محمدحنيف حيران

Profile Photo

نوم مې محمدحنيف او تخلص مې حيران د پکتيا ولايت د سېدکرم ولسوالي اوسېدونکی، له منځني طب څخه په پېښور کې فارغ شوی يم، همدارنګه د ادب د مبارکې مدرسې يو کوچنی چڼي هم يم او اووکتابونه مې دوه يې شعري ټولګې، يو د ټپيزو کتاب،درې ژباړې او يو فولکلوريک اثر دې، کښلي دي.

مقالي


د ارواښاد خالص بابا لنډه پېژندنه

د١٢٩٧لمريز کال د مرغومي په يخو شپو کې د ننګرهار ولايت د خوږياڼو د ولسوالۍ دقاضيانو په کلي کې دمولوي عبدالاکبر په کور کې يو ماشوم سترګې وغړولې. کورنۍ پرې محمد يونس نوم کېښود. دې ماشوم خپلې لومړنۍ زده کړې له خپل ماما عبدالرازق څخه پيل کړې کله چې لږ لوى شو،  نو دنورو زده کړو لپاره دخپل مشر ورور مولوي محمد يوسف سره دلرې پښتونخوا په لور روان شو. په لره پښتونخوا کې يې په چج، طورومايار(مردان)، چکۍ سر،دارالعلوم حقانيه اکوړه خټک او نورو ځايونو کې زده کړې تر سره کړې. نوموړي د خپلو زده کړو په لړ کې

23.07.2007 محمدحنيف حيران

خالص بابا(رح) د يو مسلمان افغان په توگه

له ډېره وخته دا هڅه روانه ده، چې د اسلام او افغانيت ترمنځه يو ډول رقابت څرگند کړي سره له دې، چې اسلام د قومونو د له منځه وړلو لپاره نه دى راغلى، بلکې د قومونو د هدايت لپاره راغلى؛ ځکه خو يې ښه روايتونه برقرار ساتي او بد يې له منځه وړي.د انساني تهذيبونو تر منځه افغاني يوازېنى هغه دى، چې له اسلام سره يې ټکر ډېر کم دى. حمزه بابا وايي:پښتو مې د اسلام د(الاالله) څخه زده کړېهمدې راته ښودلې د جنت د چمن لارهځينو خلکو دا ډېره عجيبه ښکاروله، چې څنگه دې يو سړى مسلمان او په عين وخت کې افغان

23.07.2007 محمدحنيف حيران

دخالص بابا(رح) ادبي او جهادي رسالت

پر خالص بابا(رح) څه ليکل زما په څېر د ادب د مدرسې د يوه کوچني چڼي کار نه دى، د هغه شخصيت، جهادي کړنې، ادبي هلې ځلې، اسلامي جذبه، اخلاقي سپېڅلتيا، قوي عزم، بشري درناوى او..... دومره څېړنه غواړي، چې په زرگونو بابونه او په لکونو کتابونه پرې ليکل کېږي. خالص بابا(رح) که عامې خبرې کولې، که د خداى(ج) په لاره کې به يې جهاد کولو، که پر قلم به يې څه کښل، يوازې يو هدف يې و، چې هغه ټولو ته څرگند دى.په دې لمبه لمبه حالاتو کې دا ډول کارونه کول زما په اند د يو نابغه کار و، هو دا نبوغ ستر څښتن پر دوى لور

23.07.2007 محمدحنيف حيران

داروپانيا

څلورشپېته کاله ملکه وه،دانګلستان تاريخ ېې داوج ټکي ته ورساوه.ددې په پېرکې دبريتانيې بيرغ دنړۍ پرڅلورمه برخه ځلېده اولمرنه په کې ډوبېده.نوموړې دانګلستان دواکمنۍ مشهوره ملکه وه،دنورو ښځينه اونارينه واکمنانوپه پرتله ېې دخپل هيواددتاريخ په ټاکلوکې مهم رول لوبولی دی اودملکې په  توګه دانګلستان په تاريخ کې اوږدپېر لري. په 1819م كال كې زوكړې ده. لنډ نوم يې ويكتوريا و او پوره نوم يې ?الكساندرينا ويكتوريا? دى. پلار يې اډوارډ ډوك اف كنټ، د درېيم جورج څلورم زوى دى. ويكتوريا له وړكتوب څخه د ت

01.03.2007 محمدحنيف حيران

پناه ورکول

  دپورتني سرليك لاندې به خپل معلومات تاسوښاغليواو اغليوته وړاندې شي . هيله ده چې لوستل به يې تاسې ته په زړه پورې تمام شي . او له تاسوهم هيله كووچې د خپلو دودونوپه هكله چې په چم ګاونډ كې مو رواج دي ليكنې وكړى او مجلې ته يې راوليږى . په هرصورت ، داځل په پناه وركولو غږيږو، پناه وركول هم زمونږ د افغانانو او دځينوچم ګاونډ هيوادونود وګړو يو ډيرپخوانى دود دى چې له نيكه مرغه دنړۍ په نوروهيوادونو او ملتونو كې هيڅ نشته ، يا هم په لږه كچه ليدل كيږي . دافغانستان په كلو او بانډو كې ن

21.02.2007 محمدحنيف حيران

دافغاني مفکوري تدوين دسياسي تحليل په رڼاکې

_ تاريخي سريزه: افغانستان د لرغونې اريانا او خراسان څخه وروسته د هغه تاريخي هېواد نوم دى، چې د مركزي اّسيا، منځني ختيځ او افسانوي هند تر منځ موقعيت لري. له دې سره سره، چې تاريخي پېښو، ددې لرغوني هېواد سياسي پولې (سرحدونه) وړاندې وروسته كړي دي؛ خو خپل حساس جيوپوليتيك او ستراتيژيك موقعيت او اهميت يې له لاسه نه دى وركړى. په تاريخ او سياست كې دا يو منل شوى اصل دى، چې جغرافيوي موقعيت (جغرافيوي جبر)، د هر هېواد د برخليك په ټاكلو، سياست او تاريخ جوړولو كې لوى لاس لري. نړۍ او سيمه كې د س

21.02.2007 محمدحنيف حيران

هغه ځواني مرګ شو

د تنكيو  ارماونونو او تاندوهيلو ډك ځوانهغه چې د خپل ژوند په اوږدو كې يې څوك ازار كړى نه وو.هغه چې د بدۍ لاس يې  چاته اوږد شوى نه وۀ.هغه چې په نو راني څيره كې يې اُلفت له ورايه ځليده. هغه چې په ورين تندي به يې د دوسستۍ رنګونه يوتربل غاړه وتل.هغه چې هميشه به يې  موسكا پر گلابي شنډو نڅيده.   هغه چې يومينه پالونكى انسان وو.هغه چې آرمانونو يې غزيدلو ته ځانونه جوړ كړي وو،او د تاندو هيلو نيلۍ يې زين او پښه يې په ركاب ايښې وه. (محمد آمي

20.02.2007 محمدحنيف حيران

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more