نن بيا ډېر نه يې خوشاله ؟ " "
دَ كمبوډيا ډاكټر پُو سامنانګ ، چي له سېلاني سره په فلېټ كي اوسېدلو له خپلي خوني راوتلو ورسته چي يې هغه دَ يو سند رغاړي په رنګه له خپل ځان سره په بُوڼېد و وَليدلو، نو يې پوښتنه ورڅخه وكړه
" يَه داسي هيڅ خبره هم نه ده ، بس مازي غم غلطوَم"
" لاكن دَ څيښي غم؟ "
" ولي لږ غمونه دي څه په ژوند كي ؟ "
دَ پُو دَ سوال په ځواب كي چي سېلاني بيرته سواليه خبره ورغبرګه كړه نو هغه وَ سېلاني ته سر تر پايه كتلو ورسته ، چي څنګه "واوْ" غوندي تورى لا سم له خلې نه وْ يستلى، چي دَ فلېټ ور وَټكېدلو او هغه دَ دروازې په لور ګامونه په داسي ژغ اوچت كړو..
" څوك يې .. ؟ صبر كوه درځم "
" " مي مي سوپيس
يا خدايه خېر.. په اول سهار بيا له كومه را وَرسېدله دا تهائي ماربچۍ؟" "
او پُو لا سم ور نه وْ خلاس كړى ، چي هغه دَ طوفاني سيلۍ په شان دننه راغله او نېغه دَ سېلاني وَ مخي ته داسي په خشم وَدرېدله لكه اوس چي به ورباندي غوټه شي خو په ځاى دَ غُصې يې ورته په سترګو كي نېغ نېغ كتلو ورسته وَ خندلو او بيا يې په ځيګر باندي دَ ناز څُك وركولو سره سم دَ پُو په لور مخ واړَولو..
" ته خبر يې مسټر پُو، چي دې سېلاني موږ ټول ملګري دَ هغه انجلۍ په سر پرېښولو؟ "
" هو، بې وفا خو دى دا سېلاني ، لاكن خبره دا ده چي هغه انجلۍ خو هم دى خوښَوي"
مسټر پُو چي دومره وئيلو، نو سېلاني هم وار لاس ته كړو او دَ هغې دَ تنګولو په نيت يې ورته وَ وئيلو. .
" " څه كولى خو هم نه شم ، ولي چي معامله دَ زړه ده او دا زړه كله له هغې پرۍ څخه صبرېږي
" ښه ښه .. نو دَ دې مطلب دا شو، چي خبره دَ ميني په خوا روانه ده"
سېلاني وَ پُو ته سترګه كښېكښلو ورسته چي څنګه " هو" كړو، نو هغې لكه ماشومه جنۍ سېلاني په پرس ويښتل شروع كړو او له دې سره سم په فلېټ كي دَ خندا كړيكي داسي خپرې شوې ، چي له څنګ فلېټ څخه منوېلا مورتي او بېسنك هم ځانونه ورته راوَرسَولو-
" پوښتنه كولى شم ، چي كومه داسي خبره ده ، چي تاسو يې په اول سهار بيا په خنداګانو پارَولي ياست؟ "
"خبره كه خبري دي ...چي"
سېلاني لا سمه خبره سرته نه وه رسول ي، چي سوپيس ورته واي ..
" " دا نران ډېر بې وفا دي منوېلا
" " او په تېره بيا شاعران ، چي ښائسته انجلۍ چرته هم وَويني، نو دَ زړه حركت يې تېز شي
ډاكټر پُو چي څنګه دا خبره ورسره وَتړله ، نو منوېلا واي ..
" ښه ښه.. اوس پوهى شوم ، تاسو دا سېلاني ښئيئ دى خو نن سبا دَ يوې چټي پېغلي په عشق كي ورګېر شوى راته مونېږى"
" واوْ.. نو ته هم خبره يې؟ "
سوپيس به لا نور څه وئيلو، چي دَ منوېلا مېړه بېسنك ، چي انګلسي يې نه وه زده په خپله ژبه كي وَ مائنې ته ګويان څه شو، چي پُو ورته واي ..
" ګوره ګوره .. مسټر بېسنك لا هم خبر دى"
او په دې خبري باندي خنداګاني لا نوري هم سېوا شوې نو ځكه خو دَ منوېلا دواړي وړې لُوڼي فلاويه او وينډي هم داسي په منډ ه ورته راوَرسېدلې ، لكه هلته چي مېله لګېدلي وي او بيا څه وخت ورسته ټول په ګډ ه لاندي كُوزېدلو سره سم دَ سي ډي سي په لور مخه وكړه -
_ 2 _
لوستونكو ملګرو نن سبا هغوئ ته ځكه زيات كتلو، چي دَ سېلاني او ډاكټروسا تر ميان ګپه اوس تر ډېره هانده له رسمي هېلو هاى څخه اويښتي وه او دواړو دا هڅه كوله ، چي په يوه نا يوه بهانه له يو بل سره خبري وكړي نه يوازي دا ، بلكې تر خپلو يې سترګي په خوږو موسكاګانو كي جنګولو پرته يو نيم وار يې په كېنټين كي كوفي هم په ګډ ه باندي څيښلي وه -
كه څه هم سېلاني ښه پوهېد لو ، چي هغه دَ وسا په زړه كي كرار كرار ځاى جوړَوي لګيا دى ، خو دَ خبري پرته يې هم خپل زړه ته وئيلو، چي داسي نه ، پېغله وسا له هغه سره هغسي مينه نه كوي ، څنګه چي يې هغه ګڼي لګيا دى نو ځكه يې دَ هغې دَ جذ بو دَ تلَني په نيت دا كست وَ كړو، چي هغه به له خپلي خوا نن له هغې سره نه ويني او دا به ګوري ، چي هغه دَ سېلاني دَ لټولو هڅه كوي او كه يه نو دغه رنګه به معلومه شي چي زړه يې ورته څكېږي كه يَه هو ، دا خبره يې هغه وخت په مزغو كي را برسېره شوه ، چي په لفټ كي دريم پوړ ، چرته چي دَ ګلوبل ډپلومه كلاس روم وْ ته دَ ختلو له مخه هغه پېغله وسا دَ بالا لائبرېرۍ په پوړيانو كي لاندي راكښته كېدلو په وخت تر سترګو شوه -
په كلاس روم كي دَ رانا شامۍ ، عراقۍ پېغله عقود او دَ محمد عبدالرحمان مصري ځوان پرته پېغله مديحه مصرۍ ، چي په يوه پښه ګوډه هم وه ناست وْ او ټولو تر خپلو دَ نن دَ پېراميډز ياني اهرام مصر دَ سېل په باب ګپي لګولې نو ځكه سېلاني هم ورګډ شولو او اوس به يې لا خپلي سېلاني مشاهدې ورسره شريكولې ، چي ډاكټر مجدي ، چي په مصري لهجه كي يې ورته مګدي وئيلو دَ راتلو سره سم دا خبره اعلان كړه ، چي په ځاى دَ لسو بجو به اوس اوس موږ دَ پېراميډز په لور ځو ولي چي بيا ګرمي كېږي دَ دې اعلان ورسته كه څه هم ټول ملګري په خوشالۍ باندي لاندي په لفټونو كي كُوزېدل شروع شولو ، خو يو سېلاني وْ ، چي خفه خفه ورسره مل ځكه برېښېدلو چي دَ هغه دَ توقعاتو په سمه هيچرته وسا نه ښكاره كېدله او نېغ په كوسټر كي شاشاته كښېنستلو هو په دې هيله ، چي څوك به ورپسې راځي لاكن دَ نيمي ګنټهې دَ تريخ انتظار پرته چي هم هغه نه راغله ، نو سېلاني هغه وخت لا نور هم مايوسه شو، چي بس دَ اُستاد مسټر ذېن العابدين او مېرمن هنا الګوهري په ملګرۍ كي مخته روان شو ګوا وسا له دې ټريپ څخه ځان پاته كړى وْ -
" ولي وسا له هغه سره نن نه وَ ليدلو ؟ او څه وجه وه ، چي هغې په دې ټريپ كي ګډ ون نه وَ كړو ؟ "
دا او داسي نورو رقم رقم وسوسو دَ سېلاني په زړه كي دَ وسا دَ خفګان په اړه ځاولۍڅه جوړه كړه ، چي هغه له خپلي خوا لا داسي هم سنجَولو ، چي ګني نن سهار له هغې سره سترګي څلور كېدلو پرته هم ورسره هېلو هاى نه كولو له سوبه خو چرته هغه نه شوه ورڅخه بد را ؟ چي ځان يې له دې ټريپ څخه پاته كړو هو، دا او داسي نورو وسوسو ورو ورو تر هغه وخته پوري دَ سېلاني په مزغو كي سرونه پورته كولو، چي يو ښځينه ژغ يې پام دَ ځان په خوا هغه وخت نه وْ اړَولى ، چي بس دَ جيزا په لور په الحرم سټريټ باندي مخته مزل كولو..
" د يغ راته ښكارې .. څه وجه ده ؟ "
دا دَ فلپائن فلوريتا وه ، چي دې وخت دَ سېلاني دَ سيټ له مخه ولاړه وه ، چي څنګه دا پوښتنه وَكړه ، نو ورسره په څنګ كي ناستي سوپيس په خپل مخ باندي را خواره شوي درانه وېښتان شاته څنډلو ورسته تر هغه له مخه ورته په وازَكي انداز كي وئيلو..
" فلوريتا ډئير..خفه به نو څله نه وي ، چي دَ هغه خوږه ملګري يې په دې ټوْر كي "
هغې به اوس خبري په بله وړلې ، چي سېلاني ورته په زيږو كتلو ورسته وَ وئيلو. .
" سوپيس..ستا مطلب څه دى،چي هركله خبري كږې كوې ؟ "
" " هيڅ نه .. ما خو فقط دا غوښتلو ، چي لږ دي خوشاله كړم
" هيڅ ضرورت يې نشته ښه او بل څل دي خله په خيال چلوه ګني "
سېلاني به لا اوس نور ورته جلالي كېدلو، چي فلوريتا دَ موسېدلو ورسته په ډېره پسته لهجه كي واي ..
" تاسو دواړه خو لكه ماشومان ، په نه څه وَ غال ته ملا تړئ "
او بيا يې يو لاس دَ سېلاني په اوږه او بل دَ سوپيس په سر ږد لو ورسته وئيلو..
" " دا بل هيڅ نه .. مينه ده ، چي تاسو ته دَ ګيلې او تر خپلو دَ غال حق دركوي
" رښتيا فلوريتا؟ "
" هو، سوپيس خوركۍ .. دا حقيقت هم دى "
" لاكن دا سېلاني خو.. "
" ستا دوست دى ، دَښمن نه "
فلوريتا چي دَ سوپيس دَ تپوسونو داسي ګډ وډ ځوابونه وركولو، نو سېلاني كه څه هم دننه دننه وَ دواړو ته لكه يشېدلي چاجوشه خُوڅكېد لو، خو پښتو ورته دَ څه وئيلو اجازه ځكه نه ور كوله ، چي هغوئ دواړي ښځي وې او له ښځو سره سيالي دَ پښتنو كار نه هم په دې خو چي كله هغوئ ګپه كوله ، نو سېلاني ورته موسېد لو او هغوئ چي څنګه چپ شوې ، نو دَ شا له خوا ايمرانشا، چي دَ كېمرون تكه توره او دنګه افريقن حبشۍ پېغله وه په خپله مخصوصه تندكي لهجه كي ورباندي ژغ وكړو ...
" هې سېلانيه .. دا په تا كي داسي څه دي؟ چي هر وخت ښځي درباندي راټولي وي "
" هغه ډېر سمارټ ځوان دى "
دَ سېلاني په ځاى ورته په دې دويم كتار كي له پېغلي التانګريل سره په څنګ كي ناست رُوف چي په ماته ګوډه انګلسۍ كي داسي ځواب وركړو، نو هفې حبشۍ دَ كټ كټ خندلو ورسته بيا داسي خله وكړه ..
" سمارټ خو ته هم يې مېن ، چي درسره ښكلي منګولين ناسته ده "
او دا خبره چي يې لا سرته نه وه رسولي ، چي هلته څو سيټان مخته محمد عبدالرحمان او ډاكټر تفېرا پورته شو او دَ عربۍ ژبي په دې سند ره ، چي په كي دَ " لُولا لُولا " غوندي تورو تكرار بېخي زيات وْ باندي ډانس څه پئيل كړو، چي شاته هم په سيټونو باندي ځيني نور ملګري ، چي ډاكټر پُو او بېسنك په كي وړاندي وړاندي وْ بدنونه ښورَول پئيل كړو -
_ 3 _
په كار خو دا وْ، چي وسا په دې ځاى كي راسره دَ تاريخ برخه جوړه شوي وى" "
له داسي مايوسۍ سره مل ، چي سېلاني هم كله له ملګرو سره دَ هغه درو بېخي غټو او هسكو څلور كونجيزه فرعوني ګومبتو، چي په كي دَ هغوئ قبرونه جوړ يا تابوتونه پراته وْ په خوا روان وْ - نو يې دَ زمري وزمه ابواالهول چي سر ورته دَ فرعون خافرا لګول شوى دى دَ ضرورت په لور چي څنګه مزغو ته دَ سوچونو لاري جوړَولې چي لوكل ګائيډ واي ..
دَ اهرام مصر دا دري څلوركونجيزه ګومبتي چي وينئ ، په دې كي تر ټولو غټه ميناره فرعون خوفو، " چي ورته په يونانۍ ژبه كي كيوپس هم واي په 2550ق م كي جوړه كړه او دويمه دريمه په ترتيب دَ هغه دوْ زامنو ياني فرعون خافرا په 2520ق م كي او فرعون مينكورا په 2490ق م كي جوړه كړه ګوا ځانونه او دَ خاندان غړي ( ابدي خدايان كولو ) تر نظريې دلاندي دَ ورستۍ اّرامګاه په توګه يې دا ګومبتي جوړي كړي دي"
دَ دې خبرو سره اوږه په اوږه به سېلاني هم دَ مصري زاړه تاريخ په لوري دَ تللو دپاره په دې پراخ رېګستان كي له هغو دوړو سره سم هڅوال كېدلو لګيا وْ ، چي تر ليري ليري پوري نه يوازي يوې بلي خواته دوړېدلې بلكې يوې نيمې دُوړي خو دَ اّسمان په لوري چُورلكونه هم خوړلو خو چي څنګه يې اوس په خپل نيلي باندي پښه اړَوله ، چي له لوكل ګائيډ څخه دَ بُوباجُوف دې تپوس هغه بيرته وَ ځان او حاضر زمان ته په خولو كي لوند خيښت راستون كړو ..
" نو بيا دَ دې درو ګومبتو په پرته هغه وړې ګومبتي دَ څه مقصد دپاره جوړي كړل شوي دي ؟ "
" په هغو كي دَ ښځو او ماشومانو تابوتونه پراته موندل شوي وْ او دا ګومبتي فرعون مينكورا دَ خپلي مائنې سره دَ ميني په ياد كي جوړي كړې"
په ځواب كي ورته ګائيډ دومره لا سم وئيلي نه وْ، چي ملګرى بتوكا په خپل ډډن ژغ كي غاړه ور وَځغلوله
" مينه يې په خپل ځاى .. لاكن سوال دا پيدا كېږي ، چي اّيا دَ فرعونانو په دور كي هم ښځه تر نر كمه ګڼل كېدله؟ "
" نه يوازي كمه بلكې كهتره هم "
" " هغه څنګه مادام ؟
لومائي رامخته شو او تپوس يې ځيني وكړو خو دَ مادام ګائيډ په ځاى ډاكټر تفېرا، چي ځان يې څه څه دَ مصگرياتو ماهر هم ګڼلو په سپين سترګۍ كي داسي وَ وئيلو ..
" هغه داسي ، چي موږ په دې لړكي دَ هغوئ دَ ښځو دَ سنتي (ختنه) څخه دا مانا اخيستلى شو، چي هغوئ نور خو نور بلكې په ښځو باندي نفساني خواهشات لا هم نه ربلېد لو"
" لاكن داسي كېسونه خو اوس هم په مصركي كه څه هم 92 فيصده دي ، خو په سوډان او ډېرو نورو افريقائي هېوادونو كي سل په سله كېږي"
" دَ تفېرا سره سم ، چي توري خرټي ايمرانشا څنګه دا خبره وكړه ، نو مېډم هنا الګوهري ، چي دَ هغوئ دَ سوشل ريسرچ اُستاده وه ورباندي په غصه كي ژغ وكړو"
" سټاپ .. دا دَ دې ځاى خبري خو نه دي؟ "
او بيا يې لوكل ګائيډ ته دَ خبرو كولو چي څنګه خواست وكړو، نو هغې مخته وئيلو ..
" دا ابواالهول چي وينئ .. دا دَ فرعونانو دَ ننګ او په دې مځكه باندي دَ سپر پاوْر كېد لو علامت ګڼل كېږي ، كوم چي تر ډېري مودې پوري په رېګ كي پټ پاته شوى وْ"
هغې لا خبري كولې چي سېلاني له ملګرو سره ملګرى ، خو دَ خپل زين شوي سوچ په نيلي سپور دغه وْ ، چي دَ فرعون خوفو او دَ هغه دَ زامنو وَ اوږده شاهي دور ته نه يوازي را وَرسېدلو، بلكې برخه يې هم په نه ساعت كي وَ ګرځېدلو ګوا .. اوس هغه دَ ابواالهول دَ غټ بُت دلاندي او شاوخوا ته جوړ دَ فرعوني دور له كورونو، چي زياتره دېوالونه او بامونه يې له يوه يوه غټ تراشل شوي كاڼي څخه جوړ برېښېد لوباندي دَ رقم شوْ واقعاتو ګواه جوړېدلو او په چيغو چيغو يې دَ دې دور وَ خلګو ته وئيلو، چي ..
" ګورئ .. ماته ګورئ .. زه له زمانو زمان راهسې ژوندى يم او دا ټول څه زما دَ سترګو وړاندي ساز شوي دي"
خو هيچا دَ هغه ژغ ځكه نه اورېدلو، چي دَ هغه وجود دَ نني دور او زمانې په قيد كي وْ -
نه يوازي دا ، بلكې سېلاني له ګمانه دَ هغو زرګونو خلګو په لور هم بيا بيا اشارې كولې ، چي په ستړيا ستړي او په خولو كي لمبېدلي كه څه هم اوس نه ښكاره كېدلو، خو دَ اهرام مصر جوړښت يې ګواهي كوله ګوا له 70 څخه تر سلو ټنونو پوري درانه او بېخي غټ بلاكونه يې په تاوده رېګ باندي هغې خواته ور دېكلو، چي چرته دَ فرعون خوفو دَ ابدي مزار په نيت دَ هغه په ژوند كي او دَ هغه دَ سترګو وړاندي هغه لومړۍ څلور كونجيزه ګومبته چي څنګه تكميل ته وَ رسېدله نو سېلاني له نيلي څخه را كُوز شو او دَ وسا څېره دَ خوفو له راڼۍ څخه هغه وخت بيرته ځكه ترلاسه كړه ، چي هغې له ساه څخه دَ رسۍ شلولو په نيت ورستۍ هټكۍ شروع كړي وې .. له خدائيګوټي څخه خدائيڼه كېدله لګيا وه -
نوځكه خو دَ سېلاني په خوښه دا څېره لمر خداى دَ فرعون خوفو دَ نيږور، ګوا دَ فرعون خافرا دَ راڼۍ په نقشونو كي داسي ژر او په هنر تحليل كړه ، چي سېلاني يې دَ يوه ديدن څه ، چي دَ يوې موسكا د پاره په دغه رېګستان كي په مياشتو مياشتو نهري تېرولې خو چي لوږه يې له وس څخه وَ وتله ، نو دغه سېلاني دَ فرعون خافرا ، چا چي دَ خپل پلار په تقليد كي خپله ګومبته جوړوله په هغو مرئيانو مزدورانو كي ورګډ شو ، چي له هغه سره په شمېر پوره يو لكهـ وْ -
هو ، چي كله دا ګومبته سرته لا سمه نه وه رسېدلي ، چي دَ خافرا راڼۍ دَ ډاكټر وسا څېره ځكه وَ لمرخداى ته ور وَسپارله ، چي هغې هم دَ خدائيڼي جوړېد لو په خواهش كي مرګي ته غاړه كښېښوله نو ځكه خو لمر خداى له سېلاني څخه تپوس وَ كړو-
" وايه سېلانيه .. دا ستا دَ وسا څېره وَ چاته واغوندم؟ "
سېلاني يوې بلي خواته وَكتلو او دَ څه سوچ كولو ورسته ژغ يې ورباندي وكړو . .
" راځه .. راپسې "
او بيا هغوئ دواړه يوې بلي خواته په رېګستان كي ګرځېدلو ورسته چي څنګه ماځيګر مال بيرته دَ پېراميډ ز سره جوړي ماڼۍ ته ور دننه شولو، نو دَ سېلاني سترګي په شاهي محفل كي ناستي په يوې پېغلي باندي كراري څه شوي چي يو دم يې وَ لمر خداى ته وَ وئيلو . .
" ورشه .. او هغه ښكلي پېغلي ته دا څېره ور واغوند ه ، چي دَ فرعون خافرا په څنګه ناسته ده او دويمه مائينه يې برېښي"
لمر خداى په هغه لور كتلو ورسته كلك وَخندلو او بيا يې ورته وئيلو . .
" هغه فرعون خافرا نه دى .. دَ خافرا كشر ورور مينكورا دى او بل هغه ورسره ناسته پېغله هم يوه عامه پېغله نه ده ، بلكې راڼۍ خاميريرنېبټي ده .. دَ سبا ورځي خدائيڼه"
سېلاني به لا اوس په دې خبري باندي حېرانتيا څرګند وله ، چي لمر خداى دَ وسا څېره چي خاميريرنيبټي ته څنګه وړاندي كړه ، نو هغې په داسي خوشالۍ واغوندله ، لكه دا چي دَ هغې خپله څېره وي .. پرېدۍ نه هم په دې خو سېلاني يو ځل بيا په جامو كي نه ځائيد لو- . . .
اوس به لا سېلاني له ډېره هوسه ځان دَ نړۍ تر ټولو انسانانو خوشبخته انسان ګڼلو، چي دَ فرعون خافرا په ګومبتي كي دننه په نرئيو تنګو لارو كي پورته كښته ګرځېد لو په وخت دَ حاضري زمانې دَ مصرۍ ګائيډ دَ ژغ اّزانګې خپروې شوې ، نو ځكه هغه هم له تاريخه يو ځل بيا راستون شو او ګائيډ ته يې غوږ وَنيولو، چي په عربي وزمه انګلسۍ كي يې وئيلو . .
په دې پېراميډ ز جوړَولو كي په كار راوړل شوي دا دَ ګرېنائټ غټ غټ بلاكونه دَ درو نظريو ګوا ( نېغ په " نېغه بالا خېږَول) ، ( په كږ لېچونو كي له يو پوړه وَ بل پوړ ته خېږَول ) او يا ( دَ مينارو په سمون له ليري "څخه دَ دې تر سرونو پوري په جوړو غټو بارُو باندي ورته دېكل ) په سمون وَخېږَول شولو
او بيا چي كله له دي ځايه دَ ملګرو لوستونكو دا ډ له نيږدې دَ هغې غټي فرعوني كشتۍ په خوا بُوتلل شوه ، چي له هغې دويمي ګومبتي سره په څنګ كي پيداكړل شوي وه كومي چي دَ فرعون خافرا له ژوند سره اړه درلود لو-
دومره ښه جوړه شوي كشتۍ ؟ "
دَ سېلاني په مزغو كي دا سوال ځكه پورته شو، چي دا كشتۍ دَ كرسټوفر كولمبس له هغې جد يدي كشتۍ څخه هم په هيڅ مانا كمه نه وه ، چي په بارسلونا كي دَ ليد لو په وخت هغه دغه رنګه له خياله له كرسټوفر سره په كي تر ليري ليري پوري سېل كړى وْ ، لكه دې وخت چي يې هم وَ دې كشتۍ ته ختلو د پاره ځان هڅولو لاكن ور وَختلو ځكه نه ، چي ناڅاپه يې ننۍ ډاكټر وساسترګو ته له خياله دنګه وَ درېد له ، چي وئيلو يې . .
" سېلانيه .. ما او تا خو له دې عهده مخته وتلي يُو"
" هو .. ته رښتيا واې وسا "
او بيا سېلاني سترګي موږلو ورسته له ملګرو سره ګډ دَ هغې دريمي ګومبتي په لور ګامونه اوچت كړو ، چي دَ فرعون مېنكورا سره نه يوازي اړه درلود له ، بلكې دَ وسا څېره خولا هم تر اوسه دَ دې فرعون دَ راڼۍ په نقشونو كي خوندي پرته وه -
لاكن چي له دې ګومبتي څخه څنګه سېلاني دَ درو وړو ګومبتو په لور ګامونه اوچت كړو، نو لمر خداى هم ورپسې دَ وسا څېره په داسي په منډ ه منډ ه راوړله ، لكه هغه ښكلي راڼۍ چي هم دَ هغه سترګو خوړلي وي نو ځكه خو لمرخداى په ساهكېدلي انداز كي وئيلو ورته ، چي ..
" سېلانيه .. هې سېلانيه .. دَ فرعون مېنكورا دَ ښائسته راڼۍ په لور ستا دَ ميني دَ نظر ورستى حسدي غښى له ختائي څخه دَ هغه په ځيګر كي لګېدلى وْ ، نو ځكه هغه له جلاله دَ وسا څېره دَ راڼۍ له څېرې څخه رابيله كړه"
او مخته يې بيا هغه تپوس ورڅخه په ماته خله وَ كړو ..
" وايه اې دَ درست ژوند ون واحد ژوندى انسانه.. زه اوس په دې څېرې باندي څه وكړم ؟ "
سېلاني له هغه څخه دَ وسا څېره اخيستلو ورسته يو ځل بيا دَ خيال په نيلي باندي پښه واړَوله او مخته په دې ګمان تېر شو چي كېدلى شي ، چي تر هغې پېغلي پوري ځان وَ رسوي، چي هلته ليري دَ پريانو له دُوړي سره په چورلكونو برېښېدله هو.. هغه مسته او په ځان باندي غره چي شهزادګۍ وه ، خو له محلونو يې زيات دا سپېرې ساراګاني ځكه خوښېدلې، چي هغې دَ باد له څپو سره تګ كول غوښتلو هغې نه غوښتلو، چي هغه دي دَ هيڅ يو انساني رښتې په جال كي ورګېر شي ګوا هغه په ښائست باندي حُوره او په خويه زمرۍ وه .. په دې خو يې جامې هم دَ پړانګانو اغوستلې -
دَ سېلاني زړه هم نه منلو،چي دَ وسا څېره به هغه شهزادګۍ ، چي نېفرتياپيت نومېدله واغوندي خو سېلاني هم په خپلي هوډي كي پښتون وْ نو ځكه له لوړو حوصلو سره يې دَ هغې پېغلي شهزادګۍ په لور واټنونه لنډ ولولګيا وْ ، چي اوس دَ زمري څرمن په تن اغوستي بس په يو څو ګامه ورڅخه ليري وه خو څنګه څنګه چي ورته نيږدې كېدلو .. هغه هغومره ورته زيږه كېدله او له ځناوري روئيو څخه يې داسي څرګندېدلو، لكه هغه چي نه يوازي انسان بلكې هر ژوندى سرى دَ خپل حسن دَ جلال په وړاندي سرو كُوزى ليدل غواړي هم ځكه خو كه څه هم سېلاني ورته سم كتلى نه شو .. خو بيا يې هم همت سره را يو ځاى كړو او دَ وسا څېره چي يې څنګه دَ هغې په لور ور وړله ، نو هغې دَ څېرې په لور كتلو سم دستي دَ شا په لور داسي يو دم منډ ه كړه لكه هغه څېره چي دَ هغې خپله څېره وي او هغه نه غواړي چي ښځه شي هم ځكه خو سېلاني هم ورپسې پائڅې ټولي كړې ولي چي دَ هغه شك هم زياته يقين ته رسېدلى وْ ..نو په دې خو يې په هر حال كي نيول غوښتله خو هغه وه، چي په چيغو چيغو يې ورته وئيلو ..
... " دا منم ، چي زه ستا دَ لټون كټ مټ هغه څېره يم چي ته يې لټوې .. لاكن "
" " لاكن څه ؟ وايه..اې خوږې او ښائستې شهزادګۍ نېفرتيابيت
" هغه دا .. چي زه دومره ښائسته يم چي ما دَ جهان سترګي خوري لګيا دي"
" يه يه .. ته دَ مرګ دپاره نه بلكې دَ ژوند كولو دپاره"
سېلاني چي اوس يې مخته ته دَ تللو هيڅ قسم زور په بدن كي نه وْ پاته شوى دَ درېدلو ورسته ورته داسي خبره لا سمه سرته نه وَ رسولي ، چي هغې هم تندكونه وهل شروع كړو او ژړا سر شوه ..
" زه په لاس بيا هم نشم درتلى .. ولي چي زه هم ستا سترګو خو خوړلي يم"
او بيا يې په ورستي ځل دَ سېلاني په لور كتلو ورسته ځان په رېګ باندي داسي چپه كړو لكه هغه ښاپېرۍ وزمي نيفرتيابيت شهزادګۍ چي په رښتيا دَ هغه دَ سترګو نظرونو خوړلي وي هو .. كيسه وه هم دغه رنګه ولي چي هغه په ځوانه ځوانۍ دَ مرګ په خوب داسي ويده شوي وه چي بيا دَ سېلاني خوار دَ وير ساندو اوكړيكوڅه ؟ چي دَ دې رېګ هغو طوفاني سيليانو لا هم نه كړه راويښه ، چي دا غټ ابواالهول يې په پېړئيو پېړئيو په ځان كي پټ ساتلى وْ -
سيلاني به لا نورهم دَ فرعونانو په تاريخ كي دَ هغې شهزادګۍ په باب په سر باندي رېګ دُوړَولو، چي دَ نني دور سوپيس يې په اوږه لاس څه ور كښېښولو، چي دَ نامي سړيخوري او دَ فرعوني تاريخ ظالم ترين فرعون سنېفرو دَ راڼۍ هيتيفيريس دَ سترګو اور يې ور په ياد كړو هم په دې خو هغې دَ پرون له ستړو مزلونو څخه راستون شوى سېلاني له ځان سره ګنډلى په پټه خله دَ هغې فرعوني لائبرېرۍ او ميوزيم په لور ورچپ كړلو، چي په كي دَ انسانانو دَ مميانو او ځيني نورو شيانو پرته دَ بلا ساهداره ځناورو ممياني هم په دومره شمېر پرتې وې ، چي دَ فرعوني دور په اړه يې دَ ګائيډ هغه خبره رښتياكوله ، چي څه ساعت مخته يې كړي وه ، چي ..
فرعونانو په دې خبري باندي ايمان لرلو، چي كه هر ساهداره يا دَ انسان جوړ عكس ، زړه ، سايه ، نوم" او روح په پيپاريس پېپر كي نغاړلى په يو مضبوط تابوت كي خوندي كړلى شي ، نو هغه به كله هم نه "مري او تل تر تله به ژوندى وي .. خو په غېر مرئي بڼه كي
نه يوازي دومره بلكې بيا يې اوږده ساه اخيستلو ورسته مخته هم داسي هم وئيلي وْ ، چي ..
" دَ هغوئ له قوله ، فرعونان چي مړه شي ، نو خدائيان شي"
دَ لوكل ګائيډ دَ دې خبري ورسته چي څنګه هغوئ دَ بس په لور روان شولو، نو په لاره كي مېډم هنا واي . . .
" دَ ګائيډ له قوله .. دَ فرعونانو په دې خبروكي څومره حقيقت دى ؟ په دې نه يم خبره ، خو دَ عربۍ ژبي له دې متل څخه انكار هم نه شي كېدلى"
او بيا يې هغه خبره رايادولو ورسته وئيلو ، چي ..
وخت دَ ژوند په هر شي باندي خاندي ، خو اهرام مصر په وخت باندي خاندي" "
هو، اوس كه څه هم بيرته ټول ملګري په بس كي ناست تر خپلو په ګپو باندي اخته شوي وْ ، خو سېلاني سترګي پټي كړي وې او دَ وسا څېره په لاس كي هغسي يو ځل بيا دَ سوچ او فكر په نيلى باندي سپور دَ رود نيل دَ هغې څنډي په لور روان وْ .. چي چرته دَ نن قاهره ښار اّباد شوى وْ خو يَه ، دى وخت سېلاني دَ خپلو خيالونو دَ رفتار په مقابله كي دَ يو داسي ستړي مسافر په رنګه ګوډېد لو لګيا وْ، چي دَ نيلي دَ پښو خاورو او دُوړو دئ ورو ورو وَ هغه ابواالهول ته مونَولو لګيا وْ ، چي وْ خو زمرى .. لاكن له كاڼو جوړ او دَ وخت په دائرو كي ورګير شوى هم ځكه خو ورته وسا له ګمانه وئيلو . .
" ما خو دا ګڼلو ، چي ته به زما خوبونه را رښتيا كړې"
او بيا يې له سترګو څخه اوښكي پاكولو ورسته په وړو وړوسُلګيانو كي مخته وئيلو . ..
" . . . لاكن تا خو زما دَ خوبونو دَ ټاپوګانو پُولي لا نور هم دومره پراخ كړو ، چي په كي دَ تعبيرونو دَ لټون هيلي وركي څه ، چي ځانته خوب شولې"
" منمه .. چي ما درسره ښه نه وَكړو خو دا هر څه ما له كسته نه دي كړي ، بلكې .."
اوس به لا هغه مخته څه وئيلو، چي وساپه ډېره حېرانتيا ورڅخه تپوس وكو ..
" نو بيا هغه څوك اوڅه وْ ؟ چي دَ ميني په دويم ګام كي يې ته په ما باندي په داسي ظلم كولو وَ روږدَولې"
" بل هيڅوك نه .. چپ له دې زړه او يا "
هغه به دَ " يا" له مخه څه ورته وئيلو ، چي يو چا يې لاس په اوږو باندي كښېښولو او هغه بيرته دَ هوش وَ نړۍ ته په وازو سترګو راستون ځكه شو چي هغه لاس دَ بل هيچا نه ، بلكې دَ سوپيس لاس وْ ، چي دې وخت يې دَ سيټ له څنګ سره جوخته ولاړه وه او دَ هغه په لور يې نه يوازي كتلو بلكې داړي يې هم داسي بيا بيا تر غوږونو پوري وازَولې لكه هغه چي به يې اوس اوس وَخوري هم په دې خو سېلاني ورته بيا تر ډېره په خشم خشم په دې وجه كتلو ، چي دغه سوپيس خو وه ، چي نوم يې په خلې كي پاته شوى وْ -