه لور بُوتلو، چرته چي سليم يمني او دَ هغه دَ مائينې پرته منوېلا ، بېسنك ، فلاويه او وينډي په چپه راناشامۍ هم دَ التانګريل په خوشاليانو كي خپلي خوشالياني ورګډَولې نو ځكه خو دَ نه غوښتلو پرته هم سېلاني دَ هغوئ په هري خبري نه يوازي خله تر غوږونو پوري رسوله ، بلكې يو نيم وار يې دَ رانا لاس په خپلو اوږو باندي يښى په داسي وئيلو پرې هم ښولو-
" " راځه راځه .. چي نن دي هغه ضد هم پوره كړم چي ته ماته پرې ماته راكول غواړې
خو بيا چي به هغې دئىڅنګه دَ ځان په لور ور كش كړو، نو سېلاني به ورته شا كړه او هغې به لاسونه ترې چاپېر كړو او په عربۍ كي به ورته ګوره چي څه او څه وئيلو ..كه څه هم هغه پوهېدلو نه ، خو دَ عقود ، ثريا او مديحه كړيكو به هغه ته دَ رانا شامۍ په زړه كي پټ غل ورښكاره كړو-
ګوا څنګه څنګه چي دَ التانګريل دَ زوكړي پارټۍ دَ وخت په اوږو دَ سهار په لور لاري لنډَولې ، نو هغسي په بېلا بېلو روئيو او تېروتنو باندي سېلاني او وسا دَ يو بل دَ سېځلو په ضد اور لګوني داسي كولې چي دَ هغوئ تر ميان دَ لوستو په شمېر واټنونه په ډېره تادۍ دَ ګامونو په حساب اوږدېد لو لګيا وْ