پروني مخونه
فصل ۲۱،دَ سوپیس له خوا دَ بریالیتوب جشن
" " څنګه دا غونډ ه هفته تېره شوه .. خو ګرسره پرې پوهى نه شوم دَ ائير الجېريا په الوتكي كي ناست سېلاني چي وَ وسا ته داسي خبره وكړه ، نو هغې له مخه ژېړي زلفي په دواړو لاسونو شاته اړَولو ورسته په وياړ ورته وئيلو .. " دا زما او زما دَ كورنۍ له تا سره مينه وه ، چي ته يې په يو څو ورځو كي وَګټلې" ... " " هو، ته صحيح واې لاكن " " لاكن څه ؟ " " دا چي .. زه خو نو هم سړى وم دا دَ سړي خبره چي يې څنګه له خلې وَ وتله ، نو هغې وَ سېلاني ته داسي
فصل ۲۲،دَ سېلاني په هیواد کي ساه تنګه وسا
څومره چي په پاكستاني ټولنيز ژوند كي وسا عربلور ساه تنګي شوي وه او دَ دې ځاى دَ خلګو وَ روئيو او خوئيو ته څه ؟ چي په هرڅه هرڅه باندي ورته دَ حېرت ګوته په غاښ وه .. نو هغومره به يې زيات په مينه ځان دَ پښتني كلچر برخه كولو هڅه شايد چي په دې خبره كوله ، چي هغې له سېلاني سره دَ هغه تر توقعاتو هم زياته مينه كوله هم ځكه خو دَ سېلاني په كورنۍ كي هغې ته داسي يوه لانجه هم نه شوله جوړه ، لكه قلوپطره ته چي دَ جوليس سيزر په كوركي په لومړي ځل ورننوتلو كي له نورو غړو څخه څه ، چي دَ هغه له لومړۍ
۲۳ فصل،په بغداد کي دَ وسا دَ مرګ خبر
سېلاني نن سبا په دې خوشاله وْ ، چي په دريمه ورځ هغه دَ يوې مياشتي دپاره اُردن او الجزائر ته له وسا سره دَ چهټيانو تېرَولو په نيت روان وْ نوځكه يې دا هڅه كوله چي خپلي لُور برېښنا خان ته ښې څخه ښې او ډېري جامې ور وړي ولي چي وسا ورته دَ داسي كولو وئيلي وْ - خو دَ خداى لكه چي دا خوشالي په سېلاني باندي نه وه پيرزوْ ، چي تر تګ درې ورځي له مخه دَ وسا ټېلي فون دَ يوه غټ درز كېدلو سم دستي دَ هغې په چيغه باندي دَ دې خبري ورسته
۲۴ فصل، په بحرالمیت کي دَ ازلي مینی ... ابدي یُون
كه يوې خواته دَ خلګو په ذهنونو كي دې خبري سر راپورته كولو چي .. ګني ډاكټر وسا.. ولي پاكستان ته نه راځي ؟ چرته خو هغې سېلاني دَ همېش دپاره نه پرېښولو؟ هو .. هم ځكه خو بلي خواته يې په زړونو كي دَ هغوئ ترميانه دَ ابدي فراق زېږېدلى شك لا نور نور هم يقين ته نيږدې په دې شو، چي دَ سېلاني په بهرنئيو دورو كي هم تر اوله كمبوت راغلى وْ هم ځكه خو به هر ملګري او هن چي دَ كور غړو به لا هم په وار وار پوښتنه ورڅخه كوله چي .. څه چل شوى دى ستاسو تر ميانه ..؟ چي نه ته ډېر