لاكن زه څه او له چا څخه پوښتنه وكړم ، چي دا زه څه ليكم .. اّيا هغه څه په زړه او ذهن لګي هم كه هسي هوا شي ؟ منم چي زما په مزغو كي راپورته شوي دې تپوس بلا ځوابونه مخي ته راوړلو ، خو كوم څه چي ما غوښتلو .. هغه څه لا مخي ته كه څه هم كټ كټ هغسي نه دي راغلي نو هم زړه ماتى ځكه نه يم ، چي په نن پسې سبا هم را روان دى .. كېدلى شي چي هغه څه هم مخي ته راشي چي زما دَ زړه او ضمير تسكين ورباندي كېږي .. خو يقينًا چي زه به بيا نه يم .
البته دومره وَشولو، چي پښتنو په يوه صلاح دا خبره اّخير هم وَ منله، چي دَ شوق قلم چي څه هم ليكلي دي .. كه هغه نظم دى كه نثر په كي دَ خېټي خبري دَ نه برابر دي زما په خيال بس دغه ايوارډ او ريوارډ راته ډېر دى چي په خپل قول كي دروغجن او په جذبو كي ملاوټي نه شومه ياد.
دا ناول هم شاهد چي هغسي ناول نه وي ، چي تر اوسه په پښتو او ګاونډۍ ژبو كي ليكل شوي دي ولي چي په دې ناول كي هم له "الفه" تر "يې" پوري هر څه رښتيا دي او هم هغه څه دي چي زما دي او بس زما شاوخواته زېږېدلي دي ګوا نه يوازي دَ دې ناول پلاټ زما په خپلي كيسې پوري اړه لري بلكې دَ دې ناول ټول كردارونه هم زما ليدلي كتلي كردارونه او راسره دَ ژوند تر دې ساعته څنګ په څنګ راغلي كردارونه دي ، چي زه هم ورپكي دَ سېلاني په بڼه ورګډ يم ياني چپ له هېرو او هيروئيني ، هن چي نور ټول كردارونه په خپلو اصلو نومونو ور كي رول لوبوي لګيا دي دَ وختونو تعين ، دَ سيمو ذكر ، دَ پېښو نوغيتونه او كېغيتونه هم داسي رښتيا دي لكه په سپينه ورځ كي چي په اّسمان باندي ژېړى لمر څركېږي ولي چي هر څه دَ ډاكومنټري پروف په رنګه نه يوازي له ما سره خوندي پراته دي بلكې په دې ناول كي هر ياد شوى كردار يې ګواهي په خپله خله هم كولى شي .
پاته شوه دَ منظر كشۍ او مكالمو خبره .. نو دلته به دا وَ وايم ، چي دَ ساده كيسې څخه ناول جوړَول افسانوي او ډرامايي مبالغې غواړي او ما هم داسي حتمًا كړي دي مطلب دَ كيسې دَ خوند زياتولو دپاره مي دَ خپل شاعرانه عادت په سمون خبري په افسانوي او ډرامايي انداز كي نه يوازي كړي دي بلكې ښه ډېره مرچ مصاله مي هم ورګډه كړي ده .
ګوا كه څه هم دا زما كيسه ده .. زما دَ تږي ژوند او دَ مړې ميني كيسه ده ، خو تر ځانه پوري مي محدوده كړي ځكه نه ده چي په دې كي دَ فرعونانو ، يونانيانو ، رومنو او عربو دَ لنډ تاريخ سره سره دَ مصر، الجزائر، شام ، اُردن ، عراق او ځيني نورو ليدلو ملكونو سره سم دَ خپل هېوادوالو دَ روئيو، خوئيونو ، كلتور او هر اړخيزه ژوند په باب تجزياتي اشارې دَ يون ليك تنده هم ماتوي چي هغه كه يوې خواته دَ دې ناول كيسه سرته رسوي ، نو بلي خواته وَ لوستونكو ته دَ سېل خوند او پند هم ور په ګوته كېږي ګوا دَ دې پورتنئيو خبرو له سوبه زما كيسه تشه زما دَ تسكين يا دَ تشهير پلمه څه ، چي دَ رسوائي وسيله هم نه ده بلكې په كي دَ لوستونكو دَ دلچسپۍ خيال هم ساتلو هڅي شوي ده .
كه يوې خواته لوى سعيدګوهر، چي دَ هيڅ قسم تعريف او تعارف محتاجه نه دى اُستادانه ګټورو مشورو او حوالياتي كومك كه زه نن ناول نګارانو په كتار كي وَ درَولم ، نو بلي خواته بې ساري او په پښتو وتي پښتون مشر سعدالدين شپون له امريكا څخه دَ نيټ او ټېلي فوني تړون په وسيله زما دغسي ملا تړ كړى دى لكه څنګه چي دَ پښتو افسانې ، ناول او سفرنامې په اړه درانه نوم ياني قدرمن طاهر اّفريدي په كراچۍ كي زما دَ درو هفتو دَ استوګني په دوران كي دَ ناول په باب دَ ملګري رياض تسنيم ، يار محب وزير او ورور رحمان بونېري سره په ګډه بحثونو زما وَ جديديت په درنه سترګو كتلو سره سره زما وَ فكري رجحان ته اوږې وركړې خو دا به دا به هم ادبي خيانت ګڼم كه مي دَ عزتمن ايازداودزئى ، چي زه ورته نه تش دَ پښتو ادب بلكې دَ پښتو دَ زني خال وايم ذگر نه وَ كړه ، چا چي په لسم اكتوبر 2004ع له پېښور څخه په ګډه په موټر كي دَ سفر كولو په وخت يې له ما سره دَ ناول دَ هئيت او عصري غوښتنو په باب تر هغه وخته پوري خبري كولې چي دَ شړك باران له سوبه مو له وېګن سره ايكسيډنټ نه وْ شوى .
نور.. ګران سهېل جعفر ، ملګري محمود اياز او همتګري ليكوالي حسينه ګل هم په خپل خپل ځاى او وس زما ملا راټينګه كړي ده هرڅه هرڅه .. خو دَ ستر هاشم بابر ، اكبرسيال ، نورالاسلام سنګر، عطاالرحمان عطا او حنيف خليل نومونه هم نه اخيستل به ما ګناهګار كړي نو ځكه دَ پورته ذكر شوْ سترو نومونو دپاره دَ شكريې توري كه څه هم كم ګڼم خو بس فقط دومره به ورته وايم، چي خداى مو هم دغسي په پښتو او پښتنو مئين لره .. اّمين
توري خاوري
افضل شوق