سېلاني چي به هرڅو هغه پېغله له خپله ذهنه دباندي ايستلو هڅه كوله ، نو هغه به نوره نوره دَ ده په زړه كي جګېدله او هغه ته به يې دا خبره په يقيني توګه څرګندَ وله ، چي ګني هغه بله نه بلكې كټ مټ هغه څېره ده ، چي دَ ده دَ تېر ژوندون ټولو ليد لو څېرو يې تر هغې پوري دَ رسېد لو رهنمائي كړي ده ­  نو ځكه خو نن سېلاني له ډاكټر پُو سره په هغه فلېټ كي دَ اوسېد لو دپاره ډېر هوسېد لو، چي وسا ورته خوښ كړى وْ ­ له ځان سره سوچ كولو ، چي ..

" " څومره به خوشاله شي هغه ، چي ما يې دَ خوښي په سمه خبره منلي ده 

او بل ملګري پُو سامنانګ به هم نن سهار بيا بيا داسي ورته وئيلو، چي ..

"  " هغه فلېټ ته موږ خپله نه ، بلكې وسا پارَولي يُو، چي ورځو

لاكن كه څوك دَ سېلاني  په دې خوښه نه وْ خوشاله ، نو هغه يوازي  سوپيس وه ، چي نن يې په وار وار هغه ته دا وئيلو، چي ..

" " تا تازيله وَكړه ، له دې په چپه خو هم فلېټونه وْ ­ كېدلى شو، چي ښه او ارزانه فلېټ دي موندلى وى

لاكن دَ ګامبيا تك تور خرټ ملګري بوبا جُوف او ډاكټر لو مائي يې په حق كي ځكه وْ، چي هغو ئ او په بس كي شاته ناستي البانۍ ملګري منوېلا مورتي ، چي له خپل مېړه  بيسنك او دوْ وړو لوڼو فلاويه او وينډي سره ناسته وه هم په هغې پلازې كي يو بل سره څنګ په څنګ فلېټونه نيولي وْ ­ او دې وخت چپ له  تهائي سوپيس ،  فلوريتا فلپائنۍ ، دَ منګوليا التانګريل ، دَ يوګنډا بتوكا ، دَ ايتهوپيا ډاكټر تفېرا، دَ عراق پېغلي عقود او ځيني نورو پرته سعيد سوډاني هم له " هېلو قاهرو هوټل" څخه كډي دَ سي ډي سي په بس كي بار كړي وې او خپلو نيول شوْ فلېټونو ته روان وْ ­ لاكن بس دَ نيمي ګنټهې دَ سفركولو ورسته ، چي كله سي ډي سي ته وَرسېد لو، نو دَ ټولو په صلاح باندي هغو كډوالو هم دا خوښه كړه ، چي تر فلېټونو دَ مخه كه سي ډي سي ته دَ يو څو ساعته د پاره ورشي ، نو به له يوه مخه وَ خپلو كډ و خلاسوَلو ته خلاس هم شي -

 سېلاني بيا په دې خوشاله وْ، چي كېدلى شي ، هغه غاوره پېغله هم وَ ويني ، چي نن يې له لومړي سهاره په زړه كي كُوټېد له لګيا وه ­ او دَ خپل ښه بخت له سوبه  هغه لا سم له بس څخه نه وْ كُوز شوى ، چي يو خوږ ژغ يې پام په هغه لور واړَولو­ چي وئيلو يې . .

 "   " صباالخير

   هو، دا وسا وه ، چي له هغوئ سره سمه له خپلي هغې د نګي توربخوني مګر ښائستې سوډانۍ ملګري پېغلي منال الجدال سره په غټو ګامونو دَ هغوئ له مخه دَ باد دَ څپې په شان دَ تېرېد لو په وخت يې ورته په موسكني انداز كي وَ وئيلو ­ كه يې څه هم دَ سېلاني په لور كتلي وْ ، خو دَ هغه دَ توقعاتو په سمه ورته درېدلي نه وه ­ نو په دې خو يې طبعيت څه غوندي خټه  شو او اوس به يې لا په مات زړه په  سي ډي سي كي قدم ږد لو، چي سوپيس ورته راورسېدله او دَ پرون دَ ماخستن په شان يې لاس په اوږو باندي ورته ږد لو ورسته داسي ګډ ه ورسره روانه شوه لكه هغه چي په سي ډي سي كي ټولو ته دا ورښئيل غواړي ، چي ګني هغه دَ سېلاني سره  Patch up شوي ده ­  لاكن سېلاني ته دَ هغې دغه انداز خوند نه كړو ور ، نو ځكه يې دَ هغې لاس له اوږې څخه چي څنګه ليري كړو، نو هلته يې سم دستي په  وسا كي هم سترګي وَ نښتلې،  كومي چي په لابي كي دَ لفټ سره ولاړي دَ هغوئ په لور كتلو . .

"  " دا دي څه وكړو؟ 

سوپيس يو دم  سېلاني له لاسه ونيولو او اوس به يې په غصه كي څه ورته وئيلو، چي هغه يې لاس هم وَڅنډ لو او ورته يې وئيلو..

" " پليز سوپيس .. دا  تهائي لېنډ نه ،  قاهره ده ، دَ مسلمانانو هېواد .. پوهه شوې

او بيا يې هغه حقه بقه پرېښولو ورسته مخته چي څگنګه ګامونه كښېښولو، نو وسا هم لكه داد وركولو په نيت ورته رامخته شوه او په نرۍ موسكا كي يې لا خله خبري ته جوړه كړي نه وه ، چي ډاكتر لومائي ورته ځان تر هغه له مخه كړو..

" " خبره يې وسا؟ موږ ستا په همسايه كي نن اوسېدلو ته راځو لګيا يُو

" " دا خو نو ښه خبره شوه

او بيا يې دَ سيلاني په خوا مخ اړَولو ورسته تپوس وكړو..

 او تاسوهم...؟ " "

" " هو، زه هم

سېلاني چي دومره وَوئيلو، نو ترشا يې را رواني سوپيس هم لكه ټپي زمرۍ ورته را وَرسېد له او له وسا سره يې هېلو هائ كولو ورسته ورته په لغازي تورو كي وئيلو..

"  ډاكټر ډاكټر.. ماته هم چرته له سېلاني سره نيږدې فلېټ راپيدا كړه پليز " 

وسا يو ځل وَ هغې او بيا سېلاني ته كتلو ورسته په نرۍ موسكا كي تپوس ورڅخه وَكړو..

" له سېلاني سره نيږدې ولي؟ "

"  " هغه ځكه چي ما او دى دَ يوې سيمي يُو

" " دَ يوې سيمي .. ګوا دى هم دَ  تهائي لېنډ دى ؟

" يم به نو، چي دا واي "

سېلاني چي دومره په لغازي موسكا كي وئيلو، نو هلته ولاړو ملګرو سره  سم سپين سترګي سوپيس هم وَ خندلو او خپلي خبري ته يې دَ ټوكي رنګ وركړو ­ لاكن ډاكټر وسا ښه پوهېدله ، چي هغې دَ سېلاني په ضد ځكه دغه خبري كړي وې ، چي دَ هغه ورسره نه وه جوړه ­ هو، لكه څو منټه مخكي چي يې هر څه په خپلو سترګو ليدلي وْ - 

_ 2 _

 اې خدائيڼي موركۍ .. زه دَ  بابا خداى په رنګه په انسانانو باندي ظلم نه شم كولى"  " 

دَ ظالم  فرعون سنېفيرو دَ مرګ  ورسته دَ هغه زوى خوفو چي څنګه دَ  فرعونۍ په چوكۍ كښينستلو، نو يې وَ خپلي مور خدائيڼي هتيفېريس ته په ډدن ژغ كي داسي وَ وئيلو ، نو هغه ، چي دې وخت ورسره په بلي چوكۍ كي ناسته وه دَ زوى په دې خبري باندي يو دم ولاړه شوه او دَ مېړه په مرګ  باندي يې په سترګو كي راغونډي شوي اوښكي وچولو سم دستي ورته له خشمه وَ وئيلو. .

" " دا څه واې زويه  خوفو ؟

 " زه سم وايم موركۍ خدائيڼي ..، هغه ځكه چي دا مخامخ په سره رېګ باندي ناست دَ بابا خداى په مرګ غمجن خلګ هم زموږ په رنګه دي"

فرعون خوفو چي داسي خبره له خلې څخه را وَ يستله ، نو كه يوې خواته دَ ناستو خلګو په سترګو كي دَ هغه په داسي زړخوږۍ باندي له ډېري خوشالۍ اوښكي وَ څركېد لې ، نو بلي خواته يې جلالي خدائيڼه مور وه ، چي هغه ته يې وئيلو.. 

 " زويه دا ستا وَ مخته ناست خلګ انسانان نه دي .. دا زموږ مرئيان دي مرئيان او په مرئيانو باندي ظلم كول زموږ فرعوني ننګ بلل كېږي"

مخته  فرعون خوفو څه وئيلو ؟ په دې باندي سېلاني ځكه نه شو خبر، چي هغه كه څه هم دې وخت له ګمانه دَ هغو زرګونو مرئيانو په منځ كي ناست دَ خپل زړه په دې فېصلې باندي ډېر خفه شوى وْ ، چي په نادانۍ كي يې دَ وسا ماشومه څېره وَ هغې هتېفيريس ته اغوستي وه ، چي په انساني بڼه كي يوه لېوه مونېد له ­ اوس به يې لا نور هم په خپل ګرېوان كي تُوكلو، چي دَ هغه دَ ارمان په سمون  لمرخداى  " ري  "ور مخته شو او  دَ  وسا څېره يې دَ زړې راڼۍ هتيفېريس دَ ګونځلكو جلالي نقشونو څخه په ډېر قهر باندي رابېله كړه او په خپل لاس كي يې نيولي دَ ځوان  فرعون خوفو په دې بل اړخ كي ناستي خندَرويه راڼۍ  ته چي په ډېر وياړ باندي كله ور اغوند له ، نو دَ هغې په شونډو باندي يوه خوږه غوندي نرۍ موسكا وه ، چي غوړېد له ­ هم ځكه خو دَ سېلاني له خلې څخه له ډېري خوشالۍ يو دم داسي خبره وَ وتله ..

 ډېر ښه .. ډېر ښه ، دغه خو هغه پخوانۍ څېره ده چي وسا يې ارزي"  "

هو، په جيزا كي دَ  اهرام مصر دَ څلوركونجيزه مينارو مخي ته دَ \" ساوْنډ اېنډ لائټ شو\"  په نامه غوره شوي ډرامه ماخستن خواته كتلو په وخت  له ملګرو سره په څنګ كي ناست سېلاني چي له خياله ناببره داسي وَ وهېد لو ، نو وَ كيڼ لاس ته  ناست چينائي ملګري ډاكټر لومائي  ورڅخه پوښتنه وكړه . .

" " څه دي وئيلو سېلاني ؟ زه پوهـ نه شوم ، چي تا څه وئيلو ؟

" هيڅ نه ، بس مازي مي هغه كنګ خوفو ستائيلو ، چي په نره يې دَ ظلم نه كولو اعلان وكړو "

سېلاني چي خبره يو دم په بله واړَوله ، نو هغه هم په سترګو باندي چشمكي سمَولو ورسته واي  . .

 "  بېشكه ، كه هغه داسي نه وى كړي ، نو نه به هغه مخامخ ولاړ لومړنۍ څلوركونجيزه ګومبته ولاړه وى او نه دَ دې نورو ګومبتو دَ جوړَولو دَ رجحان پرته دَ هغه او دَ هغه دَ كورنۍ دومره نوموړى نوم"

هغه لا خبره سر ته نه وه رسولي، چي دَ دغو  پېراميډز ( اهرام مصر) په باب په  انګلسۍ ژبه كي داسي خبري په لاوْډ سپيكرانو كي كېد لې  ..

 "  داسي خو دَ  نيل درياب له څنډ و سره 87  وړې او غټي څلوركونجيزه مينارې دَ بېلابلو فرعونانو دَ مقبرو په توګه جوړي شوي دي ­ خو دَ  قاهره دَ  اهرام مصر په نوم دا درې غټي ګومبتي دَ دُنيا په اووْ عجوبو كي دَ بېخي نادري عجوبې په توګه پېژندل كېږي"

او بيا مخته كيسه دَ  فرعون خوفو دَ ګومبتي سره سمه دَ هغه له مشر زوى  فرعون خافرا او كشر زوى  فرعون مينكورا په زمانو كي دَ جوړو شوْ نورو دوْ ګومبتو سره تړلي دَ رڼاګانو په سېلاب كي دَ غټ ابواالهول چي له انساني سر سره ناست يو زمري دى څخه چي څنګه دَ  فرعوني ننګ په لور راغبرګه شوله ­  نو سېلاني هم ځان دَ زيارت او چوتېر دَ سيمي نننى پښتون نه ، بلكې دَ پخوانۍ زمانې په بوده وزمه غوندي خوراكي انسانانو كي ورګډ يو انسان ګڼلو ­ خو بيا يې هم دَ ميني دَ جنون له سوبه دَ نورو انسانانو په رنګه  دَ خېټي دَ غم خوړلو په مزدورۍ كي دَ دې اهرام مصر وَ اتهه اتهه فًټه پلنو درنو بلاكونو ته اوږې وركولو په ځاى په نهره دَ هغې وسا دَ يوه نظر كتلو په نيت رېګجني لاري كچلې ­ چي لا يې سر دَ  فرعون خوفو دَ راڼۍ په اوږو باندي نښتى ډېر ښكلى برېښېد لو-

 كېدلى شو، چي سېلاني لا نور نور سوچ پوخ كړى وى ، چي ورسره ښي اړخ ته په چوكۍ باندي ناستي منوېلا مورتي ورباندي ژغ وكړو او واي  . .

   تا ماڅپښين له سوپيس سره وَ ليدلو كه يه؟ " "

دا پوښتنه يې څه وكړه ؟ چي هغه يې په ويښوسترګو باندي له ليدلي خواږه خوب څخه بيرته راويښ څه كړو ، چي هغه هم په مات زړه ورته  وَ وئيلو..

 " " يه ..  ضرورت يې هم نشته

" " لاكن دَ هغې خو ډېره درسره جوړه ده

" وي به "

"  وي به نه ، بلكې ده هم "
" ولي تاته يې زما په باب څه وئيلي دي ،كه  ته هسي له خپلي خوا ګډ ه يې ؟ "

"   وئيلي خو يې نه دي ، لاكن ښكاري داسي راته ، چي هغه په تا پسې مري"

 هرڅه هرڅه ، خو زه يې ګرسره نه خوښَوم .. ولي چي هغه ډېره سپكه او پاسكه انجلۍ ده" "

دومره چي سېلاني ورته څنګه وئيلو ، نو هلته  دَ  فرعونانو فرعون رعمسيس الثاني دَ مړاني په باب دَ نوموړي شاعر شېلې ليكل شوى نظم په سپيكرانو كي خپور شو ­  او له دې نظم ورسته په  فرعوني سازونو باندي  دَ زاړه  مصري كلتور او دَ رواجونو ښئيلو پرته دَ پخوانئيو رقصونو سره سره دَ  بېلي رقص په لور دَ هغه درانه محفل لنډَونه پئيل څه شوه ؟ چي  ډاكټرلومائي او ور سره هغه  بل اړخ ته ناست دَ  اّذربائيجان ځوان  باګيرلي روُف هم له منګولۍ پېغلي التانګريل سره سم مستۍ پورته شولو ­ او دَ هغو نورو مستو سېلانيانو  غوندي وَ خپل خپل ژواكي ډانس كولو ته يې داسي ملاوي وَتړلې ، لكه هغوئ چي هم وَ  فرعوني تاريخ ته دَ دانګلو هڅه كوي لګيا دي ..  

_ 3 _

" ډاكټر وسا ډېره ښائسته ده ، چي موږ ټول ملګري دي ورباندي اېله كړو .. څنګه غلطه خو نه وايم؟ "

" هو، دا خبره خو ده .. "

.. دَ سوپيس دَ لغاز په ځواب كي به سېلاني لا څه نوره خله پرې كوله ، چي هغې بيا وار لاس ته كړو او واي

 " پرون  په قاهره ميوزيم كي هم دَ فرعونانو تر مميانو كتلو ستا پام په هغې ښائسته ډاكټري كي زيات بند راته برېښېد لو او بل .. هغې به هم كله كله سترګي په مينه در اړَولو ورسته وَخند لو"

" " سوپيس.. زه نه شوم پوهى ، چي ستا له دې خبرو كولو څخه مطلب څه دى ؟ 

 هيڅ نه ډئير.. بس هسي مي تا ته هغه وسا در يادَوله" "

نو ځكه سېلاني ورباندي وَ خندلو او خبره يې دَ ټوكي په لور وړلو په نيت ورته وئيلو..

" سوپيس ته زما دوسته يې ، خو هغه ... "

" .. " هغه ستا محبوبه ده .. ستا دَ وئيلو مطلب دا دى؟

" هو، څنګه چي ته ګڼې "

" لاكن تا خو له ماسره هم.. "

" منم او انكاري زه هم نه يم .. او بيا بيا وايم ، چي ته زما خوږه ملګري يې او زه ستا ډېر قد رهم كوم "

"  " خېر.. تاته به خپله پته وَلګېږي .. ډېر ژر

" ولي وژنې خو به مي نه ؟ "

" دا هم كېدلى شي "

كه څه هم دا او داسي نوري خبري نن  غرمه هغه وخت دَ سېلاني او سوپيس تر ميان په موسكنۍ اشارو كي كېد لې ، چي له لوستونكو ملګرو څخه ډك بس دَ سلطان صلاح الدين ايوبي له غټي محل نما كلا  او ورسره څنګ كي دَ محمد علي پاشا په دور كي دَ جوړ شوي بېخي غټ او ښائسته ماجت څخه روانېدلو ورسته دَ  قاهره په تاريخي ښار كي دَ خان الخليلي په لور روان وْ - 

دَ حضرت امام حسېن عليه السلام ماجت، چي سر مبارك يې په كي پټ كړى دى سره جوخت دَ خان الخليلي په تنګو بازاري كوڅو كي دَ ښه سېل كولو ورسته دَ سي ډي سي له خوا هغوئ ته په يو ښايسته اوپن ائير رېسټورېنټ كي دَ تورو لاچي داره چائيو څيښلو اهتمام څه وشو، چي سوپيس دَ سېلاني سره په خالي چوكۍ كي كښېنستلو ورسته دَ سېلاني له خلې بل سګرېټ غوټه كړو او په پسخوندي انداز يې وړوكى كش ورڅخه لګولو ورسته په مېز باندي پرتي دَ لرګي په اېش ټرې كي مړه كولو ورسته وَ بار والا ته ور ژغ كړو-

 هيلو وېټر .. موږ ته هم يوه شيشه راوړه ، چي زه او ګران سېلاني يې دَ يو چا په نوم لوګى كړو"  "

" دَ چا په نوم ولي مادام ؟ ولي يې تاسو دَ يو بل په نامه نه لوګى كوئ ؟ "

بار والا ، چي يو پنډ ځوان مصرى وْ ، دَ چائيو دوه ګلاسونه ورسره نيزدې پراته دَ بل چا په مېز ږدلو ورسته چي داسي خبره په شوخۍ كي وَ كړه ، نو مسټر ذېن ، چي په سي ډي سي كي اُستاذ وْ هم ورته دَ را رسېدلو سره سم په خندا كي وَ هغه بار والا ته ګوره چي څه وَ وئيلو، چي بار والا وَ سېلاني ته مخ اړَولو ورسته په موسكا كي وَ وئيلو..

 "  مبروك مبروك.. مادام كويسه ګاباني"
" "  لا لا ګاباني .. مادام  تهائي

او بيا يې سېلاني په ملا ټكولو ورسته ورته په غوږ باندي خله ږدلو ورسته ګوره چي څه وَ وئيلو، چي دواړو په كلكه وَ خندلو ­ نو څكه خو دَ نورو ملګرو هم ورته پام شو او كرار كرار يې دَ هغوئ په خوا چوكياني ځكه ورنيږدې كولې ­ ولي چي دې وخت هلته دَ تودې ګپي سره سره درې واړو كسانو دَ شيشې ( مصري چولم ) څكولو دپاره اوږده نلۍ هم يو بل ته داسي په خوند او خندا پاسېدله لګيا وه ، لكه په هغه چُولم كي چي اچول شوي خواږه او خوشبوداره تمباكو اثرناكه وي ­ هم دغه سوب وْ، چي بيا په نه ساعت كي دَ هر ملګري مخي ته مصري شيشه پرته وه او چا چي كله په ژوند سګرېټ خلې ته نه وْ نيږدې كړى .. هغه چا هم له شيشې څخه خړوسكي ايستلې ­ سېلاني به لا نور هم مستېدلو، چي شاته ناست ډاكټر پُو ورباندي ګوزار وكړو..

" سېلانيه .. مزې كوه مزې "

دَ ډاكټر پُو دا خبره څه وه، چي دَ سېلاني خله يو دم له خندا څخه داسي راټوله شوه لكه هغه چي په اشارو اشارو كي ورته وئيلي وي ، چي ..

 " "  سړې ساهګاني خو دَ يوې په نوم اخلې او هوسېږې له بلي سره

كه څه هم دَ ډاكټر پُو په خوا او خاتر كي داسي خبره نه وه ، خو سېلاني په زړه زړه كي ځانته لانت ملامت كولو لګيا وْ ­ اوس به لا نور هم ماتېدلو را ماتېدلو، چي دَ مسټر ذېن دَ دې خبري په اعلانولو يې زړه بيرته خپل ځاى ته راغلو .. ګوا سبا سهار لس بجې به هغوئ او  دَ سي ډي سي زياتره نور لوستونكي دَ فرعونانو وَ كلي ته وړل كېږي ­ په نورو خداى خبر، خو دَ دې اعلان تر شا دَ وسا ديدنونه دَ سېلاني دَ ناببري خوشالۍ سوب ګرځېدلي وْ او بس . .   

_ 4 _

 دَ  فرعونانو دَ فرضي او لاسي جوړ كلي ، چي په كي دَ  فرعونانو دَ وخت له كورونو، كلو ، پټيانو ، ځنګلونو او ځناورانو څخه واخلې بيا تر ژواكي شيانو او رواجونو پرته دَ رقم رقم جامو ښودنه داسي شوي وه ، چي په جوړ واړه نيل درياب كي په چلېد ونكي كشتيانو كي ناستو ملګرو ورڅخه خوند ونه څه اخيستلو، چي دلته كه دَ باګيرلي رًوف او دَ  التانګريل جوړه جوړېد له لګيا وه ، نو بلي خواته  لومائي او فلوريتا هم يو بل ته نيږدې نيږدي كېدلو-

خو يو سېلاني وْ، چي  په يوازي ځان يې دَ وسا يادونه ځكه لوبَولو، چي هغه په دې ټوْر كي نه وه راغلي ­ هيله يې دَ راتلو دَ هغې دَ خوندَكۍ منال له قوله وه ، خو وخت ډېر په تادۍ مخته روان څه وْ ­ ګوا دَ فرعونانو دَ كلي په نوم په دې غټ پارك كي دَ كېنال اّف مېتهالوجي په څنډ و باندي جوړ دَ بېلا بېلو زړخوښيانو لكه دَ هغي زمانې دَ هل وهلو ، خوشبوياني جوړَولو، پيپارس كاغذ دَ سازَولوطريقو پرته دَ موسى او فرعون ځيني تاريخي او ډرامائي مناظر، دَ غم او خوشالۍ ځيني كلتوري نندارې  ليدلو ورسته اوس دَ ګلوبل كورس لوستونكي  په وچي مځكي باندي دَ فرعونانو دَ ټېمپل ، نوبلز هاوْس ،  فرعونك ګارډن او دَ  فرعونك سټوډيو كتلو سره سره دَ  لاسي جوړ اهرام مصر په لور ګامونه اوچتَولو لګيا وْ -

اوس به سېلاني لا نور نور دَ سوپيس دَ پسخوندي خنداګانو او دَ ډاكټر پُو دَ مينناكو ټوكو پلمه جوړېدلو، چي هلته ليري وسا په غټو غټو ګامونو دَ ورستي ټاك ګوا دَ ويليج هاربر څخه دَ بوټ هاوْس په لور تلونكي كشتۍ ته چي څنګه ځان وَرسَولو، نو دَ سېلاني شاته ناستي پېغلي منال  سره په څنګ كي پرتې خالي چوكۍ پرته هم  دَ سېلاني او دَ سوريا ( شام ) دَ پېغلي رانا تر منځ دَ ځان ځايَولو سره سم په ساهكېدلي انداز كي دَ هېلو هائ كولو ورسته واي ..

  "  دا زه بدبخته يم چي ما هيڅ نه وَ ليدلو"

او بيا يې يو وار سېلاني او بيا رانا شامۍ ته سترګي داسي په سترګو كي سوال كړې لكه هغه چي جوړه واي ..

" زه غواړم ، چي دا درست سېل له سره وَكړم .. تاسي دواړه به له ما سره ملګري وَكړى كه يَه ؟ "

سېلاني او راناشامۍ يو بل ته كتلو ورسته په سترګو سترګوكي دَ هغې دَ دې واړه خواهش په احترام كي چي سرونه په اثبات كي پورته كښته وَ ښورَولو او په ګډ ه يې ورته ست وَ كړو..

" " كه غواړې ، نو موږ به له نوي سره درسره هر څه بيرته وَ ګورو

" هو .. زه غواړم ، چي دَ فرعونانو دَ دور دا ماډل كلى وګورم ، خو تاسو.. "

او ګوره چي يې مخته هيڅ څله نه وَ وئيلو ؟ هو كېدلى شي چي په دې چي خواهش يې نيګړى نه شي پاته ­ نو ځكه خو يې په شونډ و باندي دَ خپل برياليتوب سره ملګري يوه خوږه غوندي موسكا په لومړي ځل سېلاني ته څه وړاندي كړه ، چي هغه يې ځانته دَ همېش دپاره مات هم كړو-

 مخته بيا هغه سېلاني وْ او هغه دَ  كېنال اّف مېتهالوجي دَ اوبو زړې لاري ، چي  په وړې غوندي كشتۍ كي يې دَ رانا او وسا په ملګرۍ كي دَ فرعونانو په دې كلي كي چي څنګه څنګه مخته لنډ وَلې ، هغومره په تادۍ  سېلاني پښتونزوى په ارادي او وسا عربلور په غېر ارادي توګه دَ يادونو په ټاپوګانو كي خپلي قديمي بڼي لټولو دپاره وختونه دَ  فرعوني زړَو زمانو سره سم دَ پېړيانو په شمېر شا شاته دَ لفظي اشارو او دَ مينَناكو روئيو په كومك  دېكلو لګيا وْ ­ هم ځكه چي بيا كله هغوئ له " فرعونك ويليج " څخه دباندي راوَتلو له مخه كوفي څيښلو په نيت دَ ګارډن نامي ځاى په هغه رېستتورېنټ كي ورننوتو، چي لوټس كېفې نومېدلو، نو شامۍ پېغلي رانا هم په موسكا كي داسي وئيلو-

 "  ښكاري راته داسي لكه دا زموږ دَ درې واړو دغه سېل چي به هم دَ فرعونانو دَ تاريخ په واقعاتو كي دَ يو اضافې ، لاكن نه هېرېدونكي ياد په توګه دَ سېلاني شاعر په قلم ابدي ژوند وَ مومي"

هو، كه هغې څه هم اشاره دَ سېلاني او دَ وسا تر ميان دَ هغوئ دَ زړونو تر ميان دَ لاري پرانستلو له هيلي څخه وه ، خو په لهجه كي يې لغاز له ورايه شاهد چي په دې سوب محسوسېد لو، چي هغه دَ  فرعونانو په كلي كي دَ درست سېل كولو په وخت دَ هغو دوْ تر ميان دَ دريم ملګري په توګه لا هم نه وه ګڼل شوي ­ كه څه هم هغه دَ خپل ښائست او مست پېغلتوب له سوبه په سي ډي سي كي خورا مشهوره انجلۍ وه -