كه څه هم يوې خواته سېلاني دَ وسا په موندلو ډېر خوشاله وْ، خو بلي خواته يې يوه وېره دَ سوپيس په بڼه كي داسي ورڅرمه شوي وه ، چي هغه ورڅخه ځان نه شو خلاسَولى ګوا داسي ورځ نه وه ، چي هغې به په سېلاني باندي ځان نه ليد لو او هغه هم په نوي نوي شيطاني بڼه كي ولي چي يو خو يې هغه كلاس فېلو وْ او بل يې دَ تور اشنا بُوبا فلېټ هم ورته مخامخ وْ نوځكه چي به سېلاني څومره څومره له هغې دَ ځان پُټولو هڅي كولې ، نو هغومره به دا تهائي پېغله په سترګو كي ورته ختله -
يوه ورځ دَ سېلاني له خلې ورته دَ منوېلا مورتي په كور كي دَ رناشامۍ ، ډاكټر پُو او عراقۍ پېغلي عقود له مخي په خبرو خبرو كي دَ فلېټ دَ بد لولو خبره له خلې څه وَوتله ، چي سوپيس ورڅخه تپوس وكړو ..
" دلته تا ته څه مسئله ده ؟ ښه ځاى خو دى"
" هيڅ نه .. بس لږ مي له دې ملګرو ځان لري كولو ته زړه كېږي"
سېلاني هم دَ نخرو په موډ كي چي څنګه لا داسي سم وئيلي نه وْ ، چي هغې په هنكي انداز كي وار ورباندي وَ كړو ..
" نو ستا څه خيال دى ،چي بلي خواته ته به له موږه ځان خلاس كړې ؟
كه څه هم دَ هغې په دې خبري كي دَ سېلاني د پاره يوه دهمكۍ وه ، خو هغه په نرۍ موسكا كي مخته زياته كړه ..
" منم ، چي بد ه علاقه نه ده .. لاكن دلته په دې كوڅه كي شپه او ورځ سپيان غاپي او اّرام ته سړى نه پرېږدي"
كه څه هم دا خبره ورسره منوېلا مورتي او ډاكټر پُو هم منلي وه ، خو هغې په زړه باندي بد ه اخيستلو ورسته داسي رد كړي وه ، چي ..
" لته خو لا ښه يې ملګري لرې .. بلي خواته خو به دي دا سېف سائيډ هم نه وي سېلانيه"
په دې محفل كي ناست ملګرو كه څه هم دَ هغې دا مشوره وَ سېلاني ته دَ هغې له خوا دَ خواخُوږۍ په تول كي وَ تلل شوه ، خو هغه دَ سوپيس له اړخه واضحه دهمكۍ په دې وَ ګڼله ، چي دَ هغې په دويمي څېرې باندي خو يوازي هغه خبر وْ نوځكه يې دَ هغې دَ ځناوري ارادې دَ تلني په غرض خبره مخته داسي په مسخرو كي بوتله ..
" ستا خبره غلطه په دې ده سوپيس ، چي زه هم اوس يوازي خو نه يم ، يو څوك خواخوږى لرم"
" " لاكن هغه خو هم ښځه ده
" څه مطلب ؟ "
دَ هغه په ځاى شامۍ پېغلي رانا لا دومره سم پوښتلي نه وْ، چي عراقۍ عقود واي ..
" " ښځه نو له چا كمه ده او هغه هم دَ ډاكټر وسا په رنګه تكړه الجېرين
" هو ، زه هم دا منم ، چي ښځه له هيچا كمه نه ده او ښځه هر څه هرڅه كولى شي څنګه سېلاني غلط خو نه وايم ؟ "
دَ سوپيس په دې خبري سېلاني هم ورته نر شو او په نېغه يې ورته وَ وئيلو . .
" بس خبره دا ده ، چي ښځه ښځه وي .. نه چي ډائيڼه ، چي چپ له وېرَولو بيا هم نور هيڅ نه شي كولى"
" " ډئير سېلاني .. تا ښځه لا تر اوسه نه ده پېژندلي
" ولي ښځه شكرونه لري كه څه؟ "
دَ هغې دَ خبري ورسته چي ډاكټر پُوسامنانګ داسي سوال وكړو ، نو هغې يو ځل سېلاني ته وَ كتلو او بيا ورته واي ..
" " شكرونه كه نه هم لري ، خو غاښونه يې ډېر تېره وي لكه چاړې
او بيا كه يې څه هم خپل واړه غاښونه ورته په مكر باندي سپين كړو، خو هغه يې دَ زړه په مځكي باندي كرَلي هغه داړي لاهم وَليد لې ، چي هغې دَ ده وَ چيجلو ته ساتلي وې-
_ 2 _
اوس كه سېلاني ورځ په سي ډي سي كي په كلاسونو اخيستلو او په كمپيوټر لېب كي په كار باندي له ملګرو سره ګډه تېرَوله ، خو ماښامونه به يې دَ مقعطم دَ غره له هغه څُوكي ، چي كارنيچ يا لورز پوائنټ هم ورته واي كي له وسا سره ډېر په خوند خوند تېرَولو او چپ دَ سوپيس له لانجې بله داسي هيڅ مسئله نه وه ، چي هغه يې پرېشانه كړى وى لاكن بيا به هم كله كله دَ وسا دې خبري ..چي دَ هغې دَ ايم فل تهيسس به په راتلونكي دسمبر كي سرته رسي او هغه به بيرته خپل وطن ته ځي به هم كله كله دَ هغه په مزغو كي داسي سوالونه رابرسېره كړو ..
" كه وسا واقعي خپل وطن ته لاړه ، نو بيا ګوره ، چي هغه به خپل دغه قولونه وَ هم پالي كه يَه ، چي له هغه سره يې كړي دي؟ "
خو بيا چي به يې دَ هغې وَ جنوني ميني ته پام شو ، نو دَ خپل دې سوال په ځواب كي به يې له خپلي خوا خورا ډېري او يقين ته نيږدې نيږدې هيلي داسي كتار كړې ، چي له ځايه ښورېدلى زړه به يې بيرته په ځاى شو خو هغې تهائي ماربچۍ به يې دَ هر خوند احساس هر وخت تريخولو ولي چي اوس كه يوې خواته هغې له سېلاني سره دُښمنۍ كوله ، نو بلي خواته يې له وسا سره دَ دوستۍ ډرامه هم پئيل كړي وه -
دَ دې خبري انكشاف هغه ورځ وَشو، چي كله دَ وسا په خوښه دَ منوېلا مورتي فېميلي او مسټر پُو پرته هغې سوپيس هم له ځان سره ملګري عتبه نامي علاقې ته بوتله نه يوازي دا ، بلكې سېلاني داسي هم وَسنجولو ، چي ګني هغه دواړي يو بل ته تر اول زياتي داسي نيږدې نيږدې هم كېد لې ، لكه هغوئ دواړه چي دَ چا خلاف محاظ جوړَوي لګيا دي او بيا چي يو وخت سېلاني څنګه وسا ته له سوپيس څخه دَ ليري اوسېدلو مشوره وركړه ، نو هغې وئيلو ..
" هغه ډېره ښه او صادقه انجلۍ ده
خو سېلاني ورته وئيلو . .
" " منم .. خو دومره اعتبار هم مه ورباندي كوه ، چي يوه ورځ بيا سر ورڅخه ټكوې
داسي چي يې ورته وَ وئيلو، نو هغې په ځاى دَ دې خبري منلو چي څنګه خفګان څرګند كړو، نو سېلاني پوهى شو، چي سوپيس اوس په وسا باندي ښه پورا كار او زيار شروع كړى دى نو ځكه يې بيا كله هم ورته دَ هغې په باب بد نه وئيلواو بلكې چي هغې به څنګه دَ سوپيس په باب دَ سېلاني په روئيه كي څه كمى احساس كړو، نو به يې ګيلې ته داسي خله جوړه كړه لكه هغه چي يې جوړه سكنۍ خور وي -
نورخو نور، بلكې دَ اكتوبر په دېرشمه نېټه چي سهار وختي دَ سي ډي سي په بس كي دَ ګلوبل او ايم فل لوستونكي ناست په ګډه وَ سكندريا ته روان وْ نو بس له قاهره څخه دَ جيزا ډسټركټ په فېصل روډ باندي دَ اهرام مصر ګومبتي كيڼ لاس ته دَ سحارا هائي وې په لور ور چپېد لو په وخت لا سمي شاته پرېښي نه وې ، چي ډاكټر وسا دَ سېلاني دَ څنګ له سيټه پورته شوه او شاته دَ سوپيس او پېغلي منال سوډانۍ په منځ كي كښېنستله كه څه هم په دې حركت باندي دَ سېلاني ورته ډېره خوا بده شوي وه ، خو بيا يې هم ځانته وئيلو، چي ځه ياره ..كېدلى شي ، هغه دَ خپلي ايم فل ملګري سره دَ خاص ګپي لګولو په موډ كي وي او ډېر ژر به بيرته راشي خو هغه وه ، چي دَ راغبرګېد لو نوم يې لا هم نه اخيستلو او له ملګرو سره په خوږو ګپو كي داسي بوخت ښكاره كېد له ، لكه ترشا چي يې هيڅ غم نه وي پاته -
بس چي دَ غرمې خواته له 6th October Cityاو سادات نامي ښارونو څخه تېرېد لو ، نوهم وسا لا خپل سيټ ته نه وه راغبرګه شوي نو ځكه سېلاني نه يوازي دننه دننه خوړل كېد لو بلكې اوس په درست بس كي هغه يوازينىسړى هم وْ، چي دې وخت يې په زړه باندي دَ غم اوريځي خپرېد لې او پټه خله ناست وْ ګني نور ټول ملګري څه ، چي شاته هم اوس ښه مېله تازه شوي وه ګوا دَ وسا او سوپيس دَ ګڼو خوندكيانو په چپه اوس په محفل كي تور افريقنيان لكه دَ ګامبيا ملګرى بُوباجوُف ، دَ ايتهوپيا ډاكټر تفېرا ، دَ يوګنډا بتوكا او دَ كېمرون تكه توره خرټه پېغله ايمرانشا هم ورګډه شوي وه -
لاكن يو وخت دَ لوي لاري دَ يو جديد طرز جوړ " ماسټر رېسټ" نامي رېسټورېنټ مخي ته چي بس څنګه برېك شو، نو اېله ډاكټر وسا تر سېلاني پوري ځان وَ رسولو او ورسره ګډه لاندي داسي كُوزه شوه لكه هغه چي يې په درست سفر كي وَ څنګ ته ناسته وي -
" دا ډېر ښه رېسټورېنټ دى او له دې ځايه تر"اليكس پوري رسېدو ته زما له خياله دوې يا دوه نيمي ګنټهې نوري لګېږي"
دا سي يې لا سم نه وْ وئيلي ، چي سوپيس او منال هم ځانونه دَ هغوئ تر مېزه پوري چي څنګه وَ رسولو، نو تر شا ور پسې لومائي ، فلوريتا او بُوبا هم سم تړلي راغلو ..
" " هاى سېلانيه .. څنګه يې ؟ نن خو موږ ډېر وَ خندلو
" په سېلاني باندي...هان "
پُو سامنانګ چي هم دغه وْ هلته تر خپل سېلاني ياره پوري دَ راتلو سره سم چي څنګه دا خبره په ټوكي كي وكړه ، نو سېلاني ورته په موسكا كي وئيلو ..
" " خود به يې نو په ما او زما په يكړۍ باندي خند لو لكه چي
كه څه هم وسا دَ هغه په اشاره پوهه شوه ، خو دَ دې پرته چي يې هم هغو ولاړو ملګرو ته دَ كښېنستلو څنګه بلنه وركړه ، نو سېلاني دَ هغې دا حركت دَ هغه په باب دَ اعلانيه كركي په توګه وَسنجَولو اوڅو لمحو ورسته چي يې ساه ورتنګه شوه ، نو يې ډاكټر پُو له ځان سره سم ولاړ كړو ..
" " وَ بخښئ .. موږ هلته په يو ټاپك باندي يكړه خبره كول غواړو.. اجازه ده ګراني وسا؟
وسا دَ سېلاني په دې حركت باندي ډېره خفه شوه نو ځكه يې نه ورته "هو" كړو او نه " يَه " بلكې مخ يې دَ ملګرو په لور اړَولو ورسته له هغوئ څخه تپوس وَكړو ..
" " تاسو به څه خورئ يا څيښئ ؟
اوس به لا سېلاني له پُو سره مخته يو بل خالي مېز په لور ګامونه اوچتولو، چي سوپيس وَ پُو ته ور ژغ كړو ..
" هې مسټر پُو.. دا سېلاني دې په كومه راڅخه بوتلو؟ "
كه څه هم ډاكټر پُو دَ هغې دا خبره په زړه باندي ډېره بد ه نه واخيستله ، خو سېلاني پوهى شو، چي سوپيس دا خبره په هغه باندي دَ پسخوند وهلو په توګه كړي وه -
" دَ ډاكټر وسا ناسته له دغو خلګو سره نه ده په كار.. دا ټول خو زما او ستا دُښمنان دي او بل ..."
ډاكټر پُو به لا نورڅه وئيلو، چي مديحه مصرۍ ، منوېلا او راناشامۍ هم ورسره ګوره چي څنګه بيا ګامونه دَ هغه مېز په لور سم كړي وْ چي هغوئ يې په خوا روان وْ نو ځكه دَ پُو خبره په هغه ځاى پاته شوه او دَ منوېلا په دې تپوس باندي خبري مخته غزوني وكړې ، ګوا ..
" " داسي راته محسوسېږي لكه هغه توران چي يو بېل ګروپ سازَوي لګيا وي ؟
" وسا او فلوريتا خو له سپينو سره اړه لري"
رانا چي داسي وَوئيلو، نو مديحه واي . .
" " دا سوپيس او ډاكټر وسا نن سبا ګوره چي په كوم پراجېكټ باندي كار كوي؟
" " كېدلى شي ، چي هغوئ دواړه زموږ وَ دې يار ته يو شوي وي
ډاكټر پُو چي دَ سېلاني په خوا اشاره كولو ورسته داسي خبره ورسره وَتړله ، نو ټولو څه وَخندلو، چي وسا او سوپيس دواړو له هغه ځايه ورته په كږو سترګي واړَولي ، نو ځكه خو پُو وَ سېلاني ته په غوږ كي دا خبره وكړه ..
" " موږ ته هم اوس دغسي دَ هغوئ په زخمونو باندي مالګي دُوړول په كار دي .. څه پوهى شوې ؟
او سېلاني هم دغه خبره ورسره خوښه په دې كړه ، چي نن په درسته لاره كي هغه هم دغسي بيا بيا ځانته وئيلو، چي څله هغه هم هغسي اور لګوني نه كوي ، لكه دې وخت چي يې وسا په غېر ارادي او سوپيس په ارادي توګه كوي ورسره نو ځكه يې دې وخت دَ هغه پلان ورسره په داسي نيمګړي خبره كولوخوښ كړو او وئيلو يې . .
" " هو، په كار خو دى چي داسي وكړو
_ 3 _
غرمه دولس بجې چي بس دَ مصر دويم غټ لاكن وَ ډېرخواپاكي ساحلي ښار سكند ريا ته پېښه وكړه ، نو دَ سېلاني سره ناستي وسا دَ هغه پام دَ هغه غټ او ښائسته محل په لور داسي واړَولو ..
" " كنګ فاروق به زياتره وخت په كي اوسېد لو
" " ښه ښه ، لاكن اوس هم
سېلاني چي تر ضرورت زيات حېرت دَ هغې په خبري باندي څرګند كړو، نو هغې په پسخوندي موسكا كي ورته داسي وئيلو لكه هغه چي تر اوسه هم په مصر كي دَ هغه پاچهي ګڼي ځكه خو يې ورته وئيلو ..
" " هغه خو اوس نشته
" " هو هغه اول وْ او اوس نشته
دومره وئيلو ورسته يې دَ سړې ساه اخيستلو سره سم خبره مخته داسي كش كړه ..
" " بس دا خو دَ وخت وخت خبري دي
" " بېشكه.. وخت په سړي څه او څه نه كوي
هغې لا خبره سره ته نه وه رسولي ، چي دَ شا له خوا دَ ډاكټر تفېرا په ژغ كي دَ خپلو ملګرو له خوا داسي بلنه ورته وَ شوه ..
" " وسا .. هې ډاكټر وسا راشه
" " يو منټ ، درځم درځم
او بيا يې دَ هغه ډلي دَ خواهش په سمون سېلاني ته وئيلو ..
" " سوري ډئير.. زه به هلته ورشم
سېلاني دَ هغې په روئيه باندي ډېر زړه ماتى شو او چي هغې څنګه وزَر وَ تګ ته وَ تللو، نو دى له ځان سره وَ بُوڼېد لو . .
" " هو، او دغه رنګه هغه دَ خپلي زمانې شاه فاروق هم زما په رنګه يوازي پاته شو
وسا دَ هغه دا خبره واورېد له ، ځكه خو وَموسېد له او شاته تېره شوه او بيا څه وخت ورسته دَ سي ډي سي بس په بېلا بېلو لارو دَ شنه مېډ يټېرينئين سمندر وَ هغې صفا څنډي ته وَ رسېد لو، چي په مامورا بيچ باندي يې شهرت درلود لو-
مخته نو بيا په هغه بيچ باندي څه وْ ؟ زياتره ملګرو ورباندي دَ سكول دَ ماشومانو غوندي لوبي پئيل كړې چا په يو بل اوبه غورځولې ، چا يو بل ته ديكې وركولې خو دَ لومائي ، پُو او دَ مراكش حسن له خپلي تاجكۍ ياري ګل چهره سره سم بيا اوبو ته له روسۍ پېغلو سره ورټوپ كړي هم وْ -
خو بلي خواته وسا چي تر يو څه ساعته پوري له سېلاني او منوېلا مورتي فېميلي سره دَ بيچ په چوكيانو باندي ناسته وه هم ډېر ژر بيا دَ منال په ور بللو پورته شوه او دَ سمندر دَ ښكلاګانو برخه څه شوه ؟ چي بيا نه يوازي دَ سېلاني په مزغو كي ، بلكې دَ عقود ، رانا ، مديحه او دَ منوېلا پرته هم دَ ځينو نورو سترګو وړاندي داسي سوال وَګرځېد له ، چي ځواب يې تر هغه دمه نه درلود لو، چي دَ سي ډي سي بس بيرته روان شوى نه وْ ګوا هغه له سېلاني څخه اوس باقاعده خفه شوي وه خو دَ سېلاني په مزغو كي د ې سوال دَ ځواب په تمه غزوني څه كولې ، بلكې منوېلا دَ پوښتني په ځواب كي يې لا هم داسي بيا بيا وئيلو ..
" هغه په څه خفه ده؟ نه يم خبر
او بيا يې مخته لا داسي هم وئيلو، چي ..
" " پرېږده يې ، چي خپل دا ضد هم سرته كړي
كه څه هم دا خبره سېلاني دَ زړه برسېره كوله ، خو كولى هم څه شو؟ ولي چي وسا نه يوازي ورڅخه خبري بندي كړي وې بلكې اوس خو يې دَ هغه دَ زړه دَ سېځلو د پاره بلا ناروا اداګاني هم وړاندي كولې -
_ 4 _
دا هغه لائټ ټاوْر دى ، چي دَ سكند راعظم په دور كي يې دَ اوبو دَ جهازونو راهنمائي كوله او رڼا په كي" بې له تېلو او بجلۍ له كنكشنه تر دې شل يا پنځويشت كالونو شا ته پوري برېښېد له خو دې تجسس ، چي دا رڼا ورته څنګه او له كومه راځي ؟ دَ ځواب دَ لټون په تمه چي كله دَ نوي دور په انجنئيرانو باندي "خلاس كړلى شو.. نو رڼا له هغې ورځي ، بيا تر ننه پوري نه شوه په كي بله
په دې كي شك هم نه وْ ، چي هر ملګرى دَ مسټر ذ ېن په دې خبري باندي حريان حريان وَ هغه لائټ ټاوْر ته كتلو، خو يوه وسا وه او بل سېلاني ، چي تر هغه ټاوْره يې زيات يو بل ته په غلا غلا كتلو .. خو په برګو برګو سترګو باندي هو، شايد ځكه ، چي هغوئ په خپل خپل سوچ باندي يو بل ته دَ دې خفګان ګيلې كولې هرڅه ، كه دواړه په خپل خپل ځاى غلط او يو بل ته مات برېښېدلو، خو په يو بل باندي يې له نازه تلني هم كولې لكه چي -
په دې سمندري څنډي باندي هلته يوې خواته غټه پخوانۍ محل وزمه كلا چي دَ " صلاح سېتهادل" په نامه شهرت لري ښكاره كېد له خو دَ وخت دَ كمبوت له لاري چي هغوئ ورته نه بوتلل شولو نو په دې خو دَ ټولو په خوښه دَ ميوزيم كتلو ورسته دَ نړۍ دَ نوموړي الېګزينډ ريا لائبرېرۍ ځكه ورته ښكاره كړلى شوه ، چي په دې ښار كي چي تر ټولو زيات دَ اهميت وړ څيز دى نو هغه دا تاريخي كُتب خانه ده ، چي په 300 ق م كي بطليموس اول جوړه كړي وه دا واحده تاريخي كُتب خانه وه ، چي دَ دې لائبريرين به دَ باچا په درباريانو كي تر ټولو لوى او عزت د اره درباري ګڼل كېد لو او نن هم دا دَ قامي ورثه ګڼل كېږي په دې كي دَ اتيا لكهو كتابونو ږدلو ځاى جوړ كړل شوى دى خو دې وخت چي كله سېلاني او دَ هغه ملګري په كي يوې بلي خواته ګرځېد لو، نو په كي څلور لكهه كتابونه پراته وْ لاكن سېلاني ورڅخه هيڅ استفاده ځكه نه وكړو، چي هغه دلته په دې لائبرېرۍ كي هم په وسا پسې سترګي يوې بلي خواته داسي ځغلولې ، لكه هغه چي دَ دې لائبرېرۍ هغه يوازينى كتاب وي، چي په هغه باندي ځان نه يوازي لوستل غواړي بلكې داسي ورته وئيل غواړي ، چي ..
" هې سېلانيه .. خبر يې ، چي دا كتاب خانه دَ يوه روايت په سمه جوليس سيزر چي كله په سكند ريه باندي حمله وكړه ، نو يې اور وركړى وْ ، چي په كي څلوېښت زره كتابونو سره سم هغه زما او ستا دَ ميني كتاب هم سوځېدلى وْ"
خو بلي خواته ساده سېلاني وْ ، چي يې ورته په سر ښورولو كي وئيلو ..
" يَه .. زه په دې نه يم خبر "
" " ته به نو څنګه خبرېدلې، چي
" " څه وئيل غواړې ته ؟
سېلاني به له خياله نوري تړلي ګنډي خلاسولې، چي هلته يې ليري ولاړي وسا سره چي څنګه سترګي څلور شوې ، نو هغې تندى ورته تريو كولو ورسته په مخ خورې زُلفي داسي يو دم په شا وَڅنډلې لكه هغه چي سېلاني نه جوليس سيزر وي او هغه له خشمه ورته واي ، چي ..
" او دا خو بيا ښه وشو، چي كله مارك انتهوني حكمران شو، نو دَ زما په ضد كولو هغه ورته دَ دې عظيم تاوان په بدله كي دوه لكهه كتابونه ور واچولو"
" " ستا په ضد ؟؟
" " هو .. زما په ضد
او بيا په كلكه خندلو ورسته ورڅخه تپوس وكړو ..
" " ولي .. زه ستا قلوپطره نه يم ؟
اوس به لا سېلاني له خياله هغه دَ خپل ښايست په وړاندي قلوپطره تسليم كوله ، چي صلاح مصرى دَ هغه په اوږه باندي لاس ږدلو ورسته له ځان سره مخته بوتلو-
لنډه دا چي كله له دې ځايه دَ لوستونكو ډله څنګه په بس كي دَ دې ښار په تنګو او پراخو روډونو باندي ګرځېد لو ورسته دَ نامي " سعد زاغلون اسكوائر" سره دَ نيمي ګنټهې د پاره خوشي كړل شوه نو ملګري په ښائسته دوكانونو كي دَ شاپنګ په نيت په ډلو ډلو كي وَ ويښل شولو كه څه هم وسا له سوپيس او منال سره ګوره چي په كومه باندي هوا شوه ؟ خو دلته دَ پُو او البانۍ ملګري منوېلا مورتي په انتهائي خوښه دا سي صلاح سرته وَرسېدله ، چي سېلاني به له شامۍ پېغلي رانا سره ناسته ولاړه په دې نيت زياتوي ، چي دَ حسد كولو له لاري وَ ډاكټر وسا ته خپله غلطي احساس شي -
كه څه هم دا ګران كار وْ ، خو دَ هغوئ دَ ضد له لاري سېلاني دَ داسي كولو د پاره په زړه كاڼى كښېگگولو او په هغي خوا ورسره روان شو، چرته چي رنا له عراقۍ پېغلي عقود سره تللي وه هن دا، چي بس كله بيرته دَ قاهره په لور مزل لنډَ ولو، نو دَ مابېن په سيټونو كي سېلاني دَ رانا پرته له منوېلا، عقود ، پُو، مديحه ، حسن ، ګل چهره ، جارجين خاتونا ، بېسنك او دَ هغه وړو لُوڼو فلاويه او وينډي سره ګډ دَ ټوكو ټكالو په تاوْده محفل كي داسي بوخت شوى وْ ، لكه غم چي يې په خوا نه وي راغلى -
هرڅه هرڅه ، خو په زړه يې يو عظيم خداى خبر وْ، چي دې وخت دَ هغه په زړه كي وسا ډېره په شدت سره كوټېدله خو هغه وه ، چي شاته يې له سوپيس ، منال او ثريا سوډانۍ سره دَ ډومينو لوبه ډېره په خوند څه كوله ، چي دَ بُوباجوُف او ډاګټر لومائي په ټوكو باندي يې داسي خوند ونه هم اخيستلو لكه هغوئ چي يې دَ زړه دَ رباب تارونه خورا په خوند او په هنرچېړي -
_ 5 _
سېلاني كه څه هم دَ وسا له ميني لاس نه وْ اخيستى او نه يې دا ګڼلو، چي ګني هغه ورسره مينه نه كوي خو دَ سوپيس سره تعلق يې دَ بېلتون وسوسې كه څه هم دَ فلوريتا په دې خبري باندي دَ هغه په زړه كي لا نوري سېوا كولې ، چي ګني وسا ګاهى ګاهى هلته فلېټ ته هم ورته راځي خو بيا چي يې دوه درې ځله له سوپيس سره ملګري دَ سي ډي سي په لائبرېرۍ او كېنټين كي دَ بُوبا مخامخ ناسته هم په خپلو سترګو وَ ليد له ، نو يې دې زړه وَمنلو، چي هغې يې دَ هېرولو تابيا شروع كړي ده -
ګوا اوس سوپيس له سېلاني څخه جنګ ګټلى وْ او هغه ته يې لا نور نور دَ زړه دُوك ورسپارَلو هم په دې خو سېلاني اوس نه يوازي له كلاسونو څخه كله كله غېر حاضر پاته كېدلو، بلكې زياتره وخت به په خپل فلېټ كي پاته كېد لوهم او وجه يې دا وه ، چي هغه دا هر څه نه شو ليدلى كه څه هم ډاكټر پُو څو ځله له هغې سره دَ سېلاني په پټه خبري كړي وې ، خو هغې كه ورته غوټ انكار نه هم وْ كړى ، نو يې داسي ورته ضرور وئيلي وْ ، چي . .
" " سېلاني يوازي له ماسره خو مينه نه ده كړي
بيا كه به يې مخته دَ هيچا نوم نه هم ورسره تړلو ، خو مطلب دا وْ چي سوپيس له خپلي خوا هر څه ورته وئيلي وْ او بلكې ګوره چي لا يې څومره مالګه مصالحه هم په كي ګډ ه كړي وه ، چي وسا له سېلاني څخه اوس مينه نه ، بلكې كركه كوله -
يوې خواته دا غر، چي په سېلاني باندي را نړېدلى وْ او بلي خواته په كلاسونو كي دَ سوپيس له خوا په خبرو كي رقم رقم اشارو او پسخوندي موسكاګانو خو هغه په دې هم پارَولى وْ، چي يا خو هغه ډائيڼه مړه كړي او يا دئ خپله وَ تښتي له دې هېواده خو وژلى يې په دې نه شوله ، چي سېلاني شاعر وْ او هغه هم عاشق شاعر، چي په درست ژوند كي يې مېږى لا هم نه وْ وژلى او چرته دَ انسان مرګ هو، ميدان يې بيا په دې نه شو ورته پرېښولو، چي پښتون خو هم وْ -
لاكن تر كومه ؟ دَ ظلم خو هم اّخير يو حد وي نو ځكه يوه ورځ سوپيس دَ دې هر څه پرته چي دَ سېلاني دَ ناجوړۍ تپوس كولو ته دَ هغه وَ فلېټ ته ورغله ، نو يې دَ ناروغۍ دَ تپوس له لباسي خبرو ورسته له هغه څخه داسي سوال هم په ډېر پسخوندي انداز وكړو ..
" " وايه سېلانيه .. څنګه وي دَ زړه سوځنه ؟
سېلاني هغې ته سرتر پايه كتلو ورسته دَ سړې ساه ايستلو ورسته په اثبات كي سر ورته ښورَولو په وخت په نرۍ دړدېدلي موسكا كي داسي ځواب وربيا كړو ..
" " منم دي سوپيس ، چي ډېره لويه فنكاره يې
او بيا يې دَ څه چپيا ورسته په كراره ورته وَ وئيلو . .
" " تر ډېره هانده دي لاجوابه كړى هم يم ، خو ماته ځكه نه منم ، چي نر يم او هغه هم پښتون نر
" .. " وايه سېلانيه .. ته نه غواړې ، چي وسا دي بيرته ستا شي
" " يَه .. ګرسره نه ، ولي چي هغه اوس
" .. " زما په جال كي راګېر ده او ته به هم ته نه پاته كېږې
سوپيس چي دا خبره ورته ځواب كړه ، نو يې په پرس كي ګوره ، چي هغه تهائي چاړه او كه بل څه لټول شروع كړو چي سېلاني هم يو دم ورته الرټ كېد لو سره سم واي ..
" " مرګ .. له مرګه دي نه وېرېږم او نه مي هغه ژوند په كار دى ، چي ته يې راسپارې
او بيا يې دَ زړه له سوخته " اُووف" كولو ورسته ورته وئيلو . .
" " ته چي له ما سره څومره بد روا كوې هغه وكړه ، لاكن دا يو خواست درته كوم چي
" " را ورسېد لې وَ خواست كولو ته؟
هغې به لا اوس په دې خبري خوند اخيستلو، چي سېلاني ورته دواړه لاسونه جوړه وَنيولو او بيا يې ورته وَ وئيلو . .
" " هو، دغه يو خواست ، چي هغه ماشومه ډاكټر وسا نه كړې برباده پليز
... ډاکټر وسا ؟؟ " " وسا
دا تورى بيرته تكرارَولو ورسته هغې خپله سينه موږَلو سره سم مخته په غاښونوكي داسي خبره وَچيچله ..
" " په هغي وسا باندي خو به داسي كانې كوم ، چي هغه تباه شي او ته ځله سل ځايه وَچاوْدې
هغې به لا نورڅه وئيلو، چي دَ سېلاني په سترګو تياره راغله او دَ لېونو غوندي يې له خلې چيغه وتلو سره سم دَ پلنګ سره نيږدې په چوكۍ باندي ناستي سوپيس ته دَ زړه له اخلاصه چي څنګه لغته ورسمه كړه ، نوهغه كه څه هم نه شوه غورځاره ، خو له خلې يې داسي دَ دړد تېره چيغه وَ وتله ، لكه عزرائيل چي يې روح ورباسي او دَ فلېټ دَ دروازې په لور يې يو دم منډ ه كړه -
بس بيا نو څه وْ ، چي له خلې يې لاس داسي واخيستلو، چي دَ څنګ له فلېټه منوېلا مورتي او بېسنك سره له لُوڼو هم دباندي راوَختلو او دَ هغې سرې سپۍ دا يو څوخبري يې په خپلو غوږونو واورېد لې ، چي هغې وئيلو ..
" ما لا هيڅ نه دي درسره كړي .. مخته ګوره چي لا به څه څه درسره كوم .. ياد يې لره زه هم تهائي يم تهائي"
او بيا چي څنګه دَ بُوبا په فلېټ كي دننه شوله ، نو منوېلا په حېرت له سېلاني څخه تپوس وكړو ..
" " دې سوپيس څه وئيلو او څله داسي جلالي شوي وه؟
سېلاني سر په دواړو لاسونو كي نيولو ورسته فقط دومره ورته وَوئيلو . .
" نور نه يم خبر منوېلا .. خو زه له او خپلو ټولو ملګرو څخه هم دا يو خواست كوم ، چي پليز هغه وسا له دې تهائي ماربچۍ څخه وَژغورئ هغه ډېره ماشومه ده ، ډېره ماشومه ده"
او بيا په ډكو سترګو بيرته خپل فلېټ ته ننوتلو-