محمدحنيف حيران
نوم مې محمدحنيف او تخلص مې حيران د پکتيا ولايت د سېدکرم ولسوالي اوسېدونکی، له منځني طب څخه په پېښور کې فارغ شوی يم، همدارنګه د ادب د مبارکې مدرسې يو کوچنی چڼي هم يم او اووکتابونه مې دوه يې شعري ټولګې، يو د ټپيزو کتاب،درې ژباړې او يو فولکلوريک اثر دې، کښلي دي.
مقالي
يوازې د انګليسي ژبې او کمپيوترزده کړه دهيواد ښوونيز.....
يوازې د انګليسي ژبې او کمپيوتر زده کړه د هيواد ښوونيز بنسټ ته ګواښ: نيازالله اصيل ځاځید تېرو درېو كلونو په ترڅ كې د انګليسي ژبې او كمپيوټر زده كړې د كورسونو د بې كچې زياتوالي او ددغه تقريباً نوي فرهنګ دودېدل په ګران هېواد افغانستان كې كه په سلو كې پنځوس ددغه هېواد د پرمختګ (نړيوال كېدو) په لوري د تګ په كار كې ګټور تمام شوي وي؛ نو بې له شكه په همدې كچه يې د هېواد د نوي نسل پوهنيز نظام ته د پام وړ تاوان هم پېښ كړى دى. شايد زما دغه ادعا د ډېرو په ذهنونو كې د (ولې؟) كلمه راوپاروي. ځواب دا
ژبې ته ولې طبيعي پېښه يا پديده نه شو ويلای؟
ژبه په بشري ټولنه كې د انسانانو تر منځ د افهام او تفهيم يوه مهمه وسيله ده، بې ژبې بگشري رابطه او معاشرت ناشونى دى، بې رابطې او تماس څخه نه پخپله انسان وجود لري او نه ټولنه، بې له ژبې تفكر هم ناشونى دى، يعنې د ژوندانه د واقعيت درك د انسان په واسطه او پخپله د انسان مفهوم په هغه واقعيت كې بې له ژبې په يوه تپه تياره كې راحصارېږي. اما دا دواړه واقعيتونه درك د انسان په واسطه او پخپله د انسان مفهوم په هغو واقعيتونو كې په انساني ګډ او ټولنيز ژوند كې تحقق پيدا كوي. د مثال په ډول ايرتن نومې سړى د ك
د هټلر د نقاشۍ ليلام ( لومړۍ برخه)
د لندن د مادام تساو په موزېم كې د هغو نومياليو شخصيتونو مجسمې اېښودل شوې دي، چا چې د تاريخ په نه ورانېدونكې پاڼه كې خپلې نه ورانېدونكې اغېزې پرې ايښې دي. په دې موزېم كې يوه جلا برخه د "Horrer Chamber" په نوم هم شته، چې د داخلې دروازې پر سر يې د نازي جرمني ليډر ايډولف هټلر مجسمه، چې د وحشت، دهشت، بربريت او د ظلم د انتها يو بې مثاله نوم دى نصب شوې ده، كله چې سړى دې چېمبر ته ورداخل شي؛ نو رښتيا هم ورته ددې خوف البشر د كړنو جوته پته لګېږي. ډېره حيرانوونكې خو داده، چې څنګه يو داسې سړى چې د ظلم
افغاني ټولنه اوبېګانه کولتور
. هر هېواد كوښښ كوي، چې افغانستان؛ بلكې د پښتنوكولتور له منځه يوسي او پر ځاى يې خپل كولتور په افغانستان كې رواج كړي، هر هېواد كوښښ كوي، چې خپل كسان په افغانستان كې لوړو څوكيو ته ورسوي او د هغو په مرسته خپل كولتور په افغانستان كې خپور كړي. ددې خبرې يوه نمونه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اطلاعاتو او كولتور پخوانى وزير ښاغلى مخدوم رهين دى، چې د ايران د كولتور په مخته وړلو كې او د پښتنو د كولتور په له منځه وړلو كې يې نه ستړې كېدونكې هلې ځلې وكړې. كله چې مخدوم رهين د اطلاعاتو او كولتور وزير
دبيان ازادي که د مسلمان امت دجذبو سره لوبې؟
په 1989ز كال هندي نژاد بريتانوي اوسېدونكي او تش په نوم مسلمان سليمان رشدي كتاب د سټاينك وريس "شيطاني اّيتونه" تر سرليك لاندې چاپ شو، چې پكې يې د اسلام د لوى پيغمبر محمد مصطفى(ص) د شان د حرمت جراْت كړى و، چې د صحافت د اّزادۍ په بهانه د اروپايي هېوادونو ليكوالانو او ټولنو ددې كتاب دفاع وكړه او انګلستان سلمان رشدي ته د هغه د ساتلو ډاډ او اطمينان ...وركړ. د سلمان رشدي دې كتاب ته يې د ښه خرڅېدونكي "بيسټ سيلر" كتاب اېوارډ وركړ او ورسره يې د كال ښه كتاب "بيسټ بك اّف د ائير" اېوارډ هم وركړ. د
ديارانو کډې ګورته وار په وار ځي
د سليمان غر مجلې د دويمې ګڼې مطالب او ليكنې مو اوډلې، ښاغلي اخلاص يار د پكتيا او نورو ولايتونو د ليكوالو ليكنې او شعرونه راوړي وو. زه هم قصه خوانۍ ته ورغلم، اخلاص يار مې په يوه څلور لارې كې وليد، له روغبړ وروسته مو وپتېيله، چې په يوه هوټل كې كېنو او د مجلې په اړه سره وغږېگږو. ښاغلي اخلاص يار راته كړه، چې يو ډېر فرهنګپال ملګرى خان محمد مفتون مې هم راغوښتى دى. لږه شېبه وروسته ښاغلي مفتون زنګ وواهه او هغه مو هم هوټل ته راوغوښت. لوړ قده ځوان و، ږيرې او برېتو يې اوس خط وهلى و؛ خو په وجود ښه غښ
داياران لکه ګلونه دبهار دي ( اخره برخه)
په دې وروستيو كې يې زما يو بيت زده كړى و: د خپل ژوبل زړه په درد دې څنګه پوه كړم؟ چــــــــــې كيسه درته كومــــــــه اسوېلى شي له هر ځل لوستو وروسته به يې راته وويل: ياره همدا يو بيت دې منم؛ خو ګومان مې نه شي، چې ستا دې وي. ما به يې له دې خبرو د خلكو پر وړاندې په دې استدلال ځان خلاصاوه، چې ته شاعر او نقاد نه يې. په شعر و هنر كې مه غږېږه، كه زما شعر ستا خوښ شي دا ماته د خپګان خبره ده، زه په همدې حالت كې خوښ يم. مفتون بلا سړى و، د ډېرو داسې شېبو تصويرونه او ان ويديويي پرچې يې سا
داياران لکه ګلونه دبهار دي (لومړۍ برخه)
فيس يې كم اخيسته، كه زيات، هغه د كندهاريانو خبره د مور شيدې يې شه؛ خو له دې حقيت څخه هېڅوك سترګې نه شي پټولى، چې مدير صاحب (محمد يار) د افغاني بچو لپاره د غرغښت د عالي لېسې په جوړولو سره تلپاتې خدمت وكړ. دا لېسه د كرمې ايجنسۍ په صده بازار كې جوړه شوې وه او نظم او يونيفارم يې دومره زړه راښكوونكي وو، چې زما غوندې د ډېرو زړه يې د مهاجرو په مكتبونو كې تنګ كړى و. څه سر به مو خوږوم، هغه ورځ هم خداى(ج) راوسته، چې د لومړي ځل لپاره مې ددې لېسې په انګړ كې ګام كېښود. د لېسې له عصري ماحول سره زما غوندې د
پېغور او پر ټولنې يې اغېزې
پېغور په انسان ډېر اغېز كوي، كه څه هم پېغور ډېر مثبت اړخونه لري، چې د هغو له وجې ډېرې لويې لويې لاسته راوړنې شوې دي. په څنګ كې منفي اړخونه هم لري، مثبته نمونه به يې د ملالۍ هغه لنډۍ ياده كړو، چې په ميوند كې يي ويلې وه: كه په ميوند كې شهيد نه شوې خدايږو لاليه بې ننګى ته دې ساتينه كه دا پېغرتې لنډۍ ملالۍ په ميوند كې افغان جنګياليو ته نه واى ويلې؛ نو پرنګيان هسې هم بريالي وو، بريالي به وو، چې دا پېغرتې دا لنډۍ افغان جنګياليو واورېده هغه هم د ښځې له خولې نه؛ نو دومره اغېز يې پرې وكړ،
افغانستان، سياسي کمزوري اوبهرنۍ لاسوهنه
دا هغه نوي چاپ شوی کتاب دی چې د افغانستان هراړخیزه مطالعه په برکي نیسی. دا کتاب چې ۳۵۱ مخونه لری د انګلستان د روټ لیج ( Routledge) خورا مشهوری خپرندویه مؤسسی په انګریزي ژبه خپور کړی او لیکوال يې ښاغلي ډاکټر نبي مصداق دی . کتاب د افغانستان د تاریخ ، سیاسي پرمختیاوو، اساسي نیمګړتیاوو، بهرنیو مداخلو او بالاخره افغان مقاومت اساسي لوستنه څیړی چې په ډیره عالمانه توګه تحلیل او شنل کیږی . ښاغلي مصداق دا کتاب په لوړه سطحه انګریزی ادبیاتو لیکلی ته به وایې چې یو افغان نه بلکی کوم انګریزی ژبي څیړ
دامن په جرګه کې د مطبوعاتو رول
سږکال افغانستان لپاره دامن اوثبات دټينګښت دهڅوپه لړکې يونېکمرغه کال ګڼلےشو ـ په همدے کال دډيپلوماتيکواصولو دلاندے څومياشتى وړاندے کابل کې دپاکستان اوافغانستان دولسمشرانوپه شمول دامن لپاره لويه جرګه په وجود کې راغله ـ اوهمدااوس ښاغلےفاروق وردک ديوې بلې جرګه ګۍ په موخه دخپل پلاوي په بدرګه پاکستان ته رارسيدلے دے او هيله کيږى چې دنومبر په نيمايى او يااخري لسيزه کې ددغه جرګه ګۍ اسلام اباد کې منعقد شى ـ په دغه پنځوس کسيزه جرګه ګۍ کې به په کومو موضوعاتو خبرې اترې وشى دالا تراوسه رسنيو ته نه ده ب
ترياک نشه يي توکي او زيانونه يې
په نړۍ كې د اتومي انرژۍ د پاوړي كېدو او د درېم نړيوال جنګ په لګېدو سربېره اوس نړيوال دې ته حيران دي، چې څنګه وكړي تر څو د ټولوژنې اتومي وسلې له منځه يوسي؟ په نتيجه كې ګورو، چې بين الملل او منځنګړې خيريه ادارې ټولې لاس تر زنې ورته ناستې دي پردې سربېره اوس نړيوال دې ته فكر وړي دي، چې څنګه وكړي، د نشيي توكو او قاچاق مخنيوى وكړي. په اكثرو بې وزله هېوادونو كې د نشيي توكو كرونده زياته كېږي. په دې خاطر چې له نورو حاصلاتو لكه غنم، وريجې، مالوچ او... په نسبت له نشيي توكو څخه زياتې پيسې ل
پښتنې کونډې دبې وسي په لومو کې
خدايه د قطر پاچا مړ کړېپه شته مېړو کې نجونې کونډې ناستې دينههو رښتيا هم په شته مېړو کې نجونې کونډې ناستې دي. هغه بې وسه پښتنې پېغلې چې د ښکلا او ځوانې غرور ته يې غرونو سرونه ټيټول، د ښکلا ښاپېرۍ بلل کېدې او د سپېڅلتيا ملکې خلکو ورته ويلې، هغوی خو لومړی په پيسو پلورل کيږي، په سرونو يې سودا بازي کيږي. د ژوند حويت يې نه وي څرګند، د خپل کوژدن څېره، انځور او کورنۍ يې نه وي ليدلې، د علميت علم يې نه وي ورته . بيا چې واده شي ورته، لکه مزدوره او وينځه د خاوند په کور کې ژوند تېروي. هغه ار
اعدام د مقاومت مخه نشي نيولی
څه موده کيږي چې په هېواد کې پر ځينو بنديانو د اعدام پرېکړه وشوه او تطبيق شوه . په داسې حال کې، چې ملګرو ملتونو او د انساني حقونو مدافعو ټولنو ورسره ښکاره مخالفت و ښوده؛ خو د کابل د حکومت د ليل دا و چې مخالفين پند واخلي .دادى يو وار بيا پر ځينو بنديانو د اعدام حکم شوى دى ، چې د جمهور رييس اخيرنۍ پرېکړې ته ځنډ دى او دا هم په هماغه زوړ دليل چې مخالفين پند واخلي او له خپل عمل نه لاس په سر شي ، که څه هم ځينې خلک دا هرڅه د شيعه توب او سني توب ټس بولي خو اللهج خبر چې څه لامل به وي، چې يو ناڅاپه
د يوتاند ګل درژېدو د وير زوروره څپه
د ارواښاد محمد هاشم مصور په ویر کې بیا خوني ماښام دی د جکړ چیغې وحشي راځيبیا کومې کړۍ په غړۍ پرېښې د دار کرښه ده د جمعې مبارکې ورځ سهار یوولس بجې مې د ښاغلي نورمحمد لاهو ناچاپ ناول(زروجانه) لوستلو، چې ټلیفون مې وشرنګېد، د ټلیفون په ښیښه د ډاکټر رودوال نوم لیکلی وو، د اوکې تڼۍ مې کېکاږله، ډاکټر رودوال له سلام او روغبړ وروسته پوښتنه وکړه چې چېرې یې؟ ما ویل کورکې یم، رودوال صیب وویل: ټول ملګري تللي او څوک په لاره کې دې ، ما ویل ته به هم تللی وې، خو زه پوه نه شوم چې رودوال
د نظراختلاف دټولنې طبيعت دی
د نظر اختلاف څه، چې ان د عقايدو اختلاف هم د ټولنې له طبيعي ځانګړتياو څخه شمېرل کيږي؛ خو له دې سره تړلې بله ځانګړنه داهم ده، چې مقابل نظر بايد د احترام په تله کې د ارزونې په موخه د د صحيح د لايلو پر کاڼو وتلل شي. د احترام معنی دا نه ده، چې څوک دې د چا نظر نه ننګوي؛ نيوکه او کره کتنه دې وشي؛ خود ارونو او معيارونو پر بنسټ او د پولو خيال دې په کې وساتل شي. خالي اثبات او خالي ترديد هر بې شعوره او نا لوستی کولی شي، خو اثبات او ترديد، چې په صحيح دلايلو بناء وي، ډېر ګټور وي. نوم بدلول، په تبصره، ک
دکوريايانوپر ازادولو کې دکرزي دادارې څه رول و؟
د سرحدونو د نامصونيت او له پلازمينې پرته په نور هېواد د بې واکۍ په صورت کې حکومت څه معنی لري؟ نړۍ وال ملاتړ څه ته وايي؟ او د نړۍ زبرځواک څوک دی؟ درې واړه پوښتنې د کوريا يانو په قضيه کې ځواب شول. طالبانو يو وار بيا نړيوالو ته ځان په رسميت وروپېژاند، د کرزي د ادارې په شمول يې ټول هغه هيوادونه، چې منځګړي توب ته چمتو وو، له پامه وغورځول او د کوريا له دولت سره يې نېغ په نېغه خبرې وکړې. د کرزي د ادارې سربېره نړيوال فراعنه ونه توانېدل، چې يرغمل شوي د طالبانو له منګولو راخلاص کړي؛ خو بالعکس طالبان وتوان
څو شېبې په دانش ادبي بهير کې
پخوا به په جمعه کې يو وار ښار ته تلم، په همدې يوه ورځ کې به مې بلا کارونه خلاص کړل. کلينک ته به مې درمل راونيول، په يارانو دوستانو به راوګرځېدم، د خپلې مجلې (سليمان غر) لپاره به مې ليکنې برابرې کړې او داسې نور... خو په دې ټولو سربېره به د نورو ډېرو يارانو په څېر د ګران اسد لا لا پوښتنې ته هرومرو ورتلم. که چا به کوم ليک يا ليکنه کړې وه د سليمان غر لپاره، هغه به يې هم له دانش صاحب سره اېښې وه. د دانش صاحب کتابتون نه و، هغه زموږ د (کابليانو) خبره ده، سمه دانش کده وه، چې د هر شاعر او ليکوال به
د اسلام ستر فاتحان او د کره کتنې ارزښت
کره کتنه د ټولنې د افکارو، مېتودونو، شخصيتونو او د هر قابل اصلاح توکي د تهذيب لپاره عمودي حيثت لري. کره کتنه له ثوابتو او مقدساتو پرته، له هر چا او هر شي لوړه ده. چېرته چې کره کتنه سر وخوري، هلته اصلاح له منځه ځي، ټولنه د زړورتيا (انحطاط) ښکار کيږي.په پای کې ټولنه خپل انساني حيثيت او وجود له لاسه ورکوي. کومه ټولنه چې کره کتونکي يا د کره کتنې زغم نه لري، واړه مرضونه ورته وباء کيږي او د سترو ټولنيزو ستونزود راولاړېدو لامل ګرځي. له بده مرغه زموږ ټولنه يوه له هغو ده، چې پر چا کره کتنه، له هغه
د برتانيې په ملي ميوزيم کې
د برتانيې په ملي موزيم (هلمند) کې د روان او د تېرو دريو کلونو د جګړو نندارتون پرانستل شو. نندارتون د جګړو هغه برخه انځور کړې، چې پکې برتانوي عسکرو ته د طالبانو په لاس ماتې ورکولو او ورته د ځاني او مالي زيانونو وراړولو صحنې ښيي. فوځيان ژاړي او له طالبانوسره سخت مقاومت کوي؛ خو هلته خلک د طالب نوم نه اخلي؛ بلکې د (افغان) کلمه تکراروي. پورتنۍ خبرې الجزيرې خبري عربي تلويزيون ميدان ته راوکښله، چې ډېر اوږد او په زړه پورې راپور يې پرې برابرکړی و. عرب خبريال، چې د افغانستان تاريخي سوبې يې په ډېر وياړ ياد
په ( پکتيا پېژندنه) کې راسره مرسته وکړئ
سلامونه، خوږو او درنو لوستونکيو/ کتونکيو، خدای پاک دې وکړي، چې ټول ملګري به روغ او سلامت وي. کيسه داسې ده، چې ما غوښتل په خپلې برېښنا پا ڼه کې د ( پکتيا پېژندنې ) لړۍ جاري وساتم. په دې موخه چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې لوستونکي/ کتونکي ترې ګټه پورته کړي او مالومات ترې تر لاسه کړي. زه بريالۍ ن
د ترکيې د لږکيو پر بنسټ پالنه نړيوال ولې غلي دي؟
د نړيوالو په اند طالبان بنسټ پال وو؛ ځکه چې هغوی د اسلامي حجاب پر التزام او د اسلامي اصولو پر مراعتولو خلک مجبورول. نړي والو هم ورسره پر همدې بنسټ سم تعامل ونکړ، چې نتيجه يې په افغانستان کې د اسلام حکومت خاتمه شوه. خو بل پلو ته اروپايي اتحاد ترکيه له ځان سره په دي دليل پرېنښوده، چې ترکيه اسلامي هيواد دی، په داسې حال کې چې همغه مهال د ترکيې هيواد مکمل سيکولرو او د اسلام هيڅ نښې پرې نه ښکارېدې؛ خو د نړيوالو په اند دا هيڅ بنسټ پالنه نه ده!! په ترکيه کې د روان کال د اوومې مياشتې په ټولټاکنو کې
پلټونکی يا تحقيقي ژورنالېزم
Investigative Journalismپه غربي نړۍ كې دپلټونكي ژورناليزم اصطلاح له ۱۹۷۰ كلونوراهيسې مشهوره ده . كله چې ډېرخبريالان دغه اصطلاح اوري ، ددوى ذهن ته پټې كېمرې ، پټ ثبتول ، پټ هويت اومايكروفونه درېږي ، خودادهريوژورناليست دكاريوه وړه برخه ده .ددې ماناداده چې كله يوخبرليكل كېږي ، بايدله ثبوت نه وروسته وليكل شي ، يوازې دانه چې ژورناليست تورولګوي اوبېرته ئې بياردكړي . بايدحقايق راوباسواودهغودملاتړ لپاره شواهدراغونډكړو. خوځينې موضوعات شته چې ددوديزې كچې په پرتله دزياتوهڅوغوښتونكي دي . ښا
د خالص بابا(رح) د ژوند ځانگړتياوې
خالص بابا خپلې کورنۍ لومړنۍ زده کړې له خپل پلار ارواښاد عبدالاکبر څخه او بيا له خپل ماما عبدالرازق څخه کړې وې، خو د نورو زده کړو لپاره گاونډي هېواد پاکستان ته له خپل مشر ورور مولوي محمد يوسف سره لاړ او هلته يې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. په پاکستان کې يې د وخت له مشهورو او نوموتو عالمانو څخه خپلې زده کړې پيل کړې او هلته يې په فقه، نحوه، صرف، عقايد، منطق، فلسفه، اصول فقه، معاني، بديع، بيان، عروض، ادب، سيرت، حديث، او تفسير کې خپلې زده کړې ترسره کړې. ارواښاد خالص بابا (رح) د حديثو ستره دوره د وخت له
د خالص بابا(رح) مقاومت او کړنې
کله چې روسي ښکېلاکگرو د افغانستان په خاوره ناحقه تېرى وکړ، يوازې دانه چې د افغانانو په وژنه يې لاس پورې کړ، بلکې د هېواد په جواهراتو يې هم خپله خېټه واچوله او د هېواد وگړو ته يې يوازې غلامي او بېچاره گي ور په برخه کړه، نو همدا لامل و، چې غيرتمنو افغانانو چې همېشه يې د غلامۍ او اسارت زنځيرونه شکولي دا ونه شوه زغملى چې د بل تر غلامۍ لاندې ژوند وکړي؛ نو ځکه يې د هېواد او اسلام د ساتنې لپاره توپک ته لاس کړ او په جهاد يې لاس پورې کړ. ارواښاد خالص بابا(رح) د رسول الله(ص) په څېر هجرت ته اړ شو او گاو