پښتو ادب كي دَ ناول شمېره څه حده پوري ضرور شته ، خو دغه شمېره يا مقدار كي دَ معيار تله بېخي دومره درنه نه ده چي مونږ وَ وئيلى شو ، چي " اوس پښتو ناول هم دَ پښتو افسانې دَ معيار په شان دَ عالمي معيار په كانټا يا تله دروند شوى دى ­ اول خو دَ ابتدا نه پښتو ناول ته ليكونكو څه خاص توجه نه وركړي ­ بيا هم كه څه موده وړاندي ځنه ليكوالو څه لكل بېشك چي كړي دي او دَ پښتو " ناولي صنف " لمن يې درنه كړي ده ­ خو دې كي هغه ليكونه هم دَ ناول په نوم بللى كېږي چي يا خو دَ سفرنامو بڼه لري ­ او يا ځنه  دَ خطونو په شكل تحرير او چاپ شوي دي ­ نو ځكه ورته ناول وئيلى كېدل به غلطي ګڼلى كېږي او نه ورته دَ معيار پوره سند وركولى شي ­ ځكه چي ناقدان واي ..

 " ناول يو داسي مشكل او صبر اّزما صنف دى چي دَ ډېري مطالعې او تېزي مشاهدې ضرورت ورته پېښېږي"

نو شايد پښتون دَ دومره صبر او مطالعې زغم نه لري ­ او شاهد په دې سبب قصه يا داستان زر تر زره انجام يا اختتام رسولو ته لېواله وي ­ داسي صورت كي كه مشاهده هر څو هم تېزه وي ، خو ناول ليكونكي دَ دغه تېزي مشاهدې نه ډېر كم كار اخلي ­ پاتې دَ تجربې خبره شوه ­ نو كه ناول ليكل صبر، زغم او قرار غواړي نو دې ناول دپاره تجربه دَ دې نه زيات وخت ته اړه لري ­ هم دَ پښتو ژبي يو نقاد ډاكټر خالد خان ليكي ...

 "دَ يو ناول دپاره دَ واقعاتو راجمع كول دومره ګران كار نه دى ، څومره ګران چي دَ دغو واقعاتو په ښه ډوْل بيانول دي"

ګوا دغو واقعاتو ته ترتيب وركول ، دَ فقرو، جملو جوړښت او دَ مكالمو برجسته ادائيګي او هم دغو كي لفظي جوږوالى . پيوستوالى راويستل وخت او هنر غواړي ­ او زما خپل خيال دى ، چي زما دَ خبري تائيد ځكه كېږي، چي يو ناول ليكونكى دومره محنت ، كړاوْ رېډيو يا ټېليويژن دَ ډرامې دپاره ولي وَ نكړي، چي كه وخت هم واخلي نو محنتانه هم ښه پوره وركولى شي .

دَ ښاغلي افضل شوق ناول " پروني مخونه" دَ ابتدائي صفحو يا بابونو دغه تاثر راوړاندي كوي لكه ښاغلى شوق دَ افسانې په رنګ كي خپله ورځنۍ ډائرۍ بيان كړي وي ­ يا دَ يوې سفرنامې داسي برخه يې معلومېږي چي هغې كي يو شاعر سېلانى دَ ښائيست يا دَ ښائيسته " قلوپطره" په لټون دَ قاهره يا دَ ټول مصر په بازارونو كي دَ نورو خارجي ملګرو سره په دې بحث سر وي ، چي

 " ښائسيت څه شى دى؟ "

او يو خارجي ملګري ورته واي چي ..

 "  " ښائيست په رنګ كي نه ، بلكې په اخلاق كي دى

خو دَ لېوني او شاعر سېلاني يا  دَ دې ناول هيرو يو خپله جُدا رائې ده او هغه هم دَ هغې ښائيست يا قلوپطره په لټون دى .. او بيا . .

 دَ دې ناول بنياد دَ قاهره دَ كانفرنس يا سيمينار نه ايښى شوى دى  چي ښاغلي ليكونكي لكه دَ سترګو حال په څير بيان كړى دى ­ خو، هم دَ دغه روداد لوستونكى چي څومره دَ دې روداد لوسته كوي، نو مخ په وړاندي ځي او هومره يې دلچسپي زياتېږي ­ او دَ قصې سره سره دَ قاهره خصوصًا دَ فرعوني دور دَ باقياتو دَ سېل نه هم خوند اخلي ­ او دا دَ ښاغلي شوق هنر دى ، چي په خبرو خبرو كي دَ فرعوني دور او تاريخ نه خپل لوستونكى لكه دَ ماشوم په خپل هنر او خوند خوند اّګاه كوي او دې ته يې هم پسخوي، چي هغه دَ ناول لوسته كي په وړاندي لاړ شي … لكه دَ يو ظالم فرعون " سنېفرو" فرعون يا خداى(نعوذبالله) جوړ شي، نو مور ته واي ..

" زه دَ خپل خداى پلار په شان ظالم نشم جوړېدلى او په انسانانو ظلم نشم كولى "

دَ دې مكالمې ( چي شاهد تاريخي ده ) يوه خبره ښكاره كېږي چي فرعونان كه هر څومره هم ظالمان وْ او دَ خداى جوړېدلو په نامه يې ځان دپاره هر څه، هر ظلم خپل جائز حق ګڼلو ­ خو دَ دې باوجود دوئ ( خوفو ) سينه كي هم لكه دَ نورو انسانانو ضمير هم وْ ­ ځكه خو دَ دعوې غرور لرلو باوجود هم واي چي " زه په انسانانو طلم نشم كولى" ­ دَ يو ښه او معياري ليكونكي هم دغه خاصيت وي چي هغه په يوه خبره ، جمله او مكالمه كي څو څو معنې را وَنغاړي .

ښاغى شوق څه ډېر مشرقي او مغربي ملكونه كتلي دي ­ او هم دَ دې (خصوصًا مغربي ) ملكونو دَ ادب مطالعه يې ښه ژوره كړي ده ­ نو ظاهره ده ، دَ هغه په ليك او تخليق كي دَ دغې مطالعې څه اثر به خامخا ښكاره كېږي ­ او هم دغه سبب دى، چي ښاغلى شوق په نظم او نثر كي دَ پښتو روائتي ادب نه ډډه كړي ده ­ نو ځكه هم دَ هغوئ په هر ليك او تحرير كي دَ پښتو ادب په حواله يوه نوي تجربه محسوسېږي ­ خو هغه دَ دې ژوري مطالعې دَ تاثر باوجود په شعوري توګه دا كوشش كوي ، چي هغه دَ پښتو او پښتنو دپاره وَ ليكي او معياري وَ ليكي ­ خو دا هم كېدلى شي چي دَ شوق دغه معياري او تجرباتي ليك دَ " نن" دَ لوستونكي دَ ذهني قوت نه بالا وي او ممكنه ده چي دَ دغه نن دَ لوستونكي دَ ذهني ، شعوري او علمي قوت حاصل كړي چي دَ شوق دَ " سبا" دپاره ليك مطالعه ورته اسانه شي _ دا خبره مي په دې بنياد وكړه ، چي ښاغلى شوق خپله اعتراف كوي ، چي " هغه دَ نن دَ لوستونكي په ځاى دَ سبا دَ لوستونكي دپاره ليكل "کوي

وئيلى كېږي چي .. 

" " نن ناول كي چي ليكلى كېږي ، دا دَ عصري رجحاناتو نمائنده وي

خو شوق دَ ناول دَ سرسري مطالعې نه واضحه كېږي چي هغه دَ پښتو روائتي رجحان نه تر څه حده ځان ژغورلى دى ­ ولي چي بيا هم هغه يو پښتون دى ­ نو ځكه هم هغه دَ " پښتونيت " نه نه شي وتلى ­ ځكه خو يو ځاى ليكي ..

" (سېلاني ته ) پښتو ورته دَ څه وئيلو اجازه ځكه نه وركوي چي هغه دواړه ښځي ( زنانه ) دې ­ او دَ ښځو سره سيالي دَ پښتنو كار نه دى "

دَ " پروني مخونه " دريم باب يا فصل پوري دَ يوې سفرنامې يا روداد رنګ لري ­ خو دَ څلورم باب نه ناول كي هم دَ ناول خوند راشي او دَ لوستونكي دلچسپي څه نوره سېوا شي ­ يوه عجيبه خبره دا ده ، چي  دَ ناول " ولن " دَ يو روائتي ، بدشكله ، بدڅېرې او طاقتور دېو رنګه نارينه په ځاى تهائي پېغله ده ­ او هغه هم نرم و نازكه او ښائيسته پېغله .

دَ ډېر بحث كولو په ځاى كه خبره رالنډه كړو، نو دې ځاى ته به راشو، چي ښاغلى دې ناول كي دَ دوْ زړونو مينه هم ښكاره كړي ده ، دَ عاشق معشوقې روائتي مرورتوب ناراضګي هم څرګنده كړي ده ، دَ معشوقې ناز نزاكت هم ، منظركشي يې هم كړي ده او كردارنګاري يې هم په داسي هنر كړي ده ، چي هر كردار په خپل ځاى يو اهميت لري ­ او ناول دَ ځان دننه دَ دې ډېرو كردارونو هم يوه قصه لري ­ علامت هم لري او دَ نوي دور مغربي او دَ ماډرن ژوند عكاسي هم كوي ­ مكالمې ډېري دي .. خو زه دَ ښاغلي شوق نه دَ اختلاف جُرات كوم ، چي مكالمو كي هغه تاثرات نه ښكاري ، كوم چي دَ يو " كهنه مشق" يا تجربه كار ليكونكي خاصه وي ­ چونكې افضل شوق نه يواځي نثرنګار دى ، بلكې هغوئ تر ټولو ړومبى يو منلى شوى شاعر هم دى ­ هغه دَ شاعر په حېث دَ " شلېدلي امېل" او " په لټون ستا دَ څهرې" غوندي معياري شعري مجموعې هم پښتو زبي ته وركړي چي پښتو ادب پرې په ځاى وياړ كولى شي ­ نو هم په دې بنياد دَ " پروني مخونه " په لوستو دَ مكالمو كمزوري " شاعرانه هنر" كمى محسوسېږي ..

 دَ ډاكټر خالد خان وړاندي ذكر شوي وينا په خپل ځاى ده ، چي " .. څومره ګران چي دَ دغو واقعاتو په ښه دوْل بيانول دي .." خو دَ ښاغلي شوق دَ دې ناول ټول واقعات يو تسلسل سره مخي ته راغلي او شوق هم هغه ډوْل بيان كړي ­ او اوس پاتې دَ " ښه ډوْل " او معيار خبره شوه ­ نو شوق صاحب خپله واي چي ..

 "  كه دَ نن پښتانه او پښتو ادب زما تخليق ته اهميت نه هم وركوي يا زما په ادبي هنر پوهـ نشي ، نو پروا نه لري ­ ځكه چي زه دَ نن په ځاى سبا دپاره ليك كوم" 

او چي ښاغلى شوق  پخپله دا اعتراف كوي ، نو مونږ به اوس دَ سبا دَ نقاد رائې ته ګورو ، چي دَ شوق تخليقاتو ته هغه كوم او څه معيار وركوي ­ او دغه سبا، سبا هم راتلى شي، صدۍ پس هم راتلى شي .
اوښاغلى شوق چي دَ " پروني مخونه " ناول كي دَ قصې كوم سفر دَ څلورم پنځم باب نه شروع كړى دى .. نو دَ نن لوستونكي حق لري ، چي دَ شوق سره مخ په وړاندي لاړ شي ­ او بيا خپله دَ نن رائې ښكاره كړي ­ البته  دَ ليكونكو په حېث دَ نن ليكونكي فېصله وركوي، چي

" شوق پښتو ادب كي دَ شاعر په توګه ، دَ سفرنامه نګار په توګه او اوس دَ ناول نګار په حېث يقينًا یو جوت  مقام جوړ كړو ­ باور لرو، چي كه ژوند وْ ، نو شوق به دغه مقام دَ قلم دَ معمار په حېث نور هم اوچت او بلند كړي" 

دَ ښاغلي شوق دَ نېك مرغۍ دپاره دَ نن ليكونكي دعاګو دي ..

  كراچۍ 04 _12_23