په نړۍ كې د اتومي انرژۍ د پاوړي كېدو او د درېم نړيوال جنګ په لګېدو سربېره اوس نړيوال دې ته حيران دي، چې څنګه وكړي تر څو د ټولوژنې اتومي وسلې له منځه يوسي؟ په نتيجه كې ګورو، چې بين الملل او منځنګړې خيريه ادارې ټولې لاس تر زنې ورته ناستې دي
پردې سربېره اوس نړيوال دې ته فكر وړي دي، چې څنګه وكړي، د نشيي توكو او قاچاق مخنيوى وكړي. په اكثرو بې وزله هېوادونو كې د نشيي توكو كرونده زياته كېږي. په دې خاطر چې له نورو حاصلاتو لكه غنم، وريجې، مالوچ او... په نسبت له نشيي توكو څخه زياتې پيسې لاس ته راوړل كېږي.
موږ ګورو زياتره د نشه يي توكو تجاران خپله په نشو اخته وي؛ نو كه دا تجارت بند شي، څرګنده خبره ده، چې روږدو كسانو ته كه د وخت سره نور كاروبار پيدا نه شي، دوى به له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ وي، دا چې له دې ناولو توكو څخه ځانونه وژغورو، مالي او جسماني زيانونه يې وپېژنو، غواړو چې په لاندې ډول يې زيانونه بيان كړو:
1_ د نشه يي سړي عمر له طبي پلوه لس يا پينځلس كاله کم وي.
2_ پرته له دې چې پيسې رانه پرې لاړې شي، هېڅ جسمي او مالي معاوضه نه راكول كېږي.
3_ قوي نشه كوونكي څيزونه د انسان دفاعي ځواك او ظرفيت كموي، په حافظه كې يې خلل پيدا كوي، د فكر او زده كړې پياوړتيا يې كمزورې كوي.
4_ د زړه سوى، د ګېډې پړسوب، درد او په پاى كې د قبضيت سبب جوړېږي.
5_ د روږدي كس سږي په پوره ډول هوا نه شي اخيستلاى او په پاى كې د سږو د پړسوب باعث جوړېږي.
6_ جنسي غوښتنې يې ورو ورو كمېږي او امكان لري، چې بېخي له منځه لاړې شي.
7_ د نخاعي غدې توموري رنځ چې فشار پكې لوړېږي، رامنځته كېږي.
8_ په بولي جهاز هم بدې اغېزې ښندي، د متيازو ضد هورمون افراز كوي، د متيازو كولو احساس چټكوي او د متيازو په فريكونسي كې زياتوالى راولي.
9_ انسان ته خارښت پيدا كوي، زياتره وخت ناروغ لړمۍ كېږي او تل خولې وي.
10_ عمومي كمزوري لري او اشتها يې بالكل نه وي.
پرته له دې زموږ په پښتنه ټولنه كې روږدي كس ته څوك واده نه وركوي. چرسي او نشيي سړى "نه سړى" بولي، په ټولنه كې يې قدر نه وي.
داسې كسان پرته له دې، چې ټولنې ته زيان راوړي، هېڅ ښېګړه نه شي كولاى.
ماْخذونه:
1_ مخدرات او ايډز، دوه مياشتنۍ مجله.
2_ د ليكوال خپل يادښتونه.