" دَ مصر خلګ ډېر ښائسته دي ، ولي چي حضرت يوسف عليه السلام په دغي خاوري كي خو پيدا شوى
دى "
هو ، له دې هيلي سره ملګرى چي دَ مودو مودو دَ مزل كولو ورسته سېلاني پښتونزوى دَ نړۍ په درويشتم ګوټ كي دَ كال 1997ع دَ ستمبر دَ مياشتي په 29مه نېټه په لومړي ماښام څنګه قدمونه كښېښولو، نو داسي يې وَ سنجولو لكه هغه چي دَ خپلي هغې خيالي ليلا وَ كوڅې ته را ورسېدلى وي ، چي هغه ورپسې كچكول په لاس كي كلي په كلي ، ښار په ښار او هېواد په هېواد ګرځېدلو هم ځكه خو يې سترګو په مصرۍ څېرو كي سم دلاسه دَ هغې دَ څېرې لټون پئيل كړى وْ او هر چاته يې په نېغه كتلو لګيا و ؤ -
لاكن ټېكسي چي څنګه څنګه له ائيرپورټ څخه دَ قاهره ښار په لور واټن لنډَولو، نوكه څه هم سېلاني پښتونزوى دَ دې ځاى دَ خلګو دَ حسن په باب نور نور مايوسه كېدلو، خو زړه يې ګوره چي ماته څله نه منله ؟ او هڅه يې كوله چي په هغو غنم رنګوڅېرو كي نور نور ښائست وَلټوي ، چي دې وخت دَ روډ دواړو څنډو ته په دنګو او پړسېدلي بدنونو پوري نه يوازي نښتي ښكاره كېدلې ، بلكې سېلاني يې ډېر ژر بيا په هېلو قاهرو هوټل كي دَ خپلو نابلد و خارجيانو ملګرو په وړاندي دَ خپلي لنډي پېژندګلوۍ كولو ورسته په دې خبره كولو هم وَپارَولو، چي ..
" دا مصريان خو هم دومره ښائسته نه دي ، لكه څنګه چي مشهوره د ي"
" هو، ما هم اوس دغسي خبره دې ملګري فلوريتا ته كول"
سېلاني لا سمه خپله خبره سرته نه وه رسولي ، چي له هغې پيت پوزي غنم رنګي پېغلي چي فلپائينۍ وه سره څنګ كي ناست دَ اّذربائيجان نري دنګ ځوان او سپينچكي ملګري باګيرلي روُف په ماته ګوډه انګلسۍ كي داسي څه وَ وئيلو ؟ چي وَ دې بل اړخ ته يې په صوفه كي ناست دَ ګامبيا څخه اړه لرونكي تك تور او هسك ځوان بُوباجوُف دَ سګرېټ دَ لوګي يوه غټه خړوسكه را ايستلو ورسته په لابي كي ناستو ملګرو ته داسي په كبرجن نظر وَكتلو لكه هغوئ چي تر ده هم بد رنګه وي نو په دې خو يې غاړه تازه كړه او په خپلي ځانګړي ياني وياړمني ډډني لهجې كي واي ..
" اې ګائيز .. ښائست په رنګ كي نه ، بلكې په انساني اخلاق كي دى"
دا خبره څه وه ؟ چي دَ ناستو خارجيانو ملګرو تر ميان ګپي دَ پېژندګلوۍ څخه دَ دوستۍ په لور غزَوني په بيلابېلو لارو پئيل كړې هم ځكه خو ډېر ژر بيا دَ هغوئ تر منځ دا فېصله هم وَشوه ، چي ټول ملګري به دَ نن ماښام ډوډۍ په ګډه باندي دباندي چرته په نيږدې رېسټورېنټ كي خوري -
مخته بيا څه وْ؟ چي دَ انساني فطري غوښنتو په سمون هر ملګري ځان ځانته دَ خپلي خوښي ملګرى ټاكلو دپاره ارادي هڅي هم پئيل كړي وې دَ سېلاني په برخه دَ چائيناخند ه رُويه ځوان ډاكټر لومائي او دَ كمبوډيا نرى هلك وزمه ځوان ډاكټر پُو سامنانګ ، چي پنډي چشمكي يې په سترګو وې كرار كرارڅه راتلو، چي دَ تهائي لېنډ چټه او بېخي مسته خو مسلمانه پېغله سوپيس هم داسي ورته نيږدې نيږدې كېدله لكه جوړه چي يې دَ ماما لُور وي لاكن بلي خواته سېلاني ورڅخه ځان په دې پېچلو، چي هغه كه څه هم ښائسته وه ، خو تر ټاك اويښتي سپكاوي كي يې هم شك نه درلودلو ګوا كه څه هم هغه خپله ښه پوهېدله ، چي سېلاني په هغې كي چنداني دلچسپي نه اخلي ، خو هغه وه ، چي بيا بيا به يې ورته وئيلو..
" په كار دا دى ، چي ما او تا تر خپلو ښه دوستان وَ اوسو، ولي چي دواړه اېشئين يُو"
بيا كه به هرڅو دَ نه غوښتلو پرته هم هغه ورته دَ ملګرتيا يقين دهاني كوله ، خو دَ هغې تهائي پېغلي زړه به نه په ځاى كېدلو او دا هڅه به يې په وار واركوله ، چي سېلاني دي په نېغه دَ زړه سودا ورسره وكړي او هغه ملامته هم نه وه ، ولي چي په تهائي ټولنيز كلتور كي خو دغه رنګه په تادۍ رښتې جوړېږي نو ځكه چي سېلاني به څنګه دَ منګولين پېغلي التانګريل يا فلپانۍ انجلۍ فلوريتا سره خبره لږه اوږده يا خوږه كړه ، نو سوپيس به لكه ماشومه په اوږې باندي ور ټال شوله او دَ هغه پام به يې دَ ځان په لور واړَولو- نو ځكه خو سېلاني كه به هرڅو ځان ورڅخه پېچلو ، نو هم په دې ډلي كي ورګډ دَ هر ملګري دَ يقين تر هانده دا خيال غوره شوى وْ، چي سېلاني او سوپيس ترخپلو جوړۍ كېږي لګيا دي-
_2 _
" داهغه انجلۍ نه ده ؟ چي زه يې له مودو مودو راهسې لټومه"
دَ سېلاني په مزغو كي يو دم دې سوال غزَوني څه وكړې؟ چي دَ هغه دَ سترګو دَ ژوَر نظر له خوا دَ ځواب يقيني كولو له مخه دَ ژېړو وېښتو هغې سپين مخي دنګي پېغلي چي په تور پېنټ او ګلابي شرټ كي پټه وه له ډاكټر لومائي سره دَ بيا ليدلو لوظ پخَولو ورسته چي څنګه دَ خپل مېز په لور په غټو ګامونو غبرګه شوه ، نو دَ سېلاني زړه يې هم له ځان سره ګنډلى داسي يُوړو ، چي هغه له چيناي ملګري څخه پوښتنه وكړه ..
" " لومائي .. دا پېغله څوك ده ؟
" دا ډاكټر وسا عربلور ده ، چي نن دَ دې لومړنۍ اكېډمك غونډي ورسته به دلته نيږدې چرته يو فلېت په كرايه باندي راته نيولو كي كومك كوي"
" تش تاته ؟ او كه موږ ته هم "
دَ لومائي دَ خبري ورسته چي څنګه دَ پنډ و چشمكو تر شا ورته كتلو ورسته ډاكټر پُو دا پوښتنه كه څه هم دَ ټوكي په انداز كي وكړه ، خو هغه په خندنۍ خله ورته واي ..
" " ويل .. دا خو لا ښه خبره ده ، موږ درې واړه به
هغه لا خبره سرته نه وه رسولي ، چي سېلاني هم ورسره داسي خوښه كړه ..
" هو هو .. يو ځاى اوسېږو"
دومره يې لا نه وْ وئيلي ، چي سترګي يې په هغې پېغلي وسا كي ناببره بيرته ښخي شوې ، چي دَ خپلو خوندكيانو په منځ كي دې وخت هلته ليري ناسته انسان نه ، بلكې شاپېرۍ برېښېد له نو ځكه خو دَ پخوانئيو څېرو دَ يادونو يلغار دَ سېلاني په زړه باندي داسي ور پئيل شو ، لكه يو فلم چي سړى له سره په دويم ځل ګوري ګوا ..
.. يو ځل بيرته سېلاني څو كاله شاته دَ يو ځوان افسر په بڼه دَ ملائشيا دَ دارالحكومت كوالالمپور ښار دَ 38 باميزه ګرېنډ كانټينېنټل هوټل په لابي كي ورننوتلو ورسته دَ هغې ښكلي پېغلي مهېش وري په لور روان وْ، چي دَ كاوْنټرونو شاته په نيمه خلاسه دروازه كي لا هغسي ولاړه وه -
" " ښه وَ شو چي راغلې ځوانه .. ما ته ګوره ، چي په انتظار درته زړَه شوم
دوه ګامه مخته را اخيستلو ورسته چي هغې انډين پېغلي دومره په موسكني انداز كي وَ وئيلو ، نو په ځان غره سېلانى هم ورمخته شو اوس به يې لاس ور غزَولو، چي ناڅاپه دَ هغه سړي په سلام اچَولوباندي هغه دَ ځان په لور راستون شو ، چي تپوس يې كولو..
" "افتتاحي غونډه كله ده؟
" " لس نيمي بجې
خو په ځاى دَ سېلاني .. له هغه سره يو اړخ ته ناست ډاكټر پُوسامنانګ چي ځواب وربيا كړو، نو وَ دې بل اړخ ته ناست ډاكټر لومائي لاس وركولو سره سم له هغه دنګ توربخون ځوان سره په خبرو كي بوخت شولو، چي ځان ته يې سعيد سوډاني وئيلو ګوا هغه هم دَ دوئ په رنګه دَ كلني ګلوبل ډپلومه كورس كولو دپاره دلته راغلى وْ نو ځكه خو په لوى زړه هغه هم له دوئ سره دَ مصر دَ مقعطم نامي غره په سر باندي جوړ شوي دې قاهره ډېموګرافك سېنټر په كېنټين كي په خالي چوكۍ باندي كښېنستلو-
سعيد سوډاني له هر ناست ملګري سره ستړي مه شي كولو ورسته چي څنګه له هغوئ سره په خبرو كي بوخت شو، نو سېلاني يو ځل بيرته له خياله . .
.. دَ ايران له تهران ښارڅخه په اوتوبوس كي سپور دَ تركۍ وَ استنبول ښار ته پېښه لا سمه نه وه كړي ، چي عذرا نامي تُركۍ پېغله يې په لالېلي بازاري ائيريا كي بيا مله شوي هم وله او يو وار بيا څنګ په څنګ دواړه تر هغه ټاكه پوري رسېدلو ته هڅوال شولو، چي چرته لاري دوې شوي وې خو دَ حېرت خبره دا ، چي په نه ساعت كي څه مخته تګ كولو سم دستي بيا سېلاني او عذ را په خپلو خپلو لارو باندي تګ ته چمتو شوي وْ خو دَ درياب دَ دوْ څنډو په شان سره سره ، لاكن له يو بله لېري لېري مخ په وړاندي رهي روان وْ -
دغه رنګه چي څومره څومره دا ناسته ډله دَ سي ډي سي په دې واړه غوندي زېر زميني كېنټين كي تر خپلو په ګپو كي مشغلولېدله ، نو هغومره دَ يادونو تړلي ګنډي سېلاني په مزغو كي خلاسَولې لګيا وْ او په نه ساعت كي بيا ..
.. سېلاني دَ ځينو پاكستانۍڅېرو سره سره دَ يو څو پښتنې پېغلو لكه پلوشه ، غرسنۍ ، نانۍ ، پنكي ، هاني ګله ، ملالۍ او نورو نورو څېرو په چپه دَ سنګاپور پېغله چانګ چي څنګه سېلاني له ځان سره دَ تېر شوْ وختونو په لور مخ مخته لا سم وړى نه وْ، چي دَ تېر هېر وخت په دُرشل كي ناڅاپه يوې ښكلي او چټي تهائي پېغلي يُوپا ور وَ دانګلو او هغه يې له ځان سره دَ تهائي لېنډ دَ نوموړي پتايا بېچ په رنګونو كي داسي يوې بلي خواته وَ ويښلو ، چي دَ يو څو لمحو دپاره سېلاني له ځان او جهانه لاس په سر څه ، چي دَ خپل ذات په لور بيرته راستنېدل ورته ګران شوي وْ خو يَه ، ډېر ژر بيرته ..
.. دَ انګليڼگد سره اړه لرونكي پېغلي سارا نه يوازي هغه دَ پخوا په رنګه دَ هغې په لور ورغبرګ كړو ، بلكې دَ هغه په خيالونو كي يې څېرې ته ورو ورو هغسي زاړه نقشونه هم ور اغوندلو .. كوم چي دَ انډونېشيا په توري بيچ باندي دَ يو سوشل وركري په بڼه هغې درلودلي وْ لاكن سېلاني ورسره وَژغېدلو ځكه نه ، چي يو دم دَ سكاټ لېنډ سُوربُوږي پېغلي كېلي وار لاس ته كړو او په حېرت باندي يې ورته كتلو ورسته په خندا كي په لغازي انداز ورڅخه تپوس وكړو-
" هې سېلانيه .. ته مي لا تر اوسه هم يادَوې ؟ "
" " هو كېلي..لاكن راته وايه ، چي ته هم هغسي لا غلا ته جوړېدلي يې كه له خپلي ملګري نتاشا سره ..؟
سېلاني به هم اوس نوره نوره هنداره ورته ښكاره كوله ، چي دَ هغې په څېرې كي ورته دَ ګلاسكو دَ ښكلي پېغلي نتاشا سپينه غوړېدلي څېره داسي را برسېره شوه ، چي سېلاني يې هم هغسي دَ تېر شوي وخت سره ملګرى په هغه لور بوتلو، چرته چي ورتګ اّسان ، خو ورڅخه راغبرګېدل ګران بلكې بېخي ګران كار بلل كېږي اوس به لا سېلاني ورڅخه بېرته دَ تېښتېد لو په نيت پائڅې ټولوَلې ، چي مخي ته يې دَ سكاټ لېنډ هغه بله سپين سترګي پېغله ټينا هم دنګه وَ درېدله ، چي دَ فرانس په نيس نامي ښار كي يې دَ انګلېنډ دَ مستي پېغلي كرسټي او دَ فرانس دَ غاوري پېغلي جېن په ګډه دغه يوازيني سېلاني ته دَ ټول عُمر رنځونه په زړه كي داسي ليكلى وْ ، چي لا خو يې تر اوسه رغېدلو ته خلې سمي نه وې جوړي كړي-
مخته .. دَ شګاګوغاوره امريكائي پېغله ونېسااوتېرو وه ، چي په سوئټزرلېنډ كي يې سېلانى دَ ړانده غوندي تر لاس نيولى دَ لوسرن له چېپل بريج څخه رك تر هغه رېسټورېنټ پوري دَ درياب په څنډي باندي مخ مخته په چلناكو خبرو او دَ مينَناكو اداګانو په كومك وړلو لګيا وه ، چرته چي هغې څو كالونه پخوا وَ سېلاني ته ماښامنى وركړى وْ ..
لا يې دَ ونيسا سره دَ سوئس روائتي پاستاخوړلو ورسته دَ اوبو غوړپ سم نه وْ تر غاړي تېر كړى ، چي .. دَ ساوتهـ امريكا پېغلي چُوي له خپلو خوږو موسكاګانو سره ورڅرمه شوه او په خوږو خوږو خبرو كي يې دَ شپې په تيارو كي دَ لندن دَ هغو سېلابي رڼاګانو په لور بوتلو، چي هلته لېري بېخي لري داسي برېښېد لې ، لكه دَ اسمان يوه څنډه چي وَ مځكي ته راځڼېدلي -
هرڅه هرڅه ، خو دَ جاپان پيت پوزي كائيكو هم له چا كمه نه وه ګوا په خپل وار يې سېلاني يو ځل بيرته دَ اّسټريا او اټلي تر ميان په اېلپس نامي هسكي او تر ليري ليري پوري خپرې غريزي سلسلې كي دَ سپينو واورو په منځ كي په جوړو نرئيو لارو باندي دَ هغه پنځه زر كلن ائّس مېن په لور ور رهي كړى وْ ، چي نن هم وَ دُنيا ته تر يو غټي عجوبې كم نه دى -
هو، دَ سېلاني دَ سوچ لكۍ چي تر دې ځايه را اُوږوه شوله ، نو دَ جرمنۍ سُورمخي رينا وَ هغه ته دَ خپل هېواد په ګڼ تور ځنګل كي دَ اُميد لاري ورپه ګوته كولو سره سم دَ هالېنډ دَ شپې په تيارو كي وَ سوشل ورك ته روږدېدلي پېغلي وينا په لور ور وَ دېكلو خو تر هغې پوري سېلاني ځكه نه وَ رسېد لو، چي په نيمه لار كي دَ هسپانۍ ښكلي مصوري مارسېلا ډيخا لاس ور واچولو او له ځان سره يې ملګرى دَ بارسلونا وَ نوموړي رامبلاس سټريټ ته چي څنګه وَ رسولو ، نو دَ هغه دَ څېرې نقشونه په كاغذ باندي دَ همېش دپاره اړَولو له پاره چمتو هم شوله -
لنډه دا ، چي دَ پاكستان او دُوبۍ پرته دَ ځينو اېشيائي هېوادونو لكه تهائي لېنډ ، سنګاپور، ملائشيا، انډونېشيا ، سري لنكا ، ايران او تُركۍ په ګډه دَ نړۍ دَ ګوټ ګوټ ، چي په كي تر يو درځن زيات اروپائي هېوادونه چي هالېنډ ، بيلجئيم ، اټلي ، سپېن ، فرانس ، سوئټزرلېنډ ، مناكو، سان مرينو، اّسټريا ، جرمني ، لېچټنسټائن ، انګلېنډ ، وېلز او سكاټ لېنډ هم ورګډ وْ په ښارونو او دَ سمند رونو يا دريابونو په غاړو باندي ليدل شوْ څېرو په خپل خپل وار دَ سېلاني په مزغو كي خپلي كيسې له پخوانئيو زړَو بڼو سره ګنډلي چي دَ هغې مخامخ ناستي پېغلي وسا دَ څېرې تر نقشونو پوري څنګه را وَ رسَولې نو دَ لېوني شاعر دَ خوبونو او خيالونو په سمون دَ هغه په مزغو كي خوندي شوي له مودو مودو راهسې هغې نيمګړي څېرې هم دَ تكميل په لور غزَوني وكړې چي دئ يې په لټون كي ستړى څه؟ چي ورپسې پرى وزمه شوى هم وْ نو ځكه خو يې يوه سړه غوندي ساه دَ سكون اخيستلو ورسته په دُسمال باندي له تندي څخه خولې پاكي كړې او دَ نه غوښتلو پرته هم له ملګرو سره له كېنټين څخه د باندي وَ وتلو -
كه څه هم دَ سېلاني زړه دَ هغې نرۍ دنګي او تكي سپيني عربۍ ليدلو ته بيا بيا څكېد لو، خو زړه يې بې غمه په دې وْ ، چي دَ نن په افتتاحي پارټۍ كي او دَ پارټۍ ورسته به يې بيا ځكه ورسره ديدن وَشي چي دَ ډاكټر لو مائي دَ يوې هېواد والي ملګري ليانګ ، كومه چي تېر كال دَ وساكلاس فېلو هم پاته شوي وه په خواست به تر هغه علاقې پوري له هغوئ سره راتله ، چرته چي په يوې نېږدې پلازې كي فلېټونه دَ باړې د پاره خالي پراته وْ -
_ 3 _
" .. دې وخت په بېلا بېلو ډګرۍ او ډ پلومه كورسونو كي دَ نړۍ دَ 65 هېوادونو سټوډنټس په سي ډي سي كي سبق واي او زه هغو ټولو نوْ ملګرو ته دَ ادارې دَ سټاف او دَ نورو زړو سټوډنټس له خوا په دې ګلوبل پوسټ ګرېجوېشن ډپلومه كورس كي دَ ګډون دَپاره ښه راغلى وايم .. كوم چي نن ياني په لومړي اكتوبر 1997ع باندي دا دى پئيل هم شو، خو دا لومړنۍ لس ورځي دَ پروګرام په سمه دَ مصر دَ سېل دپاره ورته غوره كړل شوي دي"
دَ قاهرو ډيموګرفك سېنټر دَ ډائريكټر ښاغلي هشام مخلوف دَ خپل سټاف دَ لنډي پېژندګلوۍ كولو ورسته چي دويم ځل دا خبره سرته په خپړو كي وَ رسوله ، نو يو ځوان ، چي ښاغلى ذېن نومېد لو راپورته شو اودَ ګلوبل سره سم يې دَ ايم فل وَ لوستونكو ته هم لاندي په بېسمنټ كي جوړي كېفې په لور كُوزېد لو خواست څه وكړو؟ چي دَ سېلاني سترګو يو ځل بيا هغه پېغله وسا په سترګو كي داسي واخيستله ، لكه هغې چي يې روُح په خپله قبضه كي كړى وي نو ځكه خو يې سترګي داسي په تعاقب كي وې هو..لكه هغه نوري دوې تهائي سترګي ، چي وَ دې ښار ته دَ راتګ له لومړۍ ورځي تر دې ساعته دَ سېلاني په لور بيا بيا په ډېره مينه وركږېد لې خو هغه ورڅخه ګوره چي نن څله ځان پټولو لګيا وْ؟ ګوا كه څه هم تر پرونه په كي په خوند او خندا غړېدلو-
سېلاني به لا اوس نور نور ورته كتلو، چي مخامخ په دويم مېز له خوندَكيانو سره ناستي وسا له هغه سره په څنګ كي ناست له ډاكټر لومائي څخه پوښتنه وكړه . .
" تاسو څه فېصله وكړه مسټر لومائي؟ هلته به اوسېږئ كه بلي خواته مو انتظام كړى دى... "
" " فېصله .. ؟
دَ لومائي په ځاى چي دَ سېلاني له خلې داسي ورته يو دم وَوتلو، نو هغې دَ هغه په حال باندي موسېد لو ورسته ورته وئيلو..
" دَ دې مطلب دا دى ، چي تاسو هم په هغو فلېټونو كي اوسېدل خوښَوئ .. چرته چي لومائي ورتله غواړي"
" " هو ، بې شكه .. خوكه ښه فلېټونه وي هله
ډاكټر پُوسامنانګ چي دا خبره څنګه وَكړه ، نو سېلاني هم سر ورسره دَ خوښي په نيت پورته كښته څه وَښَورلو، چي هغې مخته وَ وئيلو..
" ښه خبره ده او هغه ښه فلېټونه هم دي تر تاسو له مخه هم په كي اولډ سټوډنټس اوسېد لو او اوس هم په كي يو نيم اوسي لكه چي ... "
" "هو هو زه هم هلته اوسېدل غواړم
سېلاني خبره داسي ورسره خوښه كړله ، لكه ده چي هغه فلېټونه ليدلي وي نو ځكه خو ملګري پُو سامنانګ په څنګلي باندي ويښتلو ورسته څوكه غوندي ورته وئيلو..
" لا خو موږ هغه ځاى ليدلى نه دى او تا ورسره بيا خبره خوښه هم كړه"
خو سېلاني دَ هغه دا خبره په يوه غوږ واورېد له او په بل غوږ يې ځكه وَ ايستله ، چي دې وخت يې دَ هغې عربۍ شهزادګۍ چي كه څه هم مصرۍ نه وه الجېرين عرب وه كي داسي سودا بند ه شوي وه چي هغه پېغله يې خيال له خياله په ښكاره خوى و بُود او دَ روئيو له لارو دَ فرعونانو دَ دور پېغله وَ سنجَوله ولي چي په هغې كي دَ نن دَ ښځېنه ناز او نخرو په ځاى دَ پرون سړي وزمه ښځه له ورايه نغښتي برېښېد له او دا هغه ادا وه .. چي كه يې يوې خواته سېلاني ځانته هوسَولو ، نو بلي خواته يې هغه دَ خپل غاوره شان په وړاندي داسي په ګونډو كولو هم ځانته لكه هغه چي بله هيڅ څوك نه .. بلكې خپله هم فرعونه وي ځكه خو سېلاني په هغې كي دَ ظالم باچا سنېفيرو دَ جلالي راڼۍ هتيفېرس څخه واخلې بيا تر خُماري لېډي تاخينميس پوري تر دوْ درځنو هم زياتي دَ هغو فرعوني شهزادګيانو څېرې وليدلې ، چي نن يې دَ جلال او جمال كيسې څه ، چي ممياني او په كاڼو باندي نقش شوي عكسونه لا هم داسي خبري كوي لكه هغوئ چي مړې ګرسره نه ، بلكې ژوندۍ دي -
يوې خواته دَ وسا داسي جلالي ښائست او بلي خواته خوار سېلاني وْ، چي هغه يې په سوچ سوچ كي ورته كه څه هم وړوكى كولو لګيا وْ خو سترګي يې هم ځكه نه شوى ورڅخه اړَولى ، چي هغې يې دَ زړه په مځكي باندي نه يوازي خپل بېرغ رپَولى وْ بلكې اوس خو يې دَ هغه درستي جذ بې او احساسات هم ځانته داسي مرئيي كړې وْ چي هغه ته ترې صبرېدل بېخي ګران شوي وْ نو په دې خو سېلاني ته خپل زړه په بيا بيا دا ګواهي وركوله ، چي ..
" دا هغه ده .. بله نه ده ، كومه چي هغه خپله ګڼله لاكن خپله شوي يې لا ځكه نه ده ، ولي چي اوس اوس خو هم دغه ده چي دَ هغه دَ خوب او خيال له پړدو راښكاره شوي ده"
كه څه هم دې وخت په مېزونو باندي كُوشري او نور رقم رقم مصري خواړه پراته وْ او ملګرو څه ، چي هغې عربۍ پېغلي هم ښه په مزه مزه خوړلو چا چي دَ هغه په زړه كي كور جوړَولو لګيا وه خو يو هغه وْ ، چي سترګي يې له وسا څخه نه اويښتلې او نېغ نېغ يې ورته داسي كتلو، لكه هغه چي به بيرته وزر وَكړي او دَ هغه دَ خوب او خيال وَ ټاپوګانو ته به والوځي -
سېلاني به لا دَ خپل نظر ستني نوري نوري دَ وسا دَ څېرې تر ښكلو نقشونو ايستلې ، چي يو وخت دَ هغې هم ورته پام شو لومړى نظر كه يې څه هم ډېر له قهره ډك وْ، خو په شونډو باندي يې په هغه كچكولي مئين دَ رحم خوړَلو د پاره نرۍ لاكن غاوره موسكا ناببره څه خوره شوه؟ چي دَ سېلاني ګوُډو او شَلو جذ بو هم يو دم عسكري بڼي واغوند لې او هيلي يې تر ډېره هانده جهادي شولې نو ځكه خو مخته بيا سېلاني وْ، چي سترګي يې داسي په كي كراري كړي وې ، چي كه هغې نه هم ورته كتلو، خو دې سودا به په وار وار وسا په دې خبري باندي پارَوله چي ورته په غلو غلو وَ ګورې … چي اّيا سېلاني ورته ګوري كه يَه ؟ ولي چي دَ هر څه پرته هم هغه يوه ښځه وه او ښځه دَ خپل حُسن په باب ستائيونكي سترګي ډېري خوښَوي ګوا نور كه نه ، خو هغه اوس په دې پوهه شوي وه ، چي دا پښتون سېلانى يې ښه په مزه مريض شوى دى -
_ 4 _
كله ډوډۍ ختمه شوه ؟ او څنګه سېلاني له سي ډي سي څخه دَ ډاكټر پُو او ډاكټرلومائي په ملګرۍ كي دَ پېغلي وسا، چي ډاكټره هم وه او نن سبا يې دلته په ډېموګرافي كي ايم فل كولو په راهنمائي كي هغه پلازې ته ورسېد لو؟ چي دې وخت يې هغوئ په دويم پوړ باندي په هغه فلېټ كي ولاړ وْ چي هغې ورته ډېر ښه فلېټ وئيلو او دا يې غوښتلو چي په هغوئ كي يې څوك په باړه وَ نيسي نوځكه دَ هغې دَ غوښتني په احترام كي سېلاني ورته رامخي ته شو..
زه خو په دې فلېټ كي اوسم ، ولي چي" .. "
" .. " هو ولي چي دا درته ډاكټروسا خوښ كړو څنګه صحيح وايم كه غلط ؟
لومائي چي دَ سېلاني خبره پرې كولو ورسته دومره وَ وئيلو، نو ملګري پُو هم دَ وړې خندا ورسته ورسره داسي په لغازي موسكا كي خبره وَتړله . .
" " لومائي .. ته درست واي ، ولي چي زما شاعر دوست له سهاره راهسې په وسا كي سترګي
پُو به لا اوس نور څه وئيلو، چي سېلاني يو دم وار لاس ته كړو او وئيل يې ..
" " ډاكټر صاحبه .. دا زما ملګري ډېر اړام دي
" " هو دي خو .. لاكن
" " ګوره ګوره هغه هم در پوهه شوه
لومائي دَ هغې په " لاكن" چي دا خبره دَ خپل اّزاد چينائي فطرت له سوبه څنګه وكړه ، نو وسا وَ سېلاني ته په داسي برګو وكتلو، لكه سېلاني چي ډ ېر بد كاركړي وي خو اوس به لا سېلاني نور نور ويري اخيستلو، چي هغې دَ خوښي په چپه په فرعوني موسكا كي وَوئيلو..
" "دا شاعران وي هم دغسي
" " ګوا ښځي او حُسن يې زيات خوښ وي
" څه ؟ لومائي دا دي څه وَ وئيلو ؟
" " هو خيال كوه دلته خلګ په داسي اّزادو خبرو خوا بدَ وي
دَ سېلاني دَ ردعمل سره سم چي وسا هم ورته داسي خبره وكړهْ ، نو هغه دَ موسېد لو ورسته په ډېر احترام له هغوئ څخه داسي مافي واخيستله ..
" بخښنه غواړم ، زما مطلب ستاسو له بې عزتۍ څخه نه ګرسره وْ .. داسي خبري خو موږ په خپل هېواد كي په ډ ېرخوند خوند كوْ "
او سېلاني ورته وئيلو. .
" دا ستا دَ وطن په رنګه اّزاد وطن نه دى .. دا مصر دى او دلته له ښځي سره خبري ډېري په احترام باندي كېږي"
" نو بيا خو ما او لومائي ته احتياط كول په كار دى"
" " هو، دا به ستاسو په حق كي ښه خبره وي
غاوري وسا دا خبره كولو ورسته له لومائي سره مخته ګام اوچتولو په وخت چي يو فرعوني غوندي نظر دَ سېلاني په لور ور خوشى كړو، نوهغه يو دم داسي وَ سنجَولو لكه زلزله چي راغلي وي .. نو ځكه خو يې ورسره څنګ كي ولاړ په ملګري ډاكټرپُو باندي لاسونه وَنيولو او ورته واي . .
" " زلزله نه ده ؟
" " څوك .. هغه چي تا ورته ماته منلي ده ؟
" يَه .. يَه زما مطلب دا دى ، چي دې وخت ... "
" هو، هغه دې وخت ډېره ښه ښكاري .. دا وئيل غوړې ؟ "
ډاكټر پُو چي دَ سېلاني خبري له كسته په بله څنګه واړَولې ، نو هغه هم په خپلي سادګۍ باندي په كلكه دَ لېونيانو غوندي څه وَ خندلو؟ چي پُو هم ورسره خله تر غوږو پوري اېله پېله وازه كړه هم په دې خو څو ګامه مخته وتي وسا له ډېره خشمه مخ داسي ورته را واړَولو، چي سېلاني يې په سترګو كي دَ قد يمي مصرۍ راڼۍ هاتشيپسُوت هېبت له ورايه داسي وَسنجولو، لكه هغې چي دَ هغوئ دا خندا دَ خپل فرعوني شان په حق كي ډېرګستاخانه عمل ګڼلى وي هم دغه وجه وه ، چي بيا دَ هغې په سترګو كي سترګي اچول خو دَ ليري خبره ، بلكې دَ سېلاني ټولي موسائي جذبې لا هم له ډېري ويري ورته داسي په ګونډو شولې چي بيا يې تر هغه ساعته پوري خله ګنډلي لرلي وه ، چي هغې خپله دَ سي ډي سي په وړاندي دَ اجازه اخيستلو په وخت هغه ته دَ خداى په اماني كولو په وار دَ شونډو په ورستۍ خوږې موسكا كي دَ هجران تريخ دُوك نه وْ اچَولى -